اسلام وپیژنو (۱۴۲)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i72008-اسلام_وپیژنو_(۱۴۲)
د اسلام وپیژنو په یو بل مطلب سره ستاسو ګرانو دوستانو په خدمت کی یو؛ تر څو د حضرت امام علی ع د حکومت یو لړ نوری ځانګړنی وڅیړو. د علی ع د قضاوت کولو په روده کی یوه د پام وړ مسئله، په محاکمه کولو او قضاوت کی د انحضرت تدبیر او نووښت دئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2018 07:05 Asia/Kabul
  •   اسلام وپیژنو  (۱۴۲)

د اسلام وپیژنو په یو بل مطلب سره ستاسو ګرانو دوستانو په خدمت کی یو؛ تر څو د حضرت امام علی ع د حکومت یو لړ نوری ځانګړنی وڅیړو. د علی ع د قضاوت کولو په روده کی یوه د پام وړ مسئله، په محاکمه کولو او قضاوت کی د انحضرت تدبیر او نووښت دئ.

حضرت علی ع، د اسلام په فقه او شریعت کی، چی پدی دین کی د عادلانه قضاوت او محاکمه کولو اصلی سرچینه ده، له ټولو څخه لا زیات پوه ؤ. له همدی کبله یی؛ د قضاوت کولو په چاره کی تر ټولو لوړوالئ او برترې درلوده. لکه څرنګه چی د حضرت پیغمبر ص یارانو په ځلونو د دوی له خولی اوریدلی ؤ، چی ویی فرمایل:« علی؛ په قضاوت کولو کی له تاسو ټولو څخه لوړ او اوچت دئ ». حضرت علی ع؛ له باطنی صفا او د نفس له پاکۍ څخه؛ چی د پاک او درست قضاوت ضروت دئ، برخمن ؤ، او همدغی ځانګړنی؛ په قضاوت کی هغه له خطا څخه خوندی ساته. امام علی ع دا شان په قضایی مسایلو باندی واک او سلطه درلوده، چی عمر بن خطاب؛ د قضاوت په چاره کی د علی ع  په

ستاینه کی وویل:« ای ابوالحسن! خدای مبارک نه کړی هر هغه مشکل، چی ته پکی حکم او قضاوت ونه کړې ». همداراز یی ویل:« کله چی علی ع په مسجد کی حضور لری، له هغه پرته بل هیڅوک فتوا ورنه کړی ».

امام علی ع؛ له ټولو زیات له پیغمبر ص سره ناسته پاسته او معاشرت درلود، او د وحې له تعلیماتو څخه د هغه شناخت د خدای د رسول له نورو یارانو څخه لا بشپړ او ژور ؤ. حضرت علی ع پدې هکله؛ چی څرنګه یی د پیغمبر ص د حکمت او معرفت له رڼی چینی څخه علم زده کړئ، وایی:« که ما له پیغمبر څخه پوښتنه کولای، ماته یی ځواب ویل، او که می چوپتیا غوره کوله؛ پیغمبر اکرم پخپله شروع کوله او ماته یی حدیث بیاناوه ».

کله چی علی ع خلافت ته ورسید، له دې سره سره؛ چی د انحضرت دولت، د کینه ورو؛ زیات غوښتونکو؛ فرصت طلبو او منافقانو په شان، دښمنانو له مشکلاتو سره لاس او ګریوان ؤ، د قضایی چارو مسؤلیت یی په غاړه واخیست. انحضرت د محکمو او څارنوالیو په چاڼولو لاس پوری کړ؛ او په حقیقت کی یی د لمړنۍ شرعی محکمی بنسټ کښیښود. له دوی څخه ګڼ قضاوتونه په یادګار پاتی دی، چی ضروری ده هغه د تاریخ له سترو قضاوتونو

څخه وشمیرو. د حضرت علی ع د حکومت په دوره کی قضایی  منظم مقررات او قانون، او د هغې دوری شرایطو او اړتیاؤو ته په پام سره، کارنده قضایی سیسټم جوړ شو. انحضرت؛  د قرآنکریم په روښانه کونکو تعلیماتو او لارښوونو په تکیې سره، د خلګو د اختلافاتو په هکله قضاوت کاوه، او  د مشکلو او پیچلو مسایلو غوټه یی پرانیستله. ځینی وختونه هم؛ د سختو او مبهمو مسایلو په هکله د حضرت علی ع له قضاوت کولو وروسته، حقیقت دا شان له ورایه څرګندیده؛ چی د ټولو د ستاینی سبب ګرځیده. علی ع د خپلو قضاوتونو او تحقیقاتو په ترځ کی، له نویو او ابتکاری رودو څخه استفاده کوله، او په ډیره ښه توګه یی له خپل علم او پوهې څخه کار اخیست. انحضرت؛ عدالت د عقل او منطق په ستنی دراوه.

د قضایی احکامو په اجرا کولو کی د حضرت علی ع قاطعیت، د هغه د قضاوتونو له ځانګړنو څخه ؤ. دا شان؛ چی د نامتو کسانو سپارښتنی، یا د مجرمو افرادو ټولنیز لوړ موقعیت، او حتی له امام علی سره د مجرم کس دوستی او خپلولی، د عدالت د اجرا کیدو خنډ نه ګرځیده. دوی؛ هماغه ډول چی د قضایی نظام او د خلګو د حقوقو د پرځایښت لپاره زیات اهمیت قایل ؤ؛ د قاضیانو

د علم زیاتولو او روزنې ته خاصه پاملرنه درلوده.

ځکه؛ انحضرت د ځانګړو پلټونکو او مامورانو په وسیله د قاضیانو په کړچار څارنه کوله، او له دې لاری څخه یی په هغوی دقیق نظارت درلود. لکه څرنګه؛ چی یی خپل یو نوئ مقرر کړئ   قاضی، د هغه د کار په روده کی د خطا د کیدو له کبله، له دندې لیری کړ. علی ع د قاضی فکری خپلواکۍ ته اهمیت ورکاوه، او اجازه یی نه ورکوله؛ هغه دوسیه چی د یو قاضی په وسیله د څیړلو په حال کی وه، بل قاضی ته وسپارله شی.

د حضرت علی ع یو نووښت دا ؤ؛ چی د لمړۍ ځلې لپاره یی په محکمو او څارنوالیو کی، شاهدان له یو او بل څخه بیلول، او له هر یو څخه یی په جلا توګه شهادت اخیسته. له دې څخه وړاندی داسی دود ؤ، چی شاهدان په ګډه په محکمو کی حاضریدل؛ او شهادت یی ورکاوه، او همدغه روده د دی سبب کیدله چی هغوی خپلې خبری، له خپلو نورو ملګرو سره یو شانته کړی. د داسی قضاوتونو یو مثال ته پام وکړئ.

یوه ورځ یو ځوان؛ حضرت علی ع ورغئ او د خپل پلار د موندلو لپاره یی، له انحضرت څخه مرسته وغوښتله. هغه وویل: پلار یی له څو تنو دوستانو سره په سفر تللئ، اوس چی انډیوالان یی له

