-
د کامې ولسوالۍ ولسوال د ماین په چاودنه کښې ژوبل شو
May 27, 2021 08:20د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکو د دغه ولايت د کامې ولسوال د مائن په چاودنه کښې د ژوبلېدو خبر ورکړ.
-
په بدخشان کښې د طالب ډلې د حملو له کبله په سلګونو کورنۍ کډه په سر شوې
May 27, 2021 07:54د بدخشان ولايت ځاي چارواکو وويل:په وروستيو څلورو ورځو کښې د دغه ولايت په يفتل پائين ولسوالۍ کښې د عامه خلقو په کورونيو باندې حملې د پينځو سوو کورنيو د بې کوره کېدو سبب شوې دي.
-
امریکايي پوځیان به له افغانستانه تر ټاکلې مودې وړاندې ووځي
May 27, 2021 00:57نیویارک ټایمز وايي، وروسته له دې چې ولسمشر بایډن د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، د پینتاګون چارواکو په دې کار پیل کړ چې تر وسه په لنډ وخت کې د ځواکونو د ایستلو بهیر رالنډ کړي.
-
بغلان کښې د طالبانو له جیله ۶۲ بندیان خوشې کړل
May 26, 2021 13:02د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه بل زندان څخه د ۶۲ تنو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی.
-
د افغانستان په ختیځو ولایتونو کښې رامینځته شوې امنیتي پیښې
May 26, 2021 12:55له سیمې زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، عینی شاهدان وایي چې دا توغندی د مهترلام ښار په سلطان غازی ښارګوټي کې داستوګني پر یو کور لګیدلی چې څلور تنه کوچنیان پکې ژوبل شوي او ودانې ته هم زیان رسیدلی دی.
-
د فلسطین مقاومت په درستې نړۍ کې وځلید
May 26, 2021 02:13سید حسن نصر ا.... زیاته کړې ده ، په سیف القدس جنګ کې تاریخي بدلون دا ؤ چې غزه د غزې د دفاع لپاره نه ،بلکې دقدس او دهغه د اوسیدونکو ددفاع لپاره جنګ ته وارده شوه چې په اوڅاره توګه وځلیده .
-
امریکا او اسرائيل دې پوهه شي ،مقاومت له هر ډ ول نوو دسیسو سره مقابلې ته تیار دی
May 26, 2021 02:10کله چې مقاومت دقدس اوالاقصی جومات چغې ته لبیک ووئیل ،نو ثابته ئې کړه چې الاقصی جومات یوه داسې سره کرښه ده چې پرې تیری ممکن نه دی .
-
ایران باید درستو ایټمي ټيکنالوجیو درشل ته ورسوو
May 26, 2021 02:07شهید مجید شهریاري په ایټمی بسیاینې کې یو اغیز شیندونکی شخصیّت دی چې د یوشمیر متفکرانو اوپوهانو په ملګرتیا سره دغه په ځان بسیاینه رامینځة شوه .
-
د امام الزمان(ع)ګمنام سربازان د ایران د ملت د تکیې ځاي دی
May 26, 2021 01:15سردار سلامي د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په وړاندې دسیف القدس نومې وروستیو عملیاتو کې د فلسطین دمظلوم ملت ،البته مقاومت کونکي او پياوړي او کلک هوډ لرونکي ملت دبریالیتوب په یادونې سره هم وئيلي ، دغه عملیات دمومنانو په زړونو دروښانه کیدا د خداوندمتعال د نصرت ځلا او د فلسطین د مظلومو مسلمانانو په لاسونو سره داسلام ددښمنانو د ناکامولو یوه بله نښه وه
-
دحماس دپوځي ډرونز په قدرت امریکا لالهانده شوې
May 26, 2021 01:00په تیرو دولس ورځنیو نښتو کې چې وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم د غزې تړانګې پر بې څوکه خلکو تپلي ، د فلسطین د مبارزو ډلو په بریالیتوب او د وحشي رژيم په ناکامۍ پسې امریکا اود هغې تالی څټي متحدان اوس په دې پسې شوي چې د مبارزو ډلو له خوا له پوځي ډرونز قدرته ځان څرنګه وژغوري .