په ماشومتوب کښې د ودونو ستونزه
عزیزانو په دې مطلب کښې په نړۍ کښې د ماشومانو د واده مسئلې ته اشاره کوو. *********
د نورو په غوښتنه واده کوی او یوې داسې دنیا ته داخلیږی چې د هغوی لپاره له وخته ډیره مخکښې وی. نه د انتخاب او خوښولو حق لری او نه د خپل راتلونکی په هکله کوم واضح او روښانه تصویر او فکر لری. کله کله په بې خبرې سره او کله هم د ویرې او مجبورۍ له امله داسې ودونو ته غاړه ږدی چې ناخوښې پایلې په ځان پسې لری.
د ماشومانو واده په کم عمرۍ کښې د امیندوارۍ او ماشوم زیږونې لپاره د نه چمتووالی په شمول د هغوی لپاره احتمالی بدنی عوارضو او همداشان د مشرانو او سرپرستانو د زور او جبر ترڅنګ د دا ډول ناغوښتلو ودونو له امله روحی او روانی عوارض هغه بحث راپارونکې چاره ده چې تل له یولړ شکونو او تردیدونو سره مخ پاتې شوې ده.
د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د لوړ کمشنر د قائم مقام لخوا د تازه خپرو شویو رپورټونو له مخې په نړۍ کښې هره ورځ ۳۹ زره جینکۍ بې له خپلې آزادانه خوښې او بې له دې چې د انتخاب حق ولری یا حتی د خپل عمر تر پاې پورې د دې پیښې عوارضو ته متوجه شی، ودونه کوی. د دې بهیر د دوام په بڼه کښې اټکل کیږی چې د ۲۰۲۰ میلادی کال تر پاې پورې ۱۴۲ میلیونه نجونې له اتل کلنۍ مخکښې ودونه وکړی.
په مالاوی هیواد کښې د الینا په نامه یوه جینۍ چې په ماشومتوب کښې واده کولو ته مجبوره شوه، وایی: له واده وروسته له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوم. زه ماشومه وم او نه پوهیدم چې څنګه د یوې ښځې رول ولوبوم. امیندواری زما لپاره ترټولو بد پړاو و ځکه چې د ښځه توب او امیندوارۍ ترڅنګ مې باید د کور کارونه هم ترسره کولی او له دغې نه علاوه به مې په پټو کښې هم کار کوه. د دې ستونزو هواری او امیندواری زما لپاره ډیر سخت وو ځکه چې زه یوازې یوه ماشومه وم.
په بیلابیلو ټولنو کښې د ماشومانو د ودونو علت مختلف دی. بې کوره توب، اقتصادی فقر، آداب او رسوم او کلتوری دودونه او د نجونو د امنیت تامینول د ماشومانو د ودولو ځینی علتونه دی. په دغو کښې زیاتره کورنۍ چې له فقر او غریبۍ سره مخ وی، د کورنۍ د یو کس د لګښتونو د کمولو لپاره د خپلې ماشومې لور د ودولو فیصله کوی. په ځینو ټولنو کښې والدین داسې فکر کوی چې که زر د خپلو ماشومانو ودولو ته غاړه کښېنږدی نو په راتلونکی کښې د هغوی د ودیدو چانس د تل لپاره ختمیږی.
په ځینو نورو ټولنو کښې که څه هم د جینکو د زده کړې لپاره ښوونځی شته خو د ښوونې بد کیفیت او د معلم نشتوالی سبب کیږی چې هم والدین او هم اولادونه احساس وکړی چې خپل وخت او پیسې ضایع کوی. له بلې خوا ځینې کورنۍ د جینکو له زده کړې سره مخالفې دی. ځکه چې هغوی په کور کښې له کار کولو او یا د مالدارو خلکو په کورونو کښې د کورنۍ خدمتګارې په توګه له کار کولو او د کورنۍ د عاید له برابرولو ساتی.
د جنوبی سوډان په شان ځینو ټولنو کښې زوم د جینۍ کورنۍ ته خپله څه ناڅه پانګه او پیسې ورکوی. په دغه پانګه کښې پیسې، سره زر او حتی د غوا په شان ځینی څاروی شاملیږی. آین نومې یوه ښځه وایی: زما میړه له ماسره د واده لپاره زما پلار ته ۷۵ غواګانې ورکړې. مونږ له واده مخکښې یوبل بیخی نه وو لیدلی او حتی خبرې مو هم نه وې کړې. زه د واده په هکله په هیڅ نه پوهیدم. کله چې مې پلار ته وویل چې زه واده کول نه غواړم نو هغه وویل چې باید واده وکړې ځکه چې زما دا غویان او غواګانې پکار دی.
په افغانستان، بنګلادیش، مالاوی، نیپال، سویلی سوډان، تنزانیا، یمن او زمبابوې کښې د بشری حقوقو د څارونکی سازمان تحقیقات په ښه ډول ښودنه کوی چې له وخته مخکښې د ماشومانو واده بدې او اوږمهاله پایلې په ځان پسې لرلې شی. د جینکو په لړ کښې دا چاره د یو انسان په توګه د هغوی د حقوقو د ختمیدو او په بشپړه توګه له مینځه تلو سبب کیږی.
د ماشومانو ودونو په ټولو نړۍ کښې ډیرې ستونزې رامینځته کړې دی. په خطر کښې د سلامتیا لویدل، له وخته مخکښې امیندواری، په کورونو کښې د ښځو خلاف تشدد او فقر ځینی هغه عوامل دی چې په ماشومتوب کښې واده شوې جینکۍ ورسره مخ دی. په ټوله نړۍ کښې شوې څیړنې او تحقیقات ښودنه کوی چې د هغو جینکو د مړینې احتمال چې له لسو تر تر څوارلسو کالو پورې عمر کښې ماشومان زیږوی، له هغو نجونو څلور چنده زیات دی چې له ۲۰ نر تر ۲۴ کالو عمر کښې میندې جوړیږی. له زده کړې د جینکو پاتې کیدل هم په کم عمرۍ کښې د هغوی له ودونو سره نیغ په نیغه تړاو لری. په بنګلادیش کښې چې کومې جینکۍ د زده کړې امکان لری هغوی په ماشومتوب کښې ودیدو ته کمه ګروهنه لری.
ماشومان معمولاً د جنسی روغتیا او د اړوندو ناروغیو د خطرونو د کمولو په هکله لږ معلومات لری. د ۲۰۱۳ کال د احصائیو د معلوماتو له مخې په افریقایی نجونو کښې په ایډز باندې د اخته کیدو په نویو پیښو کښې ۷۴ فیصده په هغو ماشومانو پورې اړوند وو چې د ناپوهۍ له امله یې د جنسی سلامتیا خیال نه دی ساتلی.
کورنی تشدد د ماشومتوب د ودونو یو بل تاوان دی. دغه ماشومان معمولاً د فزیکی، جنسی، روحی او روانی تاوتریخوالو سره مخامخیږی. تحقیقات او څیړنې ښودنه کوی چې په هغو سړیو او ښځو کښې د کورنیو تاوتریخوالو د زیاتیدو احتمال ډیر زیات دی چې پخپلو کښې د عمر ډیر فرق لری.
د بشری حقوقو څارونکی سازمان اعلان کړی دی چې دې ته په پام سره چې د ښځو وضعیت په ډیرو مواردو کښې په تیرو کلونو کښې ښه پرمختګ لرلی دی، دا اساسی پوښتنه شته چې ولې په کم عمر کښې د جینکو د واده مسئله تراوسه موجوده ده؟ په هغو هیوادونو کښې چې د ماشومانو ودونه پکښې په ډیره لوړه کچه ترسره کیږی، بنګله دیش په څلور نمبر دی. نایجیریا، مرکزی افریقا او چاډ هیوادونه له بنګله دیشه په لوړو رتبو کښې دی. د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) د رپورټ له مخې له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۳ کلونو پورې پړاو کښې ۲۹ فیصده بنګله دیشی جینکۍ له ۱۵ کالو نه په کم عمر کښې واده شوې دی او ۶۵ فیصده یې هم له اتلس کلنۍ مخکښې واده شوې دی.
په بنګله دیش کښې ډیر عوامل د دغه هیواد د ماشومانو جینکو د ودیدو لامل دی. په بنګله دیش کښې جنسیتی توپیر، ټولنیز نظرونه او آداب او رسوم په ډیرو زمینو کښې ښځې او جینکۍ له یولړ ستونزو سره مخ کړې دی او د ماشومتوب په دوران کښې د جینکو د واده د لوړې کچې سبب شوی دی.
