عراقچي وروستي بدلونونه له لوړپوړو سیمه ایزو چارواکو سره وارزول
پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د بریتانیا،مصر،قطر، ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو او د پاکستان د پوځ له عمومی قوماندان سره د وروستیو حالاتو په اړه ټيلیفوني خبرې اترې وکړې
زمونږ خبرایل د ایکنا له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر Abbas Araghchi په جلا جلا ټلیفوني اړیکو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیرې ویت کوپر ، د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان او د پاکستان د پوځ له عمومی قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر او دغه راز د مصر او قطر او څو نورو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. دغه خبرې د صهیونیستي رژیم له لوري له لبنان سره د اوربند د پرلهپسې سرغړونو او د ایران د ځوابي اقدام په تعقیب ترسره شوې.
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوالو ځواکونو ددغه اور بند د بیابیا خلاف ورزیو او د لبنان پر مظلومو خلکو د دومدارو صهیونیسټي تیریو په ځواب کې د نیواکي فلسطین په یو شمیر ښارونو او ښارګوټو او پوځي مرکزونو یو ځل بیا د توغندیو او ډرونز بریدونه وکړل.