-
پاکستان ته د ایران په صادراتو کې ۴۷ سلنه زیاتوالی راغلی
Jan 26, 2024 02:00د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د سوداګرۍ پراختیا ادارې د هند ټاپو مرستیال حمیدرضا کربلایي اسماعیلي د ایران او پاکستان ترمنځ د تجارت اندازې ته په اشارې سره وویل: د روان ۱۴۰۲ کال په ۹ میاشتو کې د تېر کال په پرتله، پاکستان ته د ایران صادرات ۴۷ سلنه زیات شوي او له بلې خوا له پاکستان څخه واردات ۴۵ سلنه کم شوي دي.
-
له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو
Jan 26, 2024 01:35په پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له ډېرېدو سره همماله، پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ډاډ ورکړی چې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو برید نه کوي.
-
د فلسطین خلک باید د انتخاب حق ولري
Jan 26, 2024 01:05د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د فلسطین خلک باید د ملګرو ملتونو په مرسته د انتخاب حق ولري، چې دا موضوع د ټولو فلسطینیانو په حضور او د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره ترسره کېدای شي.
-
د حضرت امام علي (ع) نېکمرغه زوکړه او د پلار ورځ دې ټولو ته مبارک وي
Jan 25, 2024 01:25نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رجب د میاشتې ۱۳مه، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د جنورۍ له ۲۵ نېټې سره برابره ده، د نړۍ د اهل تشیع د لومړي امام حضرت امیرالمومنین علي (ع) د زوکړې له ورځې سره سمون لري.
-
۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زده کړو بې برخې دي
Jan 25, 2024 02:23د پاکستان ولسمشر د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې ویلي چې؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.
-
د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی
Jan 19, 2024 02:11د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې د دواړو هېوادونو د پولو پر یوې برخې د حملې په اړه، د پاکستان د نه منلو وړ اقدام په غندلو سره اعلان وکړ چې د پاکستان د دوست او ورور حکومت حساب له وسله والو ترهګرو جلا دی.
-
ایران د پاکستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره پام کوي
Jan 18, 2024 02:24د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د ایران د پوره پام او احترام وړ دی.
-
داعش خراسان؛ په افغانستان کې د امریکايي ترهګرۍ پیدايښت (۱)
Jan 17, 2024 11:23داعش خراسان ترهګرې ډلې په رسمي توګه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې خپل شتون اعلان کړ. دا ډله په عراق او سوریه کې د یو شمېر ماتې خوړلو ترهګرو له خوا چې د امریکا په ملاتړ سره افغانستان ته تللي دي، جوړه شوې ده.
-
په افغانستان کې د ایران سفیر پاکستان ته په سفر تللی
Jan 15, 2024 11:51په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر له پاکستاني چارواکو سره د کتنې او مشورې په موخه اسلام اباد ته تللی دی.
-
مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو له رهبرانو سره ليدلي
Jan 14, 2024 01:28پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ليکلي چې داسې راپورونه شته چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د سفر پر مهال د «تحریک طالبان پاکستان» له مشر نور ولي محسود او د «تحریک جهاد پاکستان» په نوم له ټي ټي پي د بېلي شوې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره ليدلي دي.