لارښوونکی حدیثونه ( ۱۵۹ )
د لارښوونکو حدیثونو تاسو مینه والو ته د سلامونو په وړاندی کولو سره د دې لړۍ په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کی یو. د څو تیرو خپرونو په ترځ کی مو د رسول اکرم ص د معراج حدیث شریف وڅیړه. پدی مطلب کی هم د دغې لړۍ په دوام کی، د«زُهد» مسئله څیړو، چی د آخرت د پلویانو یوه ځانګړنه ده.
د امام علی ع له قوله روایت شوئ، چی حضرت پیغمبر اکرم ص نقل کړئ؛ متعال خدای ج د معراج په شپه دوی ته وفرمایل:« ای محمده! د زاهدانو څیرې؛ د شپې د روڼولو او د روژې نیولو له کبله ژړی شوې، او ژبی یی د خدای د ذکر د زیاتوالی له امله ستړې شوې دی. د زیاتې خاموشۍ او0 چوپتیا په علت، زړونه یی په ټټرونو کی ټپیان شوی. او خپل ټول توان او قدرت د عبادت لپاره په کار وړی؛ نه د دوژخ له اور څخه د ویرې، او نه د جنت د طمعې او شوق لپاره؛ بلکه هر کله چی د آسمانونو ملکوت او ځمکې ته ګوری، یواځی خدای د عبادت وړ مومی».
د معراج د شریف حدیث پدې برخه کی،«زهد» ته اشاره شوې ده. زهد؛ دنیا ته د انسان د بی پروایی نښه لری، او زاهد کس ساده ژوند لری. حضرت امام علی ع د زهد په بیان کی فرمایی:« د زهد ټولې چاری د قرانکریم په دؤو کلمو کی را غونډی شوی دی. هلته چی متعال خدای د حدید د مبارکی سورې په ۲۳ آیت کی فرمایی:« ترڅو چی؛ د هغه څه په خاطر چی له لاسه مو ځی، خپه او غوصه مه اوسئ، او د هغه څه له کبله چی لاسته مو در ځی خوشحالی مه کوئ». ځکه نو؛ هغه کس چی د تیر له لاسه ورکړی څیز په خاطر غوصه ونه خوری، او په هغه چی لاسته یی راوړی خوشحاله نه شی، د زهد په دوؤ شرطونو عمل کړئ دئ.
همداراز حضرت علی ع فرمایی:« له دنیا څخه زهد؛ دا دئ چی آرزوګانی او هیلې کمی شی، د هر نعمت په خاطر شکر او له ټولو هغو څیزونو څخه چی خدای حرام کړی؛ ډډه وشی».
البته، په اسلام کی زهد، رهبانیت او ګوښه ګیرې نه ده. بلکه زهد؛ په ښه توګه د مسؤلیتونو سرته رسول، او د انسان په نفسانی ګروهنو او زیات غوښتنو باندی برلاسی کیدل دی.
د خدای ګران رسول ص د زهد په بیان کی فرمایلی دی:« په دنیا کی زهد او له دنیا څخه تیریدل، دا نه دی؛ چی حلال څیزونه په ځان حرام کړی، یا خپل مال له منځه یوسی. زهد؛ یعنی دا چی؛ په هغه څه چی ستا په لاس کی ده، د هغه څه په پرتله چی د خدای په نزد ده؛ باور ونه لری.» په بله وینا؛ یو زاهد کس په دنیا پوری پیلی نه دئ، او په خدای توکل لری.
زاهد کس،عالم او هدایت موندلی دئ. حقیقی زاهد فکر او ذهن یی په دنیایی چارو لګیا نه دئ، او په زړه کی له خدای تعالی ج پرته د بل چا مینه نه لری، ځکه نو په آسانۍ سره مختلف مادی او معنوی علمونه زده کوی.
د اسلام ګران رسول ص، فرمایی:« هرڅوک له دنیا سره علاقه ونه لری، متعال خدای حکمت د هغه په زړه کی ځایوی، او ژبه یی ور باندی ګویا کوی، او د دنیا دردونه او درمل ورته ښیې، او هغه له دنیا څخه؛ روغ د سلامتیا او آخرت دنیا ته بیایی». په یو بل روایت کی راغلی دی؛ چی یوه ورځ حضرت پیغمبر ص له کور څخه بهر وؤت، او ویی فرمایل:« آیا داسی یوکس شته، چی وغواړی متعال خدای هغه ته د بل کس له ښوونی پرته، علم ور
زده کړی او هدایت یی کړی؟ آیا له تاسو څخه داسی یو کس شته چی وغواړی خدای تعالی د هغه له زړه څخه جهالت له منځه یوسی، او بینا او بصیر یی کړی؟ پوه شئ؛ چی هر څوک له دنیا سره بی علاقه، او آرزو یی کمه وی، متعال خدای د بل چا د زده کړی او هدایت پرته، هغه ته علم ور زده کوی او لارښوونه کوی یی».
همداراز انحضرت وفرمایل: هر کله چی مو یو کس ولید، چی له دنیا څخه زهد او چوپتیا ور په برخه شوې ده، هغه ته ور نږدی شئ؛ چی حکمت در بخښی».
د معراج د حدیث په دوام کی، متعال خدای ج فرمایی:« ای محمده! ستا لپاره لازمه ده؛ چی چوپتیا او خاموشی غوره کړې، په تحقیق سره ډیرې ښی او آبادې ټولنی؛ د صالحانو او خاموشو کسانو زړونه دی، او تر ټولو بدی ټولنی؛ د چټی او بی ځایه خبری کونکو زړونه دی».
سکوت او خاموشی؛ انسان ته د«تفکر»،«روحانیت» او «بصیرت» حال ور بخښی. د اسلام د ګران پیغمبر ص د ځانګړنو په هکله راغلی دی، چی په دوی د وحې له نازلیدو وړاندی، په دوامداره توګه، د«حرا» په غار کی په فکر کولو او خاموشۍ لګیا ؤو، او د خلقت د اسرارو په هکله یی فکر کاوه.
حضرت امام صادق ع د چوپتیا د ګټو په باره کی فرمایی:« خاموشی، او چوپتیا د تحقیق کونکو طریقه، او د هغو کسانو شعار دئ، چی د نړۍ ثابتو او پایښت لرونکو حقایقو ته د بصیرت په سترګه ګوری، هغه کسان چی په تیرو حقیقتونو باندی یی غور کړئ، او داسی حقایق بیانوی چی لیکل شوی نه دی، او په کتابونو کی نه دی راغلی».
البته دغه ټکی ته هم باید پام ولرو، چی د خاموشۍ اصلی هدف دا نه دئ، چی انسان د تل لپاره خبری ونه کړی، بلکه له بی ځایه خبری او د دروغ؛ غیبت او تور په شان ګناهونو څخه پرهیز کول دی. له همدې کبله په یو شمیر روایتونو کی وینا کول؛ تر خاموش پاتی کیدل ښه بلل شوی دی.
کله چی د امام علی بن حسین ع څخه د خبری کولو او خاموش پاتی کیدو په هکله پوښتنه وشوه، ویی وفرمایل:« له دغو دواړو څخه هر یو؛ یو لړ آفتونه او زیانونه لری؛ چی که له دغو زیانونو څخه روغ پاتی شی، خبری کول تر خاموش پاتی کیدل ښه دی.
بیا پوښتنه وشوه؛ څرنګه ای ابن رسول الله! ویی فرمایل:« له دې کبله چی متعال خدای پیغمبران او د هغوی ځای ناستی، د خاموش پاتی کیدو لپاره مبعوث نه کړل. هغوی راغلل؛ چی له خلګو سره خبری وکړی، او هیڅوک په چوپتیا او خاموشۍ سره، د جنت وړتیا نه مومی؛ او د خدای له عذاب څخه نه ژغورل کیږی.
دغه ټولی ګټی او نتیجی د وینا کولو له لارې رښتنی کیږی. بیا یی وفرمایل:« زه هیڅکله؛ سپوږمۍ او لمر، په برابره مرتبه کی نه راولم. یعنی وینا کول د لمر په شان، او خاموشی د سپوږمۍ په شان ده. ځکه چی د خاموشۍ د مرتبې په بیانولو کی، له کلام او وینا څخه ګټه اخیستل کیږی، خو د وینا د مرتبې په بیانولو کی، له چوپتیا او خاموشۍ څخه استفاده نشی کیدای».