شفاعت په اسلام کښې(۵)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i75429-شفاعت_په_اسلام_کښې(۵)
ډیرو خوږو ملګرو!په اسلام کښې د شفاعت ترعنوان لاندې د لړۍ له یوه بل پروګرام سره مو خدمت ته حاضر شوی او پکښې د زیارت اروایی او بدنی اغیزو په اړه غږیږو نو راسره مله اوسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2018 11:57 Asia/Kabul
  • شفاعت په اسلام کښې(۵)

ډیرو خوږو ملګرو!په اسلام کښې د شفاعت ترعنوان لاندې د لړۍ له یوه بل پروګرام سره مو خدمت ته حاضر شوی او پکښې د زیارت اروایی او بدنی اغیزو په اړه غږیږو نو راسره مله اوسئ .

محترمو دوستانو!په تیرو پروګرامونو کښې مو اشاره وکړه چې د پیغمبر اکرم(ص  او د هغه مبارک له اهل بیتو د معصومو امامانو د سپیڅلو حرمونو د زیارت  په شان ځینې دینی اداب  یو ارزښتمن عمل دی چې قرآن مجید او روایتونو تایید کړی دی .په سپیڅلو ځایونو کښې حاضریدل او زیارت د انسان د بدن او روح  پر سلامتیا نه انکاریدونکی اغیز لری .له پریشانی جوړونکو او کړکیچنو احساساتو خوندیتوب ،د اروائی روغتیا د برابرولو لپاره یو مهم آر (اصل) دی .وګړی  له  کمال موندلو انسانانو سره د ارتباط له لارې  په خپل ځان کښې دغه خوندی توب احساسوی .

د ونیس  او  ونیتراب  په څیر څیړاندی  په هغه څیړنه کښې چې  په ۱۹۹۵ کال کښې یې پر ۴۰۰ تنو ترسره کړه،دې نتیجې ته ورسیدل  چې هغه کسان  چې د عبادت او زیارت په شان په دینی مراسمو کښې  ګډون کوی،د نورو کسانو په پرتله په اروائی ګډوډیو ډیر کم اخته کیږی .پهلوانی  او  دولتشاهی نومی  دوو ایرانیو څیړاندو هم  په یوه څیړنه کښې  د وګړیو په اروائی سلامتیا کښې  د زیارتونو رول جاجولی دی  او  په خپلو مشاهداتو کښې یې  د دینی زیارت او اروایی سلامتیا تر مینځ  مثبت  پیوستون لیدلی دی. د دغه تحقیق له مخې،پر جسمانی نښو سربیره  زیارت  د پریشانی  او خپګان  په کمولو او ټولنیز سمون کښې  مثبت رول درلودلی  او په ځینو موردونو کښې  د خپګان نښو د ښه کیدا او اجتماعی سمون لامل شوی دی .  لکه  څنګه چې زیارتوال د زیارت په مهال ،د پروردګار  درګاه ته په نیژدې  کیدا سره یو ډول باطنی ارامښت احساسوی  او  کرار مومی  او همدا چاره بالاخره د وګړی  له اروایی سلامتیا سره مرسته کوی .

د دینی پوهانو په اند،زیارت،د قرآن تلاوت او دعا د اروا  په سلامتیا او روغتیا او د اروایی ګډودیو په درملنې کښې  رغانده اغیزې لری .څوک  چې د کوم دینی پیشوا  یا  امام  زیارت  ته ځی ،دا عقیده لری  چې  په زیارتځای  کښې موجود دی  او  ورسره د زړه اړیکه ټینګوی .ځکه خو مونږ  د کوم  ولی یا بزرګ  زیارتځای ته د داخلیدا په مهال  د  ورننوتلو  اجازه غواړو. د داخلیدا  د  اجازې  غوښتلو  په وخت د لوی خدای په محضر کښې دا اعتراف کوو چې  پیغمبر  او ځای ناستی یې  د هغه  په نیزد  ژوندی   دی  او  روزی  خوری ،د خپل قبر  ترڅنګ  زمونږ  مقام  وینی ، خبرې  مو  اوری  او  زمونږ  سلام  ته  ځواب  وائی .په دغې  وینا سره روښانیږی  چې  پیغمبر اکرم  او  امامان د خپل  زیارتوال  خبرې  اوری  او  سلام  ته یې  ځواب  ورکوی .په  دې  ډول  په زیارتوال  کښې دا  احساس  رامینځته  کیږی  چې  یوازې  او  بې  مرستندوی  نه دی .هغه  پوهیږی  چې  دغه  کسان  د هغه خدای  غوره بندګان  دی چې  ترټولو  لوړ دی  او تل تر تله  ژوندی ،حاضر  او  کتونکی  دی  او  د  انسان  د  ټولو  اړتیاو  د  پوره  کولو توان  لری .نو  ځکه   د  داسې  ډاډمن  تکیه ځای  درلودنې  ته  په  پام  سره  الهی  درګاه  ته  په  پناه  وړلو  سره  خپل  مشکلات  بیانوی  او  له  دې  لارې  روحی  او  باطنی  کرارتیا  مومی .

زمونږ  د دغه  پروګرام  کارپوه،ښاغلی  محمد وائی :نن سبا  په  کلی توګه زیاتره  ډاکټران  او  ارواپوهان  باوری دی چې  پر  معنویاتو  اعتقاد،دعا،ذکر  او  توسل   د  روحی  او  بدنی  ناروغیو  پر  ښه  کیدا  پریمانه  اغیز  لری . دغه  معنوی  اغیز  په  هغو  کسانو  کښې  لیدل  کیدای  شی  چې  د   خدای  د کور،د رسول الله مبارک  او  د  معصومو  امامانو  د  سپیڅلو  حرمونو  له  زیارته  وروسته  ستانه  شوی  وی .دغه  هغه  بزرګان  دی  چې  پاک خدای ځنې  ناپاکی  او  پلیتی لرې  کړی  او  د  علم  او تقوا  له  پلوه  یې  د  خدای  په  نیزد  لوړ  مقام  موندلی  دی . لکه  څنګه  چې  د  احزاب  سورې  په  ۳۳م آیت  کښې  راغلی: خدای  اراده  کړی چې  له  تاسو  اهل بیتو  هر  ډول پلیتی  لرې  کړی  او  تاسو  پاک و  پاکیزه  وګرځوی . 

په  دې  ډول هغه  کسان  چې  د رسول الله مبارک او د اهل بیتو  د  مزارونو  د  زیارت  لپاره  ځی ،تر  هر  څه  وړاندې  هغوئ  داسې  سپیڅلی  او  غوره  کسان  مومی چې  په  مخکښې  یې  خپل  ټول  مادی  او معنوی  مشکلات  مطرحولې  شی  نو  ترې  غواړی  چې د پروردګار  په نیزد  یې  شفاعت  وکړی .دا  په  حقیقت  کښې  د قرآن د  مائدې  سورې  په  هماغه  ۳۵م  آیت   عمل  دی ،چې  له  مومنانو  غواړی ،خدای  ته  دنیژدې  کیدا  لپاره  یوه  وسیله  برابره  کړی  او  یوه  غوره  وسیله  هغه  دینی  بزرګان  دی چې د پالونکی په نیزد  لوړ  او  ستر  مقام  لری .پر  دې  سربیره د  دینی  لویانو  په  سپیڅلی  حرمونو  کښې  شتون ،هیله  پنځونکی  او روحیه  بخښونکی  دی او زیارتوال  ته  دومره  مثبته  انرژی  وربخښی چې  تر  مودو  مودو  پورې دغه  معنوی  اغیزې  پکښې  له  ورایه  ښکاری .

د هغو کسانو  په  هکله  د  ترسره  شویو جاجونو  له  مخې  چې   په  زیارتی   سفرونو  ځی،معلومه  شوی چې  د هغو  کسانو  په  پرتله چې  یوازې  په  سیل  او چکر  پسې  دی،زیارتی  سفرونه  د وګړیو  پر  اروایی  سلامتیا  ډیر  اغیز  لری .د بریټیش کلمبیا پوهنتون استاد او ارواپوه ډاکټر سید محسن  فاطمی،وائی:هغه  کسان  چې  د پیغمبر اکرم او معصومو امامانو د سپیڅلی  حرمونو زیارت  ته  ورځی ،په  معنوی  چاپیریال  کښې  د شتون  په خاطر  اروایی  امنیت  احساسوی . ځکه چې  په  زیارت کښې انسان  د  خدای  د پیغمبرانو  او   ولیانو له  پاکیزه  روحونو  سره  متوسل  کیږی  او  ځنې  مرسته  غواړی او د خدای  له  حجتونو  سره د ارتباط ټینګولو  هڅه  کوی .کله  چې  یو  څوک ځان  له  غوره  انسانانو  سره  پرتله  کوی  او  وینی  چې  هغوئ  په  ډیرو  سختو آزموینو کښې څنګه  خپل  استقامت  او پایښت  ښودلی  نو  د  ستونزو  په  وړاندې لا  زیات  چمتوالی  پیدا  کوی .انسان  له  پاکو  بزرګانو  سره د  ارتباط  په  رڼا  کښې خپله  اروا صیقلوی او له رخوکینو  او  پلیتیو          پاک  او  پاکیزه  کیږی .

ډاکټر فاطمی همدغه  راز  زیاتویٍ :هغه  کسان  چې  د  زیارت  لپاره  ځی ،دا  احساس  پکښې شته  چې  هغه  امام  یا  ستر شخصیت ورسره خواخوږی  درلودلی ورسره  مینه  لری  او  رازونه  یې  ساتی .هغه  ژوندی دی او  حضور  لری .دلته  خواخوږی  د  داسې  دوو  لورو  ترمینځ  چې  د  مشکل  د  هوارولو  توان  لری  او  بل  لوری  چې  د خپل  مشکل  د هوارولو  لپاره  یې  ورته  مراجعه  کړی،د نیژدې  او  مخلصانه  اړیکې  د  رامینځته  کولو  په  معنا  دی .په  داسې  بڼه  کښې  وګړی داسې  احساسوی  چې  مقابل  لوری  یې ستونزې  درک  کړی او  احساساتو کښې  یې برخوال  دی .                                                                                                                                                               د وییلو  ده  چې د  انسانانو  ځینې  ستونزې  او  مشکلات  په  دې  وجه  وی  چې  د  باور  او  اعتماد  وړ  کسان  نه  مومی  څو  خپلې  ستونزې  او  مشکلات  ورته  بیان  کړی .د  معصوم  امام  او  زیارتوال  ترمینځ  د  یو زړه  توب  احساس ، د  دې  لامل  کیږی  چې  په  پوره  کراره  زړه خپل  مشکلات  او  دزړه  درد بیان  کړی او  د زیارتځای  په  چاپیریال  کښې اروایی  امنیت  او  ارامښت  احساس  کړی . له  همدې  نظره پیغمبر اکرم  او  پاک  اهل  بیت  یې لکه  څنګه  چې    مهربانه،زړه  سواندی او اعتماد  وړ  طبیبان دی ،نو خلک د هغوئ  په  زیارتونو  کښې  په  شتون  سره خپل  مشکلات  بیانوی  او تر  خپل  توان  هومره له  روحی  او  اروایی ستونزو  او  خپګانونو  ژغورل  کیږی .

د زیارت  یوه  ګټه  په  انسان  کښې د  هیله منی  روحیې رامینځته کیدا  ده .په  اصولی  توګه  انسان په  هیله  او  امید ژوندی  دی ، که  چیرې  راتلونکی  ته  هیله  ترې  واخیستل  شی  نو په  ژوند  کښې  هڅه  یې  ختمیږی او له  هرډول  هڅې  او  کوششه  لاس  پر سر  کیږی .د  ارواپوهنې  له  نظره،نهیلۍ او  ناامیدی د انسان  اروایی سلامتیا  ګواښی؛خو هیله من  انسان لازیاته اروایی سلامتیا لری . په  انسان  کښې  هیله  او  امید   تر  دې  حده رول  او  اهمیت لری چې  ممکنه  ده یو  ناروغ  له  ناروغۍ وژغوری . په  روایتونو  کښې  راغلی؛کله  چې  د یوه  ناروغ  پوښتنې ته ورځئ ،نو سلامتیا او  اوږد  عمر  ته  یې  هیله منوئ ،که  څه  هم دغه  هیله  منتیا په الهی  قضیو  کښې اغیزمن  نه وی خو  ناروغ  خوشحالوی او  د  هغه  د کرارتیا او ارامښت  لامل  کیږیٍ .

د خدای  د  ځانګړو او غوره انسانانو زیارت ،انسان  ته  پرځان   اعتماد  وربخښی  او د ناهیلیو په ګرداو کښې  له  ډوبیدا  یې  خوندی  ساتی .انسان  په  زیارت  سره  ښه  او  نیکمرغه راتلونکی ته هیله  منیږی .زیارتوال  په  ښه  توګه دا خبره  درک  کوی،د کوم  کس  د زیارت  لپاره راغلی ،په  الهی  درګاه  کښې  مقرب  انسان  دی او د لوی  خدای  په درګاه  کښې د  هغه  لپاره بخښنه  او  سلامتیا  غوښتلی  او  یا له  ستونزو  د  ژغورنې لاره  ورښودلی  شی .داسې  یو  زیارتځای ،د  ایران  په  مشهد  ښار  کښې  د  پیغمبر د یوه  ګران  لمسی  حضرت امام  رضا(ع) سپیڅلی  حرم  دی .  د ایران د ننه او  بهر په  میلیونونو  انسانان  د حضرت  امام  رضا (ع) په  نورانی  او  ملکوتی  بارګاه  کښې  په  شتون  سره  د دغه  سپیڅلی  حرم  زیارت  ته  ورځی  او  له  هغه  مبارک  سره د  ژمنې  د بیا کولو  ترڅنګ ،خپل  نا وییلی  دردونه  بیانوی  او  په  خپل  زړه  کښې راتلونکی  ته  هیله  او امید پالی .

یو  لویدیځ  اندیال  آلکسیس کارل وائی:د پوهانو،اتلانو او پاکانو  په  زوندانه  کښې  د  معنوی  انرژی یوه بې  پایه  زیرمه  شته . دغو  کسانو په  دښتو  او  بیابانونو  کښې  د  کلکو  غرونو  په شان سرونه لوړ  نیولی  او  مونږ  ته  یې  ښودلی  دی  چې  تر  کوم  حده  لوړ تللی  شو او  هغه  هدف څومره  لوړ  دی چې  په  طبیعی  توګه  انسانی  شعور  ورته  ګروهمن  دی! یوازې  دغسې  کسان  زمونږ  د  باطنی  ژوند  لپاره د  اړتیا  وړ  معنوی  خواړه  برابرولی  شی .

بې له شکه ،حضرت  امام رضا(ع) هم د  معنوی  انرژی یوه بې  پایه  زیرمه  ده. د  هغه مبارک په  وینا،امام یو  داسې ځلانده مشال ، ځلانده سپوږمۍ او ځلانده  ستوری دی چې په تیارو او تورتمونو کښې  لارې  پلټونکو  ته لاره  روښانوی.

زیارت نور زیات روزنیز او ټولنیز  اغیزونه  هم  لری . په  مکې معظمې  کښې د خدای د کور  زیارت،په  مدینه  منوره  کښې د رسول الله مبارک د سپیڅلی  حرم  او نبوی  جومات  زیارت او  همدغه  راز  د وحی د نازلیدا او  هغو ځایونو زیارت  چې د  اسلام  په  سرکینیو  وختونو  کښې د مسلمانانو  سرښیندنې رایادوی،زیارتوالو  ته  دومره  ستر  روحی  ځواک  وربخښی  چې  د  ژوند  غمونه  او  ستونزې یې  ختموی  او د نیکمرغی،ارامښت  او  امنیت  احساس  ته  یې  رسوی  او  باطنی کرارتیا  مومی .