-
د ایران سفارت: د امریکا د مرستیال ولسمشر ماشومان به د جنګي جرمونو د محکمې شاهدان وي + ویدیو
Jul 25, 2026 16:06د ایران سفارت په سویلي افریقا کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د کورنۍ انځور خپور کړی او ویلي د هغه ماشومان به په راتلونکي کې د میناب د ماشومانو د وژنې د جنګي جرمونو د محاکمې شاهدان وي.
-
سروې: د اسرائیلو په اړه د امریکایانو منفي لید زیات شوی
Jul 25, 2026 16:04د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د «پیو» څېړنیز مرکز تازه سروې ښيي چې په وروستیو کلونو کې د اسرائیلو په اړه د امریکایانو منفي لید زیات شوی، خو د فلسطینیانو، د فلسطیني ادارې او حماس په اړه د دوی نظرونه تر ډېره بدلون نه دی کړی.
-
جان بوسنیچ: خلک نور د لوېدیځو رسنیو پوځي تبلیغات نه مني + ویدیو
Jul 25, 2026 16:00سیاسي شنونکي جان بوسنیچ، له پرس ټيوي سره په مرکه کې ویلي، هغه کسان چې دوه کاله مخکې یې له پرس ټيوي سره د ده د مرکې له امله پرې نیوکې کولې، اوس یې ستاینه کوي.
-
فارن افرز: د ټرمپ پر معاملې ولاړه ډیپلوماسي به په لوېدیځه اسیا کې سولې ته لار برابره نه کړي
Jul 25, 2026 14:10پارس ټوډې- د فارن افرز مجلې د امریکا او ایران تر منځ د تفاهملیک د ناکامۍ په څېړلو سره په یوه تحلیل کې ټینګار کړی، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر لنډمهالو او معاملهییزو تړونونو تکیه، پرته له دې چې د اختلافاتو ریښو ته پام وکړي، نه یوازې دا چې په لوېدیځه اسیا کې یې دوامداره سوله رامنځته نه کړه، بلکې د جګړې د بېرته راګرځېدو، د سیالو بلاکونو د جوړېدو او سیمې ته د پرلهپسې نښتو د څرخ د ننوتو خطر یې ډېر کړی دی.
-
عراقي شنونکی: تهران ته د الزیدي سفر د سیمهییزو مشارکتونو د تنوع په برخه کې یو مهم ګام و
Jul 25, 2026 12:44پارس ټوډې- د عراق یوه اقتصادي شنونکي د خپل هېواد د لومړي وزیر ایران ته د سفر په ترڅ کې د ایران او عراق ترمنځ لاسلیک شویو هوکړو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې دغه سفر د سیمهیزو اقتصادي مشارکتونو د تنوع په برخه کې یو مهم ګام و.
-
د هر ایرانی د شهادت په بدل کې به یو امریکایي عسکرجهنم ته واستول شي
Jul 25, 2026 05:01پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتمالانبیا (ص) د مرکزي غونډ قوماندان په یوه پیغام کې ووئيل؛ له دې وروسته، د هر هغه ایرانی وګړي د شهادت په بدل کې چې شهید شي، یو امریکائی عسکر به ووژل شي
-
ایران:: د امریکې له خوا قصداً د دوو ایراني کشتیو ویشتل، جنګي جنایت دی
Jul 25, 2026 11:52پارس ټوډی- په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او د نمایندګۍ استازي «غلامحسین درزي» امنیت شورا ته په یو لیک کښې، د «ناجی-۱۵» او «ناجی-۱۶» کشتیو باندي د امریکې د حملې په هکله وویل چې په عمدي توګه د دغو دواړو کشتیو په نښه کول چې د حملې په وخت یې په هیڅ ډول پوځي فعالیت کښې ګډون نه درلود، د نړیوالو انساني حقوقو څرګنده او جدي خلاف ورزي او د جنګي جنایت مصداق وباله.
-
بدخشان ته د پاکستان له خاورې د وسلهوالو د واریدیدا هڅه شنډه شوه
Jul 25, 2026 05:50د افغانستان د طالبانو حکومت د سرحدی مسئولانو د اعلان په اساس، د افغانستان سرحدي ځواکونو د پاکستان له خاورې بدخشان ولایت ته د وسلهوالو د واریدیدا هڅه شنډه کړې ده.
-
په ټانک کې د وسلوالوترهه ګرو برید ناکام ؛ ۱۲ وسلهوال هلاک او ۱۵ امنیتي ماموران شهیدان
Jul 25, 2026 05:34د آئی اېس پي آر په وینا، د فتنه الخوارج اړوندو وړمه شپه پر دې پوستې برید وکړ او هڅه ئې وکړه چې د امنیتي کمربند له ماتولو وروسته پوستې ته وارد شي.
-
شانګهای ملګرتیا موسیسې پر ایران د امریکا پوځي برید د ملګروملتو د منشور ښکاره سرغړونه بللې
Jul 25, 2026 05:24پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د شانګهای ملګرتیا موسیسې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په وروستۍ اعلامیې کې پر ایران د امریکا پوځي برید غندلی دی.