د زمري د پنځویشتمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i54228-د_زمري_د_پنځویشتمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2017 08:20 Asia/Kabul
  • د زمري د پنځویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په اسلامي شورا (پارلیمان) کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دولسم حکومت د  وړاندیزي وزیرانو د صلاحیت د څیړنې د پیلیدو خبر راخیستې او د خپلو وړاندیزي وزیرانو په دفاع کښې د ولسمشر حسن روحاني د وینا د وخت یو ستر انځور یې هم چاپ کړی دی.

ولسمشر روحاني په پارلیمان کښې په خپله وینا کښې وویل: آزادي، ارامښت، امنیت او پرمختګ په راتلونکو څلورو کلونو کښې اساسي پروګرامونه دي.

هغه وویل چې د ټولو خلکو د حقوقو د ساتنې او د پروګرامونو په عملي کولو ژمن دی. شتونزې به یوازې د درې واړو قواو نورو ارګانونو په یوزړه توب سره هوارې شي.

حسن روحاني همداشان وویل چې له نړۍ سره پراخ تعامل او د خلکو د عزت او کرامت ساتنه به یې د بهرني سیاست چورلیز وي.

جمهوري اسلامي د دې خبر په ترڅ کښې لیکلي دي چې د برجام یعنې ایران او ۵+۱ ډله هیوادونو ترمینځ د ایټمي موافقې په هکله د ولسمشر وینا په بهرنیو رسنیو کښې پراخ انعکاس لرلی دی.

 کیهان:

                دوستانو له تهرانه چاپیدونکې د کیهان ورځپاڼې د بهرنیو خبرونو برخې ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي:

د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین ځانګړي استازي له امریکې غوښتي چې په افغانستان کښې خپلې چټي هلې ځلې ختمې کړي او خپل پوځیان له دغه هیواده وباسي.

ضمیر کابلوف زیاته کړه: په دې وجه چې د امریکې پوځ په افغانستان کښې هیڅ نتیجه ترلاسه نه کړه، باید له دغه هیواده ووځي او په افغانستان کښې د امریکې کمپین ماتې خوړلې ده.

هغه دا هم وویل چې ماسکو په افغانستان کښې د امریکې د پوځ پرځاې د خصوصي شرکتونو د تالي څټو او ځواکونو له دیره کیدو سره مخالفه ده. خبر یادونه کوي چې په دې وروستیو کښې بلیک واټر شرکت افغانستان ته د تګ او هلته د دیره کیدو ګروهنه څرګنده کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي: په یمن کښې په وبا (هیضې) د ککړو کسانو شمیر پنځو لکو ته ورسید.

په یمن کښې د هیضې په وبا د اخته کسانو شمیر په داسې حال کښې نیم میلیون کسانو ته رسیدلی چې د دغه هیواد انصار ا... غورځنګ هم ویلي دي، عربستان په عمدي توګه په یمن کښې د وبا د پراخولو تکل کوي.

د عراق وسله والو ځواکونو پرون د دغه هیواد د وزیراعظم حیدر العبادي په حکم د شمالي ښار تلعفر د آزادولو عملیاتو پيل کړل. تلعفر له موصل وروسته د نینوا ولایت دویم ستر ښار دی.

د انګلستان ملکه که څلور کاله نوره ژوندی پاتې شي یعنې ۹۵ کلنه شي نو له قدرته به څنګته شي او سلطنت به خپل مشر زوي ته وسپاري. ۹۱ کلنه ملکه الیزابت چې په انګلستان کښې د باچاهۍ ترټولو اوږد پړاو لري، له تیرو څه باندې ۶۵ کالو راهیسې پر برطانیې حکومت کوي. څه موده مخکښې د ملکې میړه فیلیپ چې د ۹۶ کالو دی، ځان متقاعد کړ او له ټولو سلطنتي مسئولیتونو یې ډډه وکړه. دویمه الیزابت په ۲۵ کلنۍ کښې د انګلستان ملکه جوړه شوې ده.

د وینزویلا زرګونو کسانو په داسې حال کښې چې پوځي یونیفارم یې اغوستی و، په سړکونو کښې لاریون وکړ او د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې یې د امریکې لاسوهنې وغندلې. یاده دې وي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ونزویلا په پوځي حملې ګواښلې ده.

په هندوستان کښې یو لوړ حکومتي چارواکي وویل چې دغه هیواد نیت لري له میانماره ورغلي هغه ټولو ۴۰ زره روهینګیايي مسلمانان وباسي چې هند ته یې پناه وړې ده.

اطلاعات:

                د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي دي چې امریکا دې له قدرتمند او پياوړي ایران سره د ملګرتیا فرصت له لاسه ورنه کړي.

په خبر کښې لولو: په مینځني ختیځ کښې د ایران اغیزه له هغې ډیره پراخه ده چې واشنګټن پرې سترګې پټوي.

امریکا او ایران په سیمه کښې ګډ اهداف او ګټې لري. له شمالي کوریا سره د ایران د ګواښونو پرتله د امریکې لپاره بیخي بې بنیاده دي.

د اطلاعات ورځپاڼې د یو بل خبر عنوان دی: د یمن د کړکیچ د هواري لپاره د ایران له هلوځلو د ملګرو ملتو قدرونه.

په خبر کښې لولو چې ملګري ملتونه وايي: ایران د یمن د کړکیچ د زیانونو د کمولو د کوششونو پریکنده ملاتړ کوي.

