د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i88088-د_مورنۍ_ژبې_نړیواله_ورځ
اکثره اروا پیژاندی باوري دي ، مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چی مور د امیندوارۍ په وخت کې پرې له خپل ماشوم سره خبرې کولې . ماشوم د زیږیدا په وخت د مور د غږ په اوریدو سره خپله ژاړه بندوي ځکه چی د مور غږ هغه لپاره اشنا وي او هغه ته ارامښت وربخښي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2020 09:14 Asia/Kabul
  • د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

اکثره اروا پیژاندی باوري دي ، مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چی مور د امیندوارۍ په وخت کې پرې له خپل ماشوم سره خبرې کولې . ماشوم د زیږیدا په وخت د مور د غږ په اوریدو سره خپله ژاړه بندوي ځکه چی د مور غږ هغه لپاره اشنا وي او هغه ته ارامښت وربخښي .

 

ژبه د انسان په ژوند کې یو غوړیدلې او نه جلا کیدونکې عنصر دې . د ژبې په وسیله انسانان له یوه بل سره ارتباط ټینګوي ، فکر کوی او خپل احساسات او جذبات بیانوی او د خپل ځان او شاوخوا کسانو د ارامښت او نشاط سبب کیږی . په هغو ټولو ژبو کې چی ممکنه ده یو انسان پرې خبرې کوی ، مورنۍ ژبه پکې تر ټولو مهمه ده . د همدغه اهمیت په دلیل د ملګرو ملتو یونسکو له ۱۹۹۹ کال راهیسې د فرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ اعلان کړی ده .

دا ورځ د ملګرو ملتونو له لوري په یونیسکو کانفرنس کې په بنګله دیش کې د څلورو بنګالی محصلینو د درناوی لپاره  ونومول شوه چی په ۱۹۵۶ کال کې یې په همداسې ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړې وو . هغو د بنګالی ژبې د رسمیت پیژندلو لپاره سوله ایزې مظاهرې کولې چی پولیسو په وسیله ووژل شول . یونسکو د ۲۰۲۰ میلادی کال لپاره بې پولې ژبې شعار په نظر کې نیولې دې . حکومتونه او غیر دولتی موسسې هڅه کوی په دغه کال کی خپل ټول پروګرامونه او خبرې اترې د دغې موضوع پر چورلیز وګرځوی .

«««««««««««««««««««««««««««««

 

 اکثره اروا پیژاندی باوري دي ، مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چی مور د امیندوارۍ په وخت کې پرې  له خپل ماشوم سره خبرې کولې . ماشوم د زیږیدا په وخت د مور د غږ په اوریدو سره خپله ژاړه بندوي ځکه چی د مور غږ هغه لپاره اشنا وي او هغه ته ارامښت وربخښي . ځینې نور څیړاندی مورنۍ ژبه ، لومړنۍ ژبې ته وایی ځکه چی هغه لومړنۍ ژبه ده چی ماشوم یې اوري او یادوی یې .

د شلمې پیړۍ په پیل کې ګومان کېدو په نړۍ کې به له زرو ډېرې ژبې نه وي. خو د وخت په تېرېدو، د څیړنو او د معلوماتو په زیاتېدو خلک پوه شول چې په نړۍ کې په زرګونو ژبې دي چې ځینې یې لږ او ځینې یې ډېر ویونکي لري. څېړنې ښيي په نړۍ کې له ۶۵۰۰ تر ۶۹۰۰ پورې ژبې دي. له دې ډلې یې ۲۰۰۰ داسې دي چې په هره یوه یوازې د زرو شاوخوا خلک خبرې کوي. تر ټولو ډېر خلک بیا په ماندرین (چینایي) ژبه غږېږي چې شمېر یې له ۱.۲ میلیاردو خلکو اوړي. له بده مرغه  په دغو څه د پاسه شپږ نیم زره ژبو کې نیمې د له مینځه تلو په حال کی دي .

ملګري ملتونه وایي په هرو دوو اونیو کې یوه ژبه له منځه ځي، چې ورسره یو بشپړ کلتور، دود او فکري میراث هم ورکېږي.

ملګری ملتونه په مځکه د ژبو ډول والې د کلتوری بډایتوب نښه او ټولې موجودې ژبې ګډ میراث بولی . همداراز باوری دې چی د مورنۍ ژبو د ساتلو لپاره باید هڅه وشی تر څو له مینځه لاړې نشی یا هیر نکړې شی .

د چکو سلواکیه یو لیکوال میلان کوندرا وایی د یوه ملت د له مینځه وړلو لپاره  لومړنې ګام د هغه د حافظې پاکول دي ، باید کتابونه ، کلتور او ژبه یې له مینځه یوړل شي . د کوندرا دا خبره په ریښتیا چی د نړۍ د ملتونو لپاره د خطر ټلۍ ده چی د دې ښودنه کوی چی باید د خپلو هیوادونو د ژبې د ساتلو لپاره زیاته هڅه وکړي ، خو د بیلا بیلو اورګانونو او سازمانونو لخوا د مورنۍ ژبې په ساتلو د ټینګار او اهمیت دلیل څه دې ؟

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

هر ژبه په ځان کې د تاریخ ، ادبیاتو اوپوهې خزانه لري چی که له مینځه لاړه شي نو د انسان عمومی کلتور او تمدن بې وزله کیږی . د ماشومانو په تعلیم او روزنه کې د مورنۍ ژبې ډیر اهمیت دې . په مورنۍ ژبه ماشومانو ته زده کړې د هغو په تحصیلی وده کې ډیره اغیزه لري او هغه یوه مسله چی ډیر اهمیت لري دا ده چی والدین له خپلو بچیانو سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي تر څو بچیان په خپل چابیریال کی لالهنده نشي . بل نسل ته د مورنۍ ژبې نه انتقالیدل ورو ورو د هغې د له مینځه تلو سبب کیږی . که یو وخت نورې ژبې له مینځه لاړې شی او یوازې انګریزی ، فرانسوی یا چینی ژبې پاتې شي نو دنیا به له هر نظره بې وزله شي .

یونسکو د مورنۍ ژبې په ساتلو ټینګار لری تر څو وګړې په ټولنه کی خپل هویت له لاسه ورنکړي . دا سازمان ټینګار لری چی د نړۍ هیوادونه په خپلو هیوادونو کی مورنۍ ژبې دود کړی  او یوازې یوه ژبه د ملی ژبې په توګه معرفی نکړي  او د رسمی ژبو ترڅنګ مورنۍ ژبې هم پیاوړي کړي . ځکه چی د یونسکو له نظره د څو ژبو زده کړه او د ژبې تنوع د پایدارې پراختیا سریزه ده . هغه پراختیا چی له کلتور سره متناسبه او د کلتوری تنوع په خدمت کې ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران فلات له پخوا راهیسې د ډیرو ځای خلکو د ژوند ځای دې چی هر یو پکې خپل هویت او ژبه لري . دغه زاړه فلات ته د اریایانو په راتګ سره  په دغه سیمه کی تمدن او پرمختګ چټک شو  او ایران په نړۍ کې په یوې پیاوړی امپراتورۍ بدل شو چی په ځان کې یې ډیرو قومونو او کلتورونو ته ځای ورکړې وو . دغه تنوع نن سبا په دغه ټاټوبی کی د موجودو بیلا بیلو قومونو په  مورنۍ ژبې کې لیدلې شو . په ایران کی نن سبا کابو ۶۹ لهجې او ژبې دودې دي چی فارسی ، اذری ، عربی ، کردی ، ګیلکی ، مازنی ، لری ، تالشی ، تاتی  او داسې نورو ته اشاره کولې شو . په دغو کی هرې ژبې د ایران دخلکو د یوې ډلې کلتور نندارې ته وړاندې کړې دې . د ایران اسلامی جمهوریت هڅه کوی تر څو له ټولو ژبو ملاتړ وکړی . ځکه چی ډیر ښه پوهیږی چی په دغوکې د هرې ژبې له مینځه تلل د ایران د ستر تاریخ او کلتور له مینځه تلل دي .

د اسلامی ایران د قوانینو په اساس  که څه هم د ایران د خلکو ګډه ، رسمی خط او ژبه فارسی ده خو په مطبوعاتو ، ډله ایزو رسندویو او د ځای  ژبو د اوسیدونکیو په سیمو کې په ښونځیو کې د هغو د ادبیاتو تدریس ازاد دې . همداراز د ښاریزتوب د حقوقو د منشور په اساس هر ایرانې د خپلې ځای ژبې  او لهجې په ویلو، تدریس اویادولو حق لري . په ایران کی د مورنۍ ژبې د بیاوړتیا لپاره ډیرې هڅې شوی دي .په دوي کې په کردستان پوهنتون کې د کردی ژبې او ادبیاتو او په تبریز پوهنتون کې د اذری ژبې د ادبیاتو او ژبې د څانګو جوړولو ته اشاره کولې شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د دنیا ژبو د بڼه غوره کولو اوپه بشپړه ژبې تر بدلیدو ډیره اوږده لاره وهلی ده او هره ژبه له هغو ګران بیه خزانو سره چی په ځان کې یې لري ، د زنجیر د کړیو په شان د انسان تاریخ جوړ کړې دې ، په مونږ کې هر یو د مورنۍ ژبې د وارث په توګه باید هڅه وکړو هغه ژبه چی زمونږ وګړنیز هویت یې جوړ کړې دې ، وساتو او خپل راتلونکی نسل ته منتقل کړو ترڅو د  ارزښتمن زنجیر دا کړۍ له مینځه لاړې نشی او بچیان مو د کلتوری او ژبنی تنوع په ټاټوبی کی ژوند وکړي .

پای