-
د غزې د شهیدانو شمیر ۶۹ زره او ۵۱۳ تنو ته ورسید
Nov 20, 2025 03:59پارس ټوډی- د فلسطین د روغتیا وزارت په خپلو نویو احصائیو کښې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د غزې په تړانګې باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځ په بریدونو کښې ۶۹ زره او ۵۱۳ تنه د شهیدیدو اعلان وکړ.
-
اسراییلو څه باندې ۷ زره وارې د لبنان د هوايي حریم خلاف ورزي کړې ده
Nov 19, 2025 11:54پارس ټوډی - د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو (UNIFIL) ویاند اعلان وکړ چې د اوربند له ټینګیدو راهیسې د اسراییلي رژیم لخوا د دې هیواد د هوايي حریم څخه ۷۳۰۰ سرغړونې ثبت شوي دي.
-
پاکستان په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه وغندل
Nov 19, 2025 11:48پارس ټوډی- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل: اسلام آباد په لویدیځې غاړې کښې د اسرائیلو د نیواکګرو ځواکونو او تندلارو ښارګي میشتو اقدامات او په مسجدالاقصی یې بیابیا حملې په کلکه غندي.
-
خبرونه/ ایران: د امریکا پریکړه لیک باید د فلسطینیانو د حقوقو خلاف ورزۍ ونکړي/بورل:د اسرائیلو پرضد باید اقدام ترسره شي ؛ غندل کافي نه دي
Nov 19, 2025 07:01پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني»وویل:تهران د فلسطین د غزې په هکله د امریکا د پریکړه لیک د مسودې په هکله مطرح شویو اندیښنو ته پام کوي.
-
حماس: صهیونیستان لا هم په غزه کې د نسل وژنې جګړې ته دوام ورکوي
Nov 19, 2025 02:48پارس ټوډی- د حماس ویاند وایي: د قدس اشغالګر رژیم د وحشیانه بمبارۍ په دوام او د مرستو د ننوتو په مخنیوي سره، په غزه کې د نسل وژنې جګړې ته دوام ورکوي.
-
د غزې روغتیا وزارت: د غزې تړانګې ۸۲ سلنه ماشومان په کم خونۍ اخته دي
Nov 19, 2025 02:41پارس ټوډی- د فلسطین د روغتیا وزارت عمومي رئیس وایي، په غزه کې د طبي تجهیزاتو کمښت دومره زیات شوی چې د غزې تړانګې ۸۲ سلنه ماشومان په کم خونۍ اخته شوي دي.
-
په جنوبي سوریه کې د صهیونیسټي رژیم عسکرو نفوذ دوام لري
Nov 19, 2025 02:39پارس ټوډی- د اسرائیلو د ګزمې موټر د «الصمدانیه» کلي ته داخل شوی او هلته یې د پلټنې پوسته جوړه کړې ده.
-
حریدی یهودیان په نیواکي سیمو کې د کومو ننګونو لامل شوي دي؟
Nov 18, 2025 10:13پارسټوډي – د فلسطین د نیواکي سیمو فضا یو ځل بیا د حریدو یهودیانو د اعتراضونو شاهده ده؛داسې اعتراضونه چې د دې مذهبي ډلې او د اسرائيلو د سیاسي جوړښت ترمینځ ژور درز په ډاګه کوي.
-
سي این این: د غزې لپاره د امریکې پلان د ډاډ وړ نه دی
Nov 18, 2025 08:58پارس ټوډی- د امریکې یو خبري چینل په یوې شننې کښې وویل چې د غزې د راتلونکي لپاره د امریکې وړاندیزي طرحه، سره د نویو جوړښتونو، له جدي سیاسي او اجرايي ننګونو سره مخامخ ده او یو نامعلوم او نامطمئن لرلید لري.
-
په امنیت شورا کښې د غزې په هکله د نوي پریکړه لیک تصویب؛ «د ټرمپ د صلحې د طرحې» په سر نړیوال اختلاف
Nov 18, 2025 08:21پارس ټوډی- د ملګرو ملتو امنیت شورا د ۱۳ غړو په مثبتو او د روسیې او چین په سپینو رایو سره د غزې د راتلونکي لپاره د امریکې د ولسمشر د صلحې د پلان په هکله یو پریکړه لیک تصویب کړ.