مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې
مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. عزیزانو نن هم په دې پروګرام کښې د لویدیځې آسیا مهمو پیښو ته یوه کتنه کوو.
په تیره اونۍ کښې د اسرائیلو پارلیماني انتخابات او د کابینې د جوړولو لپاره یوځل بیا د نتانیاهو مامور کیدل، د محمد بن سلمان له خوا د جمال خاشقجي د وژلې د مسئولیت منل، په بیروت کښې د (نوی افق) نومې کانفرنس ترسره کیدل او هم داشان سعودي عربستان ته د عراق د خارجه وزیر عادل عبدالمهدي سفر د لویدیځې آسیا مهم بدلونونه وو چې په دې پروګرام کښې یې څیړنه کوو.
*/*/*/*/*/*/*/*
= د صهیونیسټي رژیم دویم ځل پارلیماني انتخابات د تیرې اونۍ په سه شنبې ترسره شول. د صهیونیسټي رژیم د انتخاباتو مرکزي کمیټې د دغه رژیم د پارلیمان د د دوویشتمو انتخاباتو فاینل نتایج داسې اعلان کړل چې د بني ګانټس په مشرۍ اودي او سپين ائتلاف د پارلیمان د ۳۳ څوکیو په ترلاسه کولو کښې کامیاب شو او ټاکنې یې وګټلې. د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکویډ ګوند ۳۲ چوکۍ وګټلې. مشترک عربي فهرست ۱۳ چوکۍ، شاص ګوند ۹، زمونږ کور نومې اسرائیلي ګوند ۸، د توراتي یهودیت اتحاد ۷ چوکۍ، د آیلټ شاکلډ په مشرۍ یمیناه ګوند ۷، د کار ګوند ۶ او ډیموکراټیک اتحاد ۵ چوکۍ ترلاسه کړې. په مجموعي توګه د نتانیاهو په مشرۍ ښي پالو ۵۵ چوکۍ او اودي او سپين ائتلاف د ګډ عربي فهرست په ملاتړ سره د خپلو ترلاسه کړو څوکیو شمیر ۵۷ ته ورسوه. خو (بلد) ګوند چې د عربانو د څلورګونو ګوندونو څخه یو دی او د عربي ائتلاف له دیارلسو یې درې کرسۍ ګټلې وې، اعلان وکړ چې د وزیراعظم په توګه د ګانټس ملاتړ نه شي کولی. په دې بنیاد د ګانټس له ولسمشرۍ د ملاتړ کونکو کسانو شمیر ۵۴ ته راټیټ شو حال دا چې نتانیاهو د پارلیمان د ۵۵ نمایندګانو ملاتړ درلود.
نتانیاهو په انتخاباتو کښې بني ګانټس ته له ماتې ورکولو وروسته هغه ته د ملي وحدت د کابینې د جوړولو وړاندیز وکړ خو ګانټس د دغه وړاندیز د نه منلو په ترڅ کښې وویل چې بنیامین نتانیاهو د فساد له څلور ګونو دوسیو سره مخامخ دی او اودي او سپين ائتلاف به په یوې داسې کابینې کښې شامل نه شي چې مشر یې په جدي تورونو کښې ګیر دی.
په عین حال کښې له دې امله چې بلد عربي ګوند وویل چې د ګانټس ملاتړ نه کوي، د ښي پالو ټولې راې ۵۵ کرسیو ته ورسیدې او دې حالت ته په پام سره نتانیاهو ته د صهیونیسټي رژيم د مشر له خوا یو ځل بیا د کابینې د جوړولو دنده وسپارله شوه.
په دې هکله د فرانسې خبري آژانس په یو مطلب کښې ولیکل: د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم نتانیاهو له سیاسي بندونه د دغه رژیم د ایستلو لپاره د ائتلافي حکومت د جوړولو (ناممکنه ماموریت) پیل کړ او پکار دي چې په ۲۸ ورځني فرصت کښې د اسرائیلو د پارلیمان د شپږو نورو استازو موافقت ترلاسه کړي څو د کابینې د جوړولو لپاره د ۶۱ نمایندګانو د موافقې د نصاب حد ته ورسیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
بنیامین نتانیاهو د کابینې د جوړولو لپاره درې لارې لري. وړومبۍ دا چې هغه باید د (اسرائیل زمونږ کور) نومې ښي پال ګوند د مشر اویګډر لیبرمین موافقه ترلاسه کړي. دغه ګوند د ستمبر د اوولسمې نیټې په انتخاباتو کښې اته څوکۍ ترلاسه کړې او لیبرمین هم وویل چې له نتانیاهو سره به اختلاف ونه کړي. ځینو سرچینو ویلې دي چې نتانیاهو د کابینې په جوړولو کښې د خپلې ماتې د مخنیوي لپاره لیبرمین ته د دوو کالو لپاره د قائم مقامۍ او بیا په راتلونکو دوو کالو کښې د وزیراعظمۍ د څوکۍ د ورکولو وړاندیز کړی دی خو د (اسرائیل زمونږ کور) ګوند مشر دغه وړاندیز رد کړی دی.
دویمه لاره دا ده چې بني ګانټس د ملي یووالي د کابینې جوړولو ته راضي کړي خو د ګانټس له نظره د ملي یووالي د کابینې جوړول ضرورتاً د نتانیاهو د وزیراعظمۍ په معنا دي ځکه د نتانیاهوله هر څه زیات تکل او هڅه د فساد په دوسیو کښې د وزیراعظم د قضايي خوندیتوب لپاره ده. په دې وجه ګانټس په یوې داسې کابینې کښې ونډه نه اخلي چې وزیراعظم یې بل څوک وي.
او دریمه لاره دا ده چې نتانیاهو وتوانیږي د اودي او سپین ائتلاف ترمینځ درز او اختلاف رامینځته کړي او د دغه ائتالف د ځینو غړو ډلو راې په خپله ګټه ترلاسه کړي. نتانیاهو د کابینې د جوړولو لپاهر د ۶۱ استازو موافقې ته ضرورت لري او اوس د ۵۵ نمایندګانو حمایت لري.
که نتانیاهو په ۲۸ ورځني فرصت کښې چې ۱۴ ورځې نور هم تمدیدی شي، د کابینې په جوړولو ونه توانیږي نو د صهیونیسټي رژيم مشر بني ګانټس ته د نوې کابینې د جوړولو دنده سپارلې شي، او دا هغه موضوع ده چې د ګانټس هم ورته پام دی. له بلې خوا ممکنه ده چې نتانیاهو د کابینې په جوړولو کښې د ناکامۍ په بڼه کښې د دریم ځل د انتخاباتو د ترسره کولو په لور لاړ شي. د دریمو انتخاباتو ترسره کول د نتانیاهو لپاره لږترلږه دا خاصیت لري چې کوی شي د کابینې د سرپرست په توګه څو میاشتې نور خپل فعالیت جاري وساتي او شاید هم له دې فرصته د ځان او د خپلې میرمنې د فساد د دوسیو د پاکولو لپاره کار واخلي او بلآخره جیل ته د تلو له ویرې له قدرته ډډه ونه کړي. مهم ټکی دا دی چې دا حالت د دې بیانونکی دی چې اسرائیل له مهمو سیاسي چیلنجونو سره مخامخ دي او حتی که نتانیاهو کابینه جوړه هم کړی شي بیا به هم له اختلافاتو ډکه او کمزورې وي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي له وژل کیدو تقریباً یو کال وروسته د دې په ترڅ کښې چې په دغه جنایت کښې یې خپل لاس لرل یوځل بیا رد کړل، په وړومبي ځل یې د هغه مسئولیت ومنه. محمد بن سلمان تیره اونۍ د امریکې پي، بي، ایس چینل ته په مرکه کښې وویل چې د خاشقجي د وژلې پوره مسئولیت په غاړه اخلي ځکه چې دا پيښه د ده د مسئولیت په پړاؤ کښې شوې ده. بن سلمان په عین حال کښې ټینګار وکړ چې دی هیڅکله له دغې پيښې نه و خبر.
که څه هم بن سلمان په دغه جنایت کښې خپل رول رد کړی دی او حتی کوشش یې وکړ چې سعودي حکومت هم له دغه جنایته مبرّا کړي خو حقیقت دا دی چې سعودي ولیعهد د رسنیو او عامه افکارو تر سخت دباؤ لاندې مجبور شو چې د دغه جنایت پړه ومني. په هم دې لړ کښې د جمال خاشقجي چنغلې خدیجه چنګیز وویل: که څه هم اروپايي اتحادیې او امریکې د دغه جنایت په وړاندې پریکنده دریځ نه درلود خو عربستان په دې موضوع کښې یو مهم درس زده کړ او هغه دا چې هغوي هم باید ځواب ورکړي.
د بن سلمان دا کار نه شي کولی چې دی او د عربستان حکومت له دغه جنایته تبرئه کړي ځکه چې د ملګرو ملتو ځانګړي رپورټر انیس کالامار څه موده مخکښې ویلې وو، چې د جمال خاشقجي په قتل کښې د محمد بن سلمان په شمول د عربستان د لوړرتبه چارواکو د لاس لرلو په هکله معتبر مدارک ترلاسه شوې دي.
*/*/*/*/*/*/*/*
په بیروت کښې د (افق نو) د اووم صهیونیسټي ضده کانفرنس ترسره کیدل د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ یو بل مهم بدلون و. دغه کانفرنس د تیرې اونۍ له سه شنبې څخه د نړۍ له ډیرو سیمو څخه د صهیونیسټ ضده او د توکمپالنې د مخالفو څه باندې څلویښتو پوهانو او نظرخاوندانو په شتون سره په وړومبي ځل د لبنان په پلازمینې بیروت کښې ترسره شوه چې شعار یې و (د حقیقت او صلحې حصول، چیلنجونه او فرصتونه). د افق نو نومې غونډې ترسره کول له صهیونزم او توکمپالنې سره په مبارزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت یو نوښت دی. د دغه کانفرنس ګډونوال د نړۍ د مختلفو هیوادونو سیاسي، پوځي، امنیتي او کلتوري پوهان دي.
د افق نو د لړۍ اووم کانفرنس په داسې حال کښې ترسره شوه چې امریکایانو د رعب او ویرې په اچولو سره هڅه وکړه چې په هغه کښې د بیلابیلو هیوادونو د پوهانو د شتون مخه ونیسي. دا سیاست په تیره بیا له تیر کال څخه سخت شو. د افقِ نو کانفرنس منشي نادر طالب زاده په دې هکله وايي: د ایف، بي، آيي ماموران شخصاً او حضوراً د افق نو په میلمنو پسې تلې دي او هغوي یې ګواښلې دي چې که سږ کال په دغه کانفرنس کښې ګډون وکړي نو تر یو میلیون ډالرو پورې جرمانه او تر شلو کلونو پورې به زنداني شي. دا مستبدانه تاکتیک دومره مخکښې لاړ چې حتی د پوهنتون د استاد او د توکمپالنې د مخالف فعال ورنلیا رندال پورې ورسید چې په تیرو کلونو کښې یې یوازې یو ځل په افق نو غونډه کښې ګډون کړی و. په هم دې وجه یو شمیر بلل شويو امریکایي ویناوال د دغه هیواد د امنیتي او استخباراتي ارګانونو له ګواښ وروسته په یاد کانفرنس کښې د ګډون کولو توان نه درلود او د سپکایپ له لارې یې په ویډیوي بڼه په کانفرنس کښې خپلې لیدتوګې بیان کړې.
په دغه کانفرنس کښې زیاتره ګډونوالو ټینګار وکړ چې وړومبۍ امریکا په پوځي قدرت سره ونه توانیدله چې په نړۍ مسلطه شي او په هم دې وجه یې له بندیزونو او ډالره اوزاري استفادې ته مخه کړې ده او دویمه دا چې پوځي معادلې نن سبا د مقاومت په شتون سره ګډې وډې او خرابې شوې دي او امریکا نوره نه شي کولی چې داسې په اسانه په یو هیواد باندې مسلطه شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
او سعودي عربستان ته د عراق د وزیراعظم عادل عبدالمهدي د تیرې چارشنبې ورځې سفر او د دغه هیواد له باچا ملک سلمان سره یې کتنه د لویدیځې آسیا یوه بله مهمه پیښه وه. د عربستان حکومتي خبري آژانس د آرامکو په تیلي تاسیساتو باندې د حملې په شمول د سیمې بدلونونه د عربستان له باچا سره د عراقي وزیراعظم د ملاقات اصلي چورلیز وباله. په عین حال کښې د عراق په پارلیمان کښې د الفتح ائتلاف نماینده میثاق الحامدي وویل: عادل عبدالمهدي د یمن د کړکیچ د هواري لپاره د ریاض د حکومت په غوښتنه عربستان ته تلی دی. الحامدي په دې خبرې سره چې سعودي عربستان په ډاګه له هیڅ هیواده د مینځګړیتوب غوښتنه نه کوي، زیاته کړه: د عربستان چارواکي دا منل نه غواړي چې د یمن په جنګ کښې یې ماتې خوړلې ده.
د یمن پوځي ځواکونو او ولسي مبارزانو د ستمبر د میاشتې په څوارلسمه نیټه په خپلو یرغلیزو ډرونز سره په بقیق او خربص کښې د سعودي دوه تیلي ریفاینرۍ وویشتلې چې عربستان ته د تیلو په تولید کښې د نیمايي کموالي په شمول ډیر اقتصادي تاوان ورسوه. له دغې حملې وروسته د یمن د ملي نجات د حکومت مشر مهدي المشاط وویل: یمنیان په مشروطه توګه او د مقابل لوري د متقابل اقدام په بڼه کښې د جنګ بندولو ته چمتو والی لري. داسې ښکاري چې دا موضوع هم له ملک سلمان سره د عبدالمهدي په کتنه کښې مطرح شوې وي.
له دغه سفره یوازې دوه ورځې وروسته د امریکې وال سټریټ جرنال ورځپاڼې ولیکل چې عربستان په جزئي توګه د جنګ د بندولو وړاندیز منلی دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی