-
ایران د افغانستان لپاره د ویزو او سوداګریزو انتقالاتو د اسانتیا ژمنه وکړه
Aug 08, 2026 14:36په افغانستنا کې د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي وائي، هېواد ئې د افغانستان لپاره د ویزو د صادرولو د بهیر د اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو انتقالاتو د زیاتوالي په برخې کې لا زیاتو ملګرتیاؤ ته تیار دی.
-
د افغانستان د نورستان چارواکو له سیلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې
Aug 08, 2026 13:44د افغانستان د نورستان ولایت اړونده مسئولانو په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي، د روستي سیلاب له امله ځاي زیانمنې شوې کورنۍ بیړنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستو ته ډیره اړتیا لري
-
اسلامي نړۍ دې د صهیونیستي رژيم په وړاندې سره متحده شي
Aug 08, 2026 13:31د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
-
افغان حکومت له ایران سره د ښو اړیکو د دوام غوښتونکی دی
Aug 08, 2026 13:19د افغانستان د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد رسنیو ته ویلي، چې اوس مهال د افغانستان او ایران ترمینځ اړیکې ډیرې ښې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په عادي ډول روانه ده.
-
د افغانستان په بامیان ولایت کې د حسینی اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې
Aug 05, 2026 06:15پارس ټوډې- د بامیان ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت په ټولو جوماتونو او امامباړو کې د مجلس، ماتم او د امام حسین (ع) د فضیلتونو په بیانولو سره د حسيني اربعین درناوی وکړ. د بامیان ښار د سرآسیاب سیمې د فاطمه جومات په مراسمو کې لمونځ کوونکو د علماوو ویناوې واورېدې او د نذر او خیرات په وېشلو سره ئې له سیدالشهدا حضرت امام حسین (ع) سره خپله مینه او عقیدت څرګند کړ.
-
ایران د امریکا اوصهیونیستي رژیم پروړاندې په مقابلې کې بریالی شوی
Aug 05, 2026 04:55پارس ټوډې – د لبنان د حزبالله عمومي منشي، د امریکا او صهیونیستي رژیم هغو هڅو ته په اشارې سره چې غوښتل ئې په سیمې کې د خپلو پلانونو د عملي کولو پر وړاندې خنډونه له مینځه یوسي، او دې ته په کتو چې خپلو موخو ته ونه رسېدل، ټینګار وکړ ،ایران د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په مقابلې کې بریالی شوی دی.
-
ذبیحالله مجاهد په کابل کې د ایران د مرستیال سفیر له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ( مرکه)
Aug 04, 2026 04:41د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
-
پاکستان ته د طالبانو د شخړې ختمولو پیغام
Aug 03, 2026 07:56طالبانو اعلان وکړ چې دوي له پاکستان سره شخړه او تاوتریخوالی نه غواړي.
-
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو د قربانیانو شمېر خپور کړ
Jul 29, 2026 05:49د ملګرو ملتو له خوا د افغانستان د مرستندویه پلاوي (یوناما)په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو له امله ۳۹۹ عامو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
هر هغه هېواد او شرکت به چې د ایران له شتمنیو پیسې ترلاسه کړي،له هرمز تنګي د تېرېدو اجازت ونه لري
Jul 29, 2026 05:39پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیاء (ص) مرکزي غونډ ویاند ویلي، هر هغه شرکت او هېواد چې د ایران له شتمنیو څخه هر ډول پیسې ترلاسه کړي، له هرمز له تنګي د تېرېدو اجازت به ونه لري.