اسلام وپیژنئ (۱۶۱)
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i77213-اسلام_وپیژنئ_(۱۶۱)
 پدی مطلب کی د امام هادی ع د امامت د دورې بحث ته دوام ورکوؤ. د امام هادی ع د امامت ۳۴ کلنه دوره، د شپږو عباسی خلیفه ګانو له حکومت سره په یو وخت کی ؤ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2018 13:02 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنئ  (۱۶۱)

 پدی مطلب کی د امام هادی ع د امامت د دورې بحث ته دوام ورکوؤ. د امام هادی ع د امامت ۳۴ کلنه دوره، د شپږو عباسی خلیفه ګانو له حکومت سره په یو وخت کی ؤ.

کله چی متوکل د قدرت په ګدۍ کیناست، په حجاز کی د هغه مامورانو او عواملو راپور ورکړ، له امام هادې ع سره د مکې او مدینې د اوسیدونکو ګروهنه، تل د زیاتیدو په حال کی ده. 

هغه وویرید؛ چی د خلګو په زړونو کی د امام نفوذ، او د امام خواته د خلګو مخه کول، د ده د حکومت لپاره مشکل رامنځته کړی. له همدی کبله یی؛ امام هادی ع د حکومت مرکز«سامرا» ته  ور وغوښت، ترڅو انحضرت له نږدی څخه تر نظر لاندی ولری. د متوکل بل هدف دا ؤ؛ چی امام هادی ع له خپلې ؤلسی اډې څخه جلا کړی. هغه، امام په یوه پوځی سیمه کی میشت کړ، چی د حکومت د جاسوسانو تر سختی څارنی لاندی وه. د متوکل په امر، د امام لیدنی او تګ راتګونه کنټرولیدل.

ځینی وختونه هم د دوی کور تلاښی کیده. متوکل، په ټولنې د ساډوبۍ فضا واکمنه کړې وه. هغه، په علویانو سختګیری کوله، او هغوی یی په اقتصادی کلابندۍ کی را وستی ؤ. له دغو ټولو اقداماتو سره سره، د امام محبوبیت لږ نه شو، بلکه؛ حتی د اسلامی نړۍ په لیرو پرتو ځایونو کی، د انحضرت پلویان او مینه وال زیاتیدل.

امام هادی ع، په علم؛ پوهی او اخلاقی ښیګنو کی د ټولو د ژبی په سر ؤ. ډیر سخاوت او بخښنی یی کولې، او ټولو انحضرت له مسکینانو او بی چاره ګانو سره په نیکۍ کولو او احسان باندی پیژانده. له بد نیتو او ناوړو کسانو سره یی په عفوی او بخښنی سره کړچار کاوه. شپی یی په لمونځ کولو، دعا او راز او نیاز کی تیرولی.

د  خلګو پرګنو، د خدای رسول ص له دغه ګرانقدره لمسی سره، د زړه له تله مینه لرله. د امام هادی ع فضیلتونه او ښیګنی دومره لوړی او ښکاره وې، چی نه یواځی د امام دوستانو، بلکه د ادیانو او مذاهبو مشرانو هم، د دوی په ښو خصوصیاتو، پراخی پوهی او علم، او شخصیتی لوړو مرتبو باندی اقرار کاوه. د« یَزداد »

په نامه یو کس، چی عیسایی طبیب ؤ؛ له هغو کسانو څخه دئ، چی د امام هادی ع په علمی مقام مین شوئ ؤ. هغه؛ سامرا ته د امام هادی ع د منتقلولو په باره کی وایی:« که یو څوک، په ټولو علمونو مسلط وی، یواځی انحضرت دئ. امام هادی یی سامرا ته را وستئ دئ، ترڅو له دوی سره د خلګو له زیاتیدونکې علاقی او ګروهنې څخه مخنیوئ وکړی، ځکه چی د دوی په شتون کی، حاکمیت؛ ځان په خطر کی وینی».

له دې سره سره، چی عباسی حکومت؛ د امام هادی ع او د انحضرت د یارانو فعالیتونه په دقیقه توګه څارل، هغه امام هیڅکه له مبارزې لاس وانخست، او خپل فعالیتونه یی د هغې دورې له حالاتو او بدلونونو سره سم پرمخ یووړل. امام هادی ع، د امام جواد ع په شان د خپلو نمایندګانو، او وکیلانو د شبکی له لارې، له شیعیانو سره اړیکی درلودلې. د نمایندګانو شبکه، د قم؛ ری؛ بصری؛ کوفی؛ بغداد؛ مدینی؛ یمن؛ مصر، او په لیری پرتو سیمو کی، د امام هادی ع او خلګو ترمنځ، یوه ښه ارتباطې وسیله وه. د تاریخی سندونو په اساس، د امام هادی وکیلانو د لیک په وسیله، او د اعتماد وړ کسانو له لارې له امام سره اړیکی درلودې، او شیعیان له همدې لارې څخه؛ د امام له دقیقو دینی، فقهی او کلامی لیدتوګو سره آشنا کیدل. په هر حال، د شرایطو له سختوالی سره سره، د نمایندګانو د همدې شبکې په وسیله، د شیعه کلتور؛ په ټولو اسلامی خاورو کی پراختیا وموندله.

