خوږی خبری (۲۰)
ګوینده: د اسلام د ظهور لمړنی کلونه ؤو؛ او د مکې ښار په خاص ښور او بی کرارۍ کی ډوب ؤ، ځکه چی مشرکینو په کینی او دښمنۍ سره، هڅه کوله چی په زړونو کی د اسلام له نفوذ څخه مخنیوی وکړی، له ویرې او واهمی څخه د هغی ډکی دورې، په یوه ورځ کی، یو سوداګر د خپلو کالیو د پلورلو لپاره، د مکی مکرمی ښار ته لاړ. «اسعد»، یمنی سوداګر ؤ، او د مکی خلګو هغه ښه پیژانده.
دغه سوداګر؛ څو څو ځلې د معاملی او د شیانو د خرڅولو لپاره د مکی مکرمی ښار ته ورغلئ ؤ، مګر دا ځلې د اسعد سفر؛ له پخوانیو سفرونو سره توپیر درلود. ځکه چی اوریدلی یی وؤ؛ په مکه کی یو شخص د پیغمبرۍ ادعا کړې ده، او یو نوئ دین یی خلګو ته معرفی کړئ دئ. اسعد کنجکاو ؤ چی هغه ووینی، او خپلی سیمی ته په ستنیدو کی، هغه څه چی یی اوریدلی او لیدلی دی، خلګو ته ووایی. نوموړی پداسی حال کی چی یی د خپلو اوښانو واګه په لاس کی نیولې وه، په آرامۍ سره په ښار کی قدم واهه، او په ځیر سره یی ټولو ځایونو ته کتل. اسعد له دې څخه په زیاته اندازه؛ چی د خپلو کالیو د خرڅولو په فکر کی وی، د مکی مکرمی د ښار د بدلونونو او نویو خبرونو د معلومولو پسی ؤ.
یمنی سوداګر؛ پداسی حال کی چی ډیر په سوچ کی ډوب ؤ؛ د مکی یو تاجر چی مشرک ؤ، په لوړ آواز وویل: په سوداګر اسعد باندی سلام! وینم چی ډیر کالی دی د پلورلو لپاره را وړی دی. اسعد د هغه د سلام ځواب ورکړ، او ور سره په خبرو لګیا شو. پدی منځ و میان کی نور کسان؛ چی اسعد یی پیژانده له یو او بل پسی راغلل، او د هغه په ګرد چاپیر را ټول شول. د رانیولو او خرڅولو، او د کالیو د بیې په باره کی خبری اوږدی شوې، خو اسعد د یو بل څه په سوچ کی ؤ، او د فرصت په لټه کی ؤ؛ چی د مکې خبرونه ولټوی. په ټول کی یوه شیبه چپه چوپتیا راغله. اسعد د دمې کولو لپاره یوې ګوښې ته لاړ، او پر یوې ډبرې کښناست، څو تنه مشرکان هم د هغه ترڅنګ کښیناستل. پدی مهال اسعد خبری پیل کړې، او ویی ویل:« دوستانو اوریدلی می دی، چی د محمد په نامه یو شخص د پیغمبرۍ ادعا کړې ده، او نوئ دین یی را وړئ دئ. هغه څه وایی؟ تر اوسه لا د اسعد خبری نه وی تمامی شوې؛ چی له مشرکانو څخه یو تن د محمد نوم په اوریدو سره، له ځایه پورته شو، او په قهر سره یی وویل: ای اسعده! که غواړی په آسانه توګه دغه ښار ته تګ را تګ وکړې، نه د محمد نوم واخله؛ او نه له هغه سره اړیکی ټینګی کړه. د مشرکانو یو بل کس هم، د خپل ملګری د خبرو په تائیدلو سره، اسعد ته وویل: هر کله غواړی د کعبی زیارت ته لاړ شی، خپل غوږونه بند کړه، ځکه چی محمد؛ د کعبی ترڅنګ داسی آیتونه لولی؛ چی سړئ جادو کوی، د هغه په کلام کی داسی راز نغښتئ دئ، چی که یی واوری؛ او یا که هغه ووینې، علاقمن به یی شې، او خپل اختیار به له لاسه ورکړې، نو هله بیا خپلې سترګی پرانیزی، او وینی چی د خپلو پلرونو دین ته دی شاه کړې ده، او د خپلې قبیلې دود دی تر پښو لاندی کړئ دئ.
د مشرکانو خبرو؛ د اسعد په زړه کی ویره واچوله، خو تر اوسه لا د هغه په وجود کی یوې قوې، او همداراز د کنجکاوۍ حس؛ هماغه راز د محمد لیدلو ته تشویقاوه، هغه ورځ تیره شوه؛ او بله ورځ اسعد فیصله وکړه، چی له هری ممکنې لاری څخه محمد ووینی، خو د هغه په لیدلو او د ویناؤو په اوریدلو سره بی اختیاره نه شی.
