خوږی خبری (۲۸)
د امام رضا ع دوؤ یارانو؛ د هغو خاطرو په هکله چی له انحضرت څخه یی لرلې، له یو او بل سره خبری کولې. د هغوی یو تن چی سلیمان نومیده؛ وویل: د خدای د رسول له پاک لمسی سره ملګرتیا او ناسته پاسته؛ تل زما لپاره له خوږی خاطرې څخه ډکه او په یاد پاتیدونکی ده.
احمد بن ابی نصر هم د خپل دوست د خبرو په تائیدلو کی وویل: هو! هیڅوک له امام رضا ع سره د ملګرتیا خوږې شیبی نشی هیرولای. خو ای سلیمانه! له انحضرت سره ملګرتیا؛ ما ته یو اخلاقی ټکئ را زده کړ، چی هیڅکله یی نه هیروم. سلیمان پوښتنه وکړه؛ څه ټکئ؟
احمد بن ابی نصر وویل: اوس یی درته بیانوم؛ دا د هغې ورځې خاطره ده چی د انحضرت میلمه شوم.
له خپلو یو شمیر دوستانو په ملګرتیا، د امام رضا ع لیدنی ته لاړو. یو ګړئ د دوی په خدمت کی ؤو، یو شمیر پوښتنې مطرح شوې، او امام ځواب ورکړ. وروسته ټول تلو ته چمتو شوؤ. یو، یو د دوی حضور ته لاړو؛ چی خدای په امانی وکړو. کله چی زما نوبت ورسید؛ امام رضا ع وفرمایل:« ای احمده! ته پاتی شه. زما د لاری ملګرو خدای په امانی وکړه، او لاړل. زه د امام په حضور کی پاتی شوم. هغه شیبی زما لپاره ډیرې خوږی او په زړه پوری وې. له دې کبله چی یواځی د امام رضا ع په حضور کی وم، او انحضرت ماته خاصه پاملرنه کړې وه، دا زما لپاره ډیره جالبه او خوشحالونکې وه. له امام رضا ع سره می خبرې اترې وکړې، او هغه پوښتنې چی می درلودلې؛ مطرح کړې، او انحضرت ځوابونه راکړل. دومره په خبرو لګیا ؤو، چی د وخت په تیریدو پوه نه شوم، کله چی می پام شو؛ ومی لیدل چی د شپې زیاته برخه تیره شوې ده.
ومی غوښتل چی وداع وکړم؛ خو امام رضا ع وفرمایل: غواړی لاړ شی؛ یا دا شپه را سره پاتیږی؟ کله چی امام راته د پاتیدو بلنه راکړه، بی حده خوشحال شوم. انحضرت ته می عرض وکړ؛ هر ډول چی تاسی را ته امر وکړئ، زه به عمل پری وکړم. که ووایاست لاړ شه، لاړ به شم؛ او که د پاتی کیدو امر وکړئ، پاتیږم.
امام رضا ع وفرمایل: ښه ده چی پاتی شی. دا شپه همدلته ویده شه، د دمی کولو او ویدیدو وسایل هم درته چمتو دی. وروسته امام خپل اطاق ته لاړ.
احمد بن ابی نصر، په دوام کی خپل ملګری«سلیمان» ته وویل: ای سلیمانه! اټکل نشی کولای چی هغه مهال څومره خوشحال وم. د امام رضا ع په شان یو شخصیت په کور کی، میلمه شوئ وم. له دې کبله چی د امام د محبت وړ ګرځیدلئ وم، سجده می وکړه او د خدای تعالی شکر می ادا کړ. خو تر اوسه می لا سر له سجدې نه ؤ پورته کړئ، چی پوه شوم امام رضا ع زما کوټې ته راغلئ دئ. پورته شوم؛ انحضرت زما ترڅنګ کښیناست، ډیر حیران شوئ وم. ګواګی امام غوښتل یو ټکئ راته بیان کړی، او زما اټکل درست ؤ. امام رضا ع زما لاس ونیو؛ او آرام یی کښیکاږه، بیا یی وفرمایل: ای احمده! غواړم د امام علی ع د ژوندانه په هکله، یو روایت درته ووایم. ما هم په ځیر سره ورته غوږ ونیو. امام رضا ع په دوام کی وفرمایل: یوه ورځ امام علی ع د« صعصعه » په نامه د خپل یو یار پوښتنې ته ورغلئ ؤ. کله چی یی د هغه د ناروغۍ او وضعیت پوښتنه وکړه، د بیرته
ستنیدو په وخت یی وفرمایل:« ای صعصعه! لدې کبله چی زه ستا پوښتنی ته درغلئ یم؛ په نورو کسانو ونه ویاړې، او ځان له نورو لا ښه او لوړ ونه بولې، له خدای څخه وویریږه او پرهیزګار اوسه. د خدای لپاره خاکساری او تواضع وکړه، تر څو چی خدای تعالی درته لوړه مرتبه او سترتوب در وبخښی.
احمد بن ابی نصر په دوام کی وویل: امام رضا ع دغه ټکئ راته ووایه؛ او زما لاس یی پریښود، او لاړ. زه په فکر کی ډوب شوم، او وپوهیدم چی؛ هیڅکه او د هیڅ ډول امتیاز له برخمنتیا څخه باید مغرور نه شو. امام رضا ع پدې خبرې سره ماته خبردارئ راکړ، چی هیڅ څیز د نفس د تربیې او ښه عمل ځای نشی نیولای، حتی امام ته نږدیکت او د هغه بزرګوار لطف او مهربانی، باید په نورو باندی د ویاړ او سترتوب د احساس سبب نه شی.