-
افغانستان د شیعه مسلمانانو په جومات کښې ځان وژونکي حمله وغندله
Feb 06, 2026 23:39زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت د پاکستان د اسلام اباد په «ترلایي» سیمه کښې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات او امامباړې کښې د جمعې د لمانځه په وخت د یوه ترهګر لخوا چې د خیبر پښتونخوا سیمې وسیدونکی دی حمله وغندله او د لمونځ ګزارو د شهادت او د ژوبلیدا په هکله یې غمرازي څرګنده کړه.
-
په اسلام ابادکې په امام بارګاه کې په ځان وژونکي حمله کی ګڼ شمیر لمونځ کونکي شهیدان او ټپیان شوي دي
Feb 06, 2026 11:03د اسلام آباد په ترلايي سیمه کې په امام بارګاه او جومات خدیجة الکبری کې ځانمرګی برید شوی دی.
-
عراقچي له امریکا سره په (غیرمستقیمو) اټومي خبرو کې د ګډون لپاره مسقط ته ورسېد
Feb 06, 2026 02:40د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د امریکا له پلاوي سره په (غیرمستقیمو) اټومي خبرو کې د ګډون لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته ورسېد. په دې سفر کې له عراقچي سره د سیاسي چارو مرستیال«مجید تختروانچي»، د بهرنیو چارو وزارت ویاند«اسماعیل بقایي»، د بهرنیو چارو د وزیر اقتصادي مرستیال حمید قنبري او یو شمېر ایراني ډیپلوماتان ملګري دي.
-
پاکستان د افغانستان له لارې له قزاقستان سره د سوداګرۍ موافقه لاسلیک کړه
Feb 06, 2026 02:34پاکستان له قزاقستان سره د افغانستان له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په باب موافقه لاسلیک کړه.
-
په بیجینګ کې افغان سفیر له چینايي چارواکو سره د واخان سړک په اړه خبرې کړي
Feb 06, 2026 02:31د طالبانو حکومت په واخان کې د چین تر پولې د سړک جوړولو چارو ته د دوام ورکولو ترڅنګ هڅه کوي چې چینايي چارواکو ته هم قناعت ورکړي چې له خپل لوري د دې سړک چارې پرمخ یوسي.
-
درانی: په بلوچستان کې تاوتریخوالی اندېښمنوونکی دی او حکومت دې د خلکو خوندیتوب ډاډمن کړي
Feb 06, 2026 02:28د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې په بلوچستان کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او دولت هم مسئولیت او هم حق لري چې له خپلو اوسېدونکو ساتنه وکړي او نظم ټينګ کړي.
-
په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
Feb 06, 2026 02:23په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.
-
د اسراییلي رژیم په تازه بريدونو کې ۲۳ فلسطينيان په شهادت رسېدلي
Feb 06, 2026 02:14پر غزې د اسراییلي رژیم په تازه هوايي بريدونو کې لږترلږه ۲۳ فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د طبي سرچينو په وينا، دا د اوربند له پيل راهيسې يو له تر ټولو مرګونو ورځو څخه ګڼل کېږي. د وژل شويو کسانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.
-
په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله درې ښځې مړې شوې دي
Feb 06, 2026 02:09په خوست کې ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ولایت کې د ګاز ډبې د چاودنې په پایله کې درې ښځې مړې شوې او یو ځوان ټپي شوی دی.
-
د ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیوال ایتلاف جوړ شو
Feb 05, 2026 11:02د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د مختلفو هېوادونو د لسو وزیرانو په ملاتړ “د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د اتلانو شورا” جوړه کړه.