له کرونائي بحران سره د مقابلې لپاره  نړیوالې هڅې
(last modified Sun, 07 Feb 2021 12:00:03 GMT )
Feb 07, 2021 16:30 Asia/Kabul
  • له کرونائي بحران سره د مقابلې لپاره  نړیوالې هڅې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو  مینه والو د خپرونې په دې شیو کې له کرونا ویروس  سره د مقابلې  لپاره د نړیوالو هڅو او د روسیې د  جوړ شوي واکسن مخکښ کیدا او د پر فایزر شرکت  د بې اعتمادۍ د لړۍد زیاتیدا په  اړه له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

خوږو دوستانو څه دپاسه یو کال کیږي ،چې  نړۍ له کرونامرګوني ویروس سره لاس اوګریوان  شوې ده .  کوویډ-۱۹ډوله ناروغي   یا هماغه  کرونایورسو  د ۲۰۱۹کال له دسمبره  په نړۍ کې  خور شوی او تر دې دمه ئې په نړۍ کې  څه دپاسه یو سل شپږ میلیون کسان ککړ کړي  چې له د غو کسانو کابو دوه میلیون او درې لکه کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

په نړۍ کې  کرونا ویروس  دخپریدا له هماغه پیله ، ددغې ناروغۍپه ضد د واکسن  دجوړولو لپاره  درمل جوړونکو شرکتونو څيړنې او آزمیښتونه پیل کړل .  اوس  دنړۍ   ځينو درمل جوړونکو  داخلی او بهرنیو شرکتونو،دواکسن  د تولید مرحلې  په نهائي کیدا اعلان کړي دي او انساني ټيښتونه یا کلینیکي ټسټونه ئې پيل شوي دي . په عین حال کې تردې دمه  طبي ټولنه د  خطرو او تاوانونو  له  پلوه  له ځينو واکسنو  د استفادې په باب یو شان نظر نه لري .

Image Caption

 

د وا کسن برابرول  یوازې یوه تجارتي مقوله نه ده ،بلکې یوه بشپړ حیاتي موضوع ده   په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ کې  د ویروسونو د کورونا  له کورنۍ  له یوې نوي ویروس سره مخامخ شوي یوو و او دا ویروس هماغه راز ډير ناپيژندل شوي اړخونه لري .

د روسیې  د روغتیائي چارو وزارت  څو میاشتې مخکې په پيل کې په نړۍ کې د؛سپوټنیک وي ؛ په نامې سره  کرونا واکسن  ثبت کړ .  دغه واکسن  په ګامالیا مرکز کې جوړ شوی ،او په سپينې روسیې، متحده عربی اماراتو ، ونزویلا او نورو هیوادونو کې د کلینیکي آزمیښتونو دریمه مرحلې هم وتلی دی .  د  روسیې کرونائي واکسن  دجزیاتو مطالعې ، په شپږ نوي   فی صدي ترلاسه کونکو باندې  بریالیتوب نندارې ته وړاندې کوي .

  څيړانو وئيلي دي ، دسپوټنیک وي نومې کروائي واکسن  دفاعي قدرت ، د ؛فایزر واکسن؛په څیر  له ورته ډیرو واکسنونو څخه پنځه برابره برلاسه  دی او تضمینوي ،هغه شپږ نوي فی صدي کسان به چې  دغه واکسن ورکړل شوی،  په کرونا ویروس ککړ نشي .

 د سپوټنیک وي نومې واکسن په جوړولو کې  د انسان  د سرماخوردګۍ یا هماغه  د زکام    له   دوو عواملو ویروسونو څخه  استفاده شوې ده  چې  د کرونا ویرسو  جِنونه (ژن) چې  په هغې کې د (Brain flower)یعني  د مغزو د ګل په څير یو پروټين جوړوي،د بدن داخل ته منتقلوي . دغه سطحي  پروټين له انساني سلولونو سره په یو ځاي کیدا سره  سلول ته د ویروس د واردیدیدو  او زیاتیدو  امکان برابر وي  .

 په روسیې کې د ګامالیامایکروبیالوجۍ او ایمونالوجۍ د مرکز مدیر الیګذینډر ګینتزبرګ  ددغه واکسن په باب وائي ،  په هغو کسانو کې  چې  واکسن ورکول کیږي ،کوویډ-۱۹ ناروغي په ډير احتمال سره ،د پوزې د بهیدو،ټوخي او  د پټې یا نرَئ  تبَې  په  بڼه  ظاهریږي  او  ویروس  به  سږو  ته وارد نشي .

Image Caption

 

 څه دپاسه پنځوسو هیوادونو  په واکسن کې په ټول کې یو میلیارډ  او دوه سوه میلیون  ډوزو غوښتنې کړي دي  او ټاکل شوې ده دغه واکسن په برازیل، چین ، جنوبی کوریا ،هندوستان او نورو هیوادونو کې هم تولید شي .

د روسیې ؛ سپوټنیک وي؛ نومې   واکسن لومړنۍ جوپه  د پنجشنبې په ورځې    ایران ته وارده شوې د ه . د درملو او خواړو  په ادارې کې د بیالوجیک موادو او درملو دجوړولو او واردیدا دصلاحیّت د تشخیص  قانوني کمیشن، په ایران کې د سپوټنیک وي نومې واکسن دبیړني مصرف مجوز صادر کړی دی . د روسیې سپوټنیک وي نومې ویروس  د ایران په شمول په څه دپاسه شپاړسو هیوادونو کې ثبت شوی دی .

          د روسیې د مستقیمې  پانګونې له شرکت (آر ډي آئي ایف ) سره  ترسره شوي موافقې په اساس،ټاکل شوې،د ایران په داخل کې  ددغه واکسن ګډ تولید هم ترسره شي .

په اروپا کې ، پولینډ لومړنی هیواد دی چې د روسیې  د جوړ شوي واکسن د پیچکاروي کولو بیړنی مجوز ئې صادر کړی دی .  درسمي  احصایو په اساس، په نړۍ کې څه دپاسه یو اعشاره پنځه میلیون کسانو  سپوټنیک وي نومې واکسن پچکاري کړی دی . آرجنټاین  او متحده عربی امارات  په هغو یولسو هیوادونو کې شامل دي ، چې په پریکنده توګه ئې  له دغه واکسنه له داخلي استفادې سره موافقه کړې ده . د جرمني صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل هم  د واکسنو څیړنیزې مرجع   پل الریش موسیسې ته د  روسیي واکسن څخه د ملاتړ وړاندیز کړی دی .اوس روسیې ته لازیات پام  او  نظرونه  جلب شوي دي.  روسیې  د اروپائي اتحادئې لپاره  په سپوټنیک وي  واکسن کې د سل میلیون  ډوزو  د تامینولو لپاره هم  چمتووالی اعلان کړی دی ، لکه څنګه چې  ددغه واکسن  نتیجې مشخصې شوي دي ، اوس روسیې  د اروپا د درمل جوړونې  اورګان څخه د مجوز غوښتنه  کړې ده .

سپوټنیک وي نومې واکسن د پیچکاري کونې له اته ویشتو ورځو تیریدا وروسته  ،یو نوي اعشاره څلور فی صدو پورې مثبتې نتیجې لري .

Image Caption

 

 د سپوټنیک واکسن مخکښ کیدا  په داسې حال کې ده چې  د امریکافایزر نومې کمپنۍ واکسن ( چې دجرمني بیون ټک شرکت هم ورسره شریک دی) د امریکامډرناشرکت او د انګلستان د آکسفورډموسیسې واکسن (آسټرازینکا  شرکت)  په وروستیو څو میاشتوکې د نړۍدعمومي افکارو او د رسندویو  د پام وړ ګرځيدلي دي .  اوس څيړاند د هغه واکسن د  اغیزشیندنې په باب چې  د جرمني بیوان ټک ا و فایزر  امریکائي شرکت  تولید کړی دی ، باؤري دي چې په سختۍسره وئيل کیدئ شي  دغه واکسن تر کومه حده محافظت کولی شي .په هرحال  دغه موده بایدلازیاته ترپنځومیاشتو پورې  وي .

د امریکاد ټولینزو او روغتیائي چارو دڅیړنوموسیسې(کې ایف ایف) نظرسنجي ،د کرونا ویروس له واکسنیشن سره  په دغه هیواد کې د درملنې د عملې د ۲۹فی صدي برخې  دمخالفت ښودنه کوي .

د ایران  د واکسن جوړونې د ټيمونو یوه متخصص ډاکټر غلام رضا شکري ددغې بې اعتمادۍ د علتونو په باب وئيلي دي ،د فایزر او آسټروزنکا واکسن خطرناک تاوانونه یا سائيډایفیکټس مشخص شوي دي،دغه واکسن ممکنه ده  په بدن کې یو نسبي امنیتی سسټم رامینځةکړي ، خو  معلومه نه ده ،  د یوې مودې له تیریدا  وروسته په بدن کې ددغې پيچکارۍ  په وسیله څه څه بیالوجیکي بدلونونه رامینځة کیږي .

 هغه زیاته کړې ده،کلونه کیږي،چې نړۍ د ایډز ویروس لپاره د یوه واکسن د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي،فکر کوي ولې تر دې دمه بریالي شوي نه دي؟ دا ځکه چې دا له ډ يرو تیروتنو او آزموینو سره  یو اوږد بهیر دی .

 د مثال په توګه،د آسټروزنکا شرکت واکسن پلیټ فارم په هغه ویروس مشتمل دی،چې د انګلستان په آکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوی دی، همدغه پلیټ فارم څوکاله مخکې د ایډز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ایچ ائي وي  ویروس  لپاره  کارول شوی،او په کلینیکي فیز کې له سختې ماتې سره مخ شوی  ؤ .په دې کې په افریقائي هیوادونو کې په څه دپاسه سلوکسانو مطالعه چې کلینیکي ټسټونه ئې  شوي وو،ددغه واکسن له ترلاسه کولو وروسته په حقیقي بڼه  له ایډز ناروغۍسره  مخامخ شول،خو د نړۍ په نن سبا ترینګلو حالاتو او شرائطو کې وینو دغه پلیټ فارم ماته خوړلې او د انګلستان پشمول د اروپائي هیوادونو په وسیله ،د کروناویروس لپاره دې ځل بیا کارول کیږي، چې یوه خطرناکه بڼه لري او د نړۍ د روغتیائي چارو د موسیسې د واکسنونو په ټول کې د کوواکس په نامې سره د یوه ارزان بیّه واکسن په توګه کم عاید لرونکو هیوادونو ته  وړاندیز کیږي .::::

رسمي راپورونه ښئ چې د فایزر په نامې سره درمل جوړونکی شرکت پخپلې مخینې کې د تاریخ د درمل جوړونې ترټولو ستره خلاف ورزي ثبت کړې ده .د امریکا د عدليې وزارت د رسمي ویب پاڼې د اطلاعاتو په اساس ،  دغه شرکت په تیرو یویشتو کلونو کې ، د درملنې له خدماتو سره اړونده  دخلاف ورزیو لس موردونه درلودلي چې  ددرملو دمحصولاتو د دویدا  ئې تائيد شوې نه ده .

 آسټرازنکا شرکت هم چې  د سویډ بریاتانیا ګډ شرکت دی ،  دخپل کار په دوسیې کې ډيرزې زیاتې خلاف ورزۍ لري .  ددغه شرکت تر ټولو اصلی خلاف ورزي  ئې د ناتائيد شوو درملو د پلورنې تبلیغ  دی .

            په هغو حساسو شرائطو کې د ځينو   هیوادونو  په تولید شوو واکسنونو بې باؤري،چې د کرونا ویروس ناروغۍ یا پنډيمي رامینځةکړي،د درک وړ  ده .په اوسنيوحالاتو کې  د واکسنو د تامینولو په باب د  ایران د روغتیائي چارو د وزارت سیاست،په داخلی توانمنیو تکیه ده .په عین حال کې  بیړنیو شرائطو ته په پام سره ، د ایران اسلامي جمهوریت،د اغیزشیندونکو  او مخه نیونکو اړخونو  له رعایتولو سره په یووخت  له ډاډمنو سرچینو  د واکسنو د تامینولو لپاره خلې هلې ځلې په مرحله وار ډول او  په محدودې اندازې سره  پیل کړي دي څو دوخت  په تیریدا سره دهیواد په داخل کې له  اغیزشیندونکي او  توانمن واکسنونه تولید او یا په نړیواله سویه  مطرح کړي. په ایران کې  په ټول کې په مختلفو پلیټ فارمونو کې د واکسن جوړونې نهه پروژې روانې دي. شفاءفارمیډ د کروناواکسن،د حضرت امام خمیني د فرمان د اجرائي کمیشن په ملګرتیا سره دکلینیکي مطالعاتو او د انسټيټیوټ پاستور واکسن  دمطالعاتو په چوکاټ کې چې  د کیوبا هیواد په ملګرتیا سره تیار شوی دی ، د انساني آزمیښت دریم فیز ته وارد شوی دی .همداراز رازي واکسن هم  د کلینیکي مطالعې  کولو ته د واردیدا مجوز ترلاسه کړی دی  او  نور واکسنونه له کلینیکي آزمیښت په مخکې مرحلې کې یا دحیواناتي مطالعاتو  په مرحلې کې دي .  

Image Caption

 

                خواږو دوستانو   له کرونا ویروس سره د  مقابلې لپاره د نړیوالو هلوځلو  او دغه راز  په فایزر شرکت د بې باؤرۍ او ورسره د  روسیې  دجوړ شوي کرونائي واکسن   دمخکښ کیدا په اړه د ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخت پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو ، سر لوړي  او سلامتیا مو له پاک پروردګاره غواړو ، ښاد او آباد ووسئ

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************