-
بقائي: امریکا د سېمې هېوادونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي
Mar 10, 2026 07:43پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: باید ټولو ته ثابته شوې وي چې د امریکا حضور امنیت جوړوونکی او ثبات راوړونکی نه دی او یوازې په سېمه کې د ناامنۍ اثبات او د درز پیدا کول دي.
-
ایرواني: د ایران دفاعي عملیات یوازې د یرغلیزو کړنو منشأ او مبدا پورې اړه لري
Mar 08, 2026 07:37پارس ټوډې – په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي سفیر او استازي په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د امنیت شورا رئیس ته وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي عملیات یوازې هغو اهدافو او ظرفیتونو پورې اړه لري چې د ایران د خلکو پر وړاندې د یرغلیزو کړنو منشأ یا مبدأ ګڼل کېږي.
-
فرحان حق: په ایران حمله د ملګرو ملتو د منشور خلاف ده
Mar 04, 2026 10:49پارس ټوډی- د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال ویاند وویل: د ایران خلاف د امریکې او اسرائیلو پوځي بریدونه د ملګرو ملتو د منشور له چوکاټه وتلي او بهر دي.
-
د ایران او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ؛ تخنیکي خبرې به راتلونکې دوشنبه پیل شي
Feb 27, 2026 12:40پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له امریکا سره د درېیم پړاو غیرمستقیمو مذاکراتو کې د «ښه» پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل چې د احتمالي هوکړې د بنسټیزو عناصرو په اړه خبرې ډېرې ښې پایلې ته رسېدلې دي.
-
جنرال شکارچي امریکا ته: داسې ځواب به ترلاسه کړئ چې تر اوسه مو په خپل تاریخ کې نه وي تجربه کړی
Feb 27, 2026 12:06جنرال ابوالفضل شکارچي د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د هغه خبرې «بېبنسټه، تشې ډوزې او د توهم زېږنده» وبللې او ټینګار یې وکړ چې د واشنګټن هر پاروونکی اقدام به د ایران له قاطع او سخت ځواب سره مخ شي.
-
ریچارډ بنټ د افغانستان پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه
Feb 27, 2026 09:34د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې ته په اشارې سره، سملاسي د تاوتریخوالي کمول اړین بللي.
-
ګوترش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي
Feb 27, 2026 07:57د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو په اړه اندېښنه ښودلې.
-
ملګري ملتونه: تېر کال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالۍ پر لارو ژوند بایللی
Feb 27, 2026 07:35ملګرو ملتونو ویلي چې پروسږکال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالو پر لارو لکه مدیترانې سمندر کې مړه یا ورک شوي چې ښايي د قربانیانو واقعي شمېر خورا پورته وي، ځکه چې د بودیجې کموالی د بشري مرستو او د کډوالو د مړینو د ثبت او تعقیب امکانات محدود کړي دي.
-
ایران د ادراکي علومو په برخه کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې
Feb 26, 2026 07:59پارس ټوډې - ایران د ملاتړ کوونکو پالیسیو او د اکاډمیکو همکاریو د پراختیا پر بنسټ، د ادراکي علومو په علمي تولید کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې ځای لري.
-
ذبیح الله مجاهد: افغانستان به د پاکستان پوځیانو ته د خپل عمل سزا ورکړي
Feb 24, 2026 02:52د افغان طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې افغانستان به د پاکستان د پوځ حملو ته ورته ځواب ونه وايي بلکې اصلي جنایتکارانو ته، چې د ده په وینا پاکستاني پوځیان دي، سزا ورکړي.