-
امریکا دې له کومې پلمې پرته په ورکړل شویو ژمنو عمل وکړي
Jun 13, 2026 06:51د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر د ډونالډ ټرمپ د تشو ادعاوو په غبرګون کې، په ایکس ټولنیزه شبکه کې په انګلیسي ژبه په خپل شخصي حساب کې ولیکل: پر هغو ژمنو چې ورکړل شوې دي باید عمل وشي، پرته له هر ډول اما، که او پلمې څخه.
-
عراقچي: د اسلامآباد تفاهملیک هېڅکله هم تر دې حده وروستي کېدو ته نږدې نه وو
Jun 13, 2026 06:49پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په یوه ټولنیزه شبکه کې ولیکل: د اسلامآباد تفاهملیک هېڅکله هم تر دې حده وروستي کېدو ته نږدې نه وو.
-
امیرالحبر سیاري: د هرمز تنګی او فارس خلیج د ایران د سمندري ځواکونو تر ټینګ کنټرول لاندې دي
Jun 13, 2026 06:48پارس ټوډې — د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د همغږۍ مرستیال او د لوی درستیز د دفتر رئیس، امیرالبحر حبیبالله سیاري، ویلي چې د هرمز تنګی او فارس خلیج د ایران د سمندري ځواکونو تر کلک کنټرول لاندې دي او هېڅ بېړۍ د ایران له اجازې پرته د تېرېدو توان نه لري.
-
د بخښنې نړیوال سازمان: اسرائیلي رژیم په لوېدیځه غاړه کې «قومي تصفیه» ترسره کوي
Jun 13, 2026 06:46پارس ټوډې- د بخښنې نړیوال سازمان د فلسطینیانو پر ضد په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي رژیم د تجاوزکارانه اقداماتو زیاتوالی «قومي تصفیه» او «جبري بېځایه کول» بللي دي.
-
غریبآبادي: د ایران پر ضد د فشار په هره طرحه کې هر ډول ګډون به د ایران د اسلامي جمهوریت له مقتدرانه ځواب سره مخ شي
Jun 12, 2026 15:29پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال په مجازي فضا کې ولیکل: د ځینو هېوادونو وروستۍ ګډه اعلامیه د هغه څه په اړه چې «ایران ته منسوب ګواښوونکي فعالیتونه» بلل شوي، د سیاسي، بېسنده او په بشپړه توګه مردودو تورونو مجموعه ده.
-
د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام پرانیسته؛ د فوټبال د جشن له پیله د مکسیکو او سویلي کوریا تر بریا پورې
Jun 12, 2026 15:53پارس ټوډې- د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د پرانیستې مراسم د مکسیکو له کلتور څخه الهام اخیستل شویو موسیقۍ او نندارو په ترکیب سره ترسره شول.
-
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۳ میلیونه سوري وګړي او کابو۳ میلیونه افغانان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي
Jun 12, 2026 13:23د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته کابو ۱.۳ میلیونه سوري وګړي خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
-
قالیباف: یو بل ډول ایران به ووینئ!
Jun 12, 2026 11:31پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: ناسمې ستراتیژۍ او بېفکره پرېکړې، داسې یو نهپایېدونکی ډنډ رامنځته کوي چې کلونه به پکې راګیر پاتې شئ.
-
د دوو وروستیو جنګونو تجروبې ښودلې،ایران د ګواښ او دباؤ پر وړاندې شاتګ نه کوي
Jun 12, 2026 05:04پارس ټوډې – د ایران د دفاع وزارت ویاند، سردار رضا طلائينیک وویل: د دوو وروستیو جنګونو تجروبو وښودله چې د ایران ملت او وسلهوال ځواکونه به د ګواښ اودباؤ په وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي او د خپل ملي امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخې کې له هېچا سره ملاحظه نه کوي.
-
د رڼا سرچینې (۱۷۸) له اسلامي واکمن سره د لیدنې پر مهال د شتمنو لپاره د محدودیت رامنځته کول
Jun 11, 2026 12:51د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۷۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د مجادلې د مبارکې سورې له ۱۲م څخه تر ۱۳م آیته پورې شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.