لارښونکی حدیثونه (۱۶۵)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i70222-لارښونکی_حدیثونه_(۱۶۵)
 په څو تیرو مطلبونو کی مو؛ د حضرت رسول اکرم ص د معراج پیښه وڅیړله، او ومو ویل چی معراج یوه ستره پیښه ده، چی د اسلام د ګران پیغمبر ص په ویاړمن ژوند کی رامنځته شوې ده. معراج له پیچلو مسایلو څخه دئ، چی ګڼ علمی او فکری بحثونو ته یی لمن وهلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2018 11:46 Asia/Kabul
  •  لارښونکی حدیثونه (۱۶۵)

 په څو تیرو مطلبونو کی مو؛ د حضرت رسول اکرم ص د معراج پیښه وڅیړله، او ومو ویل چی معراج یوه ستره پیښه ده، چی د اسلام د ګران پیغمبر ص په ویاړمن ژوند کی رامنځته شوې ده. معراج له پیچلو مسایلو څخه دئ، چی ګڼ علمی او فکری بحثونو ته یی لمن وهلې ده.

متعال خدای ج؛ په قرآنکریم کی، دوې ځلې د اَسرا او نجم په مبارکو سورو کی د پیغمبر اکرم ص معراج ته اشاره کړې ده. په روایتونو کی هم په ځلونو د هغه په هکله خبری شوی، او د معراج په حدیث مشهور شوئ. پدی حدیث کی جالب ټکئ، د هغه دوه اړخیز والئ دئ. ځکه چی معمولاً معنوی او اخلاقی خبری، هم په اسلام او نورو ابراهیمی ادیانو کی، او هم په مختلفو عرفانی مکاتبو کی یو اړخیزی دی. له یوې خوا معنوی پیښوا وینا کوی، او له بلې خوا سالک دنده لری، یواځی هغه ته غوږ ونیسی، او

له چون و چرا پرته او بیله زیاتی توضیح غوښتنی څخه، له هغې خبرې پیروی وکړی. خو؛ هغه څه چی د معراج په حدیث کی پام ځانته اړوی، د هغه دوه اړخیز والئ دئ.

په معراج کی د خدای تعالی ج او د پیغمبر ص خبرې اترې، ډیر مهم او ښوونکی ټکی لری، چی ډیر لږ یی د متعال خدای په نزد د اسلام د ګران پیغمبر« حضرت محمد ص » نږدیکت او د هغه د مقام عظمت دئ. او له دې لا مهم ټکئ دا دئ، چی حضرت پیغمبر دا شان ظرفیت موندلئ ؤ، چی کولای یی شول د عالمیانو له پروردګار سره خبری وکړی، او له هغه څخه لا زیاته لارښوونه او هدایت وغواړی، او په زړه پوری ځوابونه هم واوری. او د حدیث معراج په وروستۍ برخه کی متعال خدای ج د رحمت او مهربانیو په پیغمبر، خپل خاص سلام او رحمت لیږی. په همدی مناسبت او د حدیث معراج د ښی خاتمې لپاره، د« سلام » په باره کی حدیثونه څیړو.

له حضرت امام علی ع څخه روایت شوئ، چی حضرت پیغمبر اکرم ص نقل کړئ؛ چی متعال خدای د معراج په شپه، له دوی سره د خبرو په پای کی، دوی ته وفرمایل:« وَ علیکَ سلامی وَ رحمتی » یعنی: ای محمده! په تا باندی زما سلام او رحمت وی.

هماغه ډول چی پوهیږئ« سلام » د متعال خدای ج یو نوم دئ، چی د هغه ذات له خوا نازل شوئ، او هر چا ته چی ورسیږی د هغه د نیکمرغۍ او برکت سبب ګرځی. د اسلام ګران پیغمبر ص د حشر مبارکی سورې د ۲۳ آیت له نازلیدو وروسته؛ چی د سلام کلمه پکی راغلې ده، وفرمایل:« سلام؛ د خدای تعالی له نومونو څخه دئ، چی هغه یی ځمکې ته را لیږلئ دئ. نو پخپلو کی سلام ته پراختیا ورکړی». جالبه ده، وپوهیږو چی د سلام کلمه، څه د پاسه ۴۰ ځلې په قرآنکریم کی راغلې ده. په ځینو ځایونو کی خدای تعالی ج پخپله پر خپلو غوره بندګانو، یعنی انبیاؤو باندی سلام لیژی. لکه څنګه چی د صافات د مبارکی سورې په ۱۸۱ آیت کی راغلی دی: «وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِینَ» یعنی په پیغمبرانو سلام.

یا هلته چی متعال خدای د صافات د مبارکی سورې په ۷۹ آیت کی، نوح ع ته په خطاب کی وفرمایل:« سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِی الْعَالَمِینَ »

یعنی د نړیوالو په منځ کی، په نوح باندی سلام.

د معراج په حدیث کی هم، متعال خدای ج پخپلو نیغو او بی واسطی خبرو اترو کی، په پای کی پر خاتم النبیین، خپل سلام او درود لیژی.

سلام یو ډول دعا ده. هرکله چی یو کس بل چا ته سلام کوی

په حقیقت کی د هغه لپاره د سلامتیا هیله کوی. له همدی رویه په اسلام کی په سلام کولو ټینګار او سپارښتنه شوې ده.

حضرت امام علی ع د خدای د رسول ص له قوله نقل کړئ: چی مسلمان پخپل دینی ورور شپږ حقونه لری، او لمړنئ یی دا دئ چی له هغه سره په مخامخیدو کی، سلام ورته وکړی.

سلام ته د اسلام د پاملرنی په اساس، چی پخپله یو ډول ټولنیز ادب هم ګنل کیږی، سلام کولو ته د خلګو د تشویقولو لپاره، د هر سلام او د هغه د ځواب لپاره ۷۰ حَسَنې ټاکلی شوی دی، چی ۶۹ یی د سلام کونکی لپاره؛ او یو یی د ځواب ورکونکی لپاره دئ. حضرت امام صادق ع هم، په یو ارزښتمن روایت کی فرمایی:« هر څوک چی له لسو مسلمانانو سره لیدنه وکړی، او هغوی ته سلام وکړی، متعال خدای د یو بنده د آزادولو ثواب ورته ورکوی».

سلام کول؛ د ټولنیزو اړیکو او تړاؤونو د ټینګښت یو لامل دئ، چی په ښه توګه په ټولنه کی مینی او محبت ته زیاتوالئ ورکولای شی. خو له دې کبله؛ چی د ځینو کسانو غرور او تکبر، له نورو سره د نږدیکت او مینی په وړاندی خنډ ګرځی، الهی پیشوایان سپارښتتنه کوی، چی هیڅکله له کوم کس څخه د سلام کولو انتظار ونه لرئ، بلکه سعی وکړئ په سلام کولو کی، له یو

او بل څخه مخته شئ، او وپوهیږئ چی هر هغه کس چی لمړئ سلام کوی، له غرور؛ ځان ځانی او تکبر څخه لیری دئ.

حضرت امام صادق ع په یو روایت کی، د خپلو پلرونو له قوله نقل کړئ، چی د خدای رسول ص وفرمایل:« په جنت کی ښیښه ای او بلورنی غرفی دی، چی بهر یی له دننی څخه؛ او دننه یی له بهر څخه د لیدلو وړ ده.

زما له امت څخه هغه کسان پدغو ځایونو کی اوسیږی، چی طعام یی پاکیزه؛ طعام ورکونکی او دسترخوان لرونکی وی. سلام رائیج کړی او هغه مهال چی خلګ ویده دی، د شپې لمونځ ادا کړی».

بیا یی په دوام کی وفرمایل:« د سلام رواجول دا دئ، چی انسان

له هر مسلمان سره چی مخامخیږی، په سلام ورکولو کی بخیلی

ونه کړی».