سفر څخه راستانه شوی، پلار یی پکی نشته. حضرت علی ع د ورک شوی کس دوستان را وغوښتل، او له هغوی څخه یی تحقیقات وکړل. ټولو وویل؛ چی د دغه ځوان پلار د هغوی له خبرتیا پرته لا درک شوئ دئ، او هیڅ کومه پته یی پرځای نده پری ایښې. د هغوی ځواب، علی ع قانع نه کړ. ځکه یی امر وکړ؛ چی د هغوی هر یو په جلا کوټه کی بندی کړی. څو ورځی وروسته؛ د هغوی له یو تن څخه تحقیقات وکړل. بله ورځ یی له یو بل تن څخه په هماغه ډول تحقیقات وکړل، او په همدی توګه له ټولو څخه تحقیقات وشول. کله چی ټولو شهادت ورکړ؛ علی ع د هغوی په څرګندونو کی ډیر تناقضونه ولیدل. ځکه یی تورن کسان یو ځلې بیا را وغوښتل، او هغوی ته ور وپوهول؛ چی څرګندونی یی له تناقض څخه ډکی دی. پدې توګه، هغوی د نا چارۍ له مخې د خپل انډیوال په وژلو اقرار وکړ، او حقیقت څرګند شو.

بیله شکه؛ د حضرت علی ع قضاوتونه، په اسلام کی د محاکمی د اعتبار لرونکو اسنادو په توګه؛ ثبت شوی دی. په اسلام کی د قضاوت د اصولو په اساس، د حقیقت د پیداکولو لپاره  له علمی او عقلی رودو او امکاناتو څخه استفاده کولای شو. لکه څرنګه چی د حضرت علی ع جالب قضاوتونو له عقلی او علمی

اصولو څخه سرچینه اخیستې ده.

له بیان شویو چارو پرته؛ د امام علی ع د محاکمو او قضاوتونو په هکله، یو لړ نور مهم ټکی تر سترګو کیږی؛ چی څو مثالونو ته یی اشاره کوؤ.

له هغو اصولو څخه؛ چی په محاکمو کی باید په خاصه توګه په پام کی وساتل شی، د قانون په وړاندی د افرادو برابر والئ دئ. امام علی ع په رښتنې معنا؛ د دغه اصل په پلی کولو کی له ټولو څخه مخکی ؤ. د امام علی ع په قضایی روده کی د عدالت روح دومره واکمن دئ، چی قاضی باید؛ حتی خپله کتنه د دعوا د اړوندو لورو ترمنځ په انصاف سره وویشی. انحضرت یو قاضی ته په سپارښتنه کی فرمایی:« د مسلمانانو په منځ کی، په کتلو؛ وینا کولو او د کښیناستو په وضعیت کی، برابرې په پام کی وساته، ترڅو دوستان دی؛ ستا پلوی کولو ته هیله ونه کړی، او دښمنان دی ستا له عدالت څخه نا هیلی نه شی ».

«ابن ابی الحدید»، د نهج البلاغه په شرح  کی لیکلی دی:« یو سړی؛ د علی ع په خلاف د عمر بن خطاب په نزد شکایت وکړ، پداسی حال کی چی علی ع هم په غونډه کی شتون درلود. پدی وخت کی عمر علی ع ته په خطاب کی وویل:« ای اباالحسن! پورته

شه؛ او د شاکی په څنګ کی کښینه. علی ع پورته شو او د هغه ترڅنګ کښیناست. او دواړو لورو خپل دلایل وړاندی کړل، ترڅو پوری چی د محاکمی کار پایته ورسید. پدی مهال عمر؛ د علی ع په څیره کی د خوابدۍ نښی ولیدلی، او د علت د څرګندیدو په منظور یی پوښتنه وکړه: آیا له دغې پیښې څخه غصه شوی؟ علی ع وویل: هو. عمر د انحضرت د غصی دلیل وغوښت. علی ع وفرمایل:« زما د غصی دلیل دا ؤ؛ چی د شکایت کونکی په حضور کی دی، ماته په « کنیی » سره خطاب وکړ. پداسی حال کی چی حق دا ؤ، چی ماته دی زما په نامه خطاب کولای، او زما او د هغه ترمنځ دی توپیر نه وای کړئ ». بیا انحضرت؛ د خپلی وینا په بشپړولو کی وفرمایل:« هغه څوک؛ چی د خلګو په منځ کی په قضاوت لاس پوری کړی، باید په کتلو؛ د کیناستو په ځای کی، او دعوا کونکو ترمنځ په اشاره کولو کی مساوات او برابری ټینګه کړی ».

د امام علی ع په نزد؛ د قضاوت کولو یو بل خصوصیت، د محاکمو د بربند او څرګند والئ اصل دئ. دا روده د دی لپاره ده، چی، په ټولنه کی د عدالت د اجرا کیدو په کیفیت عمومی څارنه شتون ولری، او خلګ د بد کارانو له برخلیلک څخ آګاه شی

اوعبرت ورڅخه واخلی. په همدی دلیل، علی ع د تورنو کسانو د محاکمی غونډې، د کوفې په جامع جومات کی ترسره کولې. څرګنده ده؛ په هغه بڼه کی چی علنې محاکمه، د بد آموزۍ او په ټولنه کی د فحشا او فساد د رواجیدو سبب شی، محکمه په څرګنده توګه نه ترسره کیږی.

د علی ع د رودې په هکله یو بل ټکئ دا دئ، چی د تحقیقاتو او محاکمی په وخت یی د دعوا اړوندو لورو ته د دفاع او عدالت غوښتنی فرصت ورکاوه، او تورن کس له ځانه د دفاع حق درلود. انحضرت؛ پخپلو ټولو قضاوتونو کی د تورنو کسانو دفاعی خبری اوریدلې، او هغوی ته یی له ځانه د دفاع کولو حق ورکاوه.

ګوینده: د حضرت علی ع په قضاوتونو کی، یوه د پام وړ موضوع، له مجرمانو او تورنو کسانو سره په برخورد کی، انسانی کرامت ته د انحضرت پاملرنه ده. هیڅکله یی اجازه نه ورکوله، چی تورن کسان؛ د وهلو ډبولو، لوږی زغملو، یا د ویرولو؛ اجبار او داسی نورو غیر انسانی  او روحی شکنجو په شان چارو سره مخامخ شی. علی ع حتی له هغو کسانو سره؛ چی د عادلانه قضاوت له لارې په بند محکوم شوی ؤو، ښه سلوک کاوه. د مهربانۍ؛ او انسان دوستۍ له رویه یی د هغوی د ژمی او دوبی

جامی او خواړه، او د هغوی داسی نوری اړتیاوی تامینولی.

د امام علی ع د حیرانونکو قضاوتونو، ګڼی بیلکی او مصداقونه بیان شوی دی، خو د پروګرام د وخت د کموالی له کبله، په همدې اندازه بسنه کوؤ. یواځی دومره یادونه کوؤ؛ چی د علی ع علمی لوړ مقام، په تیره بیا د انحضرت قضاوتونه؛ نه یواځی د مسلمانانو لپاره پیژندل شوی دی، بلکه د پام وړ شمیر غیر مسلمان پوهانو هم، پدې موضوع اقرار کړئ دئ.

فرانسوی ختیځ پیژاندئ« ګابریل آنګیری » د امام علی ع علمی لوړ مقام داسی بیانوی:« په قضایی زمینه کی، علی یوه نوې دوره پیل کړه. د دری ګونو خلفاؤو په دوره کی، په ټولو پیچلو او کړکیچنو مسایلو کی، له هغه سره مشوره کیده؛ او فتوا ور څخه غوښتل کیده. هر ډول پیچلې مسئله چی پیدا کیده، ټولو پدې جملې سره چی: د دغه مشکل چاره باید، یواځی له ابوالحسن څخه وغواړو، د مشکل حل لاره یی له علی ع غوښتل ».

هو! حضرت علی ع په رښتنې معنا، د قضاوت او محاکمې په زمینه کی یوه نوې دوره پیل کړه، او ویلای شو چی د انحضرت حیرانونکی قضاوتونه؛ له یوې مخې عدالت غواړی، او د علم او حکمت په اساس دی، هماغه اصول چی عدالت پلټونکی بشریت، تل دهغه په لټه کی دئ.