ایرانی شخصیتونو،نړیوال ویاړونه (۱۵۶)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i77119-ایرانی_شخصیتونو_نړیوال_ویاړونه_(۱۵۶)
ومو ویل چی د قرآنکریم ستر مفسر او مؤرخ «ابو جعفر محمد بن جریر طبری»، په ۲۲۴ هجری ق کال کی د ایران په شمال د آمل په ښار کی دې دنیا ته سترګی رڼی کړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2018 10:57 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونو،نړیوال ویاړونه (۱۵۶)

ومو ویل چی د قرآنکریم ستر مفسر او مؤرخ «ابو جعفر محمد بن جریر طبری»، په ۲۲۴ هجری ق کال کی د ایران په شمال د آمل په ښار کی دې دنیا ته سترګی رڼی کړې

او د خپل ډیر زیات ذکاوت او هوښ له کبله، ډیر ژر په هغه ښار کی د علومو مقدمات زده کړل، او له ۱۲ کلنۍ څخه د خپل پلار په تشویق سره د لا زیات علم د زده کولو لپاره، په سفر لاړ.

ری؛ بغداد؛ شام او مصر له هغو ځایونو څخه دی، چی طبری، د علم د تحصیل لپاره یوه موده هلته پاتی شو، او د فلسفی؛ فقهی او حدیث له مشهورو استادانو څخه یی ګټه یووړه، او بالآخره یی په بغداد کی استوګنه غوره کړه، او د خپل ارزښتمند عمر ترپایه پوری هلته پاتی شو.  طبری، په بغداد کی د دی ترڅنګ چی یی په فقه؛ تاریخ او حدیث کی خپل علم بشپړ کړ، یو شمیر شاګردان هم وروزل، او د تاریخ او د قرانکریم د تفسیر په شان یی خپل ارزښتمند آثار چاپ کړل. ابو جعفر محمد بن جریر طبری، په پای کی د ۳۱۰ هجری ق کال د شوال میاشتی په ۲۶ نیټه، د شنبی په ورځ په بغداد کی وفات شو، او د یکشنبی په ورځ پخپله د هغه په کور کی خاورو ته وسپارل شو.

د طبری یو بل ارزښتمن کتاب، هغه تفسیر دئ، چی د قرآنکریم په هکله یی لیکلئ دئ.« تفسیر طَبَری » د اسلامی کلتور او معارفو په برخه کی، یو ډیر لرغونئ او ډیر مهم جامع تفسیر دئ. دغه اثر؛ د محققانو په منځ کی له تفسیری مستندو روایتونو څخه د یوې پراخی او څیړوندویی انتقادی ټولګی په توګه پیژندل شوئ دئ.

طبری؛ د خپل تاریخ په سریزه کی، د خپل تفسیر له کتاب څخه، د« جامع البیان عن تأویل آی القرآن » په نوم یادونه کړې ده، خو پخپله دغه اثر کی د هغه نوم ته اشاره نه ده شوې. له همدی کبله د یاد کتاب رښتنئ نوم، هیڅکله په کار نه دی وړل شوئ، او دغه اثر د هغه د لیکونکی په نامه یادیږی، او په« تفسیر طبری »

مشهور شوئ دئ.

د دغه اثر د لیکلو لپاره، د لیکونکی د کار د پیلیدو له نیټې څخه دقیق تاریخ په لاس کی نشته. یواځی په منابعو کی دوه راپورونه شته دی، چی یو یی په ۲۷۰ هجری ق کال د کتاب د یوې برخی لیکلو ته اشاره کړې، او بل یی له ۲۸۳ څخه تر ۲۹۰ مو هجری ق کلونو پوری، د طبری له خوا خپلو شاګردانو ته د ټول اثر د املا ویلو او لیکلو ته اشاره کوی. د دغو روایتونو په اساس، دا نتیجه اخیستلای شو؛ چی د کتاب مختلفی برخی، د یوې اوږدې مودې په ترځ کی، د املا او لیکلو په اساس تنظیمی شوې، او بیا د اثر متن ورو ورو پراختیا موندلې، او په پای کی د لیکوال او یا د هغه د شاګردانو په وسیله، نهایی بڼه ورته ورکړه شوې ده.

یو شمیر تاریخ لیکونکو ویلی دی؛ چی طبری په پیل کی غوښتل؛ خپله تفسیری پوهه په ۳۰ ؤ زرو پاڼو کی خپلو شاګردانو ته د املا ویلو له لاری وړاندی کړی؛ چی د هغوی د نه منلو او اکراه سره مخامخیږی، ځکه نو د خپلې خواشینۍ په ښودلو سره یی، هغه په دری زرو پاڼو کی لنډ کړی دئ. دغه خبره؛ هغه اندازې او حجم ته په پام سره، چی نن سبا موږ له دغه اثر څخه په لاس کی لرو، ډیره نږدې ده. که څه هم؛ ممکنه ده په هغې اندازې سره چی په منابعو کی راغلی دی، د تفسیر د لمړنی حجم راپور، مبالغه آمیزه وی، خو دا شان راپورونه د قرآنکریم د تفسیر مسئلې ته د طبری د جامع او پراخ لید ښودنه کوی.

د محققانو په باور؛ د دغه اثر له لیکلو سره په یو وخت، چی په بغداد کی او د دریمی هجری ق پیړۍ په وروستیو کی یی بڼه ونیوله، د تفسیر تاریخ؛ خپل کلاسیک او نوې دورې ته داخل شو. دغه دوره؛ چی د تفسیری آثارو د پراختیا ځلانده دوره وه، ټول هغه علوم؛ چی د تفسیر تاریخ په تیرو دورو کی د یوې وسیلې په توګه د دغه علم په خدمت کی ؤ، په کار یووړل شول، او د تفسیر لیکوالانو؛ د پخوانیو کسانو د نظریو په راغونډولو، او له دغو علومو څخه په ګټی اخیستو سره، د خپلو آثارو په لیکلو او تنظیمولو پیل وکړ. پدې توګه پدې دوره کی، د مخکنیو دورو د تفسیرونو په پرتله؛ په لا زیات حجم سره یو لړ آثار، او د هغو په سر کی« تفسیر طبری » چاپ شو.

طبری؛ چی د خپلی دورې له نامتو فقیهانو او محدثانو څخه ؤ؛ د خپل تفسیر د لیکلو لپاره یی، د هغه وخت په بغداد کی د مسند لیکنی او سنن لیکنی د رایجو جریانونو تر اغیزی لاندی؛ په پیل کی د پخوانیو ډول ډول تفسیری نظریی را ټولی کړی. خو 

یواځی یی د دغو روایتونو په راټولولو بسنه ونه کړه، بلکه د هغو په څیړلو یی پیل وکړ، او هڅه یی وکړه د ټولو موجودو رأیو او نظریو له بیانولو وروسته، یوه «نظریه» غوره کړی. هغه، پدې توګه، د ډول ډول نظریو د«څیړنی»، او د یوې نظریې د غوره کولو پروسه، د هغه وخت د تفسیر لیکنی په کوښښونو کی را وستله، او له دې لاری یی وکړای شول د تفسیر تاریخ، یو نوئ جریان ته داخل کړی. په هغې دوره کی د تأویل او تفسیر د دؤو کلمو د معناؤو پرتله، را ښیی چی؛ هغه د رأیو د څیړلو او د یوې رأیی د غوره کولو له امله، د خپل کتاب د نوم په انتخاب کی، د «تفسیر» پرځای د «تأویل» له کلمې څخه استفاده کړې ده.

پدې دوره کی، د لیکل شویو ارزښتمنو تفسیری آثارو څخه، چی د« تفسیر طبری » سره په یو وخت کی لیکل شوی دی، د« ابن ابی حاتم رازی » او« ابن منذر نیشابوی »  له تفسیرونو څخه نوم اخیستلای شو. له تفسیر طبری څخه د په کار وړل شویو روایاتو له حجم سره، په لسم هجری ق پیړۍ کی د«سیوطی»، او په اتم هجری ق پیړۍ کی د«ابن کثیر» په شمول، د نورو کسانو له  خوا، له دغو دؤو آثارو څخه د را اخیستل شویو روایتونو، د کارنده والی د حجم پرتله را ښیی، چی دغه دوه آثار؛ د تفسیری روایاتو د لرلو او حجم له نظره، د تفسیر طبری څخه کم نه ؤو. مګر؛ له دې کبله چی، احتمالاً یی د تفسیر طبری د کتاب له انتقادی څیړنی او ښه ترتیب څخه برخمن نه ؤو، هیڅکله د هغه په شان رواج ونه موند.

طبری؛ په هغې اوږده سریزه کی، چی د خپل تفسیر لپاره یی لیکلې ده، د دغه اثر په لیکلو کی د خپل روش- پیژندنی د بنسټونو مؤلف بیان کړئ دئ. طبری؛ پخپل تفسیر کی« عربی ژبه » د قرآنی آیتونو په تفسیر کی د لازمی وسیلی په توګه معرفی کړې ده. نوموړئ؛ قرآن مجید داسی یو کتاب بولی، چی سوچه عربی ده، او د عرب قوم د ژبی په ۷ ؤ لهجو باندی نازل شوئ دئ. هغه؛ په دوام کی په یو شمیر روایتونو باندی په ټینګار سره، د قرآنکریم آیتونه د تفسیر کیدو له نظره په دریو دستو ویشلی دی: په لمړۍ دسته کی هغه آیتونه شاملیږی؛ چی یواځی متعال خدای ج د هغو په تفسیر پوهیږی. په دویمه دسته کی هغه آیتونه شاملیږی، چی د طبری په باور؛ یواځی د اسلام د بزرګواره پیغمبر، محمد مصطفی په وسیله، د هغو په تفسیر پوهیدلای شو. او دریمه دسته؛ د قرآنکریم هغه آیتونه دی، چی د طبری په عقیده، په عربی ژبی باندی هر پوه کس هغه تفسیرولای شی. طبری؛ په

پای کی هم، پخپلی رأیی د تفسیر په غندلو سره، د لمړۍ او دویمی دستې آیتونو د تفسیرولو لپاره، د مفسرانو لاره بندوی.

کلود ژیلیو( Claude Prosper Jolyot de Crébillon   ) باوری دئ؛ چی طبری پدی کتاب کی، له اسلامی رښتیا وینی او صداقت څخه د یو تصویر د وړاندی کولو په لټه کی دئ. له دې رویه؛ پخپلو څیړنو او انتقادی بحثونو کی یو خاص کس یا ډلې ته خطاب نه کوی. د ده په اند؛« له دې کبله چی طبری د کلامی بحثونو څخه په ډکه فضا کی وده موندلې ده، د هغې فضا تر اغیزی لاندی، د کلامی دلایلو په مطرح کولو سره- چی سریزی یی هغه روایتونه دی، چی د هغه ټول کتاب پری ډک   دئ- دغه تصویر وړاندی کوی. د دویمی وسیلې په توګه؛ د عربی ژبې غوره کول، چی د هغه د باورونو په اساس، د قرآن کریم ژبه؛ د هغې ډیر لوړ او ښه ډول دئ، له هغه سره مرسته کوی؛ چی د خپل نظر وړ«سیاق»، او د خبرو ډول غوره کړی، او د خپلو دلایلو لپاره لازمی مقدمی او فرضیی بیان کړی. له همدې کبله،«ژبه» د هغه په تفسیر کی ډیر مهم رول لوبوی. پدې توګه د هغه تفسیر، د دی سره سره چی د تفسیری روایاتو څخه ډک دئ، د کلامی ماهیت یو ډول ځانته غوره کړئ دئ.