-
د اعدام د ژوندۍ خپرونې په اړه د ټرمپ د حکومت پر جنجالي طرحې نیوکې زیاتې شوې
Oct 11, 2026 11:26پارس ټوډې — د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه چې د فورټ هوډ پوځي اډې د یوه محکوم کس د اعدام بهیر به په ژوندۍ بڼه خپروي، د تاوتریخوالي د عادي کېدو او د اعدام د سزا د حکومتي ځواک د نندارې په وسیله د بدلولو په اړه یې نوې اندېښنې راپارولې دي.
-
دغونچه ایزوبمونو په وسیله د یمن د عامو وګړو وژنه د بشریت ضد جنایت دی
Oct 11, 2026 11:20پارس ټوډې — په صنعا کې د یمن د بشري حقونو ملي بنسټ په یوه اعلامیه کې د حجه ولایت د عبس ولسوالۍ په «بني حطب» کلیو کې د هغو خوشهیي بمونو په کارولو سره وژنې وغندلې چې په نړیواله کچه منع شوي دي.
-
د ایران د شهید شوي اټومي ساینسپوه مقاله په نړیواله علمي خپرونه «AIP Advances» کې خپره شوه
Oct 11, 2026 11:16پارس ټوډې — د ایران د اټومي چارو د ساینسپوه او د شهید بهشتي پوهنتون د علمي پلاوي د غړي، شهید ډاکټر سید امیرحسین فقهی علمي مقاله، د اسرائیل له لوري پر ایران په بریدونو کې د هغه له شهادت څخه یو کال وروسته، په معتبره نړیواله علمي خپرونه «AIP Advances» کې خپره شوه.
-
دافغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د انرژۍ په نړیوال فورم کې د ګډون لپاره ریاض ته تللی
Oct 11, 2026 07:41د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخوندزاده د انرژۍ په اوولسم نړیوال فورم کې د ګډون او د افغانستان د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره د لا زیاتو همکاریو د جلبولو په هدف د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته تللی دی.
-
ولایتي: امریکا د ایران له پیاوړي او خپلواک تمدن سره ستونزه لري
Oct 11, 2026 07:40پارس ټوډې — د انقلاب د رهبر د نړیوالو چارو سلاکار، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د څرګندونو په غبرګون کې، په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «ستاسو ستونزه له اسلامي انقلاب سره نه ده، بلکې د ایران له پیاوړي او خپلواک تمدن سره ده.»
-
پولیټیکولیکي؛اروپايي ټولنه به راتلونکی ژمی د ګاز له سخت کمښت سره مخ شي
Oct 10, 2026 14:25پارس ټوډې – د پولیټیکو خپرونې په یوه راپور کې، د امریکا د انرژۍ اقتصاد او مالي تحلیل د مؤسسې (IEEFA) د معلوماتو پر اساس لیکلي چې د اروپائي ټولنې غړي هېوادونه ښائي راتلونکی ژمی د طبیعي ګیسو له ۱۴ میلیارډ مکعب میترو پورې له کمښت سره مخ شي؛ دا اندازه د دوي د کلنۍ اړتیا کابو اووه سلنه جوړوي
-
د ایران تکوانډو لوبغاړي بله ویاړمنه بریا؛ آرین سلیمي د پاریس سیالیو اتل شو
Oct 10, 2026 13:50پارس ټوډې – د ایران د تکوانډو ملي لوبډلې لوبغاړي او د المپیک اتل، آرین سلیمي، د پرلهپسې پنځو بریاوو په ترلاسه کولو سره، د ۲۰۲۶ کال د پاریس د تکوانډو ګرانډ پرې سیالیو له ۸۰ کیلوګرامه په دروند وزن کې د سرو زرو مډال وګاټه.
-
امریکا او پر نړیوالې جزايي محکمې د ټرمپ نوي بندیزونه (تفسیر)
Oct 10, 2026 13:08پارس ټوډې – د امریکا د کرغیړن ټرمپ حکومت، د جمعې په ورځې، وروسته له دې چې د سولې نوبل جایزه د سویلي افریقا حقوقپوهې، د نړیوالې جزائي محکمې پخوانۍ قاضي او د نورو نړیوالو محکمو غړې، ناوي پیلای ته ورکړل شوه، پر دې محکمې نوي او پراخ بندیزونه ولګول. دا اقدام د نړیوالې قضايي ادارې د له منځه وړلو لپاره د امریکا د حکومت د کمپاین یوه برخه ګڼل کېږي.
-
ایران په تېره اونۍ کې
Oct 10, 2026 12:34د «ایران په تېره اونۍ کې » د دې اوونۍ په مطلب کې به د ایران د امنیتي ځواکونو د رول، د کسپین سمندرګي د چاپېریال ساتنې، له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او د ایران د چارواکو د مهمو سیمهییزو او نړیوالو دریځونو په اړه مهم خبرونه او تازه بدلونونه درته وړاندې کوو.
-
فارسي د تاریخ اوتمدن ژبه ( اوولسمه برخه )
Oct 10, 2026 11:47فارسي ژبه د نړۍ له لرغونو ژبو یوه ده. دا د پخوانیو نسلونو ارزښتناک میراث، د ایرانیانو او فارسيژبو خلکو ملي پانګه او هویت دی. دا ژبه پیاوړی غنایي ادب او ارزښتناکې زېرمې لري. فارسي په ایران کې د خلکو اصلي ژبه ده او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اذربایجان او عراق په ځینو برخو کې هم خلک پرې خبرې کوي.