د غبرګولي د میاشتې د یولسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو
د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د افغانستان د پلازمینې کابل د پرونۍ چاودنې یو زړه دردونکی انځور راخیستی او لیکلي یې دي چې د کابل په بوږنونکې چاودنه کښې ۱۰۰ تنه وژل شوي ۴۰۰ زخمي شول.
په خبر کښې راغلي چې د افغانستان داعش ډلې د دغو ترهګرو عملیاتو پړه منلې ده.
د افغانستان امنیتي چارواکو په دې هکله ویلي چې چاودونکي توکي د اوبو په یو ټانکر کښې ایښودل شوي وو او د چاودنې په ځاې کښې یې کابو اوه میټره کنده کړې ده. د کابل په ډیپلماټ میشته سیمه کښې د دغې ترهګرې حملې له امله د ایران او جرمني د سفارتونو ودانیو ته هم زیان رسیدلی دی.
اطلاعات د خبر په دوام کښې د روژې په دې مبارکه میاشت کښې د کابل دې زورورې چاودنې ته شویو غبرګونونو ته هم انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائيه رییس عبدا... عبدا... وویل: څوک چې د رمضان په مبارکه میاشت کښې خلک وژني، د جوړجاړي ارزښت نه لري او پکار دي چې مونډ یې وویستل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې لړ کښې وویل: امریکې د بهرنیو ګواښونو په وړاندې د افغانستان په ساتنه کښې ماتې خوړلې ده. هغه په دې خبرې سره چې د داعش ډلې ټول ترهګر د ځانګړو اهدافو لپاره افغانستان ته لیږل شوي دي، وویل: داعش په افغانستان کښې د امریکې پروژه ده. هغه همداشان له طالبانو وغوښتل چې جنګ پریږدي او د سولې او پخلاینې په بهیر کښې شامل شي.
دا په داسې حال کښې دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کښې ولیکل: په افغانستان کښې خبرونه او عیني شواهد د داعش ډلې د ملاتړ لپاره د تجهیزاتي جوپو د وړونکو ګڼو نامعلومو چورلکو د الوتنو بیانونکي دي او له امریکې او ناټو څخه یې په دې هکله وضاحت ښوغتی دی.
له بلې خوا د ترکیې او اماراتو خارجه وزارتونو هم د کابل د پرونۍ چاودنې په غندنه کښې خبرپاڼې خپرې کړې دي.
او ایران هم د کابل چاودنه په کلکو ټکیو وغندله.
د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمی په کابل کښې د پرونۍ ځان وژونکې جنایتکارانه حملې او د ګڼ شمېر خلقو د مرګ ژوبلې په غندلو سره تاکید وکړ: له ترهه ګرۍ سره جدي چلند نه کول د داسې بې رحمانه اقداماتو د زیاتېدو سبب شوی دی.
قاسمي خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له تشدد نه کار اخېستنه او د خلقو د قتل عام په ردولو سره هیله وښودله چې د سیمې او له سیمې نه د وراخوا هغو ځینو هېوادونو چې په وسلو باندې د ترهه ګرو او تندلارو ډلو په سنبالولو تورن دی له مداخلې پرته د افغان ډلو ترمېنځ په خبرو اترو سره به د داسې غېر انساني اقداماتو د تکرارېدو مخه ونیوې شی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: ترهه ګرې حملې چې په هر ځای کښې د هرې ډلې لخوا او په هرې بهانې سره وي یو مذموم او مردود اقدام دی او پکار دی په سختۍ سره وغندل شی او ورته ځواب ورکړی شی.
قاسمي همدارنګ ټینګار وکړ چې د ایران اسلامی جمهوریت به تل په سختو او مشکلو حالاتو کښې د افغانستان د مظلوم او ستر ملت ترڅنګه ولاړ وی.
جمهوري اسلامي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د ملګرو ملتو د یو چارواکي څرګندونې راخیستې دي چې وايي: یمن د نابودۍ په لور روان دی او نړۍ تشه ننداره کوي.
د خبر په تفصیل کښې راغلي دي چې د ملګرو ملتو د بشردوستانه چارو مسئول په دې خبرې سره چې د یمن خلک له جنګ، قحطۍ او د وژونکو ناروغیو له خوریدو سره مخامخ دي، څرګنده کړه چې دغه هیواد د بشپړې ټوټې کیدو په لور روان دی.
سټیفن اوبراین د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې څرګنده کړه: نړۍ د یمن د کړکیچ تشه تماشه کوي.
