د ښه ژوند کولو هنر
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i92016-د_ښه_ژوند_کولو_هنر
لومړی باید د سم تفکر په مهارت سنبال شو . پوهه شو چی تجروبه ، مطالعه ، له نورو درس او عبرت اخیستل ، له نورو سره سلاو مشوره وغیره زمونږ ذهن خلاصوی او زمونږ د تفکر قدرت زیاتوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2020 10:07 Asia/Kabul
  • د ښه ژوند کولو هنر

لومړی باید د سم تفکر په مهارت سنبال شو . پوهه شو چی تجروبه ، مطالعه ، له نورو درس او عبرت اخیستل ، له نورو سره سلاو مشوره وغیره زمونږ ذهن خلاصوی او زمونږ د تفکر قدرت زیاتوی .

ښه ژوند د هر انسان ارزو ده خو باید پوهه شو چی یو ښه ژوند د هغه نه بللی میلمه په شان ندی چی راتاو شی اوناڅاپی ورداخل شی بلکې ښه ژوند باید جوړ کړې شی . د ښه ژوند کولو هنر په پروګرام کی ګام په ګام پرمخ لاړو او د ژوند له بیلا بیلو مهارتونو سره بلد شو. اجتماعی او ګړنیز مهارتونوه چی زمونږ د ژوندکیفیت بدلوی . ومو ویل چی باید حرکت پیل کړو  او له لټۍ ، د وخت له ضایع کولو ډډه وکړو . دغه مهم ټکی باید هیر نکړو چی تر څو چی ځان لوړ نکړو نو ژوند به مو هم لوړ نشی . د ژوند مهارتونه د وګړیو د سازګارۍ قدرت لوړوی ، وګړې کولې شی چی اجتماعی مسولیتونه او شخصی ژوند بهتر کړی او خپل وسونه وښی او د مشکلاتو په اوارولو کې د بی وسۍ له امله له تاوانونو په امان کی پاتې شی .

لومړی باید د سم تفکر په مهارت سنبال شو . پوهه شو چی تجروبه ، مطالعه ، له نورو درس او عبرت اخیستل ، له نورو سره سلاو مشوره وغیره زمونږ ذهن خلاصوی او زمونږ د تفکر قدرت زیاتوی .په خپل ځان کی په تفکر کولو ، د طبیعت په پیژندلو ، د خدای تعالی په پیژندلو او د پنځون د راز په پوهیدلو سره په عالم کی خپل ځای پیدا کړو او هغه وخت له ځانه وپوښتو ، خدای تعالی زه د څه لپاره پیدا کړی یم او زما مسولیت او دنده څه ده ؟

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د ښه کیدالپاره اړمن یو چی په یوه هینداره کی خپل حقیقی زه ووینو . له ځانه  دخبریدا مهارت د هر وګړی د کمزورتیا او قدرت د ټکیو پیژندل دی ، که هر وګړی له ځانه خپل حقیقی انځور ترلاسه کړی او خپلې ګروهنې او اړتیا ښې وپیژنی نو په خپلو وسونو ، کمزورتیاو ، وړتیاو او کمیو ډیر ښه پوهیدلې شی چیدا کار د چارو پر مخ بوتلو کې ورسره ډیره ښه مرسته کولای شی . همداراز  هغه امکانات چی لرو او بیا د خپلو اروزګانو او ارمانونو لیسټ چمتو کړو  او بیا یې یوه جاجونه وکړو ، د خپل ژوند هدف وټاکو، په ژوند کی بیا د مهمو هدفونو لیسټ برابر کړو او لومړیتوبونه مشخص کړو ، او بیا د خپلو هدفونو لپاره په پوره زړه او توان سره هڅه وکړو . خو دغه ټاکی ته باید پام وشی چی هدفونه باید حقیقی وی ، غیر وافعی هدفونه معنا او ګته نلری ځکه چی که هر څومره ورپاره هڅه او زیار وویستل شی نو بیا هم بندون ته رسو ، که د خپلو وړتیاو او امکاناتو په اساس خپل هدفونه وټاکو نو ورته رسیدل به نږدی او اسانه وی .

««««««««««««««««««««««««««««««««

له پیژندلو وروسته د وخت مدیریت ډیر اهمیت لری . د وخت سم مدیریت یعنی د فرصت نه ضایع کول او له شیبو ، دقیقو ، ساعتونو ، ورځو او کلونو سمه او دقیقه استفاده چی دا خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره د وګړی مرسته کوی . د وخت مدیریت یوه ډیره مهمه مسله ده ، په تیره بیا په دغه د ټیکنالوجۍ او چټکتیا پړاو کی ورته ډیر پام شوی دی . البته په اسلام او نورو اسمانی کتابونو او همداراز د رسول ا... مبارک ، امام علی ع او نورو معصومو امامانو په  زرینو قولونو کی هم د وخت اهمیت او د وخت د نه ضایع کولو موضوع ډیره ښه او روښانه بیان شوی ده .

 مثلا په قران کریم کی د کال د میاشتو او موسمونو په اړه  راغلی دی ، ووایه چی دا میاشتې د خلکو د ژوند د نظام لپاره د وختونو ښودنه کوی . (سوره بقره ایت ۱۸۹ )

حضرت امام علی ع هم  په یوه  وینا کی فرمایی و له ننه دې سبا لپاره توښه واخله او د وخت پیدا کول غنیمت وبوله او له فرصت ، مهلت او امکاناتو استفاده وکړه .

د وخت د مدیریت او هدف ته د رسیدا په لاره کی د حرکت لپاره پیاوړی ارادې ، هڅې ، له ماتو نه ویریدا او سخت کوشش ته اړتیا ده . په حقیقت کی د ژوند ښه کیدا ولوله او شوق غواړی او هڅه او جدی توب . په دنیا کی ډیر ترلاسه شوی بریالیتوبونه  د دې نتیجه دي چی یوه وګړی اراده کړی ده چی بریالی شی . څیړاندی وایی چی ولوله او شوق د مثبت فکر نتیجه ده . نو ځکه منفی فکر کول د ښه ژوند کولو په لاره کی ستر خنډ حسابیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

یو انسان د ښه ژوند کولو اوخپلو هدفونو ته د رسیدا او هڅې او کوشش لپاره سلامتیا ته اړتیا لری . خپلو خوړو ته پام او خپلې اروا ته توجه هغه مسله ده چی باید ترې غافل نشو . د بدن په سلامتیا کی د خوړو انډول ، ورزش ، مثبت فکر ، پوره خوب ، څښل وغیره ډیر اهمیت لری . له بل پلوه اروایی سلامتیا هم له بدنی سلامتیا کم اهمیت نلری له خدای تعالی سره ارتباط ، په ځان کې د معنویت پیاوړی کول ،  له نورو سالمو انسانانو سره  ارتباط په تیره بیا د کورنۍ له وګړیو سره رابطه او اړیکی د وګړی په  اروایی سلامتیا کې ډیر اغیز لری . د ښه ژوند کولو لپاره باید مینه وکړو  او مینه ترلاسه کړو . مینه د اب حیات په شان ده چی که غوڅه شی نو وګړی د یوه شلم ګل په شان شی . مهربانی د ورښت ده چی د ژوند هوا تازه کوی او غوټۍ په ګلونو بدلوي .

د خپلې کورنۍ له غړیو سره مثبت ارتباط ډیر ګټه ور کیدلې شی . له احترام او مینې ډګ چلند په تیره بیا له مور او پلار سره ډیر زیات اهمیت لری . هغوی د مینې ، ایثار او له ځانه تیریدنې چینې دي او خپل عمر یې لکه د باغبان په شان د خپلو بچیانو لپاره لګولې دی . د هغو قدرونه او د هغو د حرمت خیال ساتل ، د یوه وګړی د تکامل له نښو نښانو دي . همداراز له بلې خوا د نږدې ملګرو ساتل چی د انسان غمخوار او خواخوږی بلل کیږی ، دا هم د یوه وګړی په مهارتونو کی شامل دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

خواخوږی او یو زړه توب ، له نورو سره ګوزارې کول ، د ښو خبرو کول ، ریښتون والې ، صبر کول ، د غوسې او ژبې کنټرولول  په یوه وګړی کی د روح او روان د سلامتیا له نښو نښانو دي . دغه ښکلی صفتونه و خوبیانې پراخوي او د ټولنې فضا ښایسته کوی . د دې په اپوټه کنځل کول ، کینې ، حسد ، ځان منمۍ  او استعمار پالنه ، بدرد ویل ، بداخلاقی او داسې نور بد کارونه  ژوند د وګړی او د هغه د شاو خوا کسانو لپاره تریخوی . دا رذالتونه لکه د تورووریځو په شان دي  چی ورو ورو پراخیږی او ممکنه ده د هغو په پراختیا سره  د ټولنې فضا بدیانو په لور ورکش ویل شی او ارامښت او اروایی ارامښت ګډوډ شی ، نو ځکه هر وګړی د ښه کیدا لپاره باید هڅه وکړی .

اوس په ماډرنې دنیا کی ژوند ډیر روانی او روحی فشارونه هم لري چی دا د انسان په ژوند منفی اغیز شیندی  او د کله کله د جدی مسکلاتو استونزو سبب کیږی ، د عصبی فشارونود کنټرولولو په زده کولو او د منفی فکرونو پر ّځای د مثبتو فکرونو په ذهن کی راوستل د دغه ډول ستونزو مخه نیولاې شي .

مثبت انسانی او اجتماعی ارتباطات ژوند ته تازه رنګ او بوی ورکوی ، کله چی له ځانه بد صفتونه لیری کړو او مثبت صفتونه ورځای کړو نو د ودې او لوړتیا لاره پیدا کوو . په دې لاره کی د نورو له تجروبو استفادې کول ، د بزرګانو له ویناو استفاده او له پوهو کسانو سره سلاو مشوره هم ډیر اهمیت لري .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

 ژوند سره باید مینه وکړو  او د ژوند هرې  خوږې او ترخې شیبې ته امید وبخښو و باید له ژوند خوند واخلو او درستې شیبې په خاطرو بدلې کړو . ځکه چی مونږه یوازې یو ځل د ژوند کولو فرصت پیدا کوو . له نورو عبرت اخیستل او د مناسبو بیلګو غوره کول د بدلون لپاره ډیر ښه فرصت دې .

بندون ته رسیدلی ژوندونه  او د هغو دلایل مونږ سره مرستاه کولې شی چی په هغې لارې ګام پورته نکړو  او ښه له بدوجلا کړو او له بدیو لیرې شو . لکه بداخلاقی ،. له میرمنې یا خاوند سره مینې نه درلودل ، حرکت نه کول ، لټی ، غفلت ، دروغ ، کینه ،  حسد  وغیره دا د ژوند افتونه دي چی باید ځان ترې وساتو . له خپلې  کورنۍ سره وخت تیرول ، د خپلو بچیانو ښه تربیت او روزل ، له نوروسره مرسته او خواخوږی ، د خپلې ژمنې کول ، ریښتای ویل ، دا ټول د ښه ژوند کولو مهارتونه دي چی د ژوند درستې شیبې ورسره ښایسته کولې شو او ښه ژوند تجروبه کولې شو .

هیله لرو چی هغه څه چی په د غه پروګرام کی ورباندې وغږیدو د ښه ژوندکولو کی مونږ سره مرسته کړی وی .

پای