خوږې خبری (۲۹)
په هغې ورځ کی د مدینی منورې د ښار په یوه کوڅه کی، ماشومانو په خوشحالۍ سره لوبې کولې، او د ماشوموالی په ښکلې او خوشحاله دنیا کی ډوب ؤو. هغوی داسی خندیدل او شور ماشور یی کول؛ چی ته به وایی هغه خوږې شیبې د دنیا له هیڅ څیز سره نه بدلوی.
پدی وخت کی یو ماشوم هلک کوڅې ته ننوت، او یوې ګوښې ته ودرید، هغه د نورو ماشومانو په خلاف غمناکه او خواشینی کونکې څیره درلوده، زړه یی غوښتل چی د خپلو نورو همزولانو په شان خبرې وکړی؛ وخاندی او لوبه وکړی، خو یو غم یی په زړه کی درلود، چی د دغې مسئلې په وړاندی خنډ ګرځیده.
غمجن ماشوم په آرمان سره د نورو ماشومانو خوشحالۍ ته وکتل، او هیڅ یی ونه ویل، کله چی د کوچنیانو پام ورته وشو، د هغه په خواوشا را غونډ شول. هر یوه د ډول ډول پوښتنو په کولو سره،
هڅه کوله وپوهیږی؛ هغه څوک دئ او ولی په لوبه کی له هغوی سره نه ملګری کیږی، خو د کوچنیانو کنجکاویو او پوښتنو، هغه ماشوم لازیات خواشینئ کړ، او نوموړی په ژړا سره د ماشومانو له ټول څخه لاړ.
بله ورځ؛ بیاهم دغه پیښه تکراره شوه. غمجن ماشوم کوڅې ته لاړ، او دا ځلې هم په خواشینۍ سره په یوه ګوښه کی ودرید. خو دا ځل یو ماشوم وویل: دغه هلک پلار نه لری؛ مور یی هم ورڅخه تللې ده، هغه په دنیا کی هیڅ کس او کورنۍ نه لری، معلومه نه ده چی له کم ځای څخه راغلئ؛ او له کوم ښار څخه دئ، ښه ده چی ورته نږدی نه شئ.
یو بل ماشوم وویل: ستا مور ډیر سخت زړه وه؛ چه ته یی یواځی پری ایښی یی.
یو بل وویل: زما پلار ستا تر پلاره ډیر ښه او مشهور دئ.
یو بل ماشوم هم په قهر سره ورته وویل: معلومه نه ده چی ستا خپلوان کوم کسان دی؛ خو پدی پوه شه چی زموږ خپلوان ستا تر خپلوانو او قومونو لا ښه دی.
کوچنیانو خپلو طعنو او ملامتیاؤ ته دوام ورکړ، او هغه یتیم ماشوم زیات وژړل. دغه ماشوم؛ ځان په ځمکې واچاوه او خپل لاسونه یی په خاورو ننه ایستل، او په لوړ آواز یی نعری ووهلې.
پدی وخت کی د اسلام ګران رسول ص، له هغه ځایه تیریده، کله چی یی د ماشوم ژړا او چیغی واوریدلې، د کوچنیانو د غونډې خواته لاړ. ماشومانو؛ کله چی یی د خدای ګران رسول ولیدل، په احترام سره لاره ورته خلاصه کړه. حضرت پیغمبر ص ځان یتیم ماشوم ته ور ساوه، ډیر خواشینئ شو، هغه یی له ځمکی را پورته کړ، او د نازولو لپاره یی لاس د هغه په سر تیر کړ. ماشوم لږ څه آرام شو؛ پیغمبر ص هغه پخپله غیږ کی ونیو، او ویی پوښتل چی څوک یی؛ او له څه کبله دا شان بی چاره شوئ یی او ولی ژاړی؟
یتیم ماشوم؛ له ژړا څخه په ډکو سترګو سره د خدای رسول مهربانی څیرې ته وکتل، د پیغمبر اکرم په شنډو خوږه مسکا لیدل کیده؛ خو اندیښمنی سترګی یی د یتیم ماشوم د حال د پوهیدو په لټه کی وې. یتیم ماشوم احساس وکړ؛ چی کولای شی خپل د زړه راز هغه مهربان سړی ته ووایی. خپل سر یی د پیغمبر ص په ټټر
کښیښود. ګواګی هغه آرامتیا چی یی د خپل پلار په غیږ کی درلوده؛ یو ځلې بیا احساسوله. بیا یی خبری پیل کړې، او ویی ویل: زه د رفاعه انصاری زوی یم. پلار می د احد په جګړه کی ووژل شو. یوه خور می درلوده؛ چی هغه هم مړه شوه، مور می بیا واده وکړ، او زه یی یواځی پریښودم. او له ټولو څخه لا سخته او خواشینونکې مسئله؛ هغه تره ټنی دی چی د دوستانو او همزولانو له خوا زما په هکله کیږی.
د یتیم ماشوم خبرو دومره د پیغمبر زړه خپه کړ،چی ډیر خواشینئ شو او اوښکی د انحضرت له سترګو وبهیدل. د خدای رسول ص له څو شیبو وروسته ماشوم ته وویل: ای زما زویه! خپه مه اوسه او آرام شه. که ستا پلار په جنګ کی وژل شوئ؛ زه محمد؛ ستا پلار یم، او فاطمه ستا خور ده. د دې خبری په اوریدو سره؛ ته به وایی بلې دنیا ته یوه دریمڅه د هغه په وړاندی پرانیستله شوه، د هغه زړه له دغو خبرو څخه دومره خوشحال شو، چی ودرید؛ او په ماشوم ډوله خوشحالۍ سره یی خپلو همزولانو ته وویل: ای کوچنیانو! نور نو مه می ټرټئ، او خپل ځواب واورئ؛ چی اوس زما پلار ستاسو له پلرونو لا ښه دئ، او زما خور ستا له خویندو له ښه ده.
حضرت پیغمبر ص هغه ماشوم؛ له ځانه سره د فاطمه س کور ته بوت، او خپلې ګرانی لور ته یی وفرمایل:
« ای فاطمه! پوه شه چی له دې وروسته دغه ماشوم؛ زما زوی او ستا ورور دئ». فاطمه س له ځایه پورته شوه، او د ماشوم خواته لاړه، او هغه یی ونازاوه. ښه خواړه یی ورته برابره کړل، او نوې جامه یی ور واغوستله. پدې توګه هغه یتیم ماشوم؛ د حضرت پیغمبر ص او د انحضرت د کورنۍ د محبتونو او مهربانیو له برکته، آرام شو او نور نو یی د یواخی توب احساس ونه کړ. یو ځلې بیا خوشحالې د هغه زړه ته ور وګرځیدله، او د خپل ژوندانه دوام ته هیله من شو.
د حضرت پیغبر اکرم ص د رودې او سیرې په هکله راغلی دی؛ چی دوی د یتیمانو په هکله ډیر مهربان ؤ، او د هغوی اړتیاؤو ته یی په جدې توګه رسیدګې کوله، او فرمایل یی:
« ستا سو ډیر ښه کور هغه دئ، چی یو یتیم پکی محترم وی».