په اسلام کښې شفاعت (۴)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i70704-په_اسلام_کښې_شفاعت_(۴)
ډیرو خوږو ملګرو! د اسلام په مبین دین کښې د قیامت په ورځ د ځینو ګناهکارانو د شفاعت خبره شوی او په قرآن مجید کښې هم بیان شوی خو د په اسلام کښې د شفاعت ټولګې په ننۍ برخه کښې د زیارتونو بحث تعقیبوو،ځکه چې د شفاعت منکران او د وهابیت پیروان د دین د پیشوایانو د مزارونو او حرمونو زیارت ، په دین کښې بدعت ګڼی،نو راسره مله واوسئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2018 13:06 Asia/Kabul
  • په اسلام کښې شفاعت (۴)

ډیرو خوږو ملګرو! د اسلام په مبین دین کښې د قیامت په ورځ د ځینو ګناهکارانو د شفاعت خبره شوی او په قرآن مجید کښې هم بیان شوی خو د په اسلام کښې د شفاعت ټولګې په ننۍ برخه کښې د زیارتونو بحث تعقیبوو،ځکه چې د شفاعت منکران او د وهابیت پیروان د دین د پیشوایانو د مزارونو او حرمونو زیارت ، په دین کښې بدعت ګڼی،نو راسره مله واوسئ.

محترمو ملګرو!پر دین د څه ورزیاتول یا ترې څه کمول،په دین کښې نوښت او نوی چارې رامینځته کول،په داسې بڼه کښې چې په اسلامی شرعې کښې اصل او ریښه ونه لری او په اهی دین پورې وتړل شی،نو بدعت بلل کیږی .د دینی کارپوهانو په اند،د اهل قبور زیارت په دین کښې بدعت نه ګڼل کیږی ځکه چې  په الهی کتاب قران پاک او نبوی سنت کښې یې د تاییدولو په هکله زیات شواهد لیدل کیږی .د دې په اپوټه هغه کسان چې زیارت حرام بولی،په حقیقت کښې په دین کښې په بدعت اخته شوی دی،ځکه چې هغوئ یوه داسې چاره چې په دین کښې منل شوی ده،له دینه کمه کړی او حرام یې ګرځولی ده،د خدای حلال ، حرام  ګرځول په خپله د بدعت بیلګه شمیرل کیږی .

--- د قرانی مسئلو یو کارپوه،محمد علوی په دې باب وائی:له بده مرغه هغه تفکر او عقیدې چې تکفیری وهابیت یې د اسلام په نوم خپروی،د اسلامی نړۍ یوه  دردناکه ستونزه ده.هغوئ په خپلو بې بنسټه تورونو سره د شیعیانو او حتی ځینو اهل سنتو په شمول یو شمیر مسلمانان کافر ګڼی او د ځینو خلکو د بې لاریتوب لامل شوی دی . لکه څنګه چې پوهیږو،د خدای کتاب د هدایت تر ټولو لوړه سرچینه او پیغمبر اکرم(ص) د بشریت د لارښونې لپاره ترټولو غوره بیلګه ده ،کله چې قران ته مراجعه کوو نو پوهیږو چې خدای عزوجل په خپل آسمانی کتاب کښې ،بدعت کونکی په دې خاطر چې یو څه د خدای له اجازې پرته یې حلال او حرام معرفی کړی او په خدای پورې یې تړلی،رټلی دی او د نحل سورې په ۱۱۶ م آیت کښې فرمائی:

او د هغو دروغو په وجه چې پر ژبو مو جاری کیږی،مه وایئ دا حلال دی او دا حرام دی،څو په خدای پورې مو دروغ تړلی ،بې شکه هغه کسان چې په خدای پورې دروغ تړی،هیڅکله نه کامیابیږی.

=== یو هغه مورد چې د تکفیری وهابیت  له لوری،شرک او بدعت ګڼل شوی،د خدای د ولیانو او دینی پیشوایانو د قبرونو زیارت دی.په دې هکله یوه دینی کارپوه محمد علوی وویل: د اسلام د لویانو د قبرونو زیارت له وهابی،سلفی او تکفیری بهیرونو پرته اکثره اسلامی فرقې روا بولی او قران کریم ته په کتنې سره هم پوهیږو چې د دغه الهی کتاب له نظره د مړو شویو کسانو د قبرونو زیارت یو غوره او جایز کار دی، د دغه مطلب د لا روښانولو لپاره باید ووینو چې د زیارت کولو په وخت څه ترسره کیږی؟زیارت هم د زیاتو نورو چارو په شان ظاهر او باطن لری.د زیارت ظاهر دا دی چې پر هغه چا چې زیارت یې کوو،په ډیر تعظیم او درنښت سره درود او سلام وایو،که څه هم له دې دنیا یې رحلت کړی وی.په قران مجید کښې وینو چې په خپله لوی خدای په ځینو آیتونو کښې پر خپلو پیغمبرانو او ولیانو درود او سلام وییلی او مسلمانان یې هم دغه کار ته هڅولی دی چې څو بیلګو ته یې اشاره کوو؛

د صافات سورې په ۷۹ آیت کښې راغلی :په نړیوالو کښې پر نوح سلام،

د همدې سورې په ۱۰۹ م آیت کښې ؛پر ابراهیم سلام،

د همدغې سورې په ۱۲۰م آیت کښې ؛سلام پر موسی او هارون،

او بالاخره د همدې صافات سورې په ۱۳۰م آیت کښې پر آل یاسین سلام،راغلی دی .

باید دې خبرې ته پام ولرل شی چې دغو ټولو تاریخی شخصیتونو د قران مجید د نازلیدا په مهال له نړۍ سترګې پټې کړی وې .سره له دې پاک خدای پرې درود او سلام استوی . نو بس  په وفات شویو کسانو سلام او درود استول نه خو شرک دی نه ګناه او نه هم بدعت،که چیرې دا کار شرک  ګڼل کیدای نو خدای به پر پیغمبرانو  سلام نه استاوه او خلک به یې ترې منع کول.لکه څنګه چې لوی خدای هیڅ چټی او بې ګټې کار نه کوی ، د دغو درود او سلام لیږلو معنا دا ده چې د هغو ستر شخصیتونو ارواوې دغه سلامونه اوری او پرې اغیز لری .جالبه دا چې د قران کریم د صافات سورې په بیان شویو موردونو کښې خدای پر خپلو پیغمبرانو په سلام پسې په دې عبارت سره لکه مونږ نیکچارو ته دغه ډول بدله ورکوو،په ریښتیا زمونږ ایمانداره بندګان وو،د خپلو پیغمبرانو درنښت او ستاینه کوی .

د زیارت کولو باطن هم په حقیقت کښې د پیغمبرانو او دینی لویانو د مقام  احترام او درناوی دی.د قران کریم په یوشمیر آیتونو کښې د حق د لارې د لاروی شخصیتونو درنښت کړی دی .د نوح،ابراهیم، موسی،داود،سلیمان،زکریا،یحیی او عیسی په شان د پیغمبرانو درناوی او له طاغوتیانو سره د مقابلې او خدای پرستی په لاره کښې یې د هلوځلو او سرښیندنو بیانول ،د الله جل جلاله د دغه دود بیلګه ده.

--- متعال خدای د قران کریم د احزاب سورې په ۵۶م آیت کښې د اسلام د ګران پیغمبر درنښت او ساینه کوی او فرمایی:ان الله و ملایکته یصلون علی النبی یا ایها الذین آمنو صلوا علیه و سلموا تسلیما؛په تحقیق سره خدای او پرښتې یې پر پیغمبر درود استوی .نو ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی،تاسو هم پرې درود واستوئ او سلام ووایئ،او د هغه امر ته تسلیم شئ.     مونږ ټول ښه خبر یوو چې د اسلام ګران پیغمبر رحلت کړی او په مونږ کښې نشته خو بیا هم په قران مجید کښې خدای او پرښتې یې پرې درود استوی .په دغه آیت کښې خدای له ایماندارو هم غواړی چې تاسو هم همدا کار وکړئ.غوره درود او سلام پر پیغمبر واستوئ او دغه کار باید دوام ومومی.خدای په دغه کلام سره د خپل پیغمبر درناوی کوی او پرې سلام وائی او مونږ ته هم سپارښتنه کوی چې تاسو هم داسې وکړئ.

نو مونږ  د زیارت په مهال له دې کاره پرته بل څه کوو؟پر هغه ستر الهی شخصیت چې له دنیا تللی،درود او سلام وایو او درناوی او احترام یې کوو او دا په قران کښې هماغه د خدای حکم دی.آیا داسې نه ده ؟

=== وهابیان دا ادعا کوی چې خلک له مړینې وروسته د تیږو او لرګو په شان دی او د هیچا غږ نه اوری ،همدغه راز لکه څنګه چې پیغمبر هم له دنیا تللی،د چا خبره نه اوری،نو بس زیارت یو چټی او فضول کار دی.سم د دې ادعا په اپوټه ،له دغه آیته او نورو آیتونو روښانیږی چې د خدای،پرښتو او مومنانو سلامونه پیغمبر ته رسیږی او هغه مبارک یې اوری .لکه څنګه چې دغه درود او سلام د انسان لپاره پریمانه ګټې لری نو ځکه یې خدای امر کړی او پرې ټینګار یې کړی دی .د زیارت یوه  اساسی  موخه،د بشر په برخلیک د اغیزمنو شخصیتونو د لارې اوږ رودې پرسموالی ټینګار او د هغوئ د لارې د کچ کولو اړتیا ده.مونږ په زیارتځایونو کښې په حاضریدا او د هغو شخصیتونو پر روح په درود او سلام سره همدغه موخه تعقیبوو.داسې  شخصیتونه چې د نورو لپاره بیلګه ګرځیدلی او پر لاره یې تګ د انسان د نیکمرغی لامل کیږی.په دې لړ کښې،قرآن کریم نه یوازې الهی پیغمبران بلکې د لقمان،آسیه او اصحاب کهف په شان نور شخصیتونه هم ستایلی او له لوری یې ستر درسونه بشریت ته ورزده کړی دی .د مثال په توګه خپل زوی ته د لقمان حکیم د حکیمانه پندونو په چوکاټ کښې راغلی آیتونه انسان ته مهم نصیحتونه بیانوی ، او د دینی چارو کارپوه محمد علوی په دې هکله وایی:           بله ډیره مهمه خبره دا چې مونږ د داسې کسانو د زیارت لپاره ځو چې تر ټولو مهمه ځانګړنه یې د متعال خدای په درګاه کښې عبودیت او بندګی ده؛داسې کسان چې  تر نورو زیات یې د بندګی پړاونه کچ کړی او د خپل پنځوونکی د بندګی له پلوه تر ټولو مخکښې دی.د خدای ګران رسول،حضرت امام علی(ع)،حضرت امام حسین(ع) او نور پیغمبران او امامان داسې کسان دی چې خلک یې د زیارت لپاره ورځی .هیڅوک دغه شخصیتونه خپل معبود نه ګڼی  او د معبود په توګه یې درناوی او احترام نه کوی او که څوک داسې وکړی نو خامخا له سمې لارې غړیدلی دی . په حقیقت کښې مسلمانان د دې لپاره د هغوئ زیارت کوی او درنښت او احترام یې کوی چې د خدای د بندګی لاره یې لابشپړه کچ کړی او د دغې سمې لارې مخکښان دی . مونږ د خپلو لمانځونو په تشهد کښې دا ګواهی ورکوو چې پیغمبر د خدای بنده او استازی دی.په تشهد کښې د پیغمبر پر رسالت تر ګواهی وړاندې د هغه مبارک بنده اوسیدا ته اشاره کوو. روښانه ده د خدای په وړاندې د پیغمبر بندګی او بنده یې اوسیدل ،د هغه مبارک لپاره تر ټولو لوړ مقام او درجه ده.کله چې مونږ یو شخصیت د خدای عبد او بنده ګڼو نو بس دا تور بیخی بیځایه دی چې مونږ یې په زیارت کښې عبادت او بندګی کوو او یا یې خپل معبود ګرځوو .

مومنان د خپلو مادی او معنوی غوښتنو د پوره کیدا او درناوی په لړ کښې د خدای په اذن د زیارت لپاره  ورځی.حضرت امام حسین(ع) چې د اسلام په تاریخ کښې یو خورا اغیزمن شخصیت دی،په خپلې درستې بزرګی او لویی سره سره،ځان د خدای ناڅه بنده بولی .په عرفه دعا کښې د هغه مبارک په زړه پورې مناجات د پروردګار په درګاه کښې یې د عبودیت او اخلاص ښودنه کوی.مونږ هم د امام حسین (ع) په زیارت او درنښت سره په حق لاره کښې د سترې اروا،سرښیندنې او قربانی دعا غواړو.