د سره صلیب سازمان هم وویلي دي: د یمن ټولې بیخ بیناوې د عربستان په بریدونو کښې نابودې شوې دي.

له بلې خوا یمني ځواکونو د عربستان په نجران کښې د سعودیانو د وسلو ګودام له مینځه یوړه.

ایران:

                ایران ورځپاڼه راخلو چې دا هم په تهران کښې چاپيږي. دې ورځپاڼې د نورو ډیرو خبرونو ترڅنګ د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا د منشي خبرې راخیستې دي چې وايي: امریکا د ترهګرۍ پوره پوره ملاتړ کوي.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی په لبنان کښې د حزب ا... دمشر سید حسن نصر ا... په وحدت رامینځته کونکی رول ټینګار سره د حزب ا... وروستی بریالیتوبونه دداعش ترهګرې ډلې د نابودۍ زیری ورکونکی وبلل .

هغه پرون له العهد خبري سایټ سره په مرکه کښې د اسرائیلو پرضد درې دیرش(۳۳) ورځني جنګ کښې د لبنان د بریالیتوب دیولسمې(۱۱) کلیزې په مناسبت د لبنان حزب ا... ، ملت او حکومت ته په مبارکۍ سره وویل اسلامی مقاومت غورځنګ حزب ا... په ۲۰۰۶ میلادی کال کښې دخپلو شهادت غواړو مبارزانو په شجاعت او ایمان تکیې سره دصهیونیسټ رژیم د ماتی دنه خوړلو افسانه دروغ ثابته کړه او زیاته یې کړه اسلامی امت چې هر وخت اراده وکړی دایمان او دجهاد  د وسلې په مرستې سره دنړۍ ترټولو قوی پوځ رسوا کولای شی .

د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب ا... او د صهیونیسټ رژیم د پوځ ترمینځ درې دیرش(۳۳) ورځنی جنګ د ۲۰۰۶ میلادی کال په جولاۍ میاشت  کښې پیل شوی او د هماغه کال د اګست دمیاشتې په څوارلسمه(۱۴) نیټه د حزب ا... په بریالیتوب سره پاې ته رسیدلی وو .

صهیونیسټ رژیم د زیاتو مرګ ژوبلو او تاوانونو په زغملو سره له جنګ څخه شاتګ وکړ .

دایران دملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر دغه راز په سوریې کښې د ترهګرو ډلو ته په ماتی ورکولو کښې د لبنان دحزب ا... د رول په مهم بللو سره وویل په اسلامی نړۍ او عربو هیوادونو کښې د حزب ا... زیات محبوب صهیونیسټ رژیم او دهغه ګوډاګیان غصه کړی دی .

شمخانی ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت به په ټول توان سره دحزب ا... او دهغو ټولو هیوادونو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کښې دی ملاتړ وکړی .

دایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا سیکرټر علی شمخانی دغه راز له ترهګرۍ سره دمبارزې په موضوع کښې د امریکا په دوه ګوڼه کړچار نیوکې سره وویل دامریکا هیلی کوپټرونه په ځلونو ځلونو په عراق کښې دداعش تر کنټرول لاندې سیمو کښې کوز شوی دی او دامریکا جنګی الوتکو هم دسوریې سرحدونو ته نږدې دعراق په ولسي مبارزو ځواکونو حملې کړی دی .

هغه وویل دامریکا سیاستونه ثابتوی چې واشنګټن په سیمه کښې د ترهګرۍ ترټولو ستر ملاتړ دی.

کابل چاپ:

د کابل چاپ نننیو ورځپانو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د سرخط ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان د ولسمشر غني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې ترمنځ کتنې ته اشاره کړې او دا یې ویلي چې ولسمشر غني له اغلې تهمینې غوښتنه کړې چې د پاکستان له نوې رهبرۍ سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندیښنې شریکې کړي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر غني همدا راز غوښتنه وکړه چې پاکستان باید د لندن د هوکړې پر اساس د ترهګرو د ځپلو لپاره اساسي اقدامات وکړي او له خپلې خاورې پر افغانستان د راکټي بریدونو مخه ونیسي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر غني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې د کتنې په اړه یو مطلب خپور کړی دی او په کې یې د ولسمشر غني له قوله کښلي چې هېڅکله باید د ترهګرو ترمنځ د ښو او بدو توپیر ونشي ځکه چې ترورېزم د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د جوزجان د ولایتي شورا د وکیلي حلیمه صدف کریمې له قوله لیکلي چې داعش ډلې له میرزا اولنګ سیمې ۳۵ نجونې او تازه واده شوې مېرمنې له ځانونو سره د قزل غوش ولسوالۍ ته وړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې همدې موضوع ته اشاره کړې او لیکلي دي چې داعش ډلې د جنسي استفادې لپاره له ۳۴ ډېرې نجونې او تازه واده شوې مېرمنې د میرزا اولنګ له روستايي سیمې جوزجان ته انتقال کړي دي.

ورځپاڼې د ولایتي شورا د غړې حلیمې صدف له قوله لیکلي چې عرب، ازبکستاني، قرغیزي او چیچنیايي وسله والو دغه نجونې د قزل غوش ولسوالۍ ته له ځان سره بوولې دي.

ورځپاڼې د درزاب ولسوال باز محمد داور له قوله هم لیکلي چې د دې نجونو په منځ کې یو شمېر يې د ننګرهار او غور ولایتونو څخه هم راوستل شوي دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د زمري د پنځویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ.