یَامَن لایُحیِی المَوتَی اِلاهُوَ
روژه د خدای میلمستیه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې روژه د خداي میلمستیه نومې د لړۍ له ننني اته ویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې هم له خدای پاک سره د مناجاتو په باب درسره غږیږو،هیله د ه داستفادې وړ مو وګرځي .
وائي ، په تاریخي سرچینو کې راغلی دي ،چې دعاشورا په پيښې کې د حضرت امام حسین علیه السلام پر ملا د ټپونو نښې لیدل کیدې . له حضرت امام سجاد علیه السلام څخه چا ددغو ټپونو په باب پوښتنه وکړه ، نو هغه بزرګوار هم وفرمائيل ؛ دا ټپونه دهغو کڅوړو له امله دي ، چې امام بزرګوار پر اوږو اوچتولې اواړمنو او مِسکینانو ماشومانو او میرمنو ته به ئې وړلې.
= پالس= وائي،ما دا روایت ډير خوښ دی او هیله مې داده چې په ژوندکې زما رسالت همدا شي .دا چې د یوه یتیم پر خولۀ مُسکاراولم،لکه چې زما دماشمتوب د وخت ،نو زړه مې کرار ویني .
...................................................
بیا وائي زما پر میز زما د پلار یو تصویر کیښودل شوی دی ، چې زه ئې په غیږې کې نیولی یم اود آنارو د یوې ونې مخې ته چې له سرو ګلانو ډکه ده ولاړ دی او په خوله ئې مُسکا ده .... زه هم په هغه عکس کې خاندم . هره شپه چې د خپلو بچیانو لیک پرانیزم ، او لولم ئې ، نو د یوه د ولس کلن زوي لیک لولم ؛؛؛ چې پکې لیکلي دي ،،،،، سلام وي پر تا چې نه دې پيژنم ته څوک ئې او د کوم ځاي یاست.....
نو زما په بدن کې ولوله راولي او په ځان کې مینه اوعشق احساس کوم او د ما لپاره د یتیموالي درد زغمل تر یوه حده آسانوي . ډاډمن یم ،که ته نه وائ ، نو زما دردونه او غمونه به دوه چنده کیدل . ..... هر سهار وختي چې له خوبه راپاڅيږم ، او د سهارنۍ پر دسترخوان د خپل پلار خالی ځاي وینم ، نو د ژوند ټول کړاؤنه او د ردونه مو تر سترګو وړاندې راغونډ شي ، خو کله مې چې په هغې ډالۍ سترګې پریوځي چې تا ماته راکړې وه ،نو آرامښت راپه برخه کیږی او له ځان سره وایم ،،،، که څه هم پلار مو له نړۍ سترګې پټې کړي دي ، خو دغه مینې اومحبتونه له مینځه نه دي تللي ........
........................................
وائي ، د هغو ماشومانو لیکونه چې خپل پلاران ئې له لاسه ورکړي، لوَلَم او دخپل ماشوموالي شپې ورځې راته یادیږي .یوې اوه کلنې جینۍلیکلي وو،ته پوهیږې،له کوم وخت راهسې چې پلار مې مړ شوی،هیچا د ما د زیږیدو جشن نه دی جوړ کړی او هیچا راته ډالۍ نه ده راکړې . ګواکې بابا چې لاړ دی ،،،، زما د ژوندټوله خوشالیانې ئې له ځان سره وړي دي ....... خو زه خپه نه یم ،،،، زما ښکلي ننځکه !!! نوله کله چې ته راغلی ئې ، نو زه دشپو په وخت یوازې نه یم .... هغه شپې ورځې هیڅکله هم نه هیروم . هغه ورځ چې زما ملګرې (حامي )ته راته ډالۍ کړې ، وې وئيل ، راځه دغه ننځکه ډيره یوازې ده ، زړه ئې غواړي چې یوه ښه ملګرې ولري ......
............................
نو وائي ، ومو خندل ،نو د ما پر شونډو دنړۍ تر ټولو تل پاتې مُسکا او زه د نړۍ تر ټولو کرار زړه لرونکي یم . په دې چې په دغې لارې دې سمه کړم ،،،ائ لویه خدایه !ستا ډ یره منندويه یم . ائ خدایه! ائ هغه خدایه ، چې له هغه پرته پر غیبو څوک نه پوهیږي ........
زه تل فکر کوم ، پلار دې رانه واخست څو د هغه د غم نه د رلودل ما پلار کړي . د لسګونو یتیمانو معنوي پلار .......
خدایه! ائ هغه خدایه ، چې له تا پرته بل څوک غمونه بیرته نشي راګرځولئ.....
پلار دې رانه په حکمت سره واخست، څو ډير ماشومان د خپل پلار نشتوالی احساس نه کړي . ........
.......................................................
بیا وائي ،،، په ماشوموالي کې مې تل زړه غوښتل چې یو سائيکل ولرم ، خو دغه هیله مې هیره کړې وه ،تر دې دچې د یوه ماشوم لیک لاس ته راورسید..... له هغه وخته چې خلک اوکوڅې مې وپيژڼدلې ، نو غوښتل مو یو سائيکل ولرم ، نو پر ما ئې ملنډې وهلې چې سائیکل نه لرم او زه دې خبرې ډير کړَولم . یوه ورځ مې ولیدل زمونږ د کور په انګڼ کې یوډير ښکلی او نوی سائيکل ولاړ دی او پرې لیکلي دي وو،،،،، زوکړه دې مبارک شه ........ نو له خوشالۍ په جامو کې نه ځایئدم او چغې مې پورته کړې .... وروسته وروسته پوهه شوم زما ملګرې حامي دغه ډالۍ راته برابره کړې وه . نو په زړه کې مې ووئيل ، ،،،خوشاله اوسې چې ،،،،ز ه دې خوشاله کړم . کاش ،،،،، هغه ټول بچیان چې ،،، سائیکل غواړي ، نو وې ئې لري . ......