هغه په دې خبرې سره چې اوس وخت دی چې په نړۍ کښې ترټولو سترې ایمرجنسي او بیړنۍ وضعې ته د پاې ټکی کیږدو، وویل: باید یمن د خوندي کیدو لارې ته ستون کړو.
د سټیفن اوبراین څرګندونې په یمن کښې د دوه کلن جنګ د ختمولو لپاره د جدي مذاکراتو له پیلیدو او له کړکیچه د دغه هیواد د لرې کولو په موخه پر سعودي رژیم باندې په دباو اچولو کښې د امنیت شورا د ناتوانۍ په وجه د هغه د نهیلۍ احساس څرګندوي.
سعودي عربستان د امریکې او د ریاض د تړونوالو لویدیځو او عربو هیوادونو په ملاتړ سره او د ملګرو ملتو د چپتیا په سیوري کښې د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې نه د یمن د استعفا کړي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ستنولو په پلمه پردغه هیوا پوځي تیری او د هغه ځمکنۍ، سمندري او هوايي محاصره پيل کړې ده چې تراوسه یې د ۱۱ زرو یمینیانو له وژل کیدو، د لس هاو زرو له زخمي کیدو او د میلیونونو نورو له بې کوره کیدو پرته کومه نتیجه نه ده لرلې.
د عربستان پوځي تیري د یمن فقیر هیواد د خوراکي او درملیزو موادو له سخت کمي سره مخامخ کړی دی او د ګڼو ناروغیو د خپریدو سبب شوی دی.
نړیوالې ورځپاڼې:
ډېرو نړیوالو خپرونو د کابل په پرونۍ خونړۍ چاودنې لیکنې خپرې کړي او هغې ته ېې له بیلابیلو اړخونو کتنه کړې ده.
لانګ وار ژورنال خپرونه هم یوه له دغو خپرونو ده چې په ویب پاڼه کې ایښودل شوی د پیښې له ځایه اخیستل شوی تصویر یې د دغې درنې چاودنې ابعاد په ډاګه کوي.
په تصویر کې ښکاري چې چاودنې په سړک کې څو میتره ستره او ژوره کنده جوړه کړې ده.
د آزادي راډیو خبریالانو هم چې د چاودنې ځای لیدلی وایي، دغې چاودنې ځمکه تر درې څلورو مترو لاندې کیندلې او څو کیلو متره لېرې سیمې یې لړزولې دي.
د کابل په زنبق څلور لاره کې د دغې چاودنې چې ویل کېږي د چټلو اوبو په ټانکر کې ایښودل شوي چاودیدونکي مواد چول شوي، د وژل شویو او ټپیانو شمېر له څلور سوه تنو ډېر ښودل شوی دی.
د کابل د پرونۍ ورځې خونړۍ چاودنه په دې هېواد کې د روانې جګړې د تیزیدو یوه بله نښه ده چې بیایې هم اکثره قربانیان ملکي وګړي و. هغه جګړه چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف شاوخوا شپاړس کاله مخکې پیل کړې او د امریکا په تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه بلل کیږي.
نیشنل انټرسټ خپرونې بیا د دغې جګړې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پرنوې ستراتیژۍ چې تراوسه یې جزئیات نه دي په ډاګه شوي، تمرکز کړی او لیکي:
تر اوسه نه ده روښانه چې له ستراتیژیک پلوه به دا یوه عملي پالیسي وي او که نه، خو داسې ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ اداره به پنټاګون ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته له درې زرو تر پنځو زرو پورې نور عسکر ولیږي.
د خپرونې په وینا دغه نوي ځواکونه هم ظاهرا افغانستان ته د دې لپاره استول کېږي چې وسله وال طالبان د نورو سیمو نیولو ته پرې نږدي.
خپرونه وړاندې لیکي:
په داسې حال کې چې د افغانستان وضعیت ورځ تربلې خرابیږي، شرمونکې خبره داده چې په متحده ایالاتو کې په دې اړه چې ایا دا مناسبه ده چې نور امریکایی یا د ناتو سرتیري افغانستان ته واستول شي، په عام محضرکې بحثونه نه کیږي چې دا یوه غیر امریکایي ښکارنده ځکه ده چې له دې سترګې نشي پټیدی چې امریکا دې په دغه جګړه کې ښکیله نه وي.
د نیشنل انترست خپرونې په لیکنه هغوی چې د امریکا موسیسان دي، دانه غوښتل چې دا هیواد د جګړې په وختونو کې دا ډول چلند وکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*