خوږی خبری (۳۷)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i70660-خوږی_خبری_(۳۷)
نوم یی« اویس »، او د« قرن » له قبیلې څخه ؤ، چی په یمن کی یی ژوند کاوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 07:07 Asia/Kabul
  •  خوږی خبری (۳۷)

نوم یی« اویس »، او د« قرن » له قبیلې څخه ؤ، چی په یمن کی یی ژوند کاوه.

اویس قرنی؛ پاک او صفا زړه درلود، هغه کنجکاو او پلټونکئ ؤ. سره له دې چی تر اوسه لا د اسلام له ژوند بښونکو تعلیماتو سره نه ؤ آشنا شوئ، د اصیلو انسانی ارزښتونو احترام یی کاوه. خپل مور ته یی احترام کاوه او هغې ته خاص ارادت لرل، د اویس له څرګندو ځانګړنو څخه ؤو، هغه؛ له خپلی بوډۍ مور سره ډیر احسان کاوه، او د هغې حق یی پیژانده او ورته وفادار ؤ. اویس؛ پخپله روزنه او وده کی د خپلې مور رنځونه احساس کړی، او پخپلو سترګو لیدلی ؤو، او د یو ښه خدمت کار په توګه، د خپلی مور په نزد اوسیده. اویس هیڅکله، د خپلی مور زیارونه له یاده نه ایستل، او د هغې خوشحالې یی د نورو له خوشحالۍ څخه مخته بلله.

اویس اوریدلی ؤو، چی یو پیغمبر د مکې له ښار څخه د مدینې په لور هجرت کړئ، او یوه ډله کسان د هغه ملاتړ کولو ته پورته شوی دی. اویس، د خپلو تحقیقاتو او څیړنو له لارې دې نتیجی ته رسیدلئ ؤ، چی هغه د خدای له خوا یو پیغمبر دئ، ځکه چی دستورونه او خبری یی د عقل او منطق په اساس، او له لوړو انسانی ارزښتونو سره سم دی. اویس؛ د اسلام په ګران پیغمبر، حضرت« محمد ص » باور کړئ ؤ، او زړه یی د هغه د دیدار لپاره درزیده. هغه غوښتل مدینی ته په سفر کولو سره، له نږدی څخه د« محمد ص » زړه وړونکې څیره ووینی؛ خو د خپلی بی کسه او ناروغی مور لپاره خدمت کول، د هغه په لاره کی یو خنډ ؤ، څو څو میاشتی پدې هیله ؤ، تر دې چی دغه موضوع یی خپلې مور ته بیان کړه.

یوه ورځ؛ اویس په ادب او احترام سره د خپلې مور حضور ته لاړ، او هغه ته یی وویل: ای مورې! د هغه سړی د لیدنی شوق او علاقې، چی وروستئ الهی پیغبر دئ، زه یی بی تابه کړئ یم. ته پوهیږی چی ستا زوی تر اوسه پوری، له نیکیو او درستو چارو پرته د بل څیز په هکله فکر نه کاوه، اوس غواړم د خدای پیغمبر له نږدی څخه ووینم، خو ته باید ماته اجازه راکړې، چی زه څو ورځی مدینې ته لاړ شم، او د خپل محبوب د لیدنی توفیق را په برخه شی.

د اویس مور؛ د خپل زوی په ټول وجود کی د پیغمبر ص د لیدنی شور او شوق ولید، ډیر تر تاثیر لاندی ورغله، او ویی ویل: زویه! تاته اجازه درکومه، چی مدینې ته لاړ شی؛ خو له تا  غواړم چی د اسلام له پیغمبر سره له لیدنی وروسته، بیله ځنډه مدینې ته را ستون شی، او هلته زیاته موده پاتی نه شی. اویس په خوشحالۍ سره د خپلې مور وړاندیز ومانه، او د پیغمبر لیدنی ته رهی شو؛ او له یمن څخه د مدینی په لور وخوځید. لاره که څه هم اوږده او رنځونکې وه، خو د پیغمبر ص سره لیدنی، دومره شوق او شور د هغه په وجود کی رامنځته کړئ ؤ، چی  ستړیا یی نه احساساوه. هغه؛ زیاتی ورځی او شپی د سفر رنځ وګاله، تر دې چی مدینې ته ورسید.

******

اویس؛ ښارته ورغئ او په بی صبرۍ سره دې خوا او آخوا ته ورته، ترڅو د پیغمبر یوه نښه ومومی. هر څوک په یو کر لګیا ؤ، باالآخره؛ اویس له څو تنو څخه مرسته وغوښتله، چی هغه د پیغمبر حضور ته بوځی، خو داسی یوه خبره یی واوریدله چی ډیر خواشنئ شو. خلګو؛ هغه ته وویل: چی د اسلام پیغمبر ص د څو ورځو لپاره په سفر تللئ دئ. اویس د دغه خبر په اوریدو سره، د زړه له تله یوه چیغه پورته کړه، او په ځمکی کیناست، د

لاری ستړیا یی په بدن کی پاتی شوه، دومره غصه شو چی ویی ژړل. څو کسانو هغه ته ډاډینه ورکړه، او ویی ویل؛ چی کولای شی د پیغمبر ص تر راتلو پوری په مدینه کی پاتی شی، او د هغوی میلمه اوسی.

خو؛ اویس وویل: یوه بودۍ مور لری، چی هغه ته سترګی په لار ده.

پدې توګه؛ اویس پخپلې وعدې د عمل کولو په منظور، تصمیم ونیو چی په چټکۍ سره یمن ته ور ګرځی. که څه د پیغمبر په لیدلو بریالئ نه شو، خو د پیغمبر ص یارانو او خپلوانو ته یی وویل: چی زه ناچاره یم چی مدینې ته ور ګرځم، له تاسو غواړم هر کله چی پیغمبر راغئ، زما سلام ورته ورسوئ.

حضرت پیغمبر ص، له څو ورځو وروسته مدینې راستون شو، کله چی د اویس کیسه یی واوریدله، هغه یی وستایه او ویی فرمایل:« اویس لاړ، خو له ځانه یی یو نور؛ زموږ په کور کی پر ځای پریښود، د یمن له خوا د جنت خوشبویه باد چلیږی. ای اویسه! زه هم؛ ډیر ستا د لیدنی لیوال یم. ای زما یارانو! وپوهیږئ هرڅوک له اویس سره لیدنه وکړی، زما سلام ورته ورسوی.

پدې توګه؛ اویس په عمل کی د اخلاص لرلو، او د خپل مور په هکله د دندې او مسؤلیت د پیژندلو له کبله، د پیغمبر ص په زړه کی ځای ونیو؛ که څه هم له پیغمبر څخه یی ‌‌ډیر واټن درلود. په تاریخ کی راغلی دی؛ چی د خدای د رسول ص د لیدلو توفیق، هیڅکله د اویس په برخه نه شو. خو د خپلې مور سره د فادارۍ له کبله، د هغه نوم په تاریخ کی تل پاتی شو.

د اسلام ګران پیغمبر ص په یو حدیث کی فرمایی:

« متعال خدای، له مور او پلار سره د نیکۍ په وسیله، د انسان عمر ور زیاتوی».

په یو بل ځای کی هم انحضرت وفرمایل:

« هر څوک چی خپل مور او پلار خوشحاله او راضی کړی، خدای یی راضی کړئ، او هر څوک چی هغوی غصه او نا راضه کړی، خدای یی په قهر کړئ دئ».