د مولوي تعلیمات، د انسان د کړاؤنو پاې
(last modified Sun, 22 Dec 2019 00:14:18 GMT )
Dec 22, 2019 04:44 Asia/Kabul
  • د مولوي تعلیمات، د انسان د کړاؤنو پاې

ګرانو دوستانو په دې لیکنه کښې د مشهور ایراني شاعر او عارف مولانا جلال الدین محمد مولوي په فکري منظومه کښې د انسان محوریت او د هغه باطني چیلنجونو ته په پام سره د مولوي په افکارو کښې د انسان او د هغه د رنځونو او کړاؤنو څیړنه کوو

مولانا جلال الدین محمد مولوي په خپلو ټولو آثارو په تیره بیا مثنوي معنوي کښې چې نړیوال شهرت لري، د انسان بنیادي مسائلو او باطني چیلنجونو او د هغه مخې ته پرتو خنډونو ته پاملرنه کړې ده.

درد او رنځ له هغو بحثونو دی چې له پخوا راهیسې د مختلفو دیني او فکري مکاتبو د پام وړ ګرځیدلی او د هغه د ماهیت، د رامینځته کیدو د وجوهاتو او د انساني ټولنې په اروا باندې یې د پایلو څیړنه شوې ده. د دغو مکتبونو ترڅنګ ادبیاتو هم چې انسان او د هغه باطني چیلنجونه یې په یو ډول مهمه موضوع ده، دې چارې ته پاملرنه کړې او په دې برخه کښې یې بې سارې آثار پنځولې دي.

مولانا جلال الدین محمد مولوي په خپلو ټولو آثارو په تیره بیا مثنوي معنوي کښې ، د انسان بنیادي مسائلو او باطني چیلنجونو او د هغه مخې ته پرتو خنډونو ته پاملرنه کړې ده. انسان په ټولو زمانو او پړاؤنو کښې ګډ مسائل او ستونزې لري، د ګروهنو، آرزوګانو، رنځونو او کړاؤنو په شمول د انسان ځینې مسائل همیشني او ذاتي دي او په کوم خاص دوران پورې اړه نه لري.

*/*/

درد او رنځ د مولوي په نظر کښې یو ډول امکان دی. د مولوي په باور، درد د دې امکان فعلیت دی چې د انسان د ژوند د چارو څرخه څرخي او کارونه ترسره کیږي. مولوي په (فیه ما فیه) کتاب کښې وايي: درد هغه دی چې د انسان په کار کښې د هغه رهبر او لارښوونکی دی تر څو چې د انسان په وجود کښې له هغه کار سره د مینې درد رامینځته نشې، تر هغې یې د ترسره کولو اراده نه کوي او نه یې ترسره کوي. او کوم کار چې درد نه لري هغه نه ترسره کیږي، که هغه په دیناوي چارو کښې وي، که په اخروي چارو کښې او که په سوداګري برخه کښې.

د مولوي په دې نظر کښې درد په حقیقت کښې هم هغه (غوښتنه او انګیزه) ده. مولوي په دې باور دی چې د خپل لوړ او ملکوتي هویت په هکله د انسان د خبرتیا او معرفت په رڼا کښې دي چې درد فعلیت ته رسیږي او د انسان په باطن کښې له شوق او مینې سره په ملې خوځنده چارې بدلیږي. مولوي پوهه یا خبرتیا او درد په یوې تفسیري شبکې کښې په خپلو کښې غوته خوړلې ویني او وايي: هر څوک چې ډیر خبر وي، په روح یې ډیر اثر کوي او هر څوک چې ډیر پوه وي دومره یې درد ډیر وي او مخ یې زیړ وي.

پس بدان این اصل را ای اصل جو

هر که را درد است، او بُرده است بو

هر که او بیدار تر، پر دردتر

هر که او آګاه تر، رخ زرد تر

*/*/*/*/*

د مولوي د تعملیاتو له مخې درد سبب کیږي چې انسان موجودې وضعې ته غاړه کښې نږدي او د امکاناتو په رڼا کښې د موقعیت دایره ماته کړي او ترې لا پورته لاړ شي او په نړۍ باندې د واکمنو حالاتو او مسائلو په وړاندې دریځ ونیسي. درد یوه داسې ښکارنده ده چې د انسان د شخصیت او فکر د بیا رغونې زمینه برابروي او د هغه په ژوند کښې د خوځښت او تاندوالي سبب کیږي.

کیمیای نو کننده دردهاست

کو ملولی آن طرف کور درد خاست

هین مزن تو از ملولی آه سرد

درد جو و درد جو و درد، درد

د مولوي له نظره درد له رنځ او خفګانه لوړ دی او طبیعي ده چې په دې نظریه کښې درد یو لوړ موقعیت لري او انسان یې په رڼا کښې وجودي پراختیا مومي او په خپلو روحي او رواني خفګانونو او رنځونو برلاسی کیږي. مولانا په زیاتره ځایونو کښې (رنځ) د بدني او فزیکي دردونو برابر بللی دی.

مولوي رنځ یوه باطني او نسبي چاره ګڼي او په دې باور دی چې انسان د پوهې او پيژندنې په سیوري کښې په درد پوهیدی شي او د هغه په پیژندلو سره پرې واکمنیدی شي.

*/*/*/*/*

د مولوي له نظره هر کس د خپل شناخت او نظریې په اندازه د درد او رنځ په شمول ښکارندو باندې پوهیږي او هغه د خپلې پوهې سره سم درک کوي. په هم دې خاطر باوري دی چې هر کس له درد او رنځه یوه خاصه لاسته راوړنه لري او د خپلې معرفتي مرتبې مطابق یوه بیښه درد یا خوند ګڼي. د مولوي په باور، د هستۍ او کائناتو کومې چارې او ښکارندې چې په ظاهره یوشان او برابر دي، کسانو ته بیلې او متفاوتې ښکاري او مختلف احساسات راپاروي. مولانا باوري دی چې د هر څیز په هکله سمه پوهه هله ترلاسه کیږي چې انسان یې په اړه شناخت پيدا کړي او ورسره ورته والی پيدا کړي.

پس قیامت شو، قیامت را ببین

دیدن هر چیز را شرطست این

د دنیا په ښکارندو د پوهیدو لپاره باید د هغو په شان شو، په هم دې خاطر په درد د پوهیدو او د هغه د پيژندو لپاره هم باید په درد ورګډ شو او ورباندې پوه شو. مولوي د درد او رنځ د پیژندلو یو معیار د هغه د کلیت پیژندل ګڼي او باوري دی چې د درد او رنځ په ښکارندې باندې پوهیدل په کلي توګه هغه ته د پاملرنې له لارې بڼه نیسي.

*/*/*/*/*/*

د مولانا په نړۍ لیدکښې کائنات او په کښې موجودې ښکارندې د یو قانونمنده نظام پیروي کوي او په انساني عالَم کښې هر عمل په حقیقت کښې د هغه د کردار او اعمالو یو ردِّ عمل یا غبرګون دی. د مولانا په وینا، کوم کس چې کوږ ځي، کوږوالی به یې په نصیب کیږي او که سمه لاره خپله کړي نو نیکمرغي یې په برخه کیږي، په هم دې وجه انسان ته خبرداری ورکوي چې که یوه ورځ رنځ او درد وزغمي نو پکار دي چې د جرړو او وجوهاتو د پیژندلو په لټه کښې یې شي او داسې په اسانه ورته تسلیم نه شي او پوه دې شي تر څو چې د حس په عالم (دنیا) کښې دی باید په خپل ژوند کښې له هرې پیښې وروسته د هغې د اسبابو او وجوهاتو په لټه کښې شي ځکه چې د وجوهاتو له پيژندلو وروسته په ژوند کښې د انسان ستونزه هواریږي.

مولانا د ښکارندو د علت او وجوهاتو پیژندنه د انسان له نوې او بدل لیدو سره په تړاؤ کښې ویني او په دې باور دی چې د درد او رنځ په شمول د ښکارندو د علت پیژندل د انسان لپاره د ښکارندو نړۍ ته د نوې کتنې اسباب برابروي. او دغه نوې کتنه، د انسان لپاره د نفسیاتي اعتدال او تاندوالي زمینه رامینځته کوي او هغه له پریشانۍ او خفګانه خلاصوي. د درد او رنځ په عواملو او وجوهاتو باندې د دې پوهې او خبرتیا په رڼا کښې انسان د هغه په حکمت او ضروت باندې پوهیږي او ورته څرګندیږي چې درد او کړاؤ یو ډول خبرداری او د ترقۍ او کمال د لارې نښه ده.

*/*/*/*

د انساني درد او رنځونو وجوهات او عوامل ډول ډول دي. د مولوي له نظره د انسان د ځینو دردونو او کړاؤنو وجه او لامل ازلي او معرفتي دی او په هره ټولنه کښې موجود فکري، معرفتي او کلتوري نظامونه د هستۍ ښکارندو ته د انسان په لید او نظر کښې یو ټاکونکی رول لري. دا د انسان نظر او نړۍ لید دی چې د هغه د ژوند لاره ټاکي او ورته لوری ورکوي.

د مولانا له نظره د انسان یو ازلي او معرفتي درد، ځمکې ته د انسان راتلل دي. انسان ځمکې ته د راکوزیدو له وخته تل د ملکوت باغ او فردوسِ برین ته د ستنیدو په فکر کښې پاتې شوی او ازلي جنت ته د ستنیدو دا ګروهنه د ټولو انسانانو په یوې ازلي غیراختیاري آرزو بدله شوې ده. انسان تل د دغه راکوزیدو په وجه ځان په رنځ او سختۍ کښې لیدلی او د مولانا په خبره، تل یې له دې بیلتونونو شکایتونه کړې دي. مولوي خپله مثنوي له اصل څخه له دې بیلتون او جدایۍ او لرې کیدو څخه په شکایت سره پيل کړې ده.

کز نیستان تا مرا ببریده اند

از نفیرم مرد و زن نالیده اند

سینه خواهم شرحه شرحه از فراق

تا بګویم شرح درد اشتیاق

*/*/

مولوي د ځینو انساني کړاؤنو جرړه د انسان د باطني او شخصیتي عواملو له امله بللې ده او په دې باور دی چې انسان د خپل غفلت په وجه له سمې لارې بې لارې کیږي. د مولانا په باور د ځینو انساني کړاؤنو جرړې د انسان له باطني او شخصیتي خواهشاتو سره غوټه خوړلې ده. انسانانو ته نه دي پکار چې د خپلو کړاؤنو په وجوهاتو باندې نور خلک ملامته کړي او یا له ځانه د مسئولیت په لرې کولو سره بخت او قسمت تورن کړي او په دې وسیله د خدای تعالی جل جلاله په عدل او انصاف باندې نیوکه وکړي.

رنج را باشد سبب بد کردنی

بد ز فعل خود شناس از بخت، نی

د مولوي په باور په خیال او توهم کښې له حده زیات استغراق سبب کیږي چې انسان حقیقت ونه ویني او په کوږ لیدنې او غفلت اخته شي او هم دا چاره رنځ زیاتوي. مولانا د انسان د رنځونو او غمونو ستره سرچینه د خودبینۍ او له هستۍ د هغه د مستۍ له امله ګڼي او په دې باور دی چې خودبیني د خزان د هغه باد په شان ده چې له یوې خوا د انسان د حقیقي وجود د مضبوطې ونې د تازه پاڼو د مړاوې کیدو سبب کیږي او له بلې خوا له هغه د ترلاسه شوي بړاس په وجه له غمه ډکه وریځ د انسان په سینه راخوریږي.

*/*/*/*/*

د مولوي په نظر کښې جهل او ناپوهي د انسان د درد ترټولو اصلي وجه ده او د انسان په باطن او روان کښې ډیر زخمونه جوړوي. د هغه په باور: ناپوهي هغه رنځ دی چې زخم جوړوي.

مولانا هغه کسان چې یوازې د خپلو مادي او فزیالوجیکي اړتیاؤ په فکر کښې دي او په هغو باندې د مشغولتیا په وجه د خپل اصل او معنا له عالمه غافل دي، احمق یا کم عقل ګڼلې دي. هغه خپله دنده په دې کښې ویني چې دا ډول انسانان خپل حقیقي اصل او وجود  ته متوجه کړي او په خپل کلام سره په انسانانو باندې د معرفت اوبه وڅښي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی