سروې: د اسرائیلو په اړه د امریکایانو منفي لید زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175562-سروې_د_اسرائیلو_په_اړه_د_امریکایانو_منفي_لید_زیات_شوی
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د «پیو» څېړنیز مرکز تازه سروې ښيي چې په وروستیو کلونو کې د اسرائیلو په اړه د امریکایانو منفي لید زیات شوی، خو د فلسطینیانو، د فلسطیني ادارې او حماس په اړه د دوی نظرونه تر ډېره بدلون نه دی کړی.
(last modified 2026-07-25T11:35:04+00:00 )
Jul 25, 2026 16:04 Asia/Kabul
  • سروې: د اسرائیلو په اړه د امریکایانو منفي لید زیات شوی

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د «پیو» څېړنیز مرکز تازه سروې ښيي چې په وروستیو کلونو کې د اسرائیلو په اړه د امریکایانو منفي لید زیات شوی، خو د فلسطینیانو، د فلسطیني ادارې او حماس په اړه د دوی نظرونه تر ډېره بدلون نه دی کړی.

د سروې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲ سلنه امریکایانو د اسرائیلو په اړه منفي نظر څرګند کړی، حال دا چې دغه کچه په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸ سلنه وه. همدارنګه د اسرائیلو په اړه مثبت نظر له ۴۱ سلنې څخه ۳۲ سلنې ته راټیټ شوی دی.