-
تر ۱۲ میلیونه زیات افغانان د خوراکي توکو ترلاسه کولو ته حیران دي
Oct 08, 2024 14:12د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ترلاسه کولو له سخت حالت سره مخ دي.
-
په آګسټ میاشت کې په افغانستان کې د پولیو ۳ مثبتې پېښې ثبت شوې
Oct 02, 2024 14:13د روغتیا نړیوال سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اګسټ میاشتې له ۲۱مې تر ۳۰مې نېټې په افغانستان کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
-
په ننګرهار کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله څلور کسان مړه او ۶ ورک دي
Oct 01, 2024 03:03په ننګرهار کې سیمه ایزې سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د کوز کونړ اړوند کونړ سیند کې د یوې کښتۍ د ډبېدو په پېښه کې ١٤ کسان اوبو ډوب کړي چې تر اوسه د څلورو کسانو مړینه تایید شوې.
-
ځينې بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Sep 28, 2024 02:29د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون ویلي چې، یو شمېر کورني او بهرني شرکتونه دې ته لېواله دي چې، په افغانستان کې تر څه باندې ۵ میلیارده ډالرو پانګونې وکړي.
-
د څلورو اروپايي هېوادونو د اعلاميې په اړه د کابل غبرګون
Sep 26, 2024 14:04د سرپرست حکومت مرستیال ویاند، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت او له هغوی سره د تبعیض په اړه د څلورو اروپايي هېوادونو د څرګندونو په تړاو ویلي چې، په دې برخه کې پر سرپرست حکومت تور لګول، ناسم کار دی.
-
د افغانستان د تېر نظام دوه افسران د امریکا په یوه سیند کې ډوب او مړه شوي
Sep 25, 2024 02:07د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو دوه افسران د امریکا د ایریزونا د شیپ کراسنګ د سیمې په سالټ ریفر نومي سیند کې ډوب او مړه شوي دي.
-
افغانستان په لومړي ځل په کریکټ کې له سویلي افریقا لوبلړۍ وګټله
Sep 21, 2024 02:54د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سویلي افریقا لوبډلې ته د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړنیو دوه لوبو کې ماتې ورکړه.
-
که د شریعت له مخې موسیقي حرامه وي، اورېدل یې هم حرام دي
Sep 20, 2024 13:54د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر استازي "حسن کاظمي قمي" هم د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د سپکاوي په اړه د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د افغانستان د استازي له غیر معمول او نه منلو وړ اقدام ته په غبرګون کې، دا ډیپلوماتیکو اصولو ته د درناوي نشتوالی بللی او په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: که د شریعت له اړخه موسیقي حرامه وي، اورېدل یې هم حرام دي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت سرپرست احضار کړ
Sep 20, 2024 13:49د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د سپکاوي په اړه د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د افغانستان د استازي له غیر معمول او نه منلو وړ اقدام وروسته، د افغانستان د سفارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
-
د افغان نجونو پر زدهکړو د بندیز لرې کولو لپاره مانا داره اقدام نه دی شوی
Sep 20, 2024 13:42د بشري حقونو د څار سازمان وايي، داسې مهال چې دا اونۍ د افغان نجونو پر زدهکړو د بندیز څلورم کال پيل شو، خو تر اوسه نړیوالې ټولنې، حکومتونو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د دغه بندیز د لیرې کولو لپاره کوم مانا داره اقدام نه دی ترسره کړی.