د فلسطین له ولسه دافغانستان د طالبانو دحکومت د ملاتړ قدرونه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150818-د_فلسطین_له_ولسه_دافغانستان_د_طالبانو_دحکومت_د_ملاتړ_قدرونه_کوو
په افغانستان کې د ایران کلتوری سلایار د  افغانستان د بلخ ولایت  د اطلاعاتو او  کلتور  له مشر سره په کتنې کې ووئيل، د طا لبانو حاکمیّت  د فلسطین د خلکو ترڅنګ په دریدا سره په یوه فرصت بدل شوی دی.
(last modified 2024-07-30T22:38:26+00:00 )
Jul 31, 2024 03:05 Asia/Kabul
  • د فلسطین له ولسه دافغانستان د طالبانو دحکومت د ملاتړ قدرونه کوو

په افغانستان کې د ایران کلتوری سلایار د  افغانستان د بلخ ولایت  د اطلاعاتو او  کلتور  له مشر سره په کتنې کې ووئيل، د طا لبانو حاکمیّت  د فلسطین د خلکو ترڅنګ په دریدا سره په یوه فرصت بدل شوی دی.

تسنیم خبری آژانس راپو رورکړی، په افغانستان کې د ایران  کلتوري سلایار سید روح ا...حسیني  د بلخ ولایت د اطلاعاتو اوکلتور د  چارو له مشر ذبیح ا... نوراني سره  کتنه او خبرې وکړې .

 هغه  له افغانستان سره د کلتوری اړیکو په پراختیا په ټينګار سره ووئیل، په اسلامی نړۍ کې اسلامی امارت ګواښ نه ،بلکې یو فرصت دی، اسلامی امارت اوس د فلسطین او غزې تړانګې له مظلومو خلکو په  څنګ کې په دریدا سره په یوه فرصت بدل شوی دی.

 حسینی ووئيل،  په افغانستان کې په مختلفو زمینو کې د ایران  کلتوري فرصتونه ډير زیات دي  او افغانستان   په مختلفو برخو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  له تجروبې استفاده کولی شي.

د افغانستان د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر هم په دغې کتنې کې ووئيل،د ایران ملت او حکومت  هغه که په افغانستان کې د امریکا د نیواک په پړاؤ کې ؤ او که له دې وروسته ،د افغانستان د ولس ترڅنګ دریدلی  چې  مونږ ورته په ډیر قدر او احترام سره ګورو. هغه تهران ته خپل سفر  ته په اشارې سره ووئیل، ددغه سفر له بریاؤ  ئې د اسلامی امارت   رهبري خبره کړې، او ډیرې طرحې  د اجرائي کیدا په حال کې دي،مولوی نوراني  ووئيل، اسلامی امارت  دا یران او افغانستان پر یوزړتوب او وحدت ټينګار  کوي ، بې له شګه  دمسلمانانو د بریالیتوب راز په اتحاد او یوزړتوب کې دی اهل تشیّع او اهل تسنن  هم د یوه بل وروڼه دي.