البته؛ دغه هلې ځلې په ډیرو سختو شرایطو کی، او د عباسی ظالمو واکمنانو د تورو تر سیوری لاندی، او د هغوی د علاقې او غوښتنی په خلاف ترسره شوې. په تاریخ کی راغلی دی: چی د امام هادی ع یو یار، د غوړی پلورنکی په بڼه د امام هادی ع کور ته تګ راتګ کاوه، او د امام او خلګو لیکونه یی، په هغو لوښو کی پټول،  چی له ځانه سره یی لرل. ویلای شو؛ که اسلامی علوم او تعلیمات، اوس له زرو کلونو وروسته، د بشری تعلیماتو په منځ ځلیږی، د امامانو او د هغوی د فداکارو یارانو د مجاهدتونو له برکته دی.

د امام هادی ع د امامت په دوره کی، ګڼ شمیر عقیدوی مکتبونه او کلامی نظریی، په اسلامی امت کی را پیدا شوی وې، چی د اشاعره او معتزله کلامی مکتبونه، د هغو له جملې څخه ؤو. د خدای د جسم والی، جبر او اختیار، د قرآنکریم د نوی والی یا پخوانی توب، او داسی نورو مسایلو په هکله مناظره او خبری اترې، د زیاترو دینی ټولنو د بحث موضوعګانی وې. د داشان شبهو په وړاندی د امام هادی ع دریځنیونی، او د دوی روښانو او قانع کونکو ځوابونو، هم د تشیع اصالت او د لید توګو حقانیت ښوده، او هم مسلمانان یی په ګمراه کونکو شبهو کی له ګیریدو څخه ساتل.

له امام هادی ع څخه د عقیدوی او اخلاقو چارو؛ فقه، او تفسیر په زمینه کی، مختلف حدیثونه او مطالب په ځای پاتی دی، چی د جبر او اختیار، د خدای د عدل، د« یحیی ابن اکثم » سره د مناظرو او د پوښتنو او ځوابونو په باره کی یو لړ بحثونه؛ د هغو له جملی څخه دی. همداراز، له هغه امام څخه یو شمیر دعا ګانی او زیارتونه په لاس کی شته، چی ډیر مشهور یی« جامعه کبیره » ده. دغه زیارت؛ ډیر نوی او ارزښتمن مطالب او مفهومونه لری.

حضرت امام هادی ع، په یوې رساله کی د جبر او اختیار بحث مطرح کوی، چی له پیچلو کلامی مسایلو څخه دئ. دوی په منطقی بیان سره؛ مطلق جبر او مطلق اختیار ردوی. پدې معنا؛ چی متعال خدای، انسانان د ښو او بدو کارونو کولو ته مجبور کړی نه دی، او له بلې خوا یی په کلی توګه د چارو اختیار نه دئ

ور سپارلئ، ترڅو هرڅه چی سرته یی ورسوی، قبول کړی. امام

هادی ع فرمایی: صحیح عقیده هماغه ده؛ چی امام صادق ع وفرمایل:« نه جبر دئ او نه اختیار؛ بلکه د دی دواړو ترمنځ منځنې مرتبه او حد دئ ». ځکه چی متعال خدای ج له دې څخه لا عادل دئ، چی خپل بندګان د ګناه کولو ته مجبور کړی، او له دې څخه لازیات قادر او ځواکمن دئ، چی کار په کلی توګه خپلو بندګانو ته پریږدی.

له هغو زیاتو خڼدونو سره سره، چی امام هادی ع ورسره مخامخ ؤ؛ د هغه امام په مکتب کی د روزل شویو خلګو ، او د هغو کسانو شمیر چی له انحضرت څخه یی روایت نقل کړئ، څه د پاسه ۱۸۵ کسانو تنو ته رسیږی. د امام هادی ع په شاګردانو او یارانو کی، علمی او فقهی لوړ پوړی شخصیتونه لیدلای شو.

علی بن مَهزیار اهوازی؛ فضل بن شاذان نیشابوری؛ حسن بن راشد، او عثمان بن سعید له دغو شخصیتونو څخه دی.

عبدالعظیم حَسنی؛ د امام هادی ع له یارانو او شاګردانو څخه ؤ. دوی؛ پرهیزګاره؛ نیک او عالم شخصیت ؤ. او د لیک په وسیله یی د ایران د خلګو فقهې؛ فکری او عقیدتی پوښتنی د انحضرت په خبرتیا رسولې. عبدالعظیم؛ د امام هادی ع د اعتماد وړ؛ او له علمی او عققیدوی نظره د قبول وړ شخص ؤ.

له منکرانو او ګمراه ډلو سره فکری او کلتوری مبارزه، د امام هادی ع له ډیرو مهمو اقداماتو څخه وه. دغه جریانونه؛ په عامه توګه د عباسیانو په زمانه کی د واکمنې ذهرجنی فضا له کبله را منځته شوی ؤو.

«غُلات» د دغو ګمراه ډلو له جملی څخه ؤ. هغوی افراطی او بی منطقه کسان ؤو، او د امامانو په باره کی یی له اندازې زیات مبالغه او غُلو کوله. دغی ګمراه او کږ فکره ډلی،« امامان » د خدای او د پرستش تر سرحده لوړول. زیاتره دینی واجبات؛ حرام – او د زیاترو ګناهونو کول یی؛ حلال بلل. هغوی هڅه کوله؛ خپلو نفسانی غوښتنو ته دینی رنګ ورکړی. امام هادی ع د هغوی عقاید باطل وبلل، له هغوی سره یی سخته مقابله وکړه، او له هغوی څخه یی خپله بیزارې وښودله، امام هادی ع د هغه کس په ځواب کی، چی د هغوی د عقایدو په باره کی پوښتنه کړې وه، داسی   ولیکل:

« موږ د پیغمبر اکرم ص، ځای ناستی او د خدای بندګان یو، چی

هیڅکله له هغه ذات سره شریک ته نه قائیلیږو. که د خدای اطاعت وکړو، رحمت یی زموږ په نصیب کیږی، او که د هغه ذات له

دستور څخه سرغړونه وکړو؛ په دردناک عذاب کی به ګیر شو. زه له هغه کس څخه چی دا شان له اغراق او مبالغې څخه ډکی خبری د امامانو په باره کی وکړی، بیزاره یم او له داسی خبرو څخه خدای ته پناه وړم. تاسی هم له هغوی څخه خپله بیزارې اعلان کړئ».

بله ډله؛ هغه کسان ؤو، چی ادعا یی کوله، قرآنکریم تحریف شوئ دئ، اما؛ امام هادی ع په پریکنده توګه، د قرآنکریم په اصالت؛ همیشه والی او نه تحریف کیدو باندی ټینګار کاوه. انحضرت د قرآن کریم په استناند فرمایل:« پدی کتاب کی له هیڅ لوری باطل لاره نه لری، دوی له قرآنکریم سره هر ډول مخالفه خبره او روایت، غلط باله؛ ځکه چی د روایاتو د سنجولو او له غلط څخه د درست د پیژندلو معیار« قرآن کریم» دئ.

له نورو ګمراه ډلو او جریانونو له جملې څخه؛ په ټولنه کی د تصوّف د پلویانو شتون ؤ. د دغه مکتب پیروانو؛ له ټولنې څخه د ګوښه ګیرۍ او انزوا لاره خپله کړې، او له ځانه یی داسی څیره ښودله، چی له دنیا سره علاقه نه لری؛ او زاهدان دی. هغوی، د خپلو اهدافو په لاره کی د خلګو له مذهبی ګروهنو څخه ګټه

اوچتوله.

د حضرت پیغمبر ص د مسجد په شان مقدسو ځایونو کی سره را غونډیدل، او په خاصو کړچارونو سره یی ذکرونه کول، او دعاوی یی لوستلې، دا شان چی ساده خلګو فکر کاوه، دغه ډله د ځمکی پرمخ تر ټولو پرهیزګاره خلګ دی. امام هادی ع؛ په دلیل او لارښوونی سره، د یادې ډلې انحرافی چاری افشا کولې.

امام هادی ع؛ د هغوی په باره کی وفرمایل:« دغې دوکه مارې ټولنې ته پام مه کوئ، دوی د شیطانانو ملګری؛ او د دینی ستنو ورانونکی دی. خپلو هوساینی غوښتونکو او ځان پالونکو اهدافو ته د رسیدو لپاره، ځانونه زاهدان ښیی، او د عامو او ساده خلګو د جذبولو په منظور یی شپی رڼوی، او ورو؛ ورو خلګ د ګمراهۍ په هغې کوهی کی اچوی، چی پخپله کندلې ده».

له هغو ټولو خنډونو او محدودیتونو سره سره، چی عباسی حکومت رامنځته کړی ؤو؛ د امام هادی ع د فعالیتونو لمنه لا پراخیدله، او د اهلبیت د دوستانو شمیر زیاتیدل. البته، د خلګو په منځ کی د امام د محبوبیت او نفوذ له پراختیا جوخت، په انحضرت د واکمنانو فشارونه او ګواښونه زیاتیدل. د عباسی ظالمو واکمنانو په وړاندی د امام هادی ع نه تسلیمدل؛ د دی سبب شول چی هغوی د دوی د قتل تصمیم ونیسی. البته؛ د حق په لاره کی شهادت، د خدای د اولیاؤو ښکلا؛ او د هغوی د اخلاص او پاکۍ نښه ده.

دغه بزرګواره امام؛ په ۲۵۴ هجری ق کال کی، په ۴۲ کلنۍ کی، د«مُعتز» عباسی د خلافت په دوره کی په ذهرو مسموم شو؛ او بالآخره په شهادت ورسید.