دساری ناروغیو اوهنر تاریخ
نقاشی ، ادبیات ، فیلم ، سینما او هر بل مفهوم چی د هنر په حوزه کې راځی ، د یوې ټولنې ډله ایزه حافظه ده . هغه بیلا بیلې پیښې چی د یوه هیواد خلک یې تیروی ، د بیلا بیلو هنری اثارو د پنځول کیدا موضوع کیږی او په تاریخ کی پاتی کیږی .
تاریخ په تیریدو دې او هنر د تاریخ راوی دې او د هر پړاو هنری اثار د هغه څه چی پیښ شوی ناطقه ژبه ده .
ساری ناروغۍ هغه موضوع ده چی تل د انسانانو په څنګ کې موجوده ده او په حقیقت کی داسې ښکاری چی انسان په وړاندې ایینه کیږدوی چی ووینو مونږه په حقیقت کې کوم کسان یو . دغه ناروغۍ له مرګ سره زمونږ د رابطه په اړه په ښکاره ډول بدلونونه رامینځته کوی ، هغه چاپیریال چی پخپله مو رامینځته کړی دی او هغه طبیعت چی زمونږ د کړچار ځواب ورکوی . دغه ناروغئ د یوه بل په نسبت د خلکو اخلاق هم بدلوی ، شاید هغو شرایطو ته ورته چی په جنګونو کې پیښیږی .
د ادبی او هنری اثارو د بیلګو جاج ښی چی یو شمیر هنرمندان ، لیکوالان او شاعرانو دغه بیماریانې د الهی عذاب په توګه مطرح کړی دي او د انسان تاوانی کیدا ښی . خو یوشمیر نور همداسې دي چی هیله یې د نړۍ په اړه د خپل تفکر او لیدتوګې بیلګه ګرځولی او د بیماریانو، طبیعی بلاګانو او حتی نړیوال جنګونو په شان پیښو په رامینځته کیدا سره درست طبیعت تر پوښتنې لاندې ندی راوستې او انسان یې صبر او هیلې ته بللې دې . هغو دا لیدتوګه دود کړی ده چی هسله عجیبه جادو لری چی هر راووځی تر هغه انسان چی له یوې سختې ناروغۍ سره لاس و ګریوان دی موجود په پښو درولې شی ، له یوه وړکوټی بوټی چی د کاڼې له مینځه.
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
لومړنې او په حقیقت کې هغه یوازنې ایرانې انځور ګر چی د کاختۍ ، ناروغۍ او ساری کړاو په شان له سختو شرایطو یې انځورونه نقاشی کړی دي ، حسین بهزاد نومیږی . هغه کس چی هنر نګارۍ ته یې د هنر تازه روده وړاندی کړه او د ټولنې دردمندی یې په خپلو اثارو کی انځور کړه .
بهزاد له ۱۲۷۳ تر ۱۳۴۷ لمریز کلونو ترمینځ ژوند کاوه . د کاختۍ په پړاو کې د خلکو د خواشینونکی او خراب وضعیت د هغه مشاهداتو او همداراز د وبا ناروغۍ له امله د هغه د پلار وفات د هغه هنرمند روح دردولې وو . لکه څرنګه چی کلونه کلونه وروسته یې د دغو پیښو انځورونه وړاندی کړل . دغه هنر مند پخپله یې د بې وزلۍ او کړاو خوند څکلې وو ، د بې وزلو و اړمنو او کمزورو په نسبت ډیر حساس وو . بهزاد د خلکو د کړیدلی پرګنو د احساساتو د درک لپاره یو فعال هنرمند وو او دغه احساسات یې د هنر په ژبه منعکس کول . هغه څه چی د سټایل خاوند او مبدع هنرمند په توګه د بهزاد اهمیت زیاتوی ، له نویو مضامینو استفاده ده چی تر هغه وخته یې مخینه نه درلوده یا ورته کم پام شوې دی .
د بهزاد په اثاروکې خوشحاله او مسکه څیره ډیره کمه لیدل کیږی . دا مسله د هغه وخت د اجتماعی شرایطو او د هنرمند په روح او روان د هغه د اغیزو ښودنه کوی .
بهزاد خپل هنر لپاره نوی مضامین پیدا کړل . لکه د طبیعت له حقیقتونو پوښتنه ، د بی وفایی موضوع ، د دنیا فانی والی ، او د معمولی خلکو مسلو او د هغو ناروغي ، کړاو او درد ته پام په شان مضمونونه . د بهزاد د اکثره ارزښتمنو اثارو ټکی دا دې چی د دغو مضامینو انځورولو د ایران د انځورولو په تاریخ کې تر هغه وخته مخینه نده درلودلی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د طبیعی بلاګانو ، جنګونو او پیښو په شمول اجتماعی موضوګانو ته د شاعرانو او ادیبانو پام چی د تاریخ په اوږدو کې خلکو لپاره پیښ شوی دي ، یوه روښانه چاره ده . که پیښې او طبیعی بلاګانې د سیلاب ، زلزلې او ساری ناروغیو په دو څانګو وویشو نو وینو چی تایرانی شاعرانو او ادیبانو زیاتره د زلزلې او سیبلاب په شان موضوګانو ته زیات پام کړې دی او اصولا ساری ناروغیو ته یې دومره خاص پام ندې کړې .
یوازې دوه خاص اثار شته دی البته په کلاسیکو ادبیاتو کې چی دغه ډول ناروغیو ته یې هم توجه کړی ده ، یوه د صفوی وخت مشهور شاعر حکیم کاشانی نسبتا اوږده مثنوی چی د کاختۍ ، وچکالۍ او وبا ناروغۍ په اړه یې ویلی ده او بل د شجاع السلطنه د عتبات عالیات سفرلیک چی د قاجار پړاو د مشهورې وبا په وخت عراق ته ولاړ دې او د ایران او عراق په پوله کې یې د وبا له پیښې دقیق راپور وړاندی کړی دی . البته که ادبیات پراخ ووینو او تاریخی متنونه او سفرلیکونه هم په ادبیاتو کې شامل کړو نو د ساری ناروغیو د موضوع په اړه پام وړ سرچینې موجودی دي .
د ایران د کلاسیکو ادبیاتو جاج ښی چی د دغې موضوع په اړه زیات شعرونه موجود دي او که ورته پام وشی نو یوازې د یوه سمبول او یوه منفی عنصر په چوکاټ کې دی . له دې سره سره چی د فارسی د زاړه شعر خزانه ډیر بډایه ده خو د مشروطه پړاو د شاعرانو په هلوځلو او بیا د نیمایوشیج په کوششونو سره د فارسی شعر له دې اړخه خوځښت پیدا کړ او د ازادی ، قانون ، بی وزلی ، د خلکو د رنج او کړاو په وړاندی اجتماعی مسولیت شعر ته لاره پیدا کړه . د نوی پالنې په دغه چوکاټ کې د ایران شعر د عارف ، بهار ، فرخی یزدی او عشقی په شان شاعرانو سره له بی وزلۍ ، کړاو او د خلکو له ناروغۍ شکایتونه بیان کړل او نوی ډګر یې تجروبه کړ .
خو دغه مهم ټکې باید هیر نکړو چی د فارسی په ملاسیکو ادبیاتو کې بیماری او کړاو هیڅکله له انسان څخه هیله نده اخیستی او دغې مقولې ته د ایرانی شاعرانو او ادیبانو کتنه له هیله مندۍ سره مل ده . د بیلګې په توګه د حکیم ابوالقاسم فردوسی شاهنامه یو ستر اثر دې چی پکې بیلا بیلو موضوګانو په اړه لوستلې شو او ترې زده کولې شو . فردوسی هیڅکله خپل وخت او دنیا ته بدبینانه او توره کتنه نده درلودلی او تل یې د ژوند په بیلا بیلو پړاونو کې د انسان په بریالیتوب کې د الهی رحمت او لطف اغیز په اړه خبرې کړی دی . په شاهنامه کې د رستم په شان کس معرفی شوی دی په ټول طاقت او توان سره سره بیا هم د مبارزې په سختو شرایطو کې خدای ته غږ کوی او د خدای تعالی مرستې او ملاتړ ته هیله من دی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه ادیب او بل ویناوال چی په شختو شرایطو کې انسان هیلې ته بولی ، سعدی دې ، مګر دا کیدلې شی چی د څوک د سعدی شعر ولولې او ژوند ته هیله من نشی ؟ شاید تاسو هم هغه مشهور شعر چی له یوه یوه ټکی یې امید ښکاره دې ، اوریدلې وی ،
بنی آدم اعضای یکدیگرند / که در آفرینش ز یک گوهرند
دغه بیت له دی سره سره چی د خپلو هم نوعانو په حق کې د مرستې او نیکۍ ضرورت خبره کوی ، یو هیله من کونکې بیغام هم لری . دا چی سخت اومشکل شرایط د نړیوالې ټولنې د اوسنیو شرایطو او کرونا ناروغۍ په شان حالات د انسان دوستۍ او انسانیت د ازمښت لپاره بهترین فرصت دی .
سعدی په خپل یوه غزل کې یو سوچه بیت لری چی اوریدل یې د انسان حالت ښه کوی .
هنوز با همه دردم امید درمان است
که آخری بود آخر ، شبانِ یلدا را
هغه په بل غزل کې ټینګار کوی چی سختیانې او دردونه که هم زغمل یې سړې کړوی خو بالاخره پاې ته رسی او باید هیله من ووسو .
خوش است درد که باشد امید درمانش
دراز نیست بیابان که هست پایانش
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
دیوان حافظ د ایرانیانو لپاره د هیله من کونکی یوه درملو حکم لری . هروخت چی ستونزه لری ، د ښې پاې په هیله دیوان حافظ راخلی . حافظ هم خپل هغه رندانه او جادوی کلام سره مونږه ناهیلی کوی نه او هر ځل په خپل یوه غزل سره یادونه کوی چی سختیانې ختمیږی او د خدای تعالی له لطف څخه باید ناهیلی نشو . د حافظ یو طلایی بیت کې لولو .
صبح امید که بُد معتکف پرده غیب
گو برون آ که کارِ شبِ تار آخر شد
حافظ در بیتی دیگر هم اینطور میگوید :
تو بودی آن دم صبح امید کز سر مهر
برآمدی و سرآمد شبانِ ظلمانی
خو حافظ په یوه غزل کی هڅه کړی ده چی طبی اصطلاحات په دقیق او ظریف ډول بیان کړی او دغه غزل د هغه طبیبانه غزل بلل کیږی . د دغه غزل مطلع داسې ده .
فاتحه ای چو آمدی بر سر خسته ای بخوان
لب بگشا که می دهد لعل لبت به مرده جان
او په دې ډول د دوست وصال د خپلې ښه کیدا یوازنې عامل بولی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
خپل پروګرام د مولانا جلال الدین محمد بلخی په کلان سره پاې ته رسوو چی په خپلو ټولو اثاروکې ولوله اوهیله لری . مولانا د شمس په غزلیاتو کې چی معبود او معشوق ته یې ولوله او زوږ لیدل کیږی ، لطیف او هیله من کونکی کلام لری . هغه په خپل یوه غزل کی د نیکو کارونو او هیله مندی مفهوم سره یو ځای کوی او دغه ډول وایی ،
تو مگو همه به جنگند و ز صلح من چه آید
تو یکی نهای ، هزاری تو چراغ خود برافروز
مولانا په بل بیت کې د انسان زړه ایینه بولی چی په هیله مندی او له تورتمونو په لیری کیدا سره د لمر سترګې په شان ځلیږی او د هغه نور او ګرمی ژوند ژغوری .
دل پر امید کن و صیقلیش ده به صفا
که دل پاک تو آیینه خورشید فَرست