لارښوونکی حدیثونه (۱۶۶)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i71102-لارښوونکی_حدیثونه_(۱۶۶)
د لارښوونکی حدیثونو په وروستی مطلب سره ستاسو په خدمت کی یو. پدی مطلب کی د دې لړۍ د ښې خاتمی لپاره، ډیر خالص او سوچه عبادت، یعنی« دعا » څیړو، لکه څنګه چی په روایت کی راغلی دی:« الدعا مخ العبادة ». نو هیله ده چی د مطلب تر پایه زموږ ملګری اوسئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2018 06:36 Asia/Kabul
  • لارښوونکی حدیثونه (۱۶۶)

د لارښوونکی حدیثونو په وروستی مطلب سره ستاسو په خدمت کی یو. پدی مطلب کی د دې لړۍ د ښې خاتمی لپاره، ډیر خالص او سوچه عبادت، یعنی« دعا » څیړو، لکه څنګه چی په روایت کی راغلی دی:« الدعا مخ العبادة ». نو هیله ده چی د مطلب تر پایه زموږ ملګری اوسئ.

د ټولو موجوداتو؛ په تیره بیا د انسان په هکله، د متعال خدای ج فضل او احسان دومره زیات دی، چی نشی شمیرل کیدای. د قرآنکریم د آیتونو، او د نبوی حدیثونو له مخې؛ د خدای تعالی ج فضل او کرم ډیر زیات دئ، او ټول له هغو څخه برخمنوی، او هر څوک هرڅه چی وغواړی، مهربان خدای له کوم منت پرته ور بخښی. او دغه مطلب پخپله متعال خدای په ځلونو تکرار کړئ، چی ای زما بندګانو! له ما څخه وغواړئ؛ هرڅه چی غواړئ.

د قرآنکریم د څرګندو آیتونو ترڅنګ، داشان ویناوی په حقیقت کی د متعال خدای ج له خوا یو ستر زیرئ دئ، چی ټول د هغه په فضل او احسان هیله وکړی، او د خپلو غوښتنو د پوره کیدو لپاره، د هغه خواته د نیاز لاس پورته کړی، او ودی پوهیږی چی خپلو غوښتنو او مطالبو ته د رسیدو لاره، دعا ده. له همدی کبله، په اسلامی روایتونو کی د دعا لپاره؛ ځانګړې مرتبه، کم سارئ اعتبار او ځانګړئ حساب قایل شوئ دئ. د اسلام د ګران رسول ص له قوله روایت شوئ؛ چی:« إنَّ الدُّعاءَ هُوَ العِبادَة ». ځکه چی دعا، او له خدای څخه غوښتنه پدې معنا ده؛ چی زه بنده یم او ته خدای یی، او د بندګۍ دغه اقرار خدای تعالی ج ته د تقرب او نږدیکت سبب ګرځی.

په مقابل کی، هغه کس چی له دعا کولو څخه ډډه وکړی، او احساس وکړی چی د خدای په درګاه کی دعا کولو ته کومه اړتیا نه لری، هغه د مستکبرینو په کتار کی راځی. امام باقر ع پدې باره کی فرمایی:« د خدای په نزد، له غوښتنې او د هغو برکتونو او نعمتونو له درخواست څخه لا اوچت څیز نشته، او د هغه ذات  په درګاه کی؛ له هغه چا څخه لا بد او ترټلئ کس نشته، چی د کبر له مخی په درګاه کی یی له دعا څخه ډډه وکړی، او د خدای د نعمتونو غوښتنه ونه کړی».

په اسلامی کلتور کی دعا، دومره اهمیت لری چی د یو شمیر روایتونو سره سم، د هرچا د لمانځه ثواب؛ په لمانځه کی د

هغه د دعا او د هغه د قنوت په اندازه دئ. همداراز دعا د مؤمن د وسلې په توګه پیژندل شوې ده. او د خدای پیغمبر ص دعا، له اوسپنیزې وسلې څخه لا تیره او کارنده بللې ده. امام علی ع هم، دعا له داخلی او بهرنی دښمن سره د مبارزې وسله، او د روزې کلې ګنی، او فرمایی:« دعا؛ د نیکمرغې کلې او د نیکمرغۍ امیل ده، ډیره ښه دعا داده چی له پاک ټټر او پرهیزګار زړه څخه سرچینه واخلی، او داسی دعا هرکله چی زیاته شی، خدای تعالی به یقیناً ځواب ورکړی».

د دعا په قبلیدو کی؛ د دعا وخت او ځای بی اغیز نه دئ. دعا؛ په مسجدالحرام، مسجدالنبی او هر پاک ځای کی چی د خدای نوم په ځلونو پکی یاد شی، قبلیدو ته ډیره نږدی ده. لکه څنګه چی دعا د جمعې شپې؛ د روژې د مبارکی میاشتې او داسی نورو وختونو په شان، خپل خاص اغیزی لری. په روایت کی راغلی دی:« د عالمیانو پروردګار؛ د جمعې په هره شپه، د شپې له پیل څخه تر سباؤن پوری پخپلو بندګانو ژغ کوی، چی آیا داسی یو مؤمن بنده نشته؛ چی پدی وخت کی می را وبولی، او یو حاجت له ما وغواړی؛ که هغه د دنیا حاجت وی او که د آخرت؛ چی زه د هغه حاجت او اړتیا ور پوره کړم، او مطلب یی اجرا کړم. او

آیا داسی مؤمن بنده نشته؛ چی ژوند یی په تنګسه او بی وزلۍ کی وی، او له ما څخه د ژوندانه په چارو کی پراختیا وغواړی، ترڅو زه یی اجابت کړم. او آیا نشته داسی یو بیمار او ناروغ؛ چی له ما څخه خپله روغتیا وغواړی، ترڅو زه هغه ته سلامتیا ور وبخښمه، او یا که بندی وی؛ چی زه یی خلاصون ورکړم، یا داسی یو کس چی د بل چا له خوا پری ظلم شوئ وی، ترڅو هغه د ظالم له ظلم څخه وژغورم.

بل مطلب دا دئ، چی داسی یو کس نشته؛ چی د خدای په درګاه کی دعا وکړی، او دعا یی قبوله نه شی. لکه څنګه چی امام علی ع خپل زوی ته وفرمایل:« پوه شه؛ هغه ذات چی د دنیا او آخرت د ملکوت خزانی یی په لاس کی دی، تا ته اجازه در کړې ده، چی هغه را وبولی او ستا د دعا ضمانت یی کړئ دئ، او تا ته یی امر کړئ له هغه څخه وغواړی، ترڅو تاته در وبخښی، او هغه مهربان او بښونکئ دئ. ستا او د ځان په منځ کی یی کومه پرده نه ده اچولې، او دیته نه یی مجبور کړئ، چی منځګړئ او واسطه راوړی، بیا یی د خپلو خزانو او ګنجونو کلی ګانی، چی هماغه دعا کول او له هغه څخه غوښتنه ده، تا ته سپارلی دی؛ نو هرکله چی ته وغواړی د دعا په کولو سره د هغه د ګنجونو او خزانو

ورونه پرانیزی».       

او وروستۍ خبره دا چی؛ که ځینی وختونه زموږ حاجتونه او غوښتنی نه پوره کیږی، باید خواشینی ونه اوسو، ځکه چی حضرت امام صادق ع فرمایی:« ځینی وختونه؛ یو مؤمن بنده د یو حاجت لپاره د خپل خدای په درګاه کی دعا کوی، او په هماغه حال کی متعال خدای ج فرشتو ته وایی؛ د هغه دعا او غوښتنه په ځنډ سره پوره کړئ، ځکه چی د هغه د دعا اوریدو ته لیوال یم. او د قیامت په ورځ متعال خدای ج به هغه ته وفرمایی: ای زما بنده! دعا دی وکړه؛ ما ستا د حاجت پوره کول، یوه موده وځنډول او اوس ستا د غوښتنی د پوره کیدو د ځنډ ثواب به؛ دا او هغه څیزونه وی، او د پلانی مطلب لپاره دی دعا وکړه، بیا می هم ستا دعا په ځنډ سره قبوله کړه، او اوس به ستا د دعا د قبلیدو د ځنډ په بدل کی، ډیر ثواب او اجر درکړم. نو؛ مؤمن بیا هیله کوی چی کاشکی په دنیا کی هیڅ یوه دعا یی قبوله شوې نه وای، او اوس یی د خپل پروردګار له نعمتونو او بخښنو څخه لا زیاته ګټه وړلای».