په کورنیو کښې پراخ فقر والدین اړباسی چې د هغو جینکو د ژغورنې لپاره چې خوړو او زده کړې ته د لاسرسۍ امکان نه لر ی هغوی په کم عمرۍ کښې واده ته مجبورې کړی. بنګله دیش له هغو هیوادونو دی چې د طبیعی آفتونو او د آب و هوا د بدلونونو له سخت خطر سره مخ شوی دی. دې حالت د دغه هیواد د خکلو په تیره بیا هغو خلکو لپاره ډیر خواشینونکی حالت رامینځته کړی دی چې د بنګله دیش په اطرافو کښې اوسیږی.
د بشری حقوقو څارونکی د بنګله دیش له ډیرو کورنیو سره په ماشومتوب کښې د هغوی د جینګو د ودولو په هکله خبرې اترې کړې دی. ډیرو کورنیو په ماشومتوب کښې د خپلو ماشومانو د ودولو د اصلی عامل په توګه پر فقر ټینګار کړی دی. یوه کورنۍ په دې هکله وایی: ما د لوږې او فقر په وجه خپله لور په ماشومتوب کښې واده کړه.
ډیرو نورو کورنیو هم په ماشومتوب کښې د جینکو د واده او فقر په اړه خبرې کړی او وایی: مونږ خپلې لوڼې ښوونځی ته نه شوې لیږلې او لپاره د دې چې هغوی ښه راتلونکی ولری په ماشومتوب کښې مو واده کولو ته مجبورې کړې دی.
په بنګله دیش کښې جنسیتی توپیر او آداب او رسوم د کورنیو لپاره د دې نظریې د رامینځته کیدو سبب شوی چې زامن د کورنیو د راتلونکی د عاید سرچینه دی په داسې حال کښې چې جینکۍ یوازې مصرفونکې او د کورنیو مالی پیټی وی او له واده وروسته به هم د خپل میړه په کور کښې په فعال ځواک بدلې شی. په دې نظر سره فقیرې او غریبې کورنۍ خوښوی چې په داسې حالاتو کښې چې ښه مالی وضعه نه لری، خپلې لوڼې په کم عمر کښې واده ته مجبورې کړی.
یوې کورنۍ د بشری حقوقو له څارونکی سره په مرکه کښې وویل: زمونږ په سیمه کښې د سیلاب د راتلو له امله زمونږ کورونه وران شول. مونږ هم له دغې پیښې وروسته پریکړه وکړه چې خپله لور واده کړو څو هم د هغې راتلونکی ښه شی او هم زمونږ د مشکلاتو پیټۍ سپک شی.
ملګرو ملتو د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کښې د یو پریکړه لیک په صادرولو سره غړی هیوادونه ژمن کړی وو چې د ماشومانو واده ممنوع کړی او د مخنیوی او د خلاف ورزی کونکو د سزا لپاره ضروری قوانین تصویب او اجرا کړی. د ملګرو ملتو د عمومی اسامبلې د بشری حقوقو کمیټې د دغه پریکړه لیک په تصویبولو سره له ټولو هیوادونو وغوښتل چې واده ته د ماشومانو د مجبورولو د بشپړ بندولو لپاره جدی ګامونه پورته کړی.
د ماشومانو واده یوه پیچلې او په ټوله نړۍ کښې په پراخه پیمانه یوه متفاوته مسئله ده، په دې حال کښې حکومتونه ژمن دی چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د پایدارې پراختیا اهدافو ته د رسیدو لپاره د ماشومانو د واده د مسئلې جرړه وباسی. جوته ده چې د دې چارې د عملی کیدو لپاره حکومتونه د بیلابیلو ټولنو او ځایی شرایطو سره د یو سم جامع کړچار خپلولو ته اړمن دی.
که څه هم په ځینو سیمو کښې د ماشومانو د واده اندازه کمه شوې ده خو په اردن کښې د سوریې د ماشومانو د واده په شان، په ځینو ټولنو کښې د مدنی ډلو د رپورټ له مخې، له مخ په ودې بهیر سره مخ شوې ده.
په دې مینځومان کښې د هغو ملی حقوقی چوکاټونو کوټلی خپلول او اجرا کول چې د بشری حقوقو له نړیوالو معیارونو د ملاتړ په لړ کښې دی، یوه مهمه لاره چاره ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی