د انقلاب په څیړاندو د اسلامی انقلاب اغیزه (۲۰)
«سعید امیر ارجمند»، ایرانئ نظر خاوند او څیړاندئ دئ، چی په ایران کی د اسلامی انقلاب د کیدو د دلایلو په هکله یی تخصصی څیړنی کړی دی. امیر ارجمند، چی د کارپیژندنی لوړ مدرک، او د ټولن پیژندنی ماسټری لری، د شیکاګو پوهنتون د الهیاتو د مدرسی، او د کالیفرنیا پوهنتون استاد پاتی شوی دئ،
او له ۱۹۸۸ کال څخه تر اوسه پوری هم په استونی بروک کی د نیویارک د ایالتی پوهنتون استاد دئ. دیته په پام سره چی«سعید امیر ارجمند»، د ټولن پیژندنی په حوزه کی مطالعه لری، د ایران اسلامی انقلاب هم، د ټولن پیژندنی د پروسی په اساس څیړلئ دئ، او پدې زمینه کی یی هم یو شمیر آثار او کتابونه لیکلی دی، چی د هغو له جملې څخه، د« شیعی اسلام د ټولن پیژندنی » کتاب ته
اشاره کولای شو. هغه؛ د دغه کتاب په یوه برخه کی د مډرن ایران، او د ایران د اسلامی جمهوریت په جوړولو کی، د شیعه د سیاسی اخلاق اغیزه لا زیات څرګندوی. امیر ارجمند؛ پخپلو مطالعو کی په یو ډول د جرمنی ټولنه پیژاندی« ماکس وبر » تر اغیزی لاندی ورځی.
ډاکتر« سعید امیرارجمند »؛ د فارسی ژبو ټولنو د مطالعاتو د ټولنی( ASPS ) مشر دئ. په ایران کی د شیعه موضوع، او د اسلامی انقلاب په کیدو کی د عالمانو رول ته د امیر ارجمند خاصه پاملرنه، د دی ښودونکې ده؛ چی نوموړئ د اسلامی انقلاب تر اغیزی لاندی راغلئ دئ، که څه هم د هغه ځینی نظریی د جدی څیړنی او چڼولو وړ دی، چی پدی مطلب کی یو شمیر دغو مواردو ته هم اشاره کوؤ.
سعید ارجمند باوری دئ، چی د ایران اسلامی انقلاب؛ په نړۍ کی له نورو انقلابونو سره توپیر لری، او له یو مډرن سمبول څخه پیروی کوی. د امیر ارجمند په اند؛ د ایران اسلامی انقلاب د نورو اسلامی هیوادونو د انقلابونو په خلاف، د ابن خلدونی مفکورو تر اغیز لاندی نه دئ. نوموړئ مطرح کوی، چی په ابن
خلدونی انقلابونو کی، قبایل او عشایر اصلی رول لری، خو په اسلامی انقلاب کی، ټول لاریونونه په ښارونو کی دی، او غورځنګ په ښار کی شروع کیږی. له بلې خوا؛ په اسلامی انقلاب کی د قدرت لانجه او جګړه، د نوی دولت په سر ده، د پهلوی دولت هغه دولت ؤ؛ چی بشپړه سلطه درلوده، او دغه انقلاب دا تمرکز او سلطه له منځه یووړه.
سعید ارجمند؛ د اسلامی انقلاب د پیژندلو لپاره دؤو عواملو ته پاملرنه ضروری بولی، چی دغه دوه عوامل پدی ډول دی: د تشیع مرجعیت جوړښت، او د ایران په ټولنی باندی د مډرن دولت اغیزه. امیر ارجمند؛ د ډیری لوړی ټولنیزی اډې په توګه په شیعه مرجعیت باور، د اسلامی انقلاب د کیدو د علتونو د پیژندنی یو لامل ګنی. هغه؛ د دی په ترځ کی چی پخپلو آثارو کی یی، په ایران کی د انقلاب د کیدو ټولنیزو او اقتصادی علتونو ته کتنه لرلې ده، د انقلاب ټاکونکئ خصوصیت، د هغه« ارزشی والئ » بللئ دئ. امیر ارجمند وایی: په مډرنه دنیا کی پاچاهی رژیمونه، له هربل رژیم څخه په زیاته پیمانه، د انقلابونو په وړاندی زیان پذیره دی. ځکه چی پدغو رژیمونو کی د انقلاب کولو لپاره د خلګو تمرکز، په یو کس دئ. دغه وضعیت؛ د ایران په اسلامی
انقلاب کی بڼه ونیوله. هغه باوری دئ؛ چی د ایران چټک ټولنیز بدلون، پدې ټولنه کی د ټولنیزی نیمګړتیا او ګډوډی سبب شو. له واکمن سیاسی نظام سره د بی نظمو ډلو او کسانو ترمنځ د نوی تړاو په رامنځته کولو کی، د دولت ناتوانی د دی سبب شوه؛ چی شیعه اسلام وکولای شی، ځان په ټولنه کی د یوې راغونډونکې قوې په توګه معرفی کړی. په واقعیت کی، د سعید امیرارجمند له نظره، د ایران په سیاسی نظام کی د دغو کسانو او تیت و پاشلو ډلو په جذبولو کی، د محمد رضا شاه ناتوانې، مذهب ته د هغوی د پناه وړلو سبب شوې ده. البته؛ د امیر ارجمند دغه نظریه، د څیړلو او انتقاد کولو وړ ده، ځکه؛ که څه هم د ایران په ټولنه کی چټک ټولنیز بدلون، د پهلوی په وخت رامنځته شوئ ؤ، خو دغه ټولنیزه نیمګړتیا او بی نظمې، هغه عامل نه ؤو چی د مذهب لمنې ته، د خلګو د پناه وړلو سبب شو، بلکه په واقعیت کی؛ له مذهبی ارزښتونو سره د ټولنیزو بدلونونو توپیر لرل ؤو، چی له دغو بدلونونو، او په نتیجه کی د پهلوی له رژیم سره د خلګو د مخالفت کولو سبب شول.
ډاکتر سعید امیرارجمند،«له تطبیقی نظره اسلامی انقلاب» نومی مقاله کی، د دؤو ډلو عواملو ترمنځ توپیر قائیلیږی:
لمړئ، په ایران کی د سلطې د ټولنیز جوړښت د تند او چټکو بدلونونو سیاسی څیړنه؛ چی د شاهنشاهی رژیم د نسکوریدو سبب شوه. او دوهم: د انقلاب اخلاقی څیړنه، او د انقلاب وروستۍ نتیجی ته ګروهنه؛ پدې معنا چی دا د تشیع ایډیالوژې وه،چی وروستۍ نتیجی ته د اسلامی انقلاب د رسیدو سبب شوه. امیر ارجمند پدې هکله وایی:« د انقلاب سیاسی پلټنه، په عمومی توګه د سلطې نظام ړنګیدل بیانوی، او حال دا چی د انقلاب اخلاقی لټون، وروستۍ نتیجی ته د رسیدو ګروهنه، یعنی د انقلاب لورئ او لاره، او نتایج څیړی. د انقلاب د اخلاقی لټون او نتیجی غوښتنی په څیړنه کی، د انقلاب ایډیالوژی لمړئ اهمیت لری». په همدی حال کی امیرارجمند څرګندوی؛ چی په انقلاب کی د سلطې د ټولنیز جوړښت له منځه تلل، د دوه ډوله عواملو نتیجه ده، چی عبارت دی: د نظام او سیاسی جوړښت له خپل منځی کمزورتیاؤ، او همداراز د هغو ټولنیزو ډلو او کسانو له ګډ کلچار څخه، چی په مقابله کی را ګیریږی.
امیر ارجمند، د انقلاب د دلایلو او مخکنیو شرایطو په بحث کی، مهمو شرایطو ته اشاره کوی، چی ځینی یی پدی ډول دی: په شیعه ایران کی د پاچاهی رژیم او دولت ړنګیدل، او د دینی عالمانو او مدنی ټولنی واکمنیدل، د عمل ګروهنی ټولنیز غورځنګونه، د انقلاب د پلویانو سیاسی او اخلاقی عکس العملونه، او د طبقاتی ګټی لږ اهمیت. په واقعیت کی؛ سعید امیر ارجمند، باوری دئ، چی«روحانیت» له نورو ځواکونو سره مل، په انقلاب کی ډیر مهم عامل ؤ، او د پخوانی دولت د لوړ پوړو مقامونو د تمرکز د له منځه تلو سبب شو. امیر ارجمند؛ د پهلوی دولت په مقابل کی د دینی عالمانو او بازاریانو په ائتلاف ټینګار کوی. سره له دې حاله، هغه مهم ټکئ چی، نوموړئ ورباندی ټینګار لری، دا دئ؛ چی په ایران کی د اسلامی انقلاب د ملاتړ کونکو په منځ کی، طبقاتی ګټه لټونه، لیدله شوې نه ده. په بل عبارت؛ په ایران کی د اسلامی انقلاب د پلویانو ترمنځ، طبقاتی ګټه او منفعت غوښتتنه نه ده لیدله شوې. په بله وینا، په ایران کی د اسلامی انقلاب د بڼه نیولو پلویانو؛ له دغه انقلاب څخه د شخصی یا طبقاتی ګټی اخیستو منظور نه درلود، بلکه پدې هکله یی ماهیتی او ارزښی نظر در لودلئ دئ، چی دا مسئله؛ د انقلاب د پلویانو په منځ کی د اجماع د رامنځته کیدو، او په هغوی کی د اختلاف د نه پیدا کیدو سبب شوې ده، او د پهلوی رژیم هم؛ د اسلامی انقلاب د ملاتړ کونکو ترمنځ د اختلاف په اچولو کی بریالئ نه شو، چی دا په ایران کی د اسلامی انقلاب په بریالیتوب کی یو مهم عامل ؤ. هغه؛ باوری دئ، چی پدې پروسه کی«روحانیت» ډیر مهم عامل پاتی شوئ، او څرګند رول یی لرلئ دئ.
د اسلامی انقلاب په هکله د سعید امیرارجمند په نظریو کی، داسی مطالب شته دی، چی جدی نیوکی ور باندی شوی دی. د دغو مطالبو له جملې څخه دیته اشاره کولای شو، چی دئ وایی: د ایران اسلامی انقلاب تر دې چی د ارزښتی هڅی نتیجه وبلل شی، د شاه د مشروعیت د ختمیدو نتیجه ده. د امیر ارجمند دغه نظریه؛ له یو اړخ څخه درسته ده، ځکه چی د محمد رضا شاه مشروعیت له منځه تللئ ؤ، او همدغه عامل هم؛ د انقلابی روحیی د پراختیا، او په پای کی په ایران کی د اسلامی انقلاب د کیدو سبب شو. خو؛ دغه نظریه له دې کبله غلطه ده، چی د محمد رضا شاه د مشروعیت د له منځه تلو یو ډیر مهم دلیل، د هغه له خوا د ایران خلګو مذهبی اصولو او ارزښتونو ته پام نه کول ؤو. د سعید ارجمند د دغې نظریی په اعتراض او غلط والی کی، د میرمن «لیلی عشقی» نظریی ته اشاره کولای شو، چی پخپل کتاب( له زمانی ور آخوا زمان؛ امام، شیعه او ایران ) کی، په ډاګه د ایران په انقلاب د کربلا پاڅون اغیزو ته اشاره کوی، او وایی؛ چی د
ایران انقلاب او د کربلا پاڅون ترمنځ اړیکی شته دی. دا؛ لیکی: « د ایران انقلاب؛ د شیعه مذهبی نښو او اساسی سمبولونونو څخه ډک دئ، چی ډیر مهم یی کربلا ده. د ایران خلګو؛ د شاه په وړاندی مقاومت کول، د کربلا له پیغامونو څخه، چی د ظلم په وړاندی مقاومت کول د هغو له جملی څخه ؤو؛ زده کړل. رضا شاه؛ د خلګو هویت پایمال کړئ ؤ، او ټول په مینی سره د ژغورنی او شهادت په لټه کی ؤو. شاه؛ فکر کاوه چی آزادی ورکول، یا نور اقدامات کولای شی د انقلاب لاره بدله کړی. پداسی حال کی چی انقلابیان عقیده من ؤ، چی هغوی چی تللی دی حسینی کار یی کړئ، او هغه کسان چی پاتی دی، باید زینبی کار وکړی. عشقی وروسته لیکی:« رضا شاه؛ سرچینه غلطه غوره کړه. پداسی حال کی چی خلګ د عاشورا او کربلا په لټه کی ؤو، هغه د لرغونی ایران د را ژوندی کولو په لټه کی ؤ».
بله نیوکه؛ چی د سعید ارجمند په نظریی کیږی، دا ده چی هغه لیکنی، د رضا شاه او عالمانو ترمنځ د رابطې په څیړلو سره، د کارګری طبقی رول ناڅه شمیری. که څه هم عالمانو په تیره بیا امام خمینی ره، د اسلامی انقلاب په بڼه نیولو کی مهم رول لوبولئ دئ، او انقلاب د امام خمینی ره تر لارښوونی او قیادت لاندی رامنځته شو، خو کارګرې طبقی، د امام خمینی له خوا د صادر شویو لارښوونو او دستورونو څخه په پیروی کولو سره، د اسلامی انقلاب په بڼه نیولو کی مهم رول ولوباوه. کارګری طبقی؛ د انقلاب لپاره زیات شمیر شهیدان ورکړل، چی پدی هکله، د ۱۳۴۲ کال د غبرګولی د ۱۵ نیټی په پاڅون، او د ۱۳۵۷ کال د وږی میاشتی د ۱۷ نیټی په شمول، د انقلاب په تاریخ جوړونکو ډګرونو کی، د کارګرې طبقی په ملتیا د خلګو د ټولو پرګنو د پام وړ شتون ته اشاره کولای شو.