اسلام وپیژنو (۱۶۴)
پدی مطلب کی د امامت موضوع څیړو. پدی مطلب سره د پیغمبر اکرم ص د اهلبیت د وروستی امام، حضرت «مهدی عج» د امامت په باره کی بحث پیلوؤ.
هماغه ډول چی ومو ویل؛ حضرت مهدی عج د امام حسن عسکری ع زوی دئ، چی عباسی خلیفه ګان؛ د هغه د زیږیدو په ویره کی ؤو. هغوی، نبوی روایتونو ته په پام سره پوهیدل؛ چی د امام حسن عسکری ع یو زوی به دنیا ته راشی، چی قائم« آل محمد » دئ، او په حقیقت کی هماغه کس دئ چی پخپل نړیوال غورځنګ سره، له نړۍ څخه د ظلم او بی عدالتۍ ټغر ټولوی.
په تیر مطلب کی مو، د امام مهدی عج حیرانونکې زیږیدنی ته اشاره وکړه. هغه، بزرګواره امام د ۲۵۵ هجری ق کال د شعبان میاشتې په ۱۵ نیټه، د عباسی حکومت د مامورانو د
شدیدې څارنی سره سره، د امام عسکری ع په کور کی دنیا ته راغئ. د انحضرت پټ زیږیدل؛ د حضرت موسی ع زیږیدو ته ورته دی. هماغه ډول چی هغه الهی ستر پیغمبر، د فرعونیانو د امنیتی شدیدو اقداماتو سره سره، د خدای تعالی ج په اذن، او په سلامتیا سره، د فرعون ماڼۍ ته څیرمه پیدا شو. حضرت مهدی عج هم، د شعبان میاشتې په ۱۵ نیټه، د جمعې ورځی په ګهیځ؛ دې دنیا ته سترګی رڼی کړې. هغه حضرت؛ پداسی شرایطو کی دنیا ته راغئ، چی د عباسی خلیفه ځانګړو جاسوسانو او مامورانو، په زیات دقت او حساسیت سره، د امام حسن عسکری ع کور، تر څارنی لاندی درلود.
د جوتو تاریخی شواهدو په اساس، د زمانی په تیریدو سره، عباسی خلیفه ګانو د پیغمبر اکرم له اهلبیت او د دوی له پیروانو سره سخت چلند کاوه، او د ویری او وحشت په رامنځته کولو، او د امامانو په بندی کولو سره یی، له هغو بزرګوارانو سره د خلګو د اړیکو د ټینګیدو مخنیوئ کاوه. له دې کبله چی شیعه امامان؛ د خلګو دینی او علمی مرجع، او د هغوی ترمنځ ډیر محبوب ؤو، عباسی واکمنانو، په شیعه امامان دباؤ اچول، او د هغوی زیات کنټرولول او د خپل کار په سر کی را وستی ؤو. د حکومت له خوا، د امام جواد ع، امام هادی ع او امام حسن عسکری ع په دریو بزرګوارو امامانو باندی ډیر سخت فشارونه؛ او په ځوانۍ کی د امام جواد او امام حسن عسکری په شهادت رسیدل، د دی بیانونکی ؤو، چی د وروستی پاتی امام د ځان ساتنی لپاره شرایط سخت او مشکل شوی دی. په هغه حساس وضعیت کی؛ که عباسی دستګاه د امام عسکری د ځای ناستی په شتون خبریدای، حتماً یی هغه نیوه او په شهادت یی رساوه.
ځکه نو؛ د امامت له لړۍ څخه د وروستی امام د ځان د خوندی ساتلو لپاره، د متعال خدای ج په ارادې او غوښتنی سره، امام مهدی عج له سترګو غایب شو.
د امام صادق ع له یارانو څخه« زراره » نقل کوی؛ چی انحضرت وفرمایل:« د قائم لپاره؛ له ظهور وړاندی غیبت شته ». ومی پوښتل د څه لپاره؟ امام وفرمایل:« د دی لپاره چی له وژل کیدو څخه په امان کی پاتی شی، او دغه غیبت دوام لری تر دې پوری چی پر ستمګرانو باندی د هغه د برلاسۍ او د ظهور زمینه برابره شی ».
د امام زمان عج غیبت؛ په دوؤ مرحلو کی بڼه ونیوله.
په لمړۍ مرحله کی، غیبت صُغری( لنډ مهال غیبت )، او په بله مرحله کی غیبت کبری( اوږد مهال غیبت ).
غیبت صغری؛ د غیبت هغې دورې ته ویل کیږی، چی حضرت مهدی له نظرونو څخه پټ، او د خپلو نائیبانو له لاری یی له خلګو سره اړیکی درلودلې. په کلې توګه، لنډ مهاله غیبت د ۲۶۰ هجری ق کال، د ربیع الاول په اتمه نیټه پیل شو، یعنی له هغه وخت څخه؛ چی حضرت مهدی عج د امامت د مسؤلیت متولی شو، او د ۳۲۹ کال په شعبان میاشت کی د انحضرت د وروستی نایب له وفات وروسته، دغه دوره پایته ورسیده.
هغه حضرت د غیبت صغری په دوره کی، د خپلو ټاکلو نمایندګانو له لارې، د اهلبیت مینه وال لارښوونه کول. د غیبت صغری دوره، نږدی اویا کاله اوږده شوه. پدې موده کی، د امام مهدی عج خاص نائیبان د دوی حضور ته تلل. خلګو هم د هغوی له لارې د له انحضرت سره اړیکی ټینګولې، او خپلی پوښتنی او مشکلات امام ته وړاندی کول. د امام زمان خاص نائیبان، د شجاعت؛ صبر؛ پرهیزګارۍ او رازدارۍ له ښو صفاتو او ځانګړنو څخه برخور ؤو، او د امام د اعتماد وړ ؤو. هغوی، د
همدغو وړتیاؤو له کبله دغه مقام ته رسیدلی ؤو. هغو کسانو چی د امام حضور ته د رسیدو ویاړ درلود، څلور تنه ؤو؛ چی په «نواب خاص» مشهور ؤو.
د امام مهدی عج لمړنئ خاص نایب« عثمان بن سعید عَمری » دئ. عثمان بن سعید؛ د امام مهدی عج او د امام حسن عسکری ع له یارانو او شاګردانو څخه ؤ، او د هغوی په مکتب کی روزل شوئ ؤ. هغه د امامانو په نزد ګرانقدره او د اعتماد وړ ؤ. یوه ورځ؛ عثمان بن سعید د یو شمیر شیعه لویانو سره، د امام حسن عسکری ع حضور ته لاړل، او د هغه حضرت د ځای ناستی په هکله یی پوښتنه وکړه؛ تر څو په راتلونکی کی د بل امام په هکله اختلاف پیدا نه کړی. راوی وایی: کله چی عثمان بن سعید، امام حسن عسکری ع وویل؛ چی راغلی یو د یو مهم مطلب په باره کی، چی تاسی لا ښه پری پوهیږئ، پوښتنه وکړو، حضرت وفرمایل:« آیا؛ غواړئ چی ووایم د څه لپاره راغلی یاستئ؟» ټولو وویل: ای د خدای رسول زویه! ووایاست. بیا هغه حضرت وفرمایل:« راغلی یاستئ د خدای د حجت او له ما وروسته امام په هکله له ما پوښتنه وکړئ ». ټولو وویل: هو. پدې وخت کی نا څاپه یو هلک، چی د سپوږمۍ په شان یی ځلانده څیره درلوده، غونډې ته ننوته. حضرت وفرمایل:« له ما وروسته؛ ستاسو پیشوا، او زما ځای ناسئ، زما دغه زوی دئ. له هغه اطاعت وکړئ او له ما وروسته؛ له یو بله جلا او تیت و پرک نه شئ ».
عثمان بن سعید، د پنځو کالو په موده د حضرت مهدی عج نائب ؤ.
د حضرت امام مهدی عج دویم نایب او سفیر؛ د عثمان بن سعید زوی،«محمد بن عثمان» دئ. نوموړی؛ د شیعیانو ترمنځ له ځانګړې مرتبی څخه برخور ؤ. هغه؛ د نیابت په دوره کی په خاص درایت او هوښیارۍ سره د شیعیانو ټولنه لارښوونه کړه، او په ۳۰۵ هجری ق کال کال کی وفات شو. د هغه د نیابت دوره نږدی ۴۰ کاله وه.
د امام زمان عج دریم خاص نایب،«حسین بن روح نوبختی». هغه مشهور فقیه او محدث ؤ، او له زیات نفوذ او اعتبار څخه برخور ؤ. هغه کارپوه شخص ؤ، او د هغه په دوامدارو هلو ځلو سره، د شیعیانو موقعیت او قدرت په نسبی توګه ښه والئ وموند. نوموړئ ۲۱ کاله د امام زمان نائب ؤ، او په ۳۲۶ هجری ق کال کی وفات
شو.
د امام مهدی عج څلرم نایب او سفیر« ابو الحسن علی بن محمد سَمُری » دئ. هغه؛ دری کاله د امام زمان نیابت په غاړه درلود. او په ۳۲۹ هجری ق کال کی وفات شو. د ده د ژوندانه په وروستیو ورځو کی، امام زمان عج د یو لیک په ترځ کی، هغه ته ولیکل:« هیڅوک د خپل ځای ناستی په توګه مه ټاکه، ځکه چی د تامه( بشپړ ) غیبت وخت را رسیدلئ دئ. زه به؛ د خدای له اجازی پرته ظهور ونه کړم، او زما ظهور به؛ له اوږدې مودې پس، او د زړونو له قساوت، او له ظلم څخه د ځمکی له ډک کیدو وروسته وی ».
د حضرت مهدی عج د وروستی خاص نایب،«علی بن محمد سمری» له وفات وروسته، د غیبت کبری دوره پیل شوه، چی تر اوسه پوری دوام لری.
د اسلام د سوچه تعلیماتو او عقایدو څخه د درست تصویر وړاندی کول، او فقهی پوښتنو او عقیدتی شبهو ته ځواب ویل د حضرت مهدی عج د خاصو نایبانو له پروګرامونو څخه ؤو. هممداراز؛ د امام مهدی عج په باره کی د شک او تعجب له منځه
وړل، د وکالت سازمان سرپرستی کول او تنظیمول، او د غیبت کبری لپاره د خلګو چمتو کول، د حضرت مهدی عج د نایبانو له مهمو ماموریتونو څخه شمیرل کیدل. البته؛ په مختلفو ځایونو او هیوادونو کی هغه پیژندل شویو عالمانو چی درستکاره او پرهیزګار ؤو، د خاصو نایبانو تر نظر لاندی او د هغوی په مدیریت سره فعالیت کاوه.
دلته؛ ښایی چی د امام زمان عج د غیبت په باره کی یو لړ ټکیو ته اشاره وکړو. د پیغمبر اکرم ص له اهلبیت څخه د وروستی امام د غیبت مسئله، له دې مخکی په روایتونو کی پیش بینې شوې وه. کلونه وړاندی؛ حضرت پیغمبر ص او معصومو امامانو، په مختلفو بیاناتو کی د غیبت د مسئلې په یادولو سره، تر یو حده پوری عمومی افکار هغه ته چمتو کړی ؤو.
سره له دې حاله؛ کله چی امام حسن عسکری ع په شهادت ورسید، د اهلبیت د پیروانو لپاره، په ټولنه کی د امامانو د ۲۵۰ کلن شتون له کبله، د اوږدی لپاره له امام سره د اړیکی پری کیدل او غیبت، د زغملو وړ او عادی مسئله نه وه، او له دې کبله ممکنه وه چی په سربډالۍ او تیت و پاشلی کیدو سره مخامخ شی. ځکه نو؛ لازمه وه چی د غیبت کبری له پیلیدو وړاندی، د یوې مودې لپاره له امام سره د خلګو اړیکی، د خاصو نائبانو په ذریعی سره دوام ومومی، ترڅو هغوی ورو؛ورو د امام زمان عج د بشپړ غیبت منلو ته چمتو شی. پدې دوره کی چی د انحضرت نائبان؛ چی له غایب امام سره د خلګو د اړیکی وسیله وه، د امام او د اهلبیت د مینه والو ترمنځ ډاډمن ارتباطی پل ګڼل کیده. په بله وینا، د غیبت صغری دوره؛ د غیبت کبری دورې ته د ګام ایښودلو، او له روحی او معنوی نظره د شیعیانو د آماده کول لپاره، دغې حساسی دورې ته د داخلیدو لپاره د یوې مخکنۍ زمینې په توګه وه.
له دی کبله چی بشری ټولنه تل د بدلون او تغییر په حال کی ده، د بشر په وړاندی مشکلات، نویو حل لارو ته اړتیا لری. له همدې کبله؛ خلګ د غیبت په دوره کی پخپل حال پاتی شوی نه دی، بلکه د دغې له اله ګولې ډک او توفانی دورې لپاره، دین پیژاندی عالمان؛ په موجود پیښوکی د خلګو د مرجع په توګه ټاکل شوی دی، ترڅو خلګ هغوی ته د مراجعی په کولو سره، له سر بډالۍ او بی برخلیک توب څخه وژغورل شی. پدې اړه امام مهدی عج فرمایی:«...خو؛ په هغو پیښو او حالاتو کی چی رامنځته کیږی، زموږ د قول او حدیث راویانو ته مراجعه وکړئ، ځکه چی هغوی تاسو ته زما حجت دئ، او زه هغوی ته د خدای حجت یم ».
بیله شکه، هر وخت چی متعال خدای ج مصلحت وګنی، د بشریت هغه ژغورونکئ به د غیبت د پردې له شا څخه را څرګند شی. د انحضرت په ظهور، او د دوی په نړیوال پاڅون کی، ظلم او فساد نابودیږی؛ او د ځمکی په ټولو برخو کی به عدالت او مساوات ټینګ شی. پدې هکله؛ له پیغمبر اکرم ص په یو روایت کی راغلی دی؛ چی فرمایی:« په آخرالزمان کی، زما له کورنۍ څخه به یو کس، چی زما هم نوم دئ او ماته ورته لقب لری، ظهور وکړی او ځمکه به له عدالت او انصاف څخه ډکه کړی، لکه څنګه چی، له ظلم او زیاتۍ څخه ډکه شوی وی ».