وحدت په اسلامی نړۍ کښې (7)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره اسلامی وحدت په اسلامی نړۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
په تېر مطلب کښې مو اشاره وکړه چې سید جمال الدین اسد آبادی د اسلامی هېوادونو د کمزورۍ د عواملو او د اسلامی دنیا د اتحاد د خنډونو په بیانولو سره سوچه اسلام ته د مسلمانانو ستنېدل، له دینی عقائدو او نظریاتو څخه د خرافاتو ختمول، د اخلاقی رذائلو په لرې کولو او په اخلاقو او دینی او انسانی طریقه باندې سینګارېدل، د قومی، مذهبی او ملی اختلافاتو څنګته اېښودل، له مستبدو واکمنانو سره د مبارزې لپاره کوشش، په سیاسی فېصلو کښې د خلقو مداخلت، د سائېنسو علم، ترقۍ او پرمختګ کاروان ته رسېدل او د لویدیځ د استعمار په مقابل کښې د اسلامی تشخص بڼه نیول د اسلامی هېوادونو د ترقۍ او قوت راز او د لویدیځ استعمار په وړاندې د وحدت عامل بلۀ. په دې پروګرام کښې به د اسلامی نړۍ د یو بل مصلح علامه اقبال لاهوری افکار او نظریات بیان کړوو.
علامه محمد اقبال لاهوری د اتلس سوه اوۀ اویایم کال د نومبر په نهمه نېته د نننی پاکستان د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښار کښې وزېږېد. هغه د ابتدائی تعلیم مرحلې په خپل پلارنی سیمه کښې تېرې کړې او لوړ زدکړو لپاره لاهور ښار ته لاړ. هغه د ماسټرۍ یا ایم اے د ډیګرۍ له حاصلولو وروسته د لاهور په ختیځ کالج کښې د فلسفې او سیاست استاد په توګه مقرر شو. هغه په نولس سوه پینخم کال کښې د زدکړو د دوام لپاره لندن ته لاړ او په کېمبرج پوهنتون کښې یې زدکړو ته دوام ورکړ. په اسلامی موضوعاتو کښې د هغۀ وېناګانې په اروپا کښې د هغۀ د شهرت سبب شوې. هغه په نولس سوه اتم کال کښې خپل وطن ته ستون شو او د لاهور پوهنتون د فلسفې د څانګې مشری یې په غاړه واخېسته.
په نولس سوه لسم کال کښې د بالکان او طرابلس د جنګ رامنځته کېدو په علامه اقبال باندې سخت تاثیر وکړ او په ذهن کښې یې له لویدیځ او اروپا سخته کرکه رامنځته شوه. په نولس سوه څوارلسم کال کښې د وړومبنی نړیوال جنګ شروع کېدو، د عثمانی حکومت دړې وړې کېدو، د اسلامی نړۍ وېشل کېدو، د اسلامی نړۍ په ځینو سیمو باندې د یو اروپائی هېواد تسلط او له خلقو سره د هغوی بې شمېرو جنایتونو او ظلمونو د اقبال په روح او تفکر کښې یو نوے بدلون راپېدا کړ او د لویدیځ په اړه یې د هغۀ نظریاتو ته شکل ورکړ.هغه په نولس سوه دېرشم کال کښې د مسلم لیګ ګوند د کلنی کانفرنس د مشر په توګه وټاکل شو او په اول ځل یې د پاکستان هېواد د جوړېدو طرحه وړاندې کړه او په جدی توګه یې تعقیب کړه. که څه هم د پاکستان د خپلواکۍ مسئله د هغه په ژوند کښې عملی نه شوه خو بالاخره یو خپلواکه پاکستان جوړ شو او اقبال د پاکستان د معمار لقب حاصل کړ. اقبال د اسلامی نړۍ د مختلفو سیمو مشکلات له نزدې څخه پېژندل او کوشش یې کوۀ چې خپله فلسفه او پوهه د اسلامی نړۍ له حقائقو سره وګنډی او د سیاسی او اجتماعی مشکلاتو لپاره یوه حل لاره راپېدا کړی. علامه اقبال یوازې په فلسفه کښې تدریس او تحقیق نه کوۀ بلکه معلوماتو یې آئیډیالوجېک اړخ پېدا کړ او د اسلامی دنیا له سیاسی او اجتماعی حقائقو سره په تړاؤ سره د مسلمانانو د بېدارۍ او د اسلامی نړۍ د نجات په خدمت بوخت شو.
علامه اقبال هم د سید جمال الدین په شان د اسلامی نړۍ د اتحاد او یووالی یو نظریه پرداز دے. که څه هم د اسلامی هېوادونو د وحدت او یووالی نظریه یې د سید جمال الدین له نظریې سره یوشان نه ده.
اقبال باوری ؤ چې مسلمانان له یوبل سره څه خاص جدی او بنیادی اختلاف نه لری او په اصولو کښې ټول متفق القول دی. د اقبال له نظره د مسلمانانو د وحدت بنیادی محور قرآن او سنت دی ځکه چې توحید یو نه شلېدونکے وحدت رامنځته کوی او په فکر او عمل کښې د مسلمانانو د یووالی سبب کیږی. اقبال د خلقت د نظام له وحدت څخه د مسلمانانو وحدت ته رسیږی او د وحدت او یووالی نظریه د قران شریف او نبی اکرم (ص) د سنتو په بنیاد ګرځوی. هغۀ د اسلامی دنیا د وحدت په تفکر کښې له تعصب، نژادی تبعیض او د اسلامی نیشنلزم په ذریعې د غېر مسلمانانو له سپکاوی او رټنې څخه وراخو ایرانی، افغانی، ترک او عرب څلور ملتونو ته توجه کړې او د اسلامی نړۍ د وحدت د بڼه نیونې لپاره یې د هغوی د کمزورۍ او قوت ټکو ته پاملرنه کړې ده. د دغه شاعر او فلاسفر له نظره مسلمان یو ملت دے او د اسلامی دنیا وحدت او یووالے په هیڅ یو خاص ملت او هېواد کښې نه رالنډیږی.
امر حق را حجت و دعوی یکی است
خیمههای ما جدا، دلها یکی است
از حجـاز و چیــن و ایـرانـیـم مـا
شبنـم یک صبـح خندانیـم مـا
د علامه اقبال له نظره ملیت پالنه چې کله وغواړی علم یا دین پېژندنې ته جغرافیائی ځانګړتیا ورکړی او له انسانی والی یې انکار وکړی نو د تعصب وجه ده. مغروره ملت علم او پوهه یوازې خپل حق بولی او نور ترې بې برخې کوی یا یو متعصب ملت علم او پوهه پردیو، کافرو، ختیځ یا لویدیځ لره بولی او ترې مخ ګرځوی. اقبال په دې باندې په اعتقاد سره چې یوه ورځ به د اسلامی دنیا اتحاد او یووالے د یو سیاسی او جغرافیائی حقیقت په شکل عملی شی وحدت ته د اسلامی هېوادونو د جدی پاملرنې غوښتونکے شو او دوه عاملان یې د دغه وحدت آفتونه وبلل. وړومبے دا چې یو مسلمان هېواد له خپلو مذهبی اصولو څخه د سترګو په پټولو سره ځینو سیاسی او اقتصادی قوانینو ته غاړه ایږدی. دویمه دا چې یو مسلمان هېواد په بل مسلمان هېواد حمله کوی. په همدې وجه هغه باوری ؤ چې د اسلامی هېوادونو ترمېنځ د اختلافاتو په راڅرګندېدو سره پکار دی سم د لاسه یې د هواری لپاره هلې ځلې شروع شی. د اقبال نصیحت دا دے چې اسلامی هېوادونه د نژاد، ژبې او وطن په شان موضوعاتو باندې د تکیې کولو په ځاے د خداے د ګران رسول (ص) د احکامو په بنیاد چې د ایمان او وحدت په ستنو ولاړ دی یو موټے شی.
علامه اقبال د خپلې زمانې سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو ته په پام سره د اسلامی نړۍ د اتحاد لپاره درې طریقې مطرح کړې او له هغو څخه په یوه یې تاکید کوۀ:
وړومبې دا چې ټول اسلامی هېوادونه دې تر یوې رهبرۍ لاندې راشی چې څه دا ممکنه خبره نۀ ښکاری.
دویمه دا چې اسلامی دنیا دې د یو فیډرېشن په شکل کښې راشی چې د اسلامی هېوادونو ترمېنځ د ناغږملیو ته په پام سره دا لاره هم عملی کېدونکې نه ده.
دریمه لاره چې اقبال یې د اسلامی نړۍ د وحدت او یووالی لپاره مطرح او ورباندې تاکید کوی دا ده چې اسلامی هېوادونه دې د کلتوری، اقتصادی، سیاسی او فوځی تړونونو په قالب کښې له یو بل سره نزدې تعلقات او ملګرتیاوې ولری. هغه باوری دے چې د اسلامی دنیا د مشکلاتو د هواری لپاره مسلمانان هېوادونه پکار دی د نبوی تعلیماتو په بنیاد له یو بل سره یو موټے شی چې له هلاکته نجات پېدا کړی. په دریمه طریقه باندې د اقبال تاکید د دې ښودنه کوی چې د وحدت په اړه د هغۀ نظر یو ارګانېکی نظر دے نه مېکانیکی. هغۀد خلافت لغو کېدنه د یوې نه انکارېدونکې چارې په توګه ومنله او د اسلام د اجتماعی ملګرتیا روح او بهرنی او عینی حالت ته د پام د لازموالی په اړه د ابن خلدون نظریاتو ته په اشارې سره یې وویل، په نوی حالت کشې د حقائقومنطق او لازموالی چې د معاصر تمدنی مسائلو ته په پام سره یې په اسلامی ټولنو کښې نوی ځواکونه رامنځته کړل په دودیز او صوری ډول د خلافت منل نه دی.
اقبال په دې عقیده ؤ چې خلافت د اسلامی امپراطورۍ د پېوستون په وخت کار امده او ګټور ړ خو هلته چې ایران او ترکیه د خلافت په چاره کښې د اختلاف په وجه له یو بله لرې او بېګانه پاتې دی، مراکش دواړو ته به بد نظر ګوری او عربستان په خپلو اوچتو خیالونو کښې ډوب دے خلافت یوه ګټوره او مناسبه اداره نۀ ښکاری،نو ځکه خلافت د ټولو مسلمانانو د نمائندګۍ وس نه لری. اقبال باوری دے چې اسلامی ټولنې پکار دی ازادی غوښتونکی غورځنګ ته په هرکلی ویلو او د خپلواکۍ او ودې په ترلاسه کولو سره ځان په اسلامی کورنۍ کښې د غړیتوب لائقې کړی او بیا په طبیعی شکل د نظر وړ وحدت ته چې له مصنوعی پولو او نژادی امتیازاتو وراخوا دے ورسی. اقبال په وضاحت سره د یو هېواد او اسلامی سیاسی ډلې په مشرۍ د یوې نړیوالې امپراطورۍ (ام القری) تشکیل یوه هېواد پراخوونکې، پراختیا غوښتونکې، تسلط لټوونکې او امپریالېسټی تئوری بللې او ورسره مخالفت کوی او دا خبره په ګوته کوی چې اسلام نۀ د قوم پرستۍ یعنې نېشنلزم دین دے او نه د استعمار او امپریالېزم دین دے بلکه د ملتونو یوه ټولنه ده چې مصنوعی پولې او نژادی فرقونه د پېژندګلۍ لپاره قبلوی نه دې لپاره چې د ټولنې د غړیو د نظر ژورتیا محدوده کړی.
هغه خاکی ملیت یا نېشنلزم په نفی سره د اسلام په بنیاد ملیت مطرح کړ او اعتراف کوی چې پکار دی د ملیت فکر له مملکتی چوکاټونو څخه څتګته کړې شی او په اسلامی تولنه کښې دینی وحدت او یووالے د عمل معیار وګرځولے شی. د اقبال د دینی ملیت نظریهد هغۀ په شعرونو کښې منعکس شوې ده.
مسلم استـی دل به اقلیمی مبند
گم مشو اندر، جهانِ چون و چند
مینگنجد مسلم اندر مرز و بوم
در دل او یاوه گردد شام و روم
طرح عشق انداز اندر جانِ خویش
تازه کن با مصطفی پیمان خویش
یا په یو بل ځاے کښې یې د اسلامی ټولنو کثرت په اسلامی وحدت کښې څرګند کړے او دا خبره داسې په ګوته کوی:
کثـرت هم مدعـا وحـدت شـود
پخته چون وحدت شود ملّت شود
زنده هر کثرت ز بند وحدت است
وحـدت مسلـم ز دین فطرت است
علامه اقبال د اسلامی نړۍ پرېشانی او د مسلمانانو رنځ او درد او د اسلامی هېوادونو ګډ وډ حالت ته پاملرنه کړې او د اسلامی نړۍ سیاسی او اخلاقی کمزوری ا و زوال او له هغو مشکلاتو او رنځونو څخه چې په دغه وجه یې زغمی سخت متاثره او غمجن ؤ. هغه د اسلامی نړۍ د وروستو پاتې والی، کمزورۍ او زوال اصلی علت د اسلام له معنوی او فکری ارزښتونو څخه لرې والے بولی او خپلې خودۍ یعنې ځان ته د ستنېدنې د آئیډیا په وړاندې کولو سره اسلامی نړۍ خپل کلتور، تهذیب او تمدن ته رابولی. اقبال له مسلمانانو غواړی چې خپلې خودۍ یعنې ځان ته ستانۀ شی او ځانونه په خپل تهذیب،کلتور، تمدن او اسمانی کتاب سره خړوب کړی.
په داسې حال کښې چې د اقبال د ژوند کښې د روڼ اندو زیاتره توجه د لویدیځی تفکر منلو ته وه هغۀ به په لویدیځ باندې نیوکه کوله او په دې ټکی به یې تاکید کوۀ چې مسلمانان پکار دی خپل اسلامی شخصیت او تشخص بیا وپېژنی او له لاسه تللے وحدت او یووالے بیا راپېدا کړی. اقبال د مسلمانانو د زوال علتونه او عوامل په دا ډول مسائلو کښې لټوی:
• له نویو ضرورتونو سره د مسلمانانو د کلتور او تهذیب نه سمون والے
• د ملی ګټو نۀ پېژندنه او ورته بې پامی
• د تعلیم او تربیت په نظام کښې جدی نقصانونه او نیمګړتیاوې
• په اسلامی ټولنو کښې تفرقه او د مساواتو نیشتوالے
• د مسلمانانو ترمېنځ د صوفی ګرۍ رواج
• تقلید
• د توکل له مفهومه غلط مطلب اخېستنه او ګڼنه
• د یو صالح او هوښیار رهبر نیشتوالے
• په اسلامی کلتور او تهذیب کښې له بهر نه داخل شوی غلط ذهنیتونه
هغه په اسلامی دنیا کښې د اتحاد لپاره د یواسلامی غورځنګ د بڼه نیونې لپاره په څلورو اصولو مشتمل یو پروګرام وړاندې کړے دے:
وړومبے اصل له قران سره مینه او د هغۀ اطاعت، لکه وائی:
گر تو میخواهی مسلمان زیستن
نیست ممکن جز به قرآن زیستن
دویم اصل اسلامی دودونو او روایتونو ته ستنېدل.
اقبال دا عقیده لری چې کوم ملت د زوال په حال کښې وی نو یوازې تېر روایتونه او دودونه ورته نجات ورکولې او حفاظت یې کولې شی.
دریم اصل، له اسلامی شریعت څخه پېروی:
اقبال د دې خبرې یادونه کوی چې کله مسلمانانو د خداے د ګران رسول (ص) تعلیمات هېر کړل نو د خپل شخصیت رغوونکے ځواک او حرارت یې بائېلود او د ذلت او پستۍ کندې ته وغورزېدل.
څلورم اصل، د یو ملی مرکز شتون:
اقبال دا عقیده لری چې دغه مرکز مسجدالحرام یا کعبه ده چې د اسلامی ټولنې د وحدت او یووالی نۀ فنا کېدونکے ځواک لری.
ګرانو او قدرمنو دوستانو په راتلونکی پروګرام کښې به د اسلامی نړۍ د یو بل مصلح محمد عبده افکارو ته یوه کتنه وکړوو تر هغه وخته روغ جوړ او بریالی اوسئ.
----------