الهی نومونه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i93255-الهی_نومونه
. ایرانی فقیه ، متکلم او فیلسوف امام محمد غزالی په دې باره کی وایی ، څوک چی د یوه څیز د جوړولو اراده کوی نو درې پړاونه لری ، لومړی د هغه اندازه او اړخونه ټاکی ، بیا هغه رامینځته کوی او په دریم پړاو کې هغه ته شکل ورکوی ، هغه کس ته په لومړی مرحله کې خالق ، په دوهم پړاو کې باری او په دریم پړاو کې مصور وایی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2020 12:22 Asia/Kabul
  • الهی نومونه

. ایرانی فقیه ، متکلم او فیلسوف امام محمد غزالی په دې باره کی وایی ، څوک چی د یوه څیز د جوړولو اراده کوی نو درې پړاونه لری ، لومړی د هغه اندازه او اړخونه ټاکی ، بیا هغه رامینځته کوی او په دریم پړاو کې هغه ته شکل ورکوی ، هغه کس ته په لومړی مرحله کې خالق ، په دوهم پړاو کې باری او په دریم پړاو کې مصور وایی .

عزیزانو هغه یو ایت چی د الهی نومونو په بحث کې یې ډیر یادیږی ، د حشر سورې ۲۴ ایت دې چی فرمایی ، هغه دې پنځونکې خداې او له هیڅ د جاندارو پیدا کونکی ، بی ساری مصور، دهغه ښه نومونه ډیر دي .

په دغه ایت کې له خالق  او باری نوم وروسته د مصور نوم راغلې دې . مصور د خدای تعالی یو بل نوم دې چی د څیرې جوړونکی په معنا دې . له خالق او باری نومونو وروسته د دغه نوم ذکر ګویا د نړۍ په رامینځته کولو کې وروستې کار دې . لکه څرنګه چی دنیا د خالق په نوم په ټاکل شوی تقدیر مهندسی شوی او د باری په نوم رامینځته کیږی اودمصورپه نوم صورت او شکل پیدا کوی . ایرانی فقیه ، متکلم او فیلسوف امام محمد غزالی  په دې باره کی وایی ، څوک چی د یوه څیز د جوړولو اراده کوی نو درې پړاونه لری ، لومړی د هغه اندازه او اړخونه ټاکی ، بیا هغه رامینځته کوی  او په دریم پړاو کې هغه ته شکل ورکوی ، هغه کس ته په لومړی مرحله کې خالق ، په دوهم پړاو کې باری او په دریم پړاو کې مصور وایی .

په انفطار سوره کې لولو ، هماغه کس چی ته یې راوپنځولې  او د تا غړی یې جوړ کړل او په هر شکل یې چی غوښتل ته یې ترکیب کړې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د مصور نوم د صورت له مادې د کوم څیز د شکل او هیت په معنا دی .د لغت په ډیکشنرۍ کې هغه چا ته چی خپل جوړشوی یې په دې ډول  جوړ کړی وی چی  یوه بل ته ورته والې ونلری ، شکل جوړونکی وایی . خدای تعالی مصور دې او په درست عالم کې په دغه نوم تجلی کوی او د څیزونو له جوړولو وروسته هغو ته شکل او صورت ورکوی او دا شکل ورکول په بهترین ممکن ډول دی . خدای تعالی د سجده سورې په اوم ایت کې فرمایی ، هغه خدای چی د هر څیز خلقت یې ښه کړ .

د شیانو او موجوداتو په پنځون کی په ځیرتیا سره چی هر یو د اندازې ، د کار کولو ، ظاهر او ډهانچې  له نظره متناسب اجزا لري ، پوهیدلې شو چی هر یو موجود ځان لپاره خپله خاصه ښکلا لري چی له هغه بشپړه نشی کیدلې او دا خدای تعالی دې چی د خپل حکمت په اساس یې هغه په بهترین او ښکلی شکل راپنځولی او دنیا یې په دومره حکیمانه نظم ولاړه کړی چی له هغه بشپړه یې تصور نشی کیدلې او په مخلوقاتو کې  بهترین صورت انسان سره اړه لری ، لکه څرنګه چی د تغابن سورې په دریم ایت کې فرمایی ، او د تاسو صورتونه یې ښایسته جوړ کړل . یعنی خدای تعالی انسان ته ښایسته ، زړه راښلونکې شکل او په نهایت کې نظم او استحکام وبخښه . د انسان  ځانګړی ډهانچه هغه ته دا امکان ورکوی چی راز راز کارونه او نازکې یا درندې صنایع جوړې کړی  او د بیلا بیلو غړیو په درلودلو سره  په اسانۍ سره ژوند وکړی او د ژوند له مواهبو ګټه پورته کړی . انسان د د زیاتره حیواناتو په اپوټه چی په خله  اوبه او خوړه خوری ، په خپل لاس او په ځیرتیا او ظرافت سره خوړه او د څښاک څیزونه راخلی او خله ته یې وړی او دا چاره له ککړو خوړو د پاکو خوړو په انتخاب کی ډیره مرسته کوی . په اسانۍ سره له میوې پوستکی لیری کوی او نه استعمالیدونکی څیزونه لیری غورځوی .

