خوږی خبری (۴۹)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i75904-خوږی_خبری_(۴۹)
د کعبې بتانو د زیارت کولو په شوق سره- د مکې ښار ته ورغئ. که څه هم پدغو ورځو کی پدی ښار کی یو لړ پیښی رامنځته شوی وې؛ چی« طفیل » هم کنجکاو ؤ، ترڅو له هغو څخه خبرتیا لاسته راوړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2018 06:55 Asia/Kabul
  • خوږی خبری  (۴۹)

د کعبې بتانو د زیارت کولو په شوق سره- د مکې ښار ته ورغئ. که څه هم پدغو ورځو کی پدی ښار کی یو لړ پیښی رامنځته شوی وې؛ چی« طفیل » هم کنجکاو ؤ، ترڅو له هغو څخه خبرتیا لاسته راوړی.

کله چی ښار ته ور دننه شوـ په حیرانتیا سره یی ولیدل چی یو شمیر مشرکان په بیړی سره د هغه خواته ورځی. د دغې تاریخی ماجرا پاتی برخه؛ پخپله د«طفیل» له خولې اورو؛ چی ډیره جالبه ده.

طفیل وایی: د مکې مشرکان زما په لور راغلل، او ټینګار یی وکړ؛ چی محمد ته نږدی نشم، او خبری یی وا نه اورم. ځکه چی د هغه خبری، ټول سحر او جادو دی. ما وویل: زه غواړم د هغه نوئ دین په باره کی؛ چی نوموړی راوړئ دئ، تحقیق وکړم. خو هغوی دومره؛ زه له محمد څخه وویرولم چی ما له ناچاره پخپلو غوږونو کی پنبه کښیښوده، ترڅو د بتانو د طواف په مهال دهغه خبری وا نه اورم.

بیا؛ د کعبی خواته لاړم؛ او په طواف کولو لګیا شوم. څو دقیقې

تیری شوی نه وې، چی محمد امین می ولید. هغه می پیژانده – یو ګمنام کس نه ؤ. په یوه شریفه او ستره کورنۍ کی روزل شوئ ؤ. د هغه خپلوان او نږدی کسان د مکی له ډیرو مشهورو او پیژندل شویو کسانو څخه ؤو. د هغه سابقه می له امانت او صداقت څخه ډکه لیدله. د نوموړی نورانی او آرامی څیرې، زما زړه ولړزاوه، له ځانه سره می وویل: ته عاقل او په خبرو پوه سړئ یی، او د بد رنګ او ښکلی ترمنځ توپیر په ښه توګه کولای شی ـ دا له عقل څخه لیری خبره ده؛ چی د ابوجهل او د هغه د یارانو په غوښتنی سره، له محمد سره ملاقات او خبری ونه کړې.

بیا می پښی سستې شوې، د هغه ځلانده څیری ته ځیر شوم. هغه په لمانځه دریدلئ ؤ، او په لوړ آواز یی یو لړ جملې لوستلې. وروسته پوه شوم چی هغه جملې د قرآنکریم آیتونه دی. په هغو دقیقو کی می؛ د هغه ږغ ښه نه اوریده. ناڅاپه د هغه په وسیله جذب شوم، او ورو؛ ورو می ځان د هغې ډلې کسانو له منځ څخه وایست، چی د بتانو په وړاندی یی زارۍ او احترام کاوه. څو ګامونه لا ورته نږدی شوم. د مکی مشرکان می په یوې خوا کی ولیدل؛ چی سره را غوڼد شوی، او زما څارنه کوی او په خشم او غصې سره ماته ګوری. د هغوی یو تن ماته وویل: چیرته ځی؟

بیرته را وګرځه، وویریدم، دې خوا او بلې خوا ته می وکتل، غوښتل می چی ګام پورته کړم ـ خو تر اوسه لا زړه نا زړه وم. د څو شیبو لپاره می سترګی پټی کړې، او د خپل زړه د آواز په هکله می سوچ وکړ. زړه می له شوق او ویری څخه ډک ؤ. د کافرانو د قهر او خشم څخه له ویرې، او د محمد د بلنې د اوریدو له شوقه.

طفیل بن عمرو؛ له محمد ص سره د خپلې کتنې د ماجرا د دوام په هکله داسی وایی: بالآخره می؛ په ځان نعرې ووهلې، او له ویرې او شک څخه می ځان خلاص کړ، او هغه پنبی چی می په غوږونو کی ایښی وې را وایستلې، تصمیم می ونیو چی د محمد حضور ته لاړ شم، او د هغه خبری واورم او سوچ وکړم؛ که نیکی خبری وې قبولی کړم، او که بدې وې ورڅخه لیری توب وکړم. انتظار می وایست؛ ترڅو لمونځ یی تمام شو، او خپلی رڼی سترګی یی زما خواته واړولی، او له لیری څخه یی ماته وکتل، د هغه په پاکو سترګو کی می د یوې آسمانی ځلا، نور ولید. تر اوسه می لا ګام نه ؤ اوچت کړئ، چی له ځایه پورته شو او په حرکت راغئ، او له مسجدالحرام څخه بهر ته وؤت، او زه د هغه له لیدنی څخه محروم شوم. په هغه حال کی د هغه ورک شوی کس په شان وم، چی د ژغورنی د یوې دریمڅې په لټه دئ. د هغه پسی لاړم؛ ټیک په هماغه مهال چی یی غوښتل خپل کورته داخل شی، هغه ته ورسیدم. په ډیر شور او شوق سره می پخپل دود، ورته سلام وکړ. په آرامۍ سره زما خوا ته راغئ، او خپل دواړه لاسونه یی د هغه کس په شان، چی غواړی یو بل څوک په غیږ کی ونیسی، زما په وړاندی خلاص کړل، او په ښکلې مسکا او مهربانۍ سره یی داسی وویل: متعال خدای ـ له دې څخه لا ښکلی سلام او احترام ماته راښودلئ دئ، بیا یی ماته وویل: سلام علیکم! دا جمله د جنتی فرشتګانو سلام او احترام دئ.

*******

له څو دقیقی وروسته؛ طفیل له محمد ص څخه وغوښتل، ترڅو هغه کلمی چی یی په لمانځه کی ویل؛ د هغه لپاره بیا ووایی. طفیل، د هغو په یاد پاتیدونکو شیبو په اړه داسی وایی: د خدای رسول؛ د قرآن یو شمیر آیتونه، په ډیر ښه او جذاب آواز سره زما لپاره تلاوت کړل، د هغه آواز زما د زړه په تل اغیز وکړ. کلمی یی د سمندر د اوبو په شان زما زړه پریوله او شاداب یی کړ. د هغه لمر خاته په شان وې، چی د شک او تیاری  پردې یی له یوې بلې پسی ایسته کړې؛ او روښنایی را وپنځوله، او زما ځان ته یی

آرامتیا را وبخښله. په خدای قسم؛ له هغې خبرې څخه لاښه خبره، او له هغې بلنې څخه لا ښه بلنه می، چی د خدای رسول« محمد » را ته تلاوت کړه، اوریدلې او لیدلې نه وه. د خدای د رسول په کور کی می ـ د اسلام دین، هماغه ډول چی د خدای رسول ص را ته وښود؛ ومانه، او د خدای په وحدانیت او د پیغمبر په رسالت باندی می شاهدی ورکړه. وروسته پیغبراکرم ماته وفرمایل: د خپلې قبیلې له خلګو سره مدارا او نرمی وکړه، او هغوی په نرمۍ او صبر سره د اسلام دین ته را وبوله.

په تاریخ کی راغلی دی: چی طفیل؛ له نور او ایمان څخه په ډک زړه سره، د خپل قوم خواته ور ستون شو، د اسلام دین د تبلیغولو په لاره یی هڅه وکړه، په پیل کی یی بوډا پلار، او بیا یی میرمنی؛ چی یوه هوښیاره ښځه وه، په اسلام ایمن راؤړ.