د شکرې ناروغۍ نړیواله ورځ
د وروستیو شمیرنو په اساس په دنیا کې په هرو اتو ثانیو کې یو کس د شکری ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی ، دا هغه شمیر چی د روغتیا نړیوالې ادارې اعلان کړې دې . باید ووایو چی د شکری ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمیر له ټی بی ، مالریا او ایډز په وجه له وژل شویو کسانو زیات دې . په نړۍ کې په شوګر اخته کسان ۴۶۳ میلیون دي او تر ۲۰۳۰ پورې به له نیم میلیارډ هم واوړي .
د نومبر 14 د شکری مرض نړیواله ورځ ده . د شکری نړیوال فیډریشن (idf)او نړیوال روغتیا سازمان په ۱۹۹۱ میلادی کال کې دغه ورځ دغې زیاتیدونکی ناروغۍ ته د نړۍ د ډیر پام اړولو لپاره د دیابت یا شوګر نړیواله ورځ ونوموله . دغه ورځ د فرډریک بانټینګ له کلیزې سره برابره ده چی په ۱۹۲۲ کال کې یې له چارلز بیسټ سره یو ځای انسولین کشف کړل چی د دغې ناروغۍ په کنټرولولو کې یې نه انکاریدونکې رول درلودلې دې .
دغه ورځ هرکال په نړۍ کې د حکومتونو ، اورګانونو ، حکومتی او غیر حکومتی ادارو لخوا په زیات مشارکت او ملاتړ سره لمانځل کیږی . هغه شعار چی د سږ کال لپاره غوره شوی دې ، نرسان په شکرې کې تفاوت رامینځته کوی ، (nurses make difference for diabetes )دې . حاضر دمه د نړیوالې روغتیا د کار نیم کارکونکی نرسان دي ، هغو په خپلو ارزښتمنو اقداماتو سره په شکری ناروغۍ له اخته کسانو سره مرسته کوی او ناروغانو ترمینځ د شوګر د اغیزو په کمولو کې ډیر مهم رول لری .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د وروستیو شمیرنو په اساس په دنیا کې په هرو اتو ثانیو کې یو کس د شکری ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی ، دا هغه شمیر چی د روغتیا نړیوالې ادارې اعلان کړې دې . باید ووایو چی د شکری ناروغۍ له امله د وژل شویو کسانو شمیر له ټی بی ، مالریا او ایډز په وجه له وژل شویو کسانو زیات دې . په نړۍ کې په شوګر اخته کسان ۴۶۳ میلیون دي او تر ۲۰۳۰ پورې به له نیم میلیارډ هم واوړي . دغه شمیر به تر ۲۰۴۵ پورې له ۷۰۰ ملیون کسانو هم واوړي نو ځکه د دغې ناروغۍ په کنټروولو کې د نړیوالې ټولنې کوشش او هڅه ضروری ده .
مونږ ټه ول په ځلونو ځلونو د شکري د مرض نامه اورېدلي خو د هغه څه په اړه کوم چی د ناروغ سړی په بدن کی تر سره کیږي پوره معلومات نه لرو، داسی یوې پوښتني لکه چی ولي زمونږ د وینی په شکره کی زیاتوالي راځي؟ آیا د هغه علت د خواږه خوراکونو زیات استعمال دی؟.
په نړۍ کی تر نیم میلون څخه زیات د څوارلس کاله کم ماشومان او زلمیان د شکری د مرض په اول ډول باندی اخته دی او هم داسی څلور سوه پنځه لس میلیون نه زیات لویان چی عمرونه یې د شلو کلونو بیا تر نهه اویا کلونو پوری دی هم په دې مرض باندی اخته دی.
د شکری د مرض ټوټل کلنی لګښت شپږ سوه درو اویا میلیارد ډالره دي، یعنی د نړۍ د هېوادونو د سلامتیا د بجټ دولس فیصده د شکري د مریضۍ د علاج لپاره مصرف کیږي.
په شکرو باندی د اخته کسانو یاد شوي شمېر، د شکري د نړیوال فدراسیون په درو ویشتمه نړېواله غونډه کی وړاندي شوی دي، ناسالمه خواړه او په فیزیکي فعالیتونو کی کموالې د شکري د ناروغۍ د دوهم ډول د پیدا کېدو علت دی چی د شکري د ناروغۍ عمده لګښتونه پر همدغه دوهم ټایپ باندی مصرفیږي له هم دې کبله د شکري د ناروغۍ په دوهم ټایپ باندی د اخته کېدو څخه مخنیوی د لګښتونو د کمولو تر ټولو کرنده لاره ده، د زدکړي سره کولای شو پر دوه هغه عاملونه (فیزیکی فعالی کموالې او ناسالمه خواړه) چی د شکری د ناروغۍ د دوهم ټایپ زېږونکی دی بری تر لاسه کړو.
کابو د بدن ټولي حجرې د ژوندی پاته کېدو لپاره ګلوکوز یا هم د وینی شکری ته ضرورت لری، په هم دې خاطر کولای شو چی ګلوکوز په یو ښار کی د دودو پیسو سره مقایسه کړو چی د ښاریانو یا د بدن د حجرو لومړني اړتیاوی تامینوی. ګلوکوز په حجره کی دننه سوځی او د ژوندانه لپاره اړینه انرجۍ او مټابولیزم تامینوی.
شکره داسی یو مرض دی چی په بدن کی د ګلوکوز د مصرف پر څرنګوالې اغېز پرېباسي، ګلوکوز د بدن د انرجۍ د پوره کېدو او د سلامتۍ لپاره مهم دی ځکه چی په بدن کی د حجرو د انرجۍ منبع ده. ګلوکوز د ماغزه اصلی سونګ دی، د شکري د ناروغۍ علت د هغې په څرنګوالۍ پورې اړوند مختلفه دی.
د شکري د ناروغی نښې د هغې د ډول په څرنګوالې او د ناروغ د جنسیت پوری اړوند پرک کوی، خو د څرنګوالې پرته دې ناروغی په وینه کی د شکرو د کچي لوړېدو سبب وشي چی په وینه کی د شکري زیاتوالی بیا د انسان روغتیا د جدی ګواښ سره مخ کولای سی.
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د دیابت یا شکره څرنګه ناروغی ده، دیابت داسی مزمنه ناروغي ده او هغه وخت را منځ ته کیږی چی په بدن کی د پانکراس غړۍ په کافی کچه انسولین تولید نه کړی او یا هم بدن د ورپېښ عوارض له کبله ونه کړای شی چی د تولید سوی انسولین څخه ګټه پورته کړي.
انسولین داسی یو هورمون دی چی په وینه کی د شکری کچه تنظیموی، انسولین د وینی څخه شکره حجرو ته انتقالوی تر څو ذخیره شی او یا هم د انرجۍ د تر لاسه کولو لپاره کار ورڅخه اخیستل کیږی، په شکره باندی د اخته کس بدن په کافی اندازه انسولین نه تولیدوی او یا هم د انسولین څخه درسته استفاده نه شی کولای، په وینه کی د شکري زیاتوالې کولای شی اعصابو، سترګو، پښتورګو او د بدن نورو اندامونو ته ضرر ورسوي، د شکري مرض مختلف ډولونه لري
د شکري اول ډول یو (اوټوایمیون) مرض دی چی له کبله یې د بدن د ساتني سیسټم د پانکراس حجرې د یو بهرني عنصر په توګه تشخیص ورکوي او برید پر کوی او د انسولین د تولید حجرې له مینځه وړي.
تر اوسه نه ده معلومه شوې چی د دغو بریدونو عامل څه دی، تقریبا لس فیصده په شکرو باندی اخته کسان د شکري په دې ډول ناروغۍ باندی اخته دي.
دا ډول شکره په انسولین پوري پېیلۍ شکره بلل کیږي، دغه ډول شکره باندي اخته ناروغان کولای شي خپل د ضرورت انسولین هره ورځ د ستنو له لاری تر لاسه کړي.
د شکري د ناروغۍ دوهم ډول هغه وخت مینځ ته کیږي چی بدن د انسولین په مقابل کی مقاومت وکړي او شکره په وینه کی پاتیږي.
د شکري دوهم ډول تر زیاته حده تر ۳۰ کلونو زیات عمر لرونکو او چاغو کسانو ته پیدا کیږي په هم دې خاطر د شکري دوهم ډول د لویانو دی شکري په توګه پیژندل کیږي.
ددغو کسانو په بدن کی د پانکراس په وسیله تولید شوي انسولین په درسته توګه کار نه کوي. په داسی یو وضعیت کی یا پانکراس په کافی اندازه انسولین نه تولیدوی او یا دا چی تولید شوی انسولین د بدن د حجرو د مقاومت له امله په زیاته بیا په چاغو خلګو کی اغیزمن نه واقع کی
د شکري یو بل ډول بیا د حمل یا امیندوارۍ په دوران کی ښځو ته منځ ته کیږي. دحمل په دوران کی جوړه د انسولینو د بندولو حجرې منځ ته کوي چی په نتیجه کی د شکري ناروغی مینځ ته کیږي، دا ډول شکره موقتی او د حمل د دورې له خلاصېدو نه وروسته خپله ښه کیږي.
حد نه زیاته لوږه او یا تنده، د وزن کموالې، څو څو ځلی بولی کول، نظر کی کمزورتیا، زیاته ستړیا او د ټپ نه جوړېدا د شکري د ناروغۍ نښې دي.
البته د شکري د ناروغۍ نښې په ښځو او نارینه و کی مختلفي وي د یادوو شویو نښو سربیره په شکرو باندی اخته نارینه د جنسي خواهشاتو د کموالې او د عضلاتو له کمزورتیاسره مخ شي. په شکرو باندی اخته ښځي ممکن د(يوټي آی) یا د متیازو له لاری د عفونت، د پوستکو عفونت او خارښت سره مخي شي.
د شکرو د ناروغۍ نښې د هغې د ډول پوري اړوند مختلفي دي، سخته لوږه، زیاته تنده، په وزن کی کموالې، بولو کی زیاتوالې، د نظر کمزورتیا، ستړیا او طبیعت کی بدلون د شکری داول ډول ناروغۍ نښي دي.
سخته لوږه، زیاته تنده، بولو کی زیاتوالې، د نظر کمزورتیا، ستړیا او د ټپونو نه جوړېدل د شکري د ناروغۍ د دوهم ډول د نښو څخه دي، د ټپونو نه جوړېدل ممکن د تکراری عفونتونو لامل شی، دا پېښه په دې خاطر دی چی په بدن کی د ګلوکوز کچه زیاتیږي او د ټپلي د جوړېدو مخه نیسي، اکثره په امیندوارۍ شکره باندی اخته ښځي هیڅ یو خاصو نښو سره نه مخ کیږي.
دا حالت د وینو د شکرو د کچي په معاینات یا ازموینه، چی د امېندوارۍ په څلورویشتمه تر اته ویشتمه کی تر سره کیږي معلومیږي خو په ډیرو کمو مواردو کی په امیندوارۍ شکره باندی اخته ښځي د بولو د تکرار او د زیات تندي د نښو سره مخ کیږي.
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د شکري د مختلفو ډولونو د پیدا کېدلو لامل څه دی ؟ د شکري د مرض اول ډول لامل لا نه دی پیژندل شوی، څیړني ښیي چی د بدن د ساتني سیسټم چی د بکټریاو او د وېرسونو سره مقابله کوي په پانکراس کي پر تولید شوي انسولین باندې حمله کوي او هغه له منځه وړي.
دغه حالت په بدن کي د انسولین د کموالې او د ویني د شکري د زیاتوالې لامل ګرځي.
داسي ښکاري چی د اول ډول د شکري د ناروغۍ لامل د جنیټیکي او محیطي عواملو یو ترکیب دی خو اصلی لامل یې تر اوسه نه دی پیژندل شوی.
په دوهم ډول شکره باندی د اخته کسانو د بدن حجرې د انسولین په مقابل کی مقاوم کیږي او پانکراس د دغه مقاومت د ماته ولو لپاره په کافی اندازه انسولین نه شي تولیدولای.
داسی یو باور شته چی چی جنیټیکي او چاپېریال پوری اړوند لاملونه هم د دوهم ډول د شکري په پیدا کېدو کی رول درلودلای شي.
چاغښت هم د دوهم ډول د شکري د مرض د پرمختګ سره تړلی دی، خو ټول هغه کسان چاغان نه دي کوم چی د شکری د مرض په دوهم ډول باندی اخته دي.
څیړونکي په دقیقه توګه نه شي پوهېدلای چی ولی ځینی کسان د دوهم ډول او د امېندوارۍ د شکري د مرض د اخته کېدو له زیاتی خطرې سره مخ دي.
دا یوه واضحه خبره ده چی ځینی لاملونه په شکره باندی د اخته کېدو خطره زیاتوي، د وزن زیاتوالې د شکري د مرض د پیدا کېدو د لاملونو یو لامل دی. فیزیکي فعالیت نه درلودل هم د شکري د ناروغۍ په پیداکېدو کی اغېزناکه دي ، ځکه چی فیزیکي فعالیت د وزن د کنټرولو سره مرسته کوي او د ګلوکوز څخه د انرجۍ په توګه کار اخلي او د بدن حجرې د انسولین په مقابل کي لا زیات حساس کوي، په دا ډول شکره کې هم کورنۍ مخینه رول درلودلای شي که د چا مور، پلار، ورور او یا خور د شکري په مرض اخته وی نو د هغه د اخته کېدو خطره زیاتیږي. توکم هم په دې مرض داخته کېدو کی رول درلودلای شي.
تر اوسه نه دی معلوم شوی چی ولی ځینی توکمونه لکه تورپستي، سپانیایان، امریکایی سره پوستان او اسیایي توکمه امریکایی یان د شکري د مرض د اخته کېدو له خطرې سره زیات مخ دي.
د عمر په زیاتېدو سره هم د شکري د مرض د اخته کېدو خطره زیاتیږي،که چیري یوه ښځه د امېندوارۍ په دوران کی شکره باندی اخته شي، د دوهم ډول د شکري د مرض د اخته کېدو خطره هم ورسره زیاتیږي، هغه امېندوارې ښځي چی عمر یې تر پنځه ویشتو زیات او د زیات وزت خاوندان وي د امیندوارۍ د شکري د اخته کېدو د خطرې سره مخي دي.
د تخمدان په مرض اخته ښځي، د ویني په لوړ فشار اخته کسان او هغه کسان چی د ویني کلسټرول یې زیات وي د دوهم ډول د شکري د اخته کېدو سره مخ دي.
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په شکری مرض اخته کسان ۹۹ فیصده وخت په تنهایی کې تیروی او یوازې یو فیصد وخت له خپل ډاکټر او درملیز ټیم سره تیروی چی همدغه موضوع سبب کیږی باید پخپله د ځان ډیر خیال وساتواو په دې زمینه کې ضروری روزنه ترلاسه کړو . دغه د ځان خیال ساتل مهارتونه اړتیا لری چی ورته په شوګر د اخته کس پیاوړی کول ویل کیږی . ډیر ناروغان دا خیال کوی مراقبت او روزنه باید له خپل ډاکټر ترلاسه کړی ، په داسې حال کې چی په وروستیو ۲۵ کلونو کې له تحقیقاتو دا نتیجې ترلاسه شوی دي چی نرسان د شکری ناروغۍ باندې اخته کسانو په روزنه ، درملنه او خیال ساتلو کی ډیر مهم رول لری او دا ټول خدمات په کم لګښت ترسره کیږی . پر دې اساس د شوګر د کنټرولولو په حوزه کې د نرسانو ټولنې ته پام ډیر مهم دې . په دې ډول نرسانو ته سیسټاماتیک او دوامداره روزنه ډیره مهمه ده او دا کار د هیوادونو په درملیز سیسټم کې مهم رول لری . نرسان له ضروری روزنو وروسته خپل خدمت په روغتونونو ، روزنیزو مرکزونو او ښونځیو په شان بیلا بیلو اجتماعی چاپیریالونو کې وړاند یکوی او په نتیجه کې متخصصانو ته غیر ضروری او ګرانو مراجعاتو اندازه کمیږی .