د هدایت حدیث (149)
د دی لړۍ په څو تیرو مطالبو کی مو د دوستۍ او ملګرتیا آداب، او د هغې معیارونه، او پدی هکله چی له کومو کسانو سره دوستې کولای شو، او له کومو کسانو سره له دوستۍ څخه باید ډډه وکړو، بحث وکړ. پدی مطلب کی هغه اصول بیانوؤ چی؛ د خپل دوست په هکله د هغو د رعایتولو دنده را له غاړی ده. هیله ده چی د دغه مطلب تر پایه پوری زموږ سره د ملګرتیا وخت ولرئ.
په دوستۍ کی رښتنولی او صداقت ډیر مهم دی. واقعی دوست هغه کس دئ، چی په هرو شرایطو کی له تا سره صادق وی، نه هغه کس چی د یو مصلحت او کار په خاطر، ستا سره دوستی کوی، او که ستا خیر او ښیګنی ورته ورسیږی، ستا سره صمیمیت وکړی، او که نه له تا لیری توب کوی. په یو روایت کی راغلی دی: یو سړی د حضرت امام حسن مجتبی ع سره ډیره مینه درلوده. د امام حضور ته ورغئ، او له دوی وغوښتل چی ورسره دوست او یو ځای و اوسی. امام حسن ع مسکا وکړه او ویی فرمایل:« زه دی په دوستۍ غوره کوم؛ خو څو شرطونه لری چی باید له ما سره په دوستۍ کی په پام کی ولری. سړئ خوشحاله شو او ویی ویل: هر څه چی وی منم یی. امام حسن ع وفرمایل:« که غواړی له ما سره دوست اوسی، باید زما مدح او ستاینه ونه کړی؛ ځکه چی زه تر تا زیات ځان پیژنم. باید ماته درواغ ونه وایی؛ ځکه چی درواغ ارزښت او اعتبار نه لری؛ او وروستئ شرط دا چی، باید زما په نزد د بل کس غیبت ونه کړی.» سړی لږ څه سوچ وکړ، او له دې کبله چی هغه شرایط یی په ځان کی نه لیدل؛ امام ته وویل:« ای د خدای د ګران رسول اولاده! ماته اجازه را کړه چی بل وخت بیا ستاسو حضور ته درشم.» امام حسن مجتبی ع په مسکا سره وفرمایل:« که داسی غواړی زما سره واوسی؛ پروا نه لری.»
له خلګو سره دوستې او ملګرتیا یو لړ اصول لری، چی که هغه اصول تر پښو لاندی شی، دوستۍ هم له منځه ځی. فریب او دوکه ماری، له دوست سره د خیانت له عواملو څخه ګنله کیږی. حضرت امام صادق ع فرمایی:« دوکه ګر او فریب کار مه اوسه، ترڅو بی دوسته پاتی نه شی.» په حقیقت کی درغلی او یو دوست ته فریب ورکول، له ناوړه نیت څخه سرچینه اخلی، او هغه کس چی ناوړه نیت لری؛ نشی کولای په دوستۍ کس اخلاص او صداقت ولری، او همداراز نور کسان به هم له هغه سره صداقت او اخلاص ونه لری. د مثال په توګه، که یو څوک پخپل دوست د بی کاره او خراب څیز په پلورلو سره، هغه ته فریب ورکړی، په حقیقت کی یی د هغه له اعتماد څخه ناوړه استفاده کړې، او ورسره یی خیانت کړئ دئ.
هر څوک د ځان لپاره یو لړ خاص مسایل لری، چی کاملاً خصوصی دی؛ او نه غواړی چی نور له هغو خبر شی. دغه مسایل د هغه د اَسرارو په شان ګنل کیږی. ځینی وختونه یو دوست؛ او یا لږ شمیر کسان له دغو اسرارو او پټو چارو څخه خبر دی. د انسان رښتنئ دوست هم، هغه څوک دئ، چی په هیڅ ډول شرایطو کی دغه اسرار؛ افشا نه کړی. ځکه چی د حضرت پیغمبر ص له قوله:« ستا د ورور د راز څرګندول، خیانت دئ؛ نو له دغه کار څخه ډډه وکړه.»
له دوست سره د خیانت یو بل مورد، د داسی یو کار کولو ته د هغه تشویقول دی؛ چی د هغه په ګټه او خیر نه وی. د خدای ګران رسول ص فرمایی:« هر څوک خپل دوست ته د یو کار لارښوونه کړی، او وپوهیږی چی خیر یی په یو بل کار کی دئ؛ له هغه سره یی خیانت کړئ دئ.» یو دوست حق نه لری خپل هغه ملګرئ چی دئ امین او د مشوری وړ ګنی، داسی یو کار ته لارښوونه کړی، چی د هغه د مصلحت په خلاف وی، ځکه چی دغه کار خیانت دئ.
نفاق او دوه مخی توب، د خیانت یو مورد دئ. هغه څوک چی ظاهراً دوستی او اخلاص وښیې مګر زړه یی له کینی او بد غوښتنی څخه ډک وی؛ منافق دئ. امام باقر ع فرمایی:« تاسو ته د الهی تقوا او پرهیزګارۍ سپارښتنه کوم، له تاسو څخه هیڅ یو په زړه کی د خپل ورور لپاره د یو کار نیت ونه کړی؛ چی د ځان لپاره یی نه خوښوی. ځکه چی که څوک داسی یو کار چی د ځان لپاره نه خوښوی؛ د بل کس لپاره وغواړی، متعال خدای هغه د نوموړی په زړه کی د نفاق د رامنځته کیدو دلیل ټاکی.» همداراز د خدای ګران رسول ص فرمایی:« هر څوک له خپل ورور څخه یوه خبره نقل کړی، او هدف یی د هغی له نقلولو څخه، د نوموړی خرابول وی؛ متعال خدای به هغه د یادې ګناه په خاطر په ذلت کی واچوی، او تر څو پوری چی د هغې سزا ونه وینی، له خوارۍ څخه به ونه وځی.»
ځینی وختونه قصداً یا د سهوی له مخی، د انسان د دوست په وسیله یوه خطا او تیر وتنه بڼه نیسی، خو لږ څه وروسته پخپلی خطا پوهیږی او پښیمانی ښیی. یو ښه دوست سعی کوی، هغه خطا هیره کړی. خو په مقابل کی داسی ډله کسان شته چی، ظاهراً دوستی کوی، خو په حقیقت کی د فرصت انتظار باسی؛ چی یوه خطا او تیر وتنه ووینی، او په مناسب وخت کی یی مطرح کړی، او خپل دوست په یو ډول رسوا کاندی. له همدې رویه حضرت رسول اکرم ص فرمایی:« کامل کفر او نا شکرې دا ده، چی یو څوک له خپل ورور څخه یوه خبره واوری، او هغه هیره نه کړی، تر څو یوه ورځ په هغې سره، نوموړئ رسوا کړی؛ داشان کسان له خیر او برکت څخه بی برخی دی.»
له دوست سره د خیانت یوه بله نښه داده، چی هغه د صداقت له رویه د خپل دوست خبری ته غوږ ونیسی، خو نوموړئ درواغ ووایی. امام صادق ع فرمایی:« ستر خیانت دئ، چی خپل دوست ته یوه خبره وکړې، او هغه په تا باور وکړی، حال دا چی تا درواغ ویلی وی.»
همداراز حضرت امام صادق ع فرمایی:« که یو څوک خپل ورور د یو بد کار په حال کی ووینی، او هغه منع نه کړی؛ له ده سره یی خیانت کړئ، او بله ورځ نوموړئ کولای شی خپل حق وغواړی.» پدی اساس، که یو کس خپل دوست په ګناهونو کی د ډوبیدو په حال کی ولید، د دوستۍ حق دا دئ چی په هر ډول شرایطو کی د هغه له ډوبیدو څخه مخنیوئ وکړی، او نشی کولای د خپل دوست د انحراف او ګناه په وړاندی بی پروا پاتی شی.