د انقلاب په نظریو باندی د اسلامی انقلاب اغیز
یو ډیر مهم کس، چی د ایران اسلامی انقلاب په ځانګړی توګه څیړلئ دئ، « یرواند آبراهامیان » دئ. یرواند آبراهامیان؛ په خټه ایرانئ دئ، او په ایران کی دنیا ته راغلئ، خو لس کلن ؤ چی بریتانیی ته لاړ، او د لوړ پوړی کار پیژاندی د مدرک تر اخیستو پوری، پدی هیواد کی ؤ.
هغه؛ خپله ماسټرې د کلمبیا له پوهنتون څخه واخیستله، او د« پرینسټون » او« آکسفورډ » د پوهنتونونو استاد پاتی شوئ دئ، او اوس هم د امریکی د نیویارک ښار د پوهنتون استاد دئ. د آبراهامیان ډیر مهم کتاب،« ایران بین دو انقلاب » نومیږی، چی د ایران ۷۰ کلن مسایل او پیښی؛ په ۱۲۸۵ کال کی له مشروطه انقلاب څخه نیولی؛ تر اسلامی انقلاب پوری څیړی.
د ایران اسلامی انقلاب؛ د« یرواند آبراهامیان » په نظریو ډیری اغیزې درلودلې. آبراهامیان؛ د اسلامی انقلاب له کیدو څخه وړاندی، د دی موضوع د څیړلو په حال کی ؤو، چی څرنګه د ایران په شان په یوه مذهبی ټولنه کی،« حزب توده » وده او پراختیا وموندله. خو د ایران د اسلامی انقلاب بڼه نیولو، د آبراهامیان د تحقیقاتو بنسټ ته بدلون ورکړ، او نوموړی؛ د بدلونونو په رامنځته کیدو او د ایران د اسلامی انقلاب په بریالیتوب کی د مذهب رول وڅیړه.
یرواند آبراهامیان، د« ایران بین دو انقلاب » په کتاب کی، د مشروطه انقلاب او د اسلامی انقلاب توپیرونه بیانوی. هغه لیکی: « په شلمه پیړۍ کی دوه مهم انقلابونه( مشروطه انقلاب او اسلامی انقلاب )په ایران کی بڼه ونیوله. لمړنئ انقلاب د مډرنو روشنفکرانو لنډ مهاله بریالیتوب ؤ، هغه روشنفکران او روڼ اندی؛ چی د لویدیځ نشنلیزم؛ لیبرالیزم او سوسیالیزم څخه یی الهام اخیسته، یو کاملاً غیر دینی اساسی قانون یی جوړ کړ، او د اروپایی معاصرو ټولنو سره سم، د خپلې ټولنې مډرنولو ته هیله من ؤو. خو؛ د ایران په انقلاب سره عالمان ډګر ته راغلل؛ هغه عالمانو چی« د اسلام له زرینی دورې » څخه یی الهام اخیسته، خپل بریالیتوب ته د یو
کاملاً دینی اساسی قانون په تنظیمولو سره ټینګښت او ثبات ور وباخښه. شرعی محکمی یی د موجودو محکمو په ځای وټاکلی، او د ډموکراسۍ په شان لویدیځی مفهومونه یی الحادی وبلل؛ او نیوکی پری وکړې ». یرواند آبراهامیان؛ ټینګار کوی چی:« په حقیقت کی د نړۍ په اوسنی تاریخ کی، اسلامی انقلاب یوه بی ساری ښکارنده ده؛ ځکه چی له اسلامی ګوندونو او غیر دینی ایډیا لوجیو څخه یوی نوی جوړې ډلې نه، بلکه؛ دودیزو دینی عالمانو، چی په منبر او الهی حق باندی یی تکیه درلوده، په ټولو غیر روحانی مقاماتو، حتی د پارلمان په نمایندګانو باندی څارنه وکړه».
یرواند آبراهامیان؛ د اسلامی د بریالیتوب لپاره مهم علتونه مطرح کوی، خو نوموړئ د پهلوی رژیم« نا انډوله پراختیا » لمړنۍ عامله بولی. آبراهامیان پخپل کتاب( ایران بین دو انقلاب ) کی چی په فارسی ژبه ژباړل شوئ، وایی: د ایران د اسلامی انقلاب د کیدو د علتونو په اړه دوه بیلا بیل تفسیرونه وجود لری، چی د پهلوی رژیم د پلویانو او مخالفانو په وسیله وړاندی شول.
د پهلوی رژیم پلویان باوری دی؛ چی اسلامی انقلاب له دې کبله
بڼه ونیوله، چی د ایران د خلګو لپاره چی دودیز ژوند یی درلود، د رضا شاه د مډرنولو پروسه، له حد څخه زیاته پراخه او ګړندۍ
وه. د پهلوی رژیم مخالفان بیا باوری ؤو: چی د ملی ګروهنې؛ بی طرفۍ او جمهوریت غوښتنی په وخت کی، د رضا شاه نا کافی مډرنول او د« سی؛ آی؛ ای » په سازمان د هغه پیلتوب، د اسلامی انقلاب له اصلی علتونو څخه ؤو.
خو؛ آبراهامیان بیا یو بل ډول تفسیر وړاندی کوی. نوموړئ وایی؛ چی رضاشاه؛ په اقتصادی- ټولنیزه حوزه کی نووښتونه رامنځته کړل، او په نتیجه کی یی نوې منځنۍ طبقې، او صنعتی کارګری طبقې ته پراختیا ورکړه. خو ویی نشو کړای په سیاسی حوزه کی نووښت را منځته کړی، او دغې ناتوانۍ؛ د سیاسی نظام او خلګو ترمنځ ارتباطی لارې وتړلې، د واکمنو ډلو او مډرنو ټولنیزو ځواکونو ترمنځ یی واټن زیات کړ، او له ټولو څخه لا مهم دا چی، هغه لږې ارتباطی لارې یی، چی په تیرو وختونو کی، له دودیزو ټولنیزو ځواکونو، په تیره بیا له بازاریانو او دینی مراجعو سره؛ د سیاسی ارګان د تړاو سبب وې، له منځه یوړې. پدې توګه، په ۱۳۵۶ لمریز کال کی، د اقتصادی- ټولنیز پراختیا موندونکی نظام، او سیاسی پراختیا نا موندکی نظام ترمنځ واټن دومره زیات ؤو، چی یواځی یو اقتصادی بحران کولای شول، ټول نظام ډړی وړې کړی. ځکه نو انقلاب؛ نه له حد څخه د زیاتې پراختیا، او نه د پراختیا نه موندنې له کبله؛ بلکه د نا انډولی پراختیا په دلیل بڼه ونیوله.
یرواند آبراهامیان؛ د مذهب په ضد د پهلوی رژیم سیاستونه، د اسلامی انقلاب په کیدو کی یو بل مهم عامل وباله. آبراهامیان؛ د« رستاخیز »ګوند جوړیدا، د پهلوی رژیم د مذهبی ضد سیاستونو په لړ کی د عطف یو ټکئ بولی، او د اسلامی انقلاب په بڼه نیولو کی د مذهب د اغیزې په هکله لیکی:« رژیم؛ د مذهب په ضد یوه پراخه حمله پیل کړه. د رستاخیز ګوند، رضا شاه؛ د معنوی او سیاسی مشر په توګه معرفی کړ، عالمان یی د منځنی پیړۍ مرتجعان وبلل، او د دی ادعا ترڅنګ چی ایران د ستر تمدن په لور پرمختګ کوی؛ ۲۵۳۵ کلن شاهنشاهی تاریخ یی د اسلامی تاریخ په ځای په کار یووړ. پدې توګه؛ ایران په یوه شپه، له ۱۳۵۵ هجری لمریز کال څخه، ۲۵۳۵ شاهنشاهی کال ته وخاته. د رستاخیز ګوند؛ ښځی دیته تشویقولې چی په یوهنتونونو او تحصیلی ځایونو کی پوړنئ په سر نه کړی، د مذهبی موقوفاتو د څیړلو لپاره یی ځانګړی څیړونکی لیژل، همدراز یی اعلان وکړ؛ چی یواځی د اوقافو اداره د مذهبی کتابونو د چاپولو او خپرولو اجازه لری، او د تهران د الهیاتو پوهنځی یی
دیته تشویق کړ، چی د« سپاه دین » نوئ جوړ شوی جریان ته پراختیا ورکړی، او د رښتنی اسلام د ښوولو او بزرګرانو ته د تعلیم ورکولو لپاره، لا زیات کسان کلیو ته ولیژی ». په حقیقت کی دغه چاری؛ د پهلوی رژیم د مذهبی ضد سیاستونو یواځی یوه برخه ده، چی آبراهامیان د« ایران بین دو انقلاب » په کتاب کی ورته اشاره کوی، او دغه سیاستونه د اسلامی انقلاب په بڼه نیولو کی مهم عامل بولی.
آبراهامیان؛ د« ایران بین دو انقلاب » کتاب په یوه برخه کی، د اسلامی انقلاب په رامنځته کیدو کی، د اسلام د رول په باره کی پدی ټکی ټینګار کوی، چی« هغه مهم رول؛ چی اسلام د ۱۳۵۷ کال په انقلاب کی په غاړه درلود، نه یواځی د ایران په تاریخ کی یی تناقض رامنځته کاوه، بلکه په لمړۍ کتنه کی داسی بریښیده، چی پر دغه مروجه نظریه باندی د بطلان کرښه باسی؛ چی مډرنول د دین زدونې؛ او په ښار کی د اوسیدو پراختیا د نویو طبقو د تقویی، او د پخوانیو طبقو د کمزوریدو سبب ګرځی ».
یرواند آبراهامیان؛ چی له اسلامی انقلاب څخه یی وړاندی، له فکری نظره؛ تر زیاتی اندازې پوری له مارکسیسټانو سره علاقه لرله، برسیره پردې چی د مذهب په ضد د پهلوی رژیم سیاستونه، د ایران د اسلامی انقلاب په رامنځته کیدو کی مهم عامل ګنی؛ د امام خمینی رهبرۍ ته هم، خاصه پاملرنه کوی، او دا د آبراهامیان په نظریو باندی د اسلامی انقلاب اغیزه ده.
آبراهامیان؛ د امام خمینی ره د شخصیت په معرفی کولو، او په اسلامی انقلاب د دغه شخصیت د اغیزی په هکله؛ یو مهم ټکی ته اشاره کوی. نوموړی که څه هم؛ د ایران په اسلامی انقلاب کی د امام خمینی رول، د شوروی په بلشویکی انقلاب کی د« لنین »؛ د چین په انقلاب کی د« مائو »؛ او د کیوبا په انقلاب کی د «کاسټرو» له رول سره پرتله کوی، خو په دوام کی لیکی:« دوه عوامل کولای شی د آیت الله خمینی ټاکونکئ رول؛ او پراخ محبوبیت روښانه کړی. لمړئ عامل؛ د آیت الله خمینی شخصیت، په تیره بیا ساده ژوند؛ او له شاه سره د سازش او روغې جوړې څخه ډډه کول دی. پداسی یو هیواد کی، چی زیاتره سیاستوال یی په هوساینه او سوکالتیا کی اوسیدل، آیت الله خمینی د صوفیانو په شان په ریاضت کی ژوند کاوه، او د خلګو د عامی پرګنی په شان یی چندانی مادی سوکالتیا نه درلوده. همداراز په هغې لسیزه کی چی د بدګمانو؛ سست ارادې؛ فاسد؛ بدبین او ناسمو سیاستوالانو په لرلو مشهوره وه، آیت الله خمینی د درستکار؛ مبارز؛ فعال؛ ثابت
قدم؛ او له ټولو څخه لا مهم د فساد ناپذیر شخص په توګه په میدان ګام کښیښود. لنډه دا چی؛ هغه د انقلابی او هوښیار لارښود په توګه، هغه مهال ډګر ته راغئ؛ چی داشان رهبران ډیر لږ، خو ډیر ارزښتمن او د ضرورت وړ ؤو ».
آبراهامیان؛ د امام خمینی ره د نورو خصوصیاتو په باره کی لیکلی دی:« د آیت الله خمینی د لوړ موقعیت دویم بیانونکئ عامل، په تیره بیا د سیاسی او ټولنیزو ځواکونو د پراخی پرګنی په لارښوونه کی د دوی هوښیاری ده. هغه؛ د جلا وطنۍ په ۱۵ کلونو کی، د ټولو پرګنو په هکله د نظر له څرګندولو، په تیره بیا د هغو چارو په هکله د اعلامیی له صادرولو څخه، چی کیدای شوای د مخالفو اړخونو د مختلفو پرګنو د رنځیدلو او لیری توب سبب شی، په احتیاط سره ډډه وکړه: لکه د ځمکی د اصلاحاتو؛ د دینی عالمانو د رول او د ښځو او نارینه ؤو د برابر والی په شان چاری. ځکه یی په رژیم باندی د نیوکی کولو په ترځ، هغو مسایلو او موضوعګانو ته ګوته نیوله، چی د ټولو مخالفو اړخونو له خوا ورسره مخالفت کیده. لکه: له اسرائیلو سره پټی او غیر مستقیمی اړیکی، یا د مسکینانو او شتمنو ترمنځ زیاتیدونکئ واټن. آیت الله خمینی له ګنو عمومی نا رضایتیو څخه په قدرتمنی دفاع سره، ډول ډول ټولنیزې ډلې له ځانه سره ملګری کړې، هغه ډلې؛ چی نوموړئ یی د داسی ژغورونکی په توګه باله، چی ډیر کلونه د هغه په انتظار کی وې».