الهی نومونه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i92722-الهی_نومونه
خدای تعالی په دغه ایت کی خلقت او دهر څیز پنځول خپل خالق نوم پوری تړی او په بله وینا په دغه ایت کی فرمایی خدای تعالی د خالق په نوم هر څیز پنځوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2020 11:38 Asia/Kabul
  •  الهی نومونه

خدای تعالی په دغه ایت کی خلقت او دهر څیز پنځول خپل خالق نوم پوری تړی او په بله وینا په دغه ایت کی فرمایی خدای تعالی د خالق په نوم هر څیز پنځوی .

خدای تعالی د هغه څه په بیانولو کې چی د هستۍ په نظام کی تیریږی ، لکه خلق او تدبیر ، مرګ او له مرګه وروسته ، قیامت او حساب کتاب او جزا او انعام ، په اسمانی کتاب قران کې خپلو ښایسته نومونو ته اشاره کړی ده او هره چاره یې د خپل خاص نوم پورې تړلی ده . د بیلګې په توګه د زمر سورت په ۶۲ ایت کی فرمایی ، خدای د هر څیز خالق دې او هغه په هر څیز وکیل دې .

خدای تعالی په دغه ایت کی خلقت او دهر څیز پنځول خپل خالق نوم پوری تړی او په بله وینا په دغه ایت کی فرمایی خدای تعالی د خالق په نوم هر څیز پنځوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

خلق د خالق نوم جرړه ، د قدر او اندازې په معنا ده ، قدر هماغه د څیزونو مهندسی (انجنیرینګ ) دې . یعنی هر کس چی کوم څیز پنځوی ، په حقیقت کی د هغه څیز مهندسی پر غاړه اخلی ځکه چی هر څیز پردې سربیره چی په خاصو اندازو جوړیږی ، د هغه څیز د جزیاتو او ترتیب سره کیښودلو کې هم اندازې رعایتیږی . خدای تعالی د قمر سورت په ۴۹ ایت کی فرمایی ، مونږه هر څیزپه اندازې سره جوړ کړی دی .

 نو خالق د ټولو موجوداتو په خلقت کې دقیقه اندازه لری . لکه څرنګه چی نن سبا د علم په پرمختګ سره د طبیعت په نظام کې د غږملتیاو او ښکارندو تر مینځ د دغې ځیرتیا او نظم اندازه  له مخکې زیاته ښکاره شوی ده . د د ستور پیژاندو او کاینات پیژاندو د کشفیاتو په اساس  د کهکشانانو درست حرکتونه یوه خاص نظم په اساس دي ، که نن ستور پیژاندی له لسګوتنو مخکې درست حرکتونه اټکل کړی ، نو د خلقت د نظتام په دلیل دی . د میږیو په شان په وړکوټو موجوداتو کې دومره پیچلی نظام ، رګونه ، اعصاب ، او نور ډیر دقیق نظام ، ظرافتونه او حیرانونکی غږملتیا ، په ریښتیا چی انسان حیرانه کوی .

البته دغه اندازې یوازې د کمیت په مسله مدی ، په کیفیتونو کې هم دغه اندازې ډیرې زیاتې دقیقې دي . هغه نظام چی د انسان په روح اوغریزو حاکم دې ، د انسان په فردی او اجتماعی غوښتنو په لاره کی دقیقه اندازه لری چی که په هغه کې معمولی شانته بدلون هم رامینځته شی ، نو د هغه وګړونیز او اجتماعی ژوند نظام ګډوډیږی . د یوه وګړی روحیاتو ته بی پامی او یا له حده زیات پام وګړې له روحی انډوله ویستلې شی .

Image Caption

 

د شیانو د همدغو اندازو ترمینځ تناسب او غږملتیاوې دی چی ویل کیږی خالق هغه څوک دې چی په لومړی پړاو کې د قانون او قاعدې په اساس څیزونه مهندسی کړی دی او وخت او ځای یې ټاکی او جوتوی . بیا په بل پړاو کې پنځون وربخښی او رامینځته کوی یې ، پر دې اساس د موجوداتو پنځون یو مخه ندی او معموله مرحله په مرحله دی . د انسان د خلقت په شان چی خدای تعالی د مومنون سورت له ۱۲ تر ۱۴ ایتونو کې فرمایی ، په پریکنده توګه مونږه انسان له خټو جوړ کړ ، بیا به مو هغه په رحم کې د نطفې په شکل په ارامه ځای کی کیښوده ، بیا به مو نطفه د وینې بسته کړه ، بیا مو د وینې غوټه (بسته ) د ژول شوی غوښې په شان کړه ، بیا مو ژول شوی غوښه د هډوکو په شکل کړه ، بیا مو هډوکو په غوښې پټ کړل ، او بیا مو ورته نوې پنځون وبخښه ، پس لوی دې هغه خدای چی بهترین پنځونکې دې .

یا د هود سورت په اوم ایت کی فرمایی ،هغه دې چی مځکه او اسمان یې په شپږو ورځو کې جوړ کړل .

البته قادر خدای نړی او ټول موجودات په یوه پړک کې پنځولی شی ، خو مادی نړۍ د اسباب او مسبباتو د نظام تابع ده او د خدای تعالی اراده او غوښتنه د دغو قواعدو او قوانینو په اجرا ده چی د نړۍ خلقت هم پکې شاملیږی . دغه قوانین چی په درسته هستۍ کې به له  لومړیو تر ابده اجرا شی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

بل ټکې دا چې پنځول رامینځته کول یا بی مخینې رامینځټه کول دی او خالق هغه څوک دې چی یو نوې حیز چی تراوسه نه وو موجود ، رامینخټه کوی . د بیلګې په توګه څوک چی د یوه ګادی په جوړولو بریالی کیږی ، د هغه خالق هم بلل کیږی . اوس که دغه ګاډې د تولید کرښې ته وسپارل شی ، نو نور نوی ګاډی چی له کارخانې بهر راووځی ، نوې جوړونکی یې نشو بللې ځکه چی په هماغه فارمولا جوړ او هماغه پرزې پکې استعمال شوی دي ، نو ځکه هغه کس چی نور ګاډی یې جوړ کړی دي د ګاډیو خالق نشو بللې . د خالق یوه مهمه ځانګړنه د مخکینی موجود د پنځولو لپاره د نورو کسانو د وس نه درلودل دی . اوس په ټولو سیارو او پیژندل شویو کهکشانونو کې په زرګونو موجودات پنځول شوی دي . دغه لیدل کیدونکی او نه لیدل کیدونکی موجوداتو پنځول خالق ته اړتیا لری . هغه خالق چی د دغه وړتیا ولرلې شی چی  داسې موجود راوپنځوی چی له بل موجود سره یو شانته نه وی . او جالبه دا چی نن سبا انسان دغه حقیقت ته رسیدلی دی چی دوه انسانان ، دوه حیوانات ، دو بوټی  او حتی دوه کاڼه داسې نه وی چی په بشپړه یو شانته وی . په همدې دلیل ده چی په درسته نړۍ کې د وګړیو د هویت د تشخیص لپاره  د هغود ګوتو له پرینټ مرسته واخلی . ځکه چی د هر وګړی د ګوتې پرینټ  له بل وګړی سره توبیر لری ، ټول وګړی خپل خاص د ګوتې پرینټ لری ، حتی هغه کسان چی له دنیا لاړ دي  ، نو ځکه یوازې خدای دې چی خالق مطلق دې او هماغه دې چی دومره ستره دنیا پنځولې شی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

خدای تعالی د هر څیز خالق دې ، خو جالبه دا چی د عظیمو کهکشانونو ، سمندرونو ، ونو ، بوټیو ، حیواناتو ، غرونو ، دښتو ، او نور راز راز څیزونو کی انسان بهترین پنځ معرفی کوی .

خداوند متعال په سوره رحمان کې له درستو مخلوقانو لومړی د انسان د خلقت یادونه کوی او هغه ته اشاره کړی ده . د دغه پام دلیل هغه ځای او اهمیت دی چی انسان له نورو مخلوقاتو سره لری . خدای تعالی د بدن په پنځولوسربیره په انسان کی د روح په نوم بل څیز هم ګرځولې دې ، . هغه روح چی خدای لره دې ، نو ځکه د لوی خدای د خلیفه شایستګی لری . لکه څرنګه چی د سوره ص په ۷۱ او ۷۲ ایتونو کی فرمایی ، یاد کړه هغه وخت چی کله د تاسو خدای پرښتو ته وفرمایل چی زه به له خاورو انسان جوړ کړم ، پس هغه وخت چی هغه مو په خلقت بشپړه ښکلی کړ او له خپل روح مو په هغه کې پوه کړ .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

دوستانو زمونږ د پروګرام وخت نور پای ته ورسید ، خو په پای کی د تاسو پام د حج سورت ۷۳ ایت ته راګرځو چی فرمایی ، ای خلکو د تاسو او د تاسو بوتانو په اړه مثال راوړل شوی ، پس ورته غوږ کیږدوی ، په تحقیق سره هغه کسان چی د خدای پر ځای یې رابولئ هیڅکله یو مچ هم نشی پیدا کولې ، که ټول ورته راغونډ شي  اوکه مچ له هغو کوم څیز وتښتوی نو ورڅخه یې بیرته نشی اخیستلې .

په دغه ایت کی جوته شوی ده که ټول قدرتونه چی انسان یې د علم او قدرت په لوړ حد کې پیژنی ، ر اغونډ شی او ټول علوم ، اسباب ، امکانات او تجهیزات میدان ته راوړی او راغونډ یې کړی ، نو یو مچ هم نشی پیدا کولې ، مچ یوه وړه شانته حشره ده خو که هغه له علمی اړخه وجاجوو نو وبه وینو چی د مچد مغزو ودانۍ ، د اعصابو لړۍ او د بدن نور غړی د یوې  ډیرې  سنبالې  الوتکې ، برلاسه او پیچلې دې او اصلا له هغه سره د پرتلنې وړ ندی . اوس بالفرض چی  که انسان وکولی شی  له بې ځانه موادو ژوندی سلول جوړ کړی ، نو څوک کولې شی په سلګونووړکوټی سترګې چی هره یوه پکې ډیر ظریف دوربین او طبقې او الې لري ، د یوه بل په څنګ کې کیږدوی او د حشرې په مغزو کې د هغو ارتباطی  څانګې ته پیوند ورکړی او د هغو په وسیله معلومات د حسرې مغزو ته منتقل کړی او حشره وکولې شی په مناسب وخت کې د هغو پیښو په نسبت چی په شاوخوا کې یې تیریږی ، غبرګون وښی . ایا که ټول انسانان راغونډ شي نود داسې موجود چی ظاهرا ناڅیزه دې ، د پنځولو قدرت لری ؟او که وکولې شی ایا د پنځون په همدغه نړۍ کې به له موجودو وسایلو مونتاژ او یو ه ترکیبه بره څه بل څه وی ؟

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

پای