اسعد په وار خطایۍ سره کعبی ته نږدی ورغئ، او په هغو نښو نښانو سره یی؛ چی له محمد څخه درلودلی، په ښه توګه یی وپیژاند. محمد ص، د هرې ورځی په شان د کعبی ترڅنګ دریدلئ، او په راز و نیاز لګیا ؤ. اسعد له ځانه سره وویل: که څه هم مشرکانو، له هغه سره له اړیکی څخه ویرولئ یم، خو که زه خپل ښار ته ستون شم، او خلګ له ما څخه د محمد په باره کی پوښتنه وکړی، څه ځواب ورته ورکړم؟ نو ښه ده چی له هغه سره خبری وکړم او له پروګرام څخه یی آګاه شم.
یمنی تاجر؛ په ورو ګامونو سره د پیغمبر خواته لاړ، او په ځیر سره یی هغه ته کتل، او د نوموړی خبری یی په غور سره اوریدلې. هر څومره چی نږدی کیده، د محمد ص څیره ورته لا په زړه پورې او محبوب ښکاریده. اسعد؛ کله چی پام وکړ، متوجه شو د خدای د پیغمبر(محمد ص) په وړاندی دریدلئ دئ. هغه مسکا؛ چی د محمد په شنډو کی وه، د هغه د مهربانۍ ښکارندوی وه، او په روڼو سترګو کی یی صداقت څپانده ؤ. اسعد له پیغمبر ص څخه وغوښتل، چی د خپل دین په هکله توضیح ورکړی. حضرت محمد ص د انعام مبارکی سورې، ۱۵۱ او ۱۵۳ آیتونه؛ چی د اسلام د تعلیماتو د یوې برخی بیانونکی دی، تلاوت کړل. چی د آیتونو ترجمه داسی ده:
« راشئ؛ ترڅو هغه څه درته بیان کړم چی خدای په تاسو حرام کړی دی، د خدای لپاره شریک مه ټاکئ، له پلار او مور سره نیکې او احسان وکړئ، خپل بچیان د مسکینۍ له ویرې مه وژنئ، موږ تاسو او هغوی ته روزی ورکوؤ، او په څرګنده او پټه توګه بدو کارونو ته مه نږدی کیږئ، هغه کس مه وژنئ؛ چی خدای د هغه وژل حرام کړی دی، مګر په حق سره. دا هغه څه دی چی خدای تاسو ته د هغه سپارښتنه کړې ده، شاید له عقل څخه کار واخلئ او سوچ وکړئ.»
د دغو آیتونو په اوریدلو سره؛ د اسعد څیره بل ډول شوه، د خدای له کلام سره د آشنایۍ شوق او مینی، د هغه په وجود اغیز وشینده. اسعد نه پوهیده چی څه ووایی، یواځی یی د زیات اوریدلو او پوهیدلو غوښتنه درلوده، له همدې کبله یی محمد ص ته وویل: خپلو خبرو ته دوام ورکړه؛ غواړم لا زیات وپوهیږم. هغه څه چی ته یی بیانوی؛ ډیر ښکلی حقایق دی، چی په ټول عمر کی می اوریدلی دی. حضرت پیغمبرص هم؛ چی د اسعد شوق او ټینګار ولید، آیتونو ته داسی دوام ورکړ:
«هیڅکله د یتیم مال ته مه نږدی کیږئ، مګر پداسی طریقی سره؛ چی بهتره ده، ترڅو د بلوغ حد ته ورسیږی، پیمانه او تله په رښتیا سره تمام کړئ، موږ هیڅوک ته د توانایۍ له حد څخه زیات په دندی نه مجبورؤو. هرکله یوه خبره کوئ عدالت وکړئ؛ که څه هم د خپلوانو په باره کی وی. د خدای په وعدې وفا وکړئ، دا ده زما لاره؛ چی نیغ ده، له هغې پیروی وکړئ، او د نورو لارو اطاعت مه کوئ؛ چی تاسی له خدای څخه لیری کوی، دا دی هغه څه چی خدای تاسی ته د هغه سپارښتنه کوی، شاید پر هیزګاره شئ.
پسله هغه، چی حضرت پیغمبر ص دغه آیتونه تلاوت کړل، د اسعد په زړه کی طوفان پیدا شو، لاس یی اوږد کړ، او د محمد ص لاس یی کښیکښه، پداسی حال کی چی له سترګو یی اوښکی بهیدل، په اسلام یی ایمان را وړ، او له پیغمبر ص څخه یی وغوښتل؛ چی یو څوک د اسلام د تبلیغولو لپاره، یمن ته ولیژی.