د ټرمپ دوه مخي سیاستونه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i89978-د_ټرمپ_دوه_مخي_سیاستونه
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ټرمپ د دوه مخي څيرې او دوه مخي سیاستونو نومې د لړۍ له نننی یودیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،په نننی مطلب کې له کرونا ویروس سره په مقابلې کې د ډونالډټرمپ د سیاستونو دغبرګونونو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2020 11:08 Asia/Kabul
  • د ټرمپ  دوه مخي سیاستونه

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ټرمپ د دوه مخي څيرې او دوه مخي سیاستونو نومې د لړۍ له نننی یودیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،په نننی مطلب کې له کرونا ویروس سره په مقابلې کې د ډونالډټرمپ د سیاستونو دغبرګونونو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي .

             د امریکا ولسمشر  ډونالډټرمپ   سپينې ماڼۍ له رسیدو وخت راهسې  داسې کومه اونۍ  نه ده پریښودلې چې  پخپلو ټویټونو،څرګندونو او فیصلو سره ئې  کوم جنجال رامینځةکړی نه وي . د ټرمپ د نه اټکل وړ  او له اخلاقي او سیاسی عرفه بهر  چلند او ګفتار  لامل شوی چې  هغه د امریکا د  ولسمشرۍ په مقام  تل د خبرونو په سر کې شي .  په داسې حال کې چې  په کرونائي بحران کې د امریکائي قربانیانو شمیر د ټرمپ په اعتراف  یو لک کسانو ته په نزدیکیدا دی .  د امریکا ولسمشر دکرونائي بحران  د پایلو له ژور چیلنج سره  مخامخ دی . کرونا ویروس   د ولسمشرۍ  انتخاباتو ته په پاتې له اوو میاشتو هم په کمې مودې کې  دمرۍ په هډوکي بدل شوی دی .

 ډونالډټرمپ  هڅه کوي ،په ډيموکراټانو په تور لګونې سره او یا هم د کرونا  ویروس د خوریدا د لامل په توګه د  چین په معرفي کولو سره ، له کرونا ویروس سره  په مقابلې کې پخپلو ناکاره اقداماتو باندې زیاتیدونکي نیوکې کمې کړي ،  خو  د ټرمپ دغه تور لګونو بیا هم د ټرمپ  تمې پوره نه کړائ شوې  او نظرغوښتنې د ټرمپ دموقعیّټ دځوړتیا ښودنه کوي . د کرونا پراخه خوریدا، له یوې خوریدونکي ناروغۍ سره دمقابلې لپاهر د نړۍ  درهبرۍ  یو مدعی حکومت   بې وسي  نندارې ته وړانډې کړدې ده .  ټرمپ او په سپینې ماڼۍ کې د هغه ټيم  هڅه کوي ، په هیواد کې د کرونا پراخه خوریدا  یو  عادی وضعیّت وبریښوي  څو  دکرونا ناروغۍ  دخپریدا په کنټرولولو کې  او د  کرونائي ناروغانو  په ساتنې کې   پر خپلو ناکامیو برغلوی کیږدي .

           د امریکانیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپل یوه راپور کې لیکلی دي ، په داسې حال کې چې  د امریکا ولسمشر په دغه هیواد کې د کرونا ویروس  د خوریدا له امله  د محدودیتونو پر لغوه کولو ټينګار کوي ، د هغو  اقداماتو په اساس  چې ددغه هیواد  حکومت  انځور او وړاندې کړی دي ، په  جون میاشت کې به په امریکاکې د کرونا ویروس دقربانیانو شمیر په ورځې کې  درو زرو ته ورسیږي . همدااوس  په امریکاکې هره ورځ   کابو  یو زر اوه سوه پنځوس کرونائي ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي په همدې اساس د امریکا د حکومت د داخلی راپور په اساس په دغه هیواد کې به د روانې میلادی میاشتې  تر وروستیو پورې  په کرونا ویروس  دککړو کسانو شمیر په ورځې کې دوو لکوکسانو ته ورسیږي .دا په داسې حال کې دي،چې  دم ګړۍ  په دغه هیواد کې هره ورځ کابو پنځه ویشت زره کسان په کرونا ویروس ککړیږي.دا اټکل،د امریکا درملنې د کارپيژندو هغه لومړنۍانديښنه تائيدوي چې  خبرداری ئې ورکړی ؤ،د اوسنیو محدودیتونو لیرې کیدا به د مارچ میاشت د مینځنیو پړاؤ  حالت ته وروګرځوي ، چې  په کرونا ویروس د ککړو زیات شمیر په دلیل، ناروغان  د روغتونونو  په لارو او پوړیو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي .

                د تر ټولو وروستیو احصایو اوشمیرنو په اساس، تر دې دمه په درستې نړۍ کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا په هماغه کرونا ویروس  د ککړو کسانو شمیر  له څلور میلیون او یو لک تنو اوښتی دی  او له دغو کسانو څخه  کابو دوه لکه اتیا زره شپږ سوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دی او همداراز  وئيل کیږي ، چې  له درملنې وروسته  له دغه شمیره  کابو یو میلیون څلور لکه پنځوس زرو پورې کسان ښه شوي او له روغتونونو رخصت شوي  دي .امریکا هماغه راز په نړۍ کې  په کرونا د ککړو او  ددغې ناروغۍ له امله د قربانیانو تر ټولو زیات شمیر لرونکی لومړنی هیواد دی . ډونالډټرمپ په کرونا ویروس د ککړتیا او دمړینو  په سرکې  دامریکا  له لومړني لمبر ګټلو سره سره یوازینی شی،چې ورته ډيرمهم دی،انتخاباتو ته په پاتې څو میاشتو کې  د خپل موقعیّت او ځائګي ساتل دي . سی این این ټیلیویژني چینل  په یوه وروستي راپور کې لیکلی دي ،ډونالډټرمپ د کرونا ویروس  له پراخې خوریدا سره د حکومت د چلند او مقابلې  او په دغه مرګوني ویروس دککړتیا له امله د مړینو د شمیر  زیاتیدا ته د حکومت  د بې پامۍ  په نسبت د  امریکایانو  د  اندیښنې په اوج کې  ډونالډټرمپ،غواړي،له رسمي اعلان پرته،د روانې میاشتې تر وروستیو پورې او سوکه سوکه دسپيڼې ماڼۍله کرونائي بحران سره دمبارزې کاري ډله  ړنګه کړي .د ټرمپ دغه سیاست د قرنطینه   کونې دختمولو دزمینې د برابرولو او د شرائطو  دعادي ښودلو لپاره  دی . داپه داسې حال کې دي چې اټکلونه  د کرونا ویروس دپراخې خوریدا ښودنه کوي

Image Caption

 

               د واشنګټن  پوهنتون د سلامتیا د ارزونې او سنجونې دموسیسې مدیر کریسټوفر موري وئيلی دي،دا ویره شته،چې د کرونا خوریداد تر اوړي پورې  د امریکا زیاتره  ایالتونو ته وغزیږي .: په دې باب د عمومی روغتیا د کارپيژاندو د خبرداریو د زیاتیدا په باب هغه اټکلونه ،چې   د اقتصادی حالت د ښه کولو په هیله،د ټولنیزو او  تجارتی محدودیتونو د لیرې کولو لپاره غوښتنه،د انسانانو د ژوند په بیّهَ شاک رامینځةکوننکي نتیجې درلودلی شي،زیات کړي دي .

په امریکا کې د مهمو درملو د پراختیامسئول  ریک برایټ   په همداوروستیو کې  له خپلې څوکۍ استعفی ورکړې ده ریک برایټ چې دامریکا د روغتیا  او درملنې د برخې په ایشواکونکي  مشهور شوی دی،د ټرمپ په حکومت کې ئې ددغې حوزې  کارپيژاندي تورن کړی دی له کرونا ناروغۍ سره  دامریکا خلکو ته دوکه ورکوي . برایټ وئيلی دي ، دټرمپ په حکومت کې مختلف کارپيژاند  هڅه کوي ،دکرونا  ناروغۍ خطره کم اهمیّته وبریښوي . د مریلنډ  پوهنتون د نظر سنجۍد نتیجو په اساس د ایالتونو دګورنرانو ددباؤ به خلاف  امریکایان  د لازیاتومرکزونو له پرانیستو سره مخالف دي او د قرینطینه د دوام غوښتونکي دي .ددې په ترڅ کې چې امریکایان دریسټورانونو،پلورنځایونو او د نورو  کرکسب  د فعالیتونو  له پیلولو اوپرانیستلو سره مخالف  دي .دغه غبرګون حتی د هغو محدودیتونو دکمولو لپاره د ګورنرانو  داقدام په باب دی ، چې د کرونا ویروس له زیاتې خوریدا سره د مقابلې لپاره ئې د هیواد اقتصاد ، له بندون سره مخامخ کړی دی .

Image Caption

 

              د سی این این خبری چینل په انټرنیټي سایټ کې د  ګلوریا برګر په لاس په لیکل شوي  یوه تحلیل کې  راغلي دی،ډ ونالډټرمپ  ډیره زیاته هڅه کوي، د هیواد حالات  عادي او ښه وبریښوي،په داسې حال کې چې  دغه شان نه ده.  د امریکا د ولسمشر ټرمپ لپاره  ستاینه ،د  آکسیجن  په څیر ده،پر دې اساس  د تیرې یکشنبې په ورځې ئې د ابراهم  لینګن د مجسمې تر څنګ له کرونا ویروس سره  په مقابلې کې  دخپل بریالیتوب په باب آزادو څرګندونو  ،هغه ته حتما ښه احساس ورکړی دی . د سی این این چینل دغه  شناندی ګلوریا  برګر لیکلي ،ټرمپ یوه دنده لري ، او باید پخپلې دندې عمل وکړي  او خلک قانع کړي چې  د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ  د خپریدا په علت   له ترټولو بدو شرائطو سره سره  ئې  هیواد په  ماهرانه انداز سره  هدایت کړی دی ډير زر به ددغې ناروغۍ د درملنې واکسن پیدا کړي،هیوادته  به په معجزانه توګه   نوی قدرت او طاقت  ورکړی  او ژوند به عادي حالت ته وګرځي .خو دا کار باید د ټرمپ لپاره ډير سخت وي .د سی این این دغه شناندي  په دوام کې لیکلي دي،  ټرمپ یوازې غواړي،دغه ټولې ستونزې ختمې شي،خو په دې باب د ولس قانع کول چې  دغه پيښه  به رامینځةشي،ډیره سخته ده .د مثال په توګه،ټرمپ هڅه کوي ، چې ووائی ، اصلی ګرَم چین دی  او  هغه به  دا ثابته کړي . هغه  هڅه کوي  چې ووائي ، که  دی د چا په رټلو پسې ګرځي،نو ههغه د یالتونو ګورنران او له هغه مخکې تیر شوي ولسمشران دي . ټرمپ پخپل ذهن کې  یو ژغورونکی دی .

             د کرونا ویروس په باب د امریکا  د ولسمشر  خبری غونډو ته په پام سره،  پيّو موسیسې  پخپلې وروستۍ نظر غوښتنې کې  ښودلې ده چې  دامریکا  اتیا فی صدي خلک  ټرمپ  یو خود غرضه  کس ګڼي .په هر ځاي کې له ښکاره کیدا او  د توجه  له جلبولو سره  د ټرمپ تر لیونتوب حده دلچسپي او ځان منامي،څوکلونه کیږي،چې  هغه ئې دې اړ کړی څو له خبریالانو سره د  سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي ویندویانود لیدو کاتو څو کلن سنت او دود په لغوه کولو سره ، پخپله دغه کار په غاړه اخستی دی .  ټرمپ چې  په سپينې ماڼۍ  کې   دمطبوعاتي کنفرانسونو دترسره کولو ریکارډ لري ، دا خیال کوي ،دغه کار  دهغه په ګټه دی ، په داسې حال کې چې  هر څه په بشپړ ډول ددې په اپوټه دياو د هغه په شخصیّت کې ئې داسې ډير کمزوري ټکي رابرسیره کړي دي چې  د نورو د ملنډو  او طنز کونې لامل شوي .

Image Caption
Image Caption

 

ټرمپ  خیال کوي کرونا ویروس او رسندویو ته د عمومي ا فکارو پام ، د هغه  د ښکاره کیدو او هغه ته د خلکو دپام او توجه  لپاره یو فرصت دی  په همدې دلیل زیاتره په مطبوعاتيمرکو کې حاضریږي . خو د ټرمپ دغه ډيره راښکاره کیدا او چټي خبرو کول ئې لامل شوي دي،خلک ورځيني مخ  واړوي .د فوربس د راپور په اساس،د اپریل له اته ویشتمې،د مئ تر لومړۍ نیټې پورې د سی بی ایس  ټيلیویژني چینل  او یوګاؤ موسیسې ګډه نظرسنجي،له ټرمپ څخه د جوزف بایډن د شپږ فی صدو پورې د مخکې کیدا ښودنه کوي .په دغې نظر غوښتنې کې دټرمپ  پلویانو  وئیلي دي  هغه  په کرونا ئي بحران کې له اندازې زیات خپل ځان په رسندویو کې ښودلی  او ۵۳فی صدي برخه اخستونکو وئیلي دي  د امریکا د ولسمشر له لیدلو ستړي شوي دي .یولس فی صدی نور هم په دې اند دي چېد ټرمپ رسندوئي شتون،   په اندازې سره دی .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************