د کامې ولسوالۍ ولسوال د ماین په چاودنه کښې ژوبل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100848-د_کامې_ولسوالۍ_ولسوال_د_ماین_په_چاودنه_کښې_ژوبل_شو
د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکو د دغه ولايت د کامې ولسوال د مائن په چاودنه کښې د ژوبلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2021 08:20 Asia/Kabul
  • د کامې ولسوالۍ  ولسوال د ماین په چاودنه کښې ژوبل شو

د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکو د دغه ولايت د کامې ولسوال د مائن په چاودنه کښې د ژوبلېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له  مخې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وويل مائن د کامې ولسوال شریف الله فضلی په موټر کښې له وړاندې ایښودل شوے ؤ او هغه مهال چې نوموړي له کوره دندې ته په لاره ؤ د جلال اباد ښار اتمې ناحیی جانان خان کلا په سیمه کې پرې وچاودیدۀ چې له امله یې نوموړے له خپلو دوه ساتونکو او یو ملکي وګړي چې د چاودنې په مهال له سیمې څخه د تیرېدو په حال کې وو ژوبل شول  د والي ویاند وویل ژوبل کسان د درملنې  لپاره د جلا ل اباد مرکزي روغتون ته وړل شوي چې ډاکترانو یې روغتیایی حالت ډاډمن بللی دے  تر اوسه د حکومت کومې مخالفې ډلې د دې چاودنې پړه په غاړه نده اخیستې.