د رجب میاشتې فضیلتونه
ای خدایا زمونږ حاجت او غوښتنه دا ده چی د رجب میاشتې روژتیان وبخښه ، نو خدای تعالی فرمایی ومې بخښل . هو دا شیبې او فرصتونه د توبه او دعا او مهربان خدای په لور د ستنیدا لپاره بهترین فرصتونه دي .
خدای تعالی فرمایی زه د هغه چا همنشین یم چی له ما سره همنشین وی او د هغه چا مطیع یم چی زما حکم ومنی او هغه کس مې وبخښه چی زما بخښنه وغواړی . دا د رجب میاشت زما میاشت ، بنده هم زما بنده او رحمت هم زما رحمت ، هر څوک چی ما په دغه میاشت کې وبولی مثبت ځواب ورکوم اوهر څوک چی له ما څه وغواړی نو ورته ورکوم او هر څوک چی له ما هدایت وغواړی ، هدایتوم یې ، ما دغه میاشت ځان او خپلو بندګانو ترمنیځ د ارتباط وسیله ګرځولی ده .
«««««««««««««««««««««««««««
د رجب میاشت د کال له غوره میاشتو او له فضیلتونو او خوبیانو ډکه ده . هغه نوی موسم چی پکی د خدای تعالی په در ګاه کی د عاشقانه تقرب غوټۍ ګلیږی او د الهی بخښښ او رحمت وږمې د زړه راښلونکی عطرو په شان فضا له خوشبو ډکوی . د رجب میاشت د د زړه اوځان د وینځلو او د غفلت د زنګونو د لیری کولو میاشت ده . دغه نورانی میاشت یو ډیر ښه فرصت دی چی انسان د خدای تعالی بندګی او عبادت ته مخه کړي او له روزه ، ذکر ، دعا په شان له عبادی عملونو ګټه پورته کړی تر څو د دِې بی ساری او فضلیت لرونکی میاشتې له برکتونو ګټه پړورته کړی . په دغه میاشت کی د استغفر الله و اتوب الیه او لا اله الله په شان د اذکارو او د سوره توحید زیات لوستل د مغفرت ، رحمت او نورو ډیرو بیشماره ګټو سبب کیږی .
حضرت امام جعفر صادق ع فرمایلی دي حضرت محمد مصطفی ص فرمایی رجب زما د امت د استغفار میاشت ده نو په دغه میاشت کې مغفرت وغواړئ چی خدای تعالی بخښونکی او مهربان دې .
حضرت امام کاظم ع هم فرمایی رجب یا بزرګې میاشت یوه عظیمه میاشت ده چی خدای تعالی پکې ښه عملونه څو برابره کوی او پکې ګناهانې ختموي پس هر څوک چی د رجب میاشتې یوه روژه ونیسی له جهنم د یوه کال په اندازه لیرې او هر څوک چی د دغې میاشتې درې روژې ونیسی نو جنت پرې واجب کیږي .
«««««««««««««««««««««««««««««««
هغه کسان چی په زړه کی یې د خدای تعالی مینه وی د رجب میاشتې له برکتونو د ګټه پورته کولو لپاره د بزرګې میاشتې له شیبو او ورځو په تیره بیا له ځانګړو ورځو ښه ګټه پور ته کوی او ورته ځانګړې پام کوي ، که څه د رجب درسته میاشت خدای تعالی او د هغه له ګرانو اولیاګانو سره ډیر فضیلت لري خو د دغې میاشستې ځیبنوې وختونه زیات فضیلت لري . د بیلګې په توګه د رجب میاشتې لومړنۍ جمعې شپه زیات امتیاز لري . رسول ا... مبارک فرمایی د رجب میاشتې له لومړنۍ جمعې شپې غافل نشئ چی پرښتګان هغه لیله الرغایب نوموي ځکه چی کله د شپې له دریو یوه برخه تیره شي درستې پرښتې د کعبې شریفې شاو خوا راغونډیږی ، هغه وخت خدای تعالی ورته د رحمت نظر کوی او فرمایی ای زما پرښتو هر څه چی غواړئ له ما وغواړئ نو پرښتګان وایی ای خدایا زمونږ حاجت او غوښتنه دا ده چی د رجب میاشتې روژتیان وبخښه ، نو خدای تعالی فرمایی ومې بخښل . هو دا شیبې او فرصتونه د توبه او دعا او مهربان خدای په لور د ستنیدا لپاره بهترین فرصتونه دي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د رجب د نورانی میاشتې له نورو برکتناکو ورځو چی د خدای د رحمت دروازې په بندګانو پرانستل کیږی ، د ایام البیض یا سپینې ورځې دی . دغه ورځې د رجب ۱۳ ، ۱۴ او ۱۵ دي . په دغو ورځو کې د روژې نیول او نورو عبادتونو سپارښتنه شوی ده . خو اهل دل دغه ورځې په کورونو کی نه بلکې په جوماتونو کې تیروی . د سلوک د لارې لارویان په دغو دریو ورځو کې په جوماتونو کې اعتکاف کوي . په دغو دریو کی له خداوند متعال سره راز و نیاز او مناجات یو خاص خوند او لذت لري . اعتکاف کونکی هغه عاشقان دي چی زړونه یې دنیا لیرې کړی او جوماتونو ته یې پناه وړی ده تر څو په عبادت او شپو تیرولو او روڼولو سره د مهربان خدای رضایت ترلاسه کړي . دغه عاشقان په دغو ورځو د خدای په لور خپل سفر پیلوی او د پروانې په شان د ملکوت په لور الوت کوي .
اعتکاف کونکی په پاکو جامو ، ښو اخلاقو او سوچه زړونو سره د خدای تعالی د حاجیانو په شان د الهی حرم محرم کیږی ، څومره ښکلی ده چی دنیا تر پښو لاندې کړې او څو ورځو په خالصانه ډول له خدای تعالی سره عاشقانه راز و نیاز وکړو او رڼا وغواړو .
رسول ا... مبارک فرمایی هر څوک چی د رجب میاشتې د مینځ درې روژې ونیسی او شپې لمانځونه وکړي له دنیا نه ځی مګر دا چی توبه یې قبوله شوی وی .
حضرت امام جعفر صادق ع هم فرمایی هر څوک چی د رجب میاشتې د ایام البیض روزې ونیسی نو خدای تعالی به د هرې روزې په بدل کی د هغه لپاره د یوه کال روزې او شپو تیرولو ثواب ولیکی او هغه به د قیامت په ورځ د جهنم له اوره په امن شویو ځای کې ودروی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
په ایام البیض کې روژې نیول او په واجبو لمانځونو سربیره د مستحبو لمانځونو ترسره کول راغلی دي چی ډیر ثواب لري . د دغو لمانځونو کیفیت په دې ډول دې چی په ۱۳ شپه دوه رکعته لمونځ وشی چی په هر رکعت کی یو ځل سوره حمد او سوره یس او تبارک الملک او توحید ولوستل شي او په ۱۴ شپه څلور رکعته یعنی دوه لمانځونه دوه رکعتی په هماغه کیفیت او په ۱۵ شپه هم شپږ رکعته لمونځ په دریو سلامونو سره په هماغه کیفیت .
له حضرت امام جعفر صادق ع روایت شوی دی چی هر څوک دغه لمانځونه وکړي د دې په شان دې چی د دغودریو میاشتو درست فضایل یې ترلاسه کړي دي او له شرک پرته درستې ګناهانې یې بخښل شوی دي .
«««««««««««««««««««««««
له دغو دریو شپو ، د رجب ۱۵ شپه ډیر شرافت لري . په دغه شپه د څو عملونو ذکر راغلې دې ، غسل ، په عبادت شپه تیرول . د حضرت امام حسین ع زیات لوستل که له نږدې نشی کیدلې نو له لیرې دا کار وشي . دیرش رکعته لمونځ چی په هر رکعت کې سوره حمد او لس ځل سوره توحید ولوستل شي . زیات استغفار کول او نور مستحبی اعمال د مفاتیح الجنان په شان په نورو معتبرو کتابونو کی راغلي دي .
د رجب د ۱۵ ورځ هم یوه خاصه ورځ ده چی په بندګانو د بخښلو او استجابت دروازې پرانستل کیږي او پکې عبادتونه ډیر معنوی اثار لري . په دغه ورځ هم د غسل او حضرت امام حسین علیه سلام د زیارت ذکر شوی دې . له ماسپښین لمانځه وروسته هم د ام داوود په نوم د اعمالو ذکر راغلی دې چی کیفیت یې د شیخ عباس قمی په مفاتیح الجنان کتاب کی په تفصل سره بیان شوې دې . د ام داوود عمل چی د دغې ورځې مستحبی عمل دې ، د خاصو حاجتونو د پوره کیدا ، د غمونو او د ظالمانو د ظلم د لیري کیدا لپاره ډیر اغیزمن دې . ایام البیض د حضرت امام علی علیه سلام په شان د ستر او عظیم شخصیت په زوکړې سره پیلیږي . په دې وجه د رجب میاشت د علی ع په میاشت هم مشهوره ده .
«««««««««««««««««««««««««
د اسلام عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د رجب میاشتې د عظمت او اهمیت په بیانولو کی فرمایی خداوند متعال په اووم اسمان کې د داعی په نوم یوه پرښته مقرره کړي ده ، هر وخت چی د رجب میاشت راورسي نو هغه بلونکی پرښته له شبې تر سهاره وایی څومره بختور دي هغه خلک چی په الهی ذکر مشغول دي ، څومره بختور دي هغه خلک جی په ډیرې ګروهنې سره د خپل پالونکی په لور متوجه دي او خدای تعالی فرمایی زه د هغه چا همنشین یم چی له ما سره همنشین وی او د هغه چا مطیع یم چی زما حکم ومنی او هغه کس مې وبخښه چی زما بخښنه وغواړی . دا د رجب میاشت زما میاشت ، بنده هم زما بنده او رحمت هم زما رحمت ، هر څوک چی ما په دغه میاشت کې وبولی مثبت ځواب ورکوم اوهر څوک چی له ما څه وغواړی نو ورته ورکوم او هر څوک چی له ما هدایت وغواړی ، هدایتوم یې ، ما دغه میاشت ځان او خپلو بندګانو ترمنیځ د ارتباط وسیله ګرځولی ده.
«««««««««««««««««««««««««««««««
د رجب میاشتې د حرمت رعایتونکیو او د دغې میاشتې د اعمالو ترسره کونکیو ته رجبیون ویل کیږي . په دینی روایتونو کی له رسول ا... مبارک او معصومینو ع راغلي دي په تحقیق سره چی قیامت په ورځ به پرښته ندا کوي ، این الرجبیون ، چیرته دي هغه کسان چی د رجب میاشتې درناوې یې کاوه ؟ له ډیرو نفوسو به یوه ډله راپاڅی چی څیرې به یې نورانی وي او په سر به یې تاجونه وی چی پرې یاقوت به لګیدلي دي ، په هغو کی د هر یو کس په ښې لاس زر پرښتې او په کینړ لاس هم زر پرښتې وی چی هغو ته به مبارکی وایی او له خدایا به ورته ندا وشي ، زما بندګانو په عزت او جلال مې قسم چی تاسو ته به اوچت ځای او مقام درکړم او تاسو به هلته ځای پر ځای کړم چی نهرونه جاری وی او تاسو به هلته جاویدان ووسو ، ځکه چی تاسو په خپله زما لپاره په هغه میاشت کې چی ما لوی کړي وه ، روژه ونیوله او عبادت مو وکړ . بیا به پرښتانو ته خطاب وشي ای زما پرښتو زما بندګان جنت ته ورداخل کړئ .
هو رجبیون هغه سوچه بندګان دي چی په دنیا کی او خلکو ترمینځ بې نام او نشان ژوند کوي او په پاک او بی ریا او له غفلتونو ، کینو او ګناهانو په پاکیزه زړه سره ځان د الهی رحمتونو د نزول لپاره چمتو کوي .
حضرت امام خمینی رح د رجب میاشتې په اړه فرمایی ، د رجب د میاشتې لوی والې او شرافت په ژبو ، په ویناو ، فکرونو او عقلونو کې نه خایږي . رجب د استغفار او دعا میاشت ده او په دغه میاشت کې د استغفار په اړه ډیرې سپارښتنې شوي دي .
پای