-
که د غزې جنګ بند نشي ،نو دتاؤتریخوالی دریمې مرحلې ته واریدیږو
Dec 16, 2023 12:37د یمن د ساحلی دفاع قوماندان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،که په غزې کې جنګ ونه دریږي،نو دصنعاء پوځ او مقاومتي ځواک به دتل ابیب ضد د غضبناکو عملیاتو دریمه مرحله پیل کړي.
-
دغزې په جنګ کې له اسرائيلو د ملاتړونو په ضد د لویدیځوالو اعتراضونه دوام لري
Dec 16, 2023 09:22اعتراض کونکو د نیواکګرو جنایتونو ته په اشارې سره چې پکې په زرګونو ماشومان او ښځې قرباني شوي شوي دي،په سرو رنګونو سره د ماشومانود سمبولیک تابوتونو په اوچتولو سره د جنګ او تاؤتریخوالي په ضد خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه او اسرائيلی نیواکګرو لپاره ئې د وسلو لیږد په کلکه محکوم کړ.دغه مظاهره په داسې حال کې ترسره شوې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي،امریکا اسرائيلو ته څه دپاسه ۲۲زره ګائيډیډ او غیرګائيډیډ بمونه ورکړي چې د غزې د مظلومو خلکو پر سر غورځول شوي دي.
-
په غزه کښې دې د صهیونیسټانو جنایتونه بند شي
Dec 15, 2023 04:20د ایران او الجزایر د پارلیمانونو مشرانو په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو په بندیدو ټینګار وکړ.
-
اردوغان بایډن ته: غزې کښې انساني غمیزه باید ختمه شي
Dec 15, 2023 04:14اردوغان وویل: له اسرائيلو د امریکې د غیرمشروط ملاتړ کمیدل په غزه کښې د نښتو د بندیدو ضمانت ګرځیدې شي.
-
د صهیونیسټي رژيم په بریدونو کښې له ۳ زرو زیات فلسطیني زده کوونکي شهیدان شوي
Dec 15, 2023 04:01د صهیونیسټي رژيم په بریدونو کښې له ۳ زرو زیات فلسطیني زده کوونکي شهیدان شوي
-
جهاد اسلامي: دښمن اوربند منولو ته مجبور شو
Dec 15, 2023 03:57د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د عمومی منشی مرستیال په دې خبرې سره چې د هرې ورځې په تیریدو سره د اسرائیلو وخت په ختمیدو دی، وویل: دښمن دې ته اړ شوی چې اوربند ومنی.
-
که د غزې جنګ بند نه شي نو د سیمې حالات به له کنټروله ووځي
Dec 14, 2023 04:15د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکا دې پوه شي چې د غزې د جنګ نه ختمیدل به د سیمې حالات بې کنټروله کړي.
-
د یمن د پوځي عملیاتو له امله د اسرائیلو د سمندري تجارت لاره او لګښت څوچنده زیات شو
Dec 14, 2023 03:58د صهيونېسټ رژيم د بېړيو په خلاف د يمن د پوځ له برياليو او بې سارې عملياتو نه وروسته د دغه رژيم رسنيو اعتراف وکړ چې له اسرائيلو سره د سمندري تجارت لګښتونه او فاصلې څوچنده زیاتې شوې دي.
-
صهیونیسټي رژیم په غزه کښې د معیوبینو کیمپ بمباري کړ
Dec 14, 2023 03:54د صهیونیسټي رژیم پوځ د خپلو بوږنوونکو جنایتونو په دوام کښې، په غزه کښې د معیوبو او معذورو کډوالو د ساتلو په ځاې باندې بمبار کړی دی.
-
افغانستان په غزه کښې د سمدستي اوربند نړیوالې پریکړې ته مثبته راې ورکړه
Dec 14, 2023 01:05د افغانستان په ګډون د ملګرو ملتونو غړو پرون چهار شنبه په عمومي اسمبلۍ کې د رایې اچونې په ترڅ کې د غزې په تړانګه کې د سمدستي اوربند د رامنځ ته کولو لپاره یو غیر پابند پریکړه لیک ته رایه ورکړه.