د ټرمپ دوه مخې سیاست
هغه وایی حتی د امریکا د ولسمشر د څیرې رنګ هم دروغ دې او که د هغه دروغ په اسمان کې د دروغ (lie)په توګه ظاهر شی نو شمیر به یې په شپه کې د ستورو له شمیره زیات وی او که د یوه اینچ قطر لرونکی کیک په شکل شی نو د امپایر سټیټ له مشهورې ودانۍ به هم لوړ شی .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له کله راهسې چی سپينې ماڼۍ ته ورغلې دې ، داسې کومه اونۍ نشته چې پخپلو جنجالی فیصلو، څرګندونو او ټویټونوسره ئې کوم جنجال نه وی رامینځة کړې. د ټرمپ له سیاسی او اخلاقي عرُفه بهر او نه اټکل کیدونکی شخصیّت، چلند او کړنې لامل شوي چې هغه د امریکا د ولسمشرۍ په مقام کې د خبرونو په سر کې شي . له قدرته د ټرمپ ناسمه استفاده او د رسوایانو هغه دوسیې چې ټرمپ په تیرو کابو درو کلونو کې ورسره لاس اوګریوان دی، په نهایت کې ډيموکراټان ئې دې ته اړ کړي ، چې هغه مواخذه کړي ..د سیاسی او رسندوئي ټولنو په سویه دامریکا دداخلی خبرونو زیاتره برخه د ډونالډټرمپ مواخذې یا استضاح ته بیله ده.ټرمپ او ډیموکراټان په یوه بل له هیڅ ډول توره ډډه نه کوي . په د غو تورونو کې هیڅ ډول اخلاقي او کلامي حدود نشته .په دې مینځو میان کې دټرمپ محبوبیّت، له قدرته د هغه په ناسمې استفادې او د هغه په ضد په ایشواکونو سره په ځوړتیا دی.
په وروستیو کې د مشهور امریکایی کامیډین جیمی کیمل لخوا په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوی ده چی هغه په دروغ ویلو کې د ټرمپ د ریکارډ په اړه جالبې ادعاګانې کوی . کیمل په دغه ویډیو کې ادعا کوی چی ټرمپ له هغې شیبې چی په انجیل په لاس کیښودلو سره قسم وخوړه چی د امریکا اساسی قانون ته به پایبنده وی ، دروغ ویل پیل کړی دی او تراوسه یې خپلو دروغو ته دوام ورکړې دې . هغه وایی حتی د امریکا د ولسمشر د څیرې رنګ هم دروغ دې او که د هغه دروغ په اسمان کې د دروغ (lie)په توګه ظاهر شی نو شمیر به یې په شپه کې د ستورو له شمیره زیات وی او که د یوه اینچ قطر لرونکی کیک په شکل شی نو د امپایر سټیټ له مشهورې ودانۍ به هم لوړ شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
بالاخره له قدرته ناوړه استفاده اودروغ ویلود ټرمپ دمواخذې لپاره ډیموکراټانو ته ضروری انګیزه ورکړه . دامریکا دپارلیمان استازیو تیره میاشت ټرمپ له قدرته د ناوړه استفادې او په کانګرس کې په خنډ اچولو تورمواخذه کړ .د هغو په وینا ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د یوکرین د مشر سفر او امنیتی مرسته د دیموکراټانو د مخکښ کاندید جوبایډن د زوی د فعالیتونو په اړه له تحقیقاتو سره مشروط کړې وو . ټرمپ همداراز تورن دې د کانګرس د تحقیقاتو په لاره کې په خنډ اچولوسره د اساسی قانون خلاف ورزۍ کړی ده .د امریکا سنا له میاشتو بحث او جاج وروسته د نهې په ورځ د ټرمپ مواخذه پیل شوه . ټرمپ او د هغه د ګوند کسان د سنا د څوکیو د اکثریت په درلودلو سره غواړی چی د ټرمپ د مواخذې دوسیه ژر وتړی . د سی این این چینل په سنا کې د ټرمپ د مواخذې د دوسیې په بهیر کې راپور ورکړ ، جمهوری غواړی نیت لری د امریکا د ولسمشر محاکمه ژر تر ژره په لسو ورځو کې پاې ته ورسوی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د امریکا په سنا کې ددیموکراتانومشر چاک شومر د ټرمپ دمواخذې له پیلیدا مخکې وویل ټرمپ له قدرته په ناوړه استفادې تورن دې ، هغه خپله ټوله هڅه کوی چی په دغې معاملې برغولې کیږدوی . هغه وویل له قدرته په ناوړه استفادې کې د ټرمپ اقدام د دیموکراسۍ ضد جنایت دې . جمهوری غواړی هم هڅه کوی چی دغه مسله پټه وساتی . شومر په دغه مرکه کی زیاته کړه چی ټرمپ او په سنا کی د جمهوری غواړو د اکثریت مشر میچ مک کانل له شواهدو ویره لری او له شواهدو پرته محاکمه په ټول کی اصلا محاکمه نده بلکې برغولی کیښودل دی .
د ټرمپ د مواخذې په لومړۍ ورځ جمهوری غواړو د ټرمپ د مواخذې د لنډولو او دوسیې د راغونډولو لپاره د دیموکراټانو درې اصلاحیې رد کړې . په لومړنۍ اصلاحیې کې چاک شومر غوښتنه وکړه چی د بولټن په شمول د امریکا ځینې پخوانی او اوسنی چارواکی د محاکمې په غونډه کې شتون پیدا کړی چی دغې غوښتنې په سنا کې د جمهوری غواړو د اکثریت په دلیل راې رانه وړې . په دوهمه اصلاحیه کی هم شومر د ټرمپ د تور د دوسیې په اړه د امریکا له خارجه وزارت د پټو مدرکونو او اسنادو غوښتنه وکړه چی دا غوښتنه هم رد شوه . په دریمه اصلاحیه کی شومر غوښتنه وکړه چی د امریکا د ولسمشر د دفتر سرپرست د یوکرین ګیټ له دوسیې د خبرکس په توګه د محاکمې غونډې ته وبلل شی چی دا اصلاحیه هم د جمهوری غواړو لخوا رد شوه . دغه درې واړه اصلاحیې رد شوی دي . د امریکا د پارلیمان د اطلاعاتی کمیټۍ مشر ادام شیف په پارلیمان کی په یو لړ څرګندونو کې ټینګار وکړ که شاهدان د ټرمپ په مواخذې کې د شتون اجازه ونلرلې شی نو د مواخذې محاکمه به په یوې فرمایشی محاکمې بدله شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ټرمپ د مواخذې له پیلیدا سره په یو وخت د سردار سلیمانی د ترور په حکم او امریکا په ولسمشر نیوکې دوام لری . ډیموکراټ سناتور کریس مورفی د بهرنی سیاست په ډګر کې د ټرمپ د غمیزناکو تیروتنو په بیانولو سره ټینګار وکړ اوس مونږه په نړیوال ډګر کی لږ امن او کم احترام لرو . ده همداراز په یو لړ ټویټونو کې ولیکل د ټرمپ د لوړې په دریم کال کی د دې وخت رارسیدلې دې چی د دریو کلونو غمیزناک بهرنی سیاست ته یوه کتنه وکړو . تقریبا د نړۍ په یو ګوټ کې ټرمپ مونږه منزوی ، کمزوری او ناامنه کړی یو . زمونږ راتلونکې ولسمشر د اصلاح لپاره ډیر کار لری .
مورفی ایران ته په اشارې سره ولیکل د ټرمپ ړنده سیاستونه لومړې سبب شوی دی چی ایران خپل ایټمی پروګرام بیا پیل کړی . دوهم دا چی ایران یې په عراق ، سوریې او یمن کې پیاوړې کړ . دریم دا چی مونږه یې د جنګ په درشل کې راوستو او هغه هم د هیڅ څیز په خاطر . له ایران سره موافقه کارنده وه ، خو ټرمپ دا هر څه له مینځه یوړل ، یوازې په دې دلیل چی د اوباما نوم پرې وو . سناتور مورفی یوکرین ته په اشارې سره ټینګار وکړ د بډو او رشوت طرحه د هغه څه بشپړه بیلګه ده چی د ټرمپ بهرنې سیاست پرمخ بیایی ، خپلې ګټې . هغه په انتخاباتو کې د یوه سیال پرضد د کثیفو معلوماتو ترلاسه کولو ته د یوه مهم متحد په ساتلو او له قانونه پیروۍ ته ترجیح ورکړ . د دغه کار په ترسره کولو سره هغه د یوکرین امنیت په خطر کېواچوه او پوتین ته یې بله ډالۍ دورکړه . سناتور مورفی د یمن په اړه هم وویل د ټرمپ په پړاو کې په لسګونو زره بیګناه یمنیان بې دلیله ووژل شول او د هغه حکومت سعودیانو ته د بمونو او وسلو ورکولو ته دوام ورکړ . کله چی کانګرس په دغه بشر دوستانه کابوس کې زمونږ د مشارکت د ختمولو لپاره پریکړه لیک تصویب کړ نو ټرمپ هغه وټو کړ . د دغه امریکایی سناتور به وینا ټرمپ اسراییلو ته اجازه ورکړه چی هغه ګامونه پورته کړی چی عملا د فلسطین هیواد جوړول یې ناممکن کړل . هغه همداراز خپل زوم چی هیڅ دیپلوماتیکه تجروبه یې نه درلوده د خبرو اترو مسول کړ . هغه وویل چی د سولې هیڅ طرحه نشته ، هیڅ وخت هم مقرره نده چی د سولې طرحه وجود ولرلې شی .
سناتور مورفی د سعودیانو په اړه د ټرمپ د بهرنی سیاست په اړه ولیکل اوس مونږه یو ډول د سعودیانو حکم منو . له دې وروسته چی سعودیانو یو امریکایی ښاریز وواژه او ټوک ټوک یې کړ ، زمونږ خارجه وزیر د خندانه انځور د اخیستلو لپاره ریاض ته ولاړ . ټرمپ نه یوازې د هغوپه څنګ له دریدو کومه پروا نلری بلکې په جدی توګه د هغو جنایتونه پټوی .«««««««««««««««««««««««««««««««««
ټرمپ هماغه ډول چی د امریکا دننه هره ورځ د دروغو او خپل نادود کړچار په دلیل د خبرونو په سرکې دې ، د هغه بهرنی سفرونه هم دیرې حاشیې لری . په داسې حال کی چی په سنا کې یې د مواخذې دوسیه پرانستل شوه ، هغه په داووس کې د نړۍ په اقتصادی ټولنه کې د ګډون لپاره سویټزرلینډ ته ولاړ . ټرمپ په خپلوویناو او مرکو کی هڅه وکړه په دوامداره توګه د خپل حکومت بریاوې یادې کړې خو د داووس په غونډه کې ټرمپ ته د ګډون کونکیو لوړ رتبه کسانو او رسندویو کتنه د ټرمپ په ځان د مینیدا تصور په اپوټه وه .
د جرمنی تاګس شاو خپرونې ولیکل په داووس کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ وینا له ځانه تعریف او ستاینه وه . هغه د غونډې په مهمې موضوع یعنی د اب و هوا په بدلونونو کمې خبرې وکړې .
د جرمنی این ټی وی هم په یوه مطلب کی د ټرمپ د وینا په غبرګون کې دغه غونډه د هغه د انتخاباتی مبارزو لپاره ډګر وبلله .
د جرمنی د شنو ګوند مشر رابرټ هابک هم د ټرمپ وینا د داووس د کانفرنس لپاره غمیزه وبلله او ویې ویل د ټرمپ له وینا وروسته دغه مسله روښانه شوی ده چی مونږه باید خپله لاره بدله کړو او له ټرمپ سره مبارزه پیل کړو .