اسلام پیژندنه(۱۴۸)
خوږو ملګرو،د اسلام وپیژنو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو خدمت ته حاضر شوی او د تیر پروګرام په دوام کښې په دغه برخې کښې هم د حضرت امام حسین (ع) د امامت پړاو په هکله خپلو خبرو ته دوام ورکوو،نو راسره مله اوسئ .
لکه څنګه مو په تیر پروګرام کښې وویل،د شپیتم هجری قمری کال د رجب میاشتې په نیمایی کښې د ابو سفیان د زوی معاویه په مړینې پسې زوی یې یزید د خلافت پر ګدۍ کښیناسته او سملاسی یې د مدینې والی ولید بن عتبه ته یو لیک ولیږه او ترې ویې غوښتل چې له حسین بن علی دې بیعت واخلی او که ویې نه منی نو ویې وژنه .
ولید د دغه لیک په ترلاسه کولو پسې سملاسی خپل استازی امام حسین(ع) ته واستاوه څو د یوې مهمې موضوع په باب د خبرو لپاره دې هغه ته ورشی . کله چې ولید له یزیده د بیعت خبره ورته وکړه نو امام حسین (ع) په ځواب کښې ورته وفرمایل:مونږ د نبوت کورنۍ او د رسالت معدن یوو،خو یزید یو داسې بدکاره سړی او شرابخور دی چې لاسونه یې د بیګناه خلکو په وینو ککړ دی او په څرګنده فسق او ظلم کوی،زما په شان کس هیڅکله د یزید په څیر د کس بیعت نه کوی.
امام حسین (ع) په خپلو خبرو سره د یزید حکومت او مدینې والی ته غوڅ ځواب ورکړ ځکه چې د یوه داسې فاسد او بدکاره کس د قدرت د ماتولو هڅه یې وکړه چې غوښتل یې له وړتیا او لیاقته پرته د مسلمانانو برخلیک په لاس کښې واخلی او اسلامی امت د ځوړتیا او انحراف ګړنګ ته وکاږی .د تاریخی سندونو او شواهدو له مخې،یزید ،یو کبرجن،قدرت غواړی او هوس باز کس ؤ،په ښکاره به یې شراب څښل او د اسلامی حکمونو هیڅ خیال یې نه ساته تل به په مزو چړچو بوخت ؤ،نو روښانه ده چې د امام حسین (ع) په شان کس چې د وحی په کورنۍ کښې لوی شوی او روزل شوی ؤ،په خپلو روښانه مخینو او کورنۍ اصالت سره هیڅکله د یزید په شان د بدکاره کس بیعت نه شو کولی.
د وییلو ده چې د یزید حکومت د دروغو،خیانت او ژمنې ماتولو پر بنسټ جوړ شوی ؤ ځکه چې له امام حسن(ع) د معاویه د موافقې پر اساس ،معاویه د ځان لپاره د ځای ناستی د ټاکلو حق نه درلوده.په همدې خاطر د یزید حکومت خو نه قانونی رواوالی درلوده او نه هم د خلکو د رای او نظر زیږنده ؤ.امام حسین(ع) ډیر ښه پوهیده چې یزید اراده لری ،د اسلامی خلافت په جامو کښې او منافقانه له اسلام او قرآن سره په مبارزه کښې د امویانو د خوښې موخې تعقیب کړی .د اموی دربار فساد،په ترهې او وحشت سره پر خلکو واکمنی،قومی او توکمی ویاړونه ، ظلم او توپیر او وژله د امویانو په واکمنی پړاو کښې څرګندې ځانګړنې وې.په هغه مهال، د خلکو حالاتو ته بې پامی او زیاته بیوزلی او سخت پرګنیز درز ،نور هغه لاملونه وو،چې اسلامی ټولنه یې ګواښله.په دغه ډول شرایطو کښې ،یزید ځان د اسلامی امت مشر وباله او په زوره د بیعت اخیستلو لپاره ځینو کسانو ته د تمو ورکولو په لټه کښې شو او د خپلو تمو د پوره کولو لپاره یې له دینه د اوزار په توګه استفاده کوله او د ین په نوم یې خپلو او د خپلو چاروالو بدو او ناوړه کارونو ته رواوالی بخښل.
په مسلمه توګه په داسې شرایطو کښې د امام حسین (ع) په شان لوی شخصیت چې د اسلامی امت د لارښونې او امامت لپاره تر ټولو غوره کس ؤ،چوپتیا نه شوه خپلولای نو ځکه یې نه یوازې د یزید له بیعته ډډه وکړه بلکې د ظالمانو له منګولو د اسلام او مسلمانانو د ژغورلو لپاره یې یوه پلان شوی لاره خوښه کړه.امام حسین(ع) ډیر ښه خبر ؤ چې د چارواکو کږلاری او انحراف د اسلامی لیدتوګې بنسټ ته خطر ورپیښ کړی دی او که حالات همداسې دوام ومومی نو د دینی معارفو ستره برخه هیرول کیږی او د اسلام یوازې ظاهری پوسته پاته کیږی .
لکه څنګه چې وویل شول،د مدینې والی،ولید امام حسین (ع) له یزید سره د بیعت او یا د وژلې په دوو لارو کښې وګرځاوه او د یزید بیعت یې نه مانه نو یوازینۍ لاره چاره یې دا ولیدله چې له خپلو یارانو،بچیانو او کورنۍ سره له مدینې منورې ، مکې معظمې ته لاړ شی او د دغه روانیدا په مهال یې یوه مهمه وصیت نامه ولیکله او خپل ورور محمد حنفیه ته ورکړه.هغه مبارک په دغه وصیت لیک کښې د توحید،نبوت او قیامت په هکله د خپلې عقیدې په بیانولو پسې د خپل دغه سفر د موخې په باب یې وفرمایل:زه نه د ځانمنمی یا ښه وخت تیرولو،او نه د فساد او ظلم لپاره له مدینې ځم بلکې له دې سفره زما هدف ،امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، د امت د مفاسدو اصلاح کول،د خپل نیکه رسول الله مبارک د سنت او قانون احیاکول او د خپل پلار علی ابن ابیطالب د لارې او دود ژوندی کول دی .
حیرانونکی خبره دا چې حضرت امام حسین (ع) مکې ته د تګ په لاره کښې هماغه عمومی لاره خوښه کړه چې ټول مسافران او کاروانونه به پرې تلل .د هغه مبارک یوه ملګری ورته وړاندیز وکړ؛مناسبه ده یوه داسې فرعی او غرنی لاره خوښه کړئ څو د یزید د ګوډاګیانو او چارواکو له تاوانه خوندی پاته شئ،امام ورته په ځواب کښې وفرمایل:په خدای قسم!خپلې عادی او عمومی لارې ته دوام ورکوم او د سمې لارې پرځای د غرونو او دښتو لارو ته نه غړیږم څو هغه منزل ته ورسیږم چې د خدای خوښ دی. په حقیقت کښې په عمومی لارې له تګه د امام حسین(ع) مطلب دا ؤ چې خپل غورځنګ په ښکاره څرګند کړی او خلک د خپل پاڅون له هدفه چې د بنی امیه و د نفاق او تباهکاری ایشوا کول او ورسره مبارزه وه،خبر کاندی .
بالاخره امام حسین(ع) او ورسره خپلوان او یاران له پینځه ورځینی مزله وروسته، مکې ته ورسیدل او بیا یې د بصرې قباییلی مشرانو ته یو لیک واستاوه او پکښې یې له اصلی لارې د خلافت د غړیدا موضوع ته اشاره وکړه او د بصرې له خلکو یې وغوښتل چې د اسلامی امت له ګډو وډو حالاتو سره د مقابلې په لو کښې دې ورسره ملګرتیا وکړی . امام حسین(ع) په دغه لیک کښې هغه خطرې هم په ګوته کړی چې اسلامی امت یې ګواښه او یادونه یې وکړه؛ زه تاسو د خدای کتاب او د پیغمبر سنت ته مو رابولم . ځکه چې د پیغمبر سنت مخ پر نابودیدا دی او پرځای یې بدعتونه او انحرافات راغلی دی .نو که خبره مو واورئ او اطاعت مو وکړئ،نو نیغې او سمې لارې ته مو هدایتوم .
حضرت امام حسین(ع) دغه لیک د سلیمان بن رزین نومی د خپل یوه یار په لاس بصرې ته ولیږه.سلیمان د خپل ماموریت په ترسره کولو او لیک په رسولو پسې په بصرې کښې د حکومتی ماموران له خوا ونیول شو او د ابن زیاد په حکم یې سر غوڅ کړی شو.
له بل پلوه،کله چې د کوفې خلک له یزید سره د امام حسین(ع) له بیعت نه کولو او مکې ته یې له تګه خبر شول نو پریمانه استازی او تر دولس زره زیات لیکونه یې ورته ولیکل . په دغو لیکونو کښې د معاویه او یزید پر حکومت زیاتې نیوکې کړی وې او په یوه لیک کښې چې د کوفې د یوشمیر نامتو کسانو او شیعیانو له خوا لیکل شوی ؤ ،داسې راغلی وو؛د هغه خدای مننه چې ستا او ستا د پلار سرکښه دښمن یې نابود کړ.هغه څوک چې پر دغه امت یې یرغل وکړ او په واکوالی یې منګولې ښخې کړې،شتمنی یې ترې په زوره واخیستلې او پرته له دې چې د هغوئ خوښۍ برابره کړی،ځان یې پرې واکمن کړ.د هغوئ غوره او نیک کسان یې ووژل او پر ځای یې بدچاری او اشرار راوستل .... د کوفې خلکو په دغه لیک کښې د امام حسین(ع) له غورځنګ سره د ملګرتیا لپاره خپل چمتوالی څرګند کړ او ویې لیکل: تاسو خبر یاست چې مونږ امام او لارښود نه لرو،نو زمونږ و خوا ته راشه . په دې ډول د کوفې خلکو هغه مبارک ته بلنه ورکړه.
حضرت امام حسین(ع) د کوفې خلکو پرله پسې غوښتنو ته په ځواب کښې ورته په یوه لیک کښې داسې ولیکل:زه همدا اوس خپل ورور او اکا زوی مسلم بن عقیل چې زما په کورنۍ کښې د اعتماد وړ کس دی،تاسو په لور دراستاوم،که هغه راته خبر راکړی چې ستاسو اکثرو،پوهو خلکو او نظر خاوندانو له هغه څه سره سمون لری،چې په لیکونو کښې مو راته رلیکلی او ستاسو استازو وییلی،نو انشالله ډیر ژر به درشم.په ځان قسم خورم! ریښتونی پیشوا او حقه امام هغه څوک دی چې په خلکو کښې د خدای د کتاب حکم کوی او د عدل او انصاف لاره خپله کړی او د حق دین پیروی وکړی .
حضرت امام حسین(ع) په مکې د یوې مودې له ایساریدا وروسته،پوه شو چې د معاویه زوی یزید هیڅکله لاس اخیستونکی نه دی او که بیعت یې ونه کړی،نو وژل یې حتمی دی.همدغه راز خبر شو چې د یزید یو شمیر کسان مامور شوی چې په هرځای کښې یې وس ورسیږی،هغه مبارک ټرور کړی.سره له دې بیا هم تسلیم نه شو او د یزید بیعت ته یې غاړه کینښوده او پریکړه یې وکړه د کعبې د حرمت ساتلو لپاره له مکې واوځی او د عراق په لور روان شی .
امام حسین (ع) له مکې د روانیدا په مهال د بنی هاشمو کورنۍ او یارانو ته په خطاب کښې د خدای په لاره کښې د سرښیندنې او شهادت موضوع ته په اشارې سره وفرمایل:که غواړئ چې د خدای په لاره کښې له ځانه تیر شئ او له پالونکی سره د ملاقات په نیت ځان قربان کړئ،نو په دغه خطرناک سفر کښې ورسره ملګری شئ. په دې ډول ،د لوی اختر میاشتې په اتمه نیټه ،حضرت امام حسین (ع) له مکې معظمې د کوفې په لور روان شو چې انشالله په راتلونکی پروګرام کښې بیا هم په دې اړه خبرې کوو،تر هغه وخته مو له درانه حضوره اجازه غواړو.