.....................................
وائي ،،،،ائ خدایه! ائ هغه خدایه ، چې له هغه پرته بل څوک نشي راپنځولی!!! ائ هغه خدایه،چې له هغه پرته نعمتونه بل څوک نشي بشپړولی ! ...... که له ما څوک تپوس وکړي د نړۍ تر ټولو ارزښتمند کار څه دی ؟ نو وایم ،،،،، دا چې یو زړه خوشاله کړي .......نعمت بشپړوې ائ لویه خدایه ، ائ د کارونو بشپړونکیه!........ زما زړۀد تا په قدرت او ارادې سره خوشالیږي ، ،،، البته کړیدل ئې د مونږ په لاس کې دي ....... مونږ یو زړه کړولی شوو، یو انسان وژلی شو،په تراخې او سختې لهجې او تندو خبرو سره ، ،، هیڅ ستره خبره نه ده چې که یو زړه وکړوي ، نو د قتل او وژنې په منحوسې لارې کې ئې ګام کیښودلی دی .........
او ممکنه ده که کوم زړه خوشال کړي او د چا پر شونډو مُسکا راولي ، او هغه زړه خوشبختي احساس کړي ، نو هغه وخت .... د هغه زړه ژوندی کیږی........
د یوه یتیم ماشوم زړه ..... له نورو ټولو زړونو لازیات نازک دی ، یوې نرئ شیشې په شان .... د یوه شپارک د وَرَزر په څير ..........
.....................................................
= ائ خدایه ! .... ائ هغه خدایه ، چې له هغه پرته بل څوک کارونه نشي برابرولی
(موسیقي و زیرصدای جمله زیر را ادامه دارد)
خدایه ! ...... ائ هغه خدایه ، چې له هغه پرته زړونه بل څوک ونه لړزوي.....
کله چې یتیمه شوم، نو یتمیم پالنه دې راډالۍ کړه . زما د لیکنې پر میز د ما دپلار تصویر کیښودل شوی دی چې زه ئې په غیږې کې نیولي یم او د آنار د سرو ګلونو څخه ډکې دی وې ونې په وړاندې ولاړ دی او پر خوله ئې مُسکا ده . زه هم خاندم . .....هره شپه د خپلو بچیانو یو لیک رااخلم ، او لوِلم ئې . یو ځل په هغوکې یو خپه ؤ او ماته ئې یولیک لیکلی ؤ څو له ماسره د زړه خوله وکړي..... نو ځواب مو ورته ولیکه او زړه ئې کرار وموند.... اوس ئې بل نوی لیک رالیږلی دی .... هغه مو پرانیست،په هغه کې ئې یو شعر لیکلی ؤ .....
ګفته ام بارها و می ګویم ، بې وجودش،حیات مکروه است .....
همه عمر تکیه ګاهم بود،پدر نام کوچکش کوه است .......
وائي ، ،،، په کرتو مې وئيلي دي او وایم ، دهغه له شتون پرته ، ژوند مکروه دی ......
په درست ژوند کې مو پرې تکیه درلوده ،،،، د پلار بله نامه غَر دی ......
.............................................
وائي ،،،، د پلار تصویر ته سترګې غړوم ، نو له ځانه پوښتنه کوم،،،،، دا باغ چرته دی . په زړه کې راته څوک ځواب راکوي ،،، او وائي ،،، دا باید د جنت یو باغ وي .......
.............................................................
دوستانو خداوند متعال په قرآن کریم کې ۲۳ځله یتیمان یاد کړي دی او له یتیمانوسره مینه او احسان ئې د ایماندارو دنده بللې ده او دا له مور پلار سره د احسان ترڅنګ ګڼي .
او همداراز پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) هم فرمائي ؛ هرڅوک چې د یوه یتیم سرپرستي وکړي ، تر دې چې بې نیازه ئې کړي ، نو خداوندمتعال ددغه کار په سبب پر هغه جنت واجب کوي، هماغه شان لکه چې د یتیم د مال په خوړلو ئې د جهنم اور واجب کړی دی :::
ګوینده : ائ هغه خدایه !چې له هغه پرته غیب باندې څوک نه پوهیږي،،،، ، ائ هغه چې له هغه پرته بدئ اوکړاؤنه بل څوک نشي ستنولی ،،،،
(د جوشن کبیر د غوره دعا یوه برخه )
ائ هغه ،،،، چې له هغه پرته بل څوک نشي پیدا کولی ،،،،
ائ هغه چې له هغه پرته بل څوک ګناهانې نشي بخښلی ،،،،،
ائ هغه چې له هغه پرته بل څوک نعمتونه نشي بشپړولی ،،،،
ائ هغه چې له هغه پرته بل څوک زړونه نشي بدلولی ،،،،
ائ هغه چې له هغه پرته بل څوک کارونه نشپ سمولی ،،، ،
ائ هغه چې له هغه پرته بل څوک باران نشي ورولی ،،،،،،
ائ هغه چې له هغه پرته بل څوک روزي نشي پراخولی ،،،،،،
ائ هغه چې له هغه پرته بل څوک مردګان نشي ژوندي کولی ،،،،،،
تۀ پاک ئې ،،،، د تا تسبیح وایوو،،،
ائ هغه چې له تا پرته بل معبود نشته ، ،،،،،
ته فریاد آوریدونکی ئې ،،،، ته فریاد آوریدونکی ئې ،،،،،
ائ پروردګاره ! مونږ د جهنم له اوره وژغورې ......................
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************