پر دې اساس خدای تعالی انسان  له هر نظره ښایسته او مناسب پنځولې دې هم له جسمی او هم له عقلی او روحی پلونه ، ځکه چی هر ډول وړتیا او استعداد یې پکې کیښودلې دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

هماغه ډول چی پوهیږئ د هر څیز انځور  د مخکینی خیال او تصور په اساس دې ، خو خدای تعالی له مخکینی مخینې پرته هر موجود په خپلې خاصې ښکلا سره جوړ کړی دی .

حضرت امام علی ع  د نهج البلاغه په ۱۶۵خطبه کې په دې باره کی فرمایی ، خدای تعالی له حیوان ، جماداتو و ساکن او متحرک حیرانونکی مخلوقات راوپنځول او د خپل عظیم قدرت او پنځون روښانه نښې نښانې یې ښکاره کړې ، په دې ډول چی عقلونه یې مطیع ، معترف او تسلیم کړل .

د یو والی دلایل یې زمونږ په غوږونوکې هماغه راز انګازې کوی ، د مرغیانو ډول ډول شکلونه یې جوړ کړل ، هماغه مرغیانې چی د مځکې په درزونو ، پراخو درو او غرونو په څوک کې یې ورته ځای ورکړ ، هماغه مرغیانې چی رنګا رنګ وزر لري . خدای تعالی دا ټول په داسې حال کی رلاوپنځول چی مخکې د هغو هیڅ نښه  او نمونه نه وه  او بیا یې په ډیرو ښکلیو او حیرانونکیو شکلونو سره راوپنځولې ، په دوی کی یو ډیرښکلی او حیرانونکی  طاوس دې چی خدای تعالی په ډیر مناسب او ښکلی شکل جوړ کړی دی  او ډیر ښکلی رنګونه لری  .طاوس ډیر ښکلی او حیرانونکی حرکتونه په هماغه وزرو سره ترسره کوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««

د مور په خیټه کې د انسان صورتګری په هغه تورتمه چاپیریال کې یوه ډیره بدیع ، عجیبه او په ریښتیا چی حیرانونکی ده . په تیره بیا په هغه ټولې تنوع سره چی د شکل ، جنسیت ، ډول ډول غریزو ، صفتونو او وړتیاو له امله لري . نن سبا د انسان د خلقت پیچلتیا او عظمت د جنین پیژندنې د علم په پرمختګونو سره  له بل هر وخت زیات ښکاره شوی  ، لکه څرنګه چی جنین چی په پیل کی یو سلول لرونکې مخلوق وی ، هیڅ غړی نلری او په ډیر عجیبه سرعت  سره د مور په رحم کې هره ورځ تازه شکل پیدا کوی ، ته به وا چی یو ماهر او زبردست انځور ګر د هغه په خوا کی ناست وی او شپه ورځ پرې کار کوی او له دغه ناڅیزې ذرې په لنډ وخت کې انسان جوړوی چی ظاهر یې ډیر ښکلی او د وجود دننه یې یو ډیره ظریفه او پیچلی ، دقیقه او حیرانونکی سیسټم موجود دې . خو هغه څه چی له نور هر څه زیات انسان حیرانوی ، د انسانانو ډول ډول شکلونه او څیرې دي . تاسوئ په نړۍ او تاریخ کی د انسانانو په شمیر څیرې وینئ ، دا څرنګه ممکنه ده چی د انسان څیره چی سترګې و غوړونه ، سونګه او نور غړی لري ، له یوه بل سره توپیر لري ، په ریښتیا چی دا یوازې د خدای شان دې .

خدای تعالی د ال عمران سورې په ۶ ایت کې فرمایی ، هغه دې چی د میندو په رحم کې هر څرنګه چی وغواړی انځور کوی ، له هغه پرته هیڅ معبود حکیم وسمن ندې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

مصور هم محسوساتو او هم معقولاتو لپاره کارول کیږی . هغه څه چی مونږه یې حس کوو او وینو یې ، انځوریږی او هغه څه چی په خپل ذهن کې یې پالو ، هم شکل او بڼه غوره کوی . زمونږ عقلی او فکری تصورات  ټول د مصور د نوم په مرسته بڼه غوره کوی . په حقیقت کی خدای تعالی انسان د صورتګرۍ د خیال قدرت هم ورکړی دی . انسان په خوب او ویښتیا کی د انځورونو او صورتونو د پنځون توان لری .

انسان کله چی د بهشتی باغونو او قصرونو ښکلی انځورونه چی ډیرې ګڼې ونې لری او له هغو لاندې نهرونه جاری دي ، او د شیدو او شاتو نهرونه او پرښتې چی په قران کریم کی ذکر شوی دي ، له ځان سره تصور کوی نو له شوقه الوت کوی تاو د خدای تعالی د عبادت او ملاقات ته نوره هم لیواله کیږی . البته دا قوه هغه  وخت خپل کار په سم ډول ترسره کولای شی چی سالم پاتې شی او سلامتیا یې په مراقبت او خیال ساتلو سره ساتل کیدلای شی . یعنی هر انسان د هغه څه خیال وساتی چی ونی یې ، اوری یې ، خوری یې ، وغیره . خپل ځان او روح ککړتیاو زیات وساتی  او د اسنان د خیال قوه خپل کار په سم ډول ترسره کړی . له دې امله عبادتونه او طاعتونه د خیال د پیاوړتیا سبب کیږی  او که داسې نه وی نو د خیال قوه انسان ته کاذب او اپوټه شکل